تاند- د نړۍ په بازارونو کې د سرو زرو ارزښت درې ډالره زیات شو او هر اونس ۱۲۵۷.۶۵ ته ورسېد.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې د سرو زرو ارزښت نن /چهارشنبه/ د دې لپاره درې ډالره زیات شو چې د نړۍ د اقتصادي ودې په اړه اندېښنې زیاتې شوې. د اقتصادي ودې د کمېدو په صورت کې د بیپاڼو او ونډو ارزښت کمېږي او ویوازې سره زر پاتې کېږي چې پیسې پرې بندې شي.

همداراز د نوي چینايي کال له کبله د چین د بازارونو بندېدا هم په راکړو ورکړو اغېز کړی دی او د سروزرو ارزښت یې ۳،۵۲ لوړ کړی دی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *