کالج که ليسه؟  – حميدګل شېرزی

زما په نظر د کانکور سيستم ښه نه دی، د تېر کال د کانکور ازموينې د پايلې په وخت کې ټول د څو داسې پېښو شاهدان وو چې ځينو ځوانانو د بې نتېجې پاتې کېدلو له امله ځان وژنه کړې وه. يوه ستونزه خو دا ده چې د کانکور آزموينې پايلې سمې نه وي او بله لويه ستونزه د بډو ورکول او اخېستل دي چې ځينې خلک يې د دې لپاره ورکوي چې په غلطه توګه ښه پايله ولري. نو غريب به څنګه پکې بريالی شي؟

تاسو فکر وکړئ يو غريب ځوان په ډېرو هيلو د کانکور آزموينه ورکوي تر څو د خپلې خوښې څانګې ته بريالی شي، خو له دې ډول بډو او نورو ستونزو خبر نه وي کله چې خپله پايله وګوري ډېر زيات ناهيلی شي نو همدا دی چې ځان وژنه کوي او يا په نورو بدو کارونو لاس پورې کوي.

د ليسې په نسبت د کالج سيستم ډېر ښه دی چې له يوې خوا به د کانکور ازموينه له منځه ولاړه شي او له بلې خوا به هر زده کوونکی خپلو هيلو ته ورسېږي او له همدې ځايه به خپله د خوښې څانګه خوښه کړي او زده کړې به پکې وکړي. کله چې زده کوونکی د خپلې خوښې څانګې ته بريالی نه شي او کومې بلې څانګې ته ورکړل شي نو هغه په مينه نه لولي نو دا ده چې په نيمه کې ترې پاتې کېږي، د دې ځوان په بدو عملونو د روږدي کېدو لپاره ډېره لويه زمينه برابرېږي.

بله مهمه خبره د نيمه لوړو زده کړو ډېروالی دی.

کله چې يو زده کوونکی دوولسم ټولګی پای ته ورسوي نو زده کوونکی نه شي کولی چې کار وکړي ځکه چې هغه داسې وي چې (نه د دين وي نه د سدين) يو کار هم نه شي کولی، خو که چېرې کالج ولولي او پای ته يې ورسوي نو د نيمه لوړو زده کړو سطح به هم لوړه شي او بل که زده کوونکی پوره لوړې زده کړې هم ونه کړي نو کولی شي چې په هغه خوښه کړې څانګه کې په ښه عزت سره کار وکړي او حلاله روزي ځان ته پيدا کړي.

One thought on “د نړۍ په اکثرو هیوادونو کې د کانکور په نوم کومه ازموينه نشته”
  1. Salam,
    That is a good idea in the education field, but after full peace & eradication of corruptions; discrimination & apartide btwn ethnicities.
    Thank u.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *