ژباړن: خلیل جمال –

د ۲۰۱۱ زېږدیز کال د نومبر د میاشتي پر ۱۹ نېټه له یوې زړې کنډوالې څخه داسي یو څوک ونیول سو چي له نژدې پنځه یا شپږو میاشتو څخه همدلته پټ سوی و، هغه سخت ژوبل او ناروغ و، د خوني( کوټې) حال دومره خراب و چي نه  رڼا ورتلله ، نه  تازه هوا او نه یې تشناب درلود،  د دې سړي څښاک، خوراک، خوب او حاجت پوره کول ټوله په همدې څلور دېواله خونه کي تر سره کېدل.  کله چي دا کس ونیول سو، ګمان کېدی چي له ډېري مودې څخه وږی او تږی پاته سوی او په اونیو اونیو نه دی لمبېدلی. د هغه نیالۍ ، بالښت او شړۍ دومره خیرن ول چي پکښي پرېوتل خو هلته پرېږده په ورته کتلو یې د سړي خوا را ګرزېده. په خیرن او بوینه  شړی کي نغښتل سوی کوم کس چي ونیول سو دا یو عام سړی نه و، بلکي څه موده وړاندي همدا سړی ډېر شتمن و، دا هغه څوک و چي نوم یې د نړۍ د څو شتمنو او اغېزمنو خلکو په  کتار کي راتلی،  هغه ډېر د سکون ژوند تېراوی، هغه پر عیاشیو باندي په ثانیېو کي په میلینونو ډالر مصرفول. یو وخت یې د لندن په ښار کي په خپل موټر کي سفر کاوی چي د لندن په شمال کي یې یوه ښکلې ماڼۍ(بنګله) خوښه سوه او د همدې ماڼۍ د رانیولو پرېکړه یې وکړه خو د کور خاوند یې له خرڅولو څخه نټه وکړه  او دې ښاغلي د خپل ضد له مخي  پر هغه ځای دوه برابره پیسې یاني لس میلیونه برټش پونډز د ماڼۍ خاوند ته ورکړل او کور یې ځني واخیست.

په ۲۰۰۹ زېږدیز کال کي نوموړي خپله  ۳۷ مه کلیزه ولمانځله، چي د نړۍ تر ټولو شتمنو خلکو پکښي ګډون وکړ، په هغوی کي د روسیې” Albanian tycoon”، د زرو د زېرمو څښتن” peter Munk” او ” prince of Monaco albert” غوندي د نړۍ مشهورو څېرو ګډون کړی وو، او دغه کلیزه تر ننه د نړۍ په ګران بیه کلیزو کي شمېرل کېږي.

دا سړی دتر ټولو ګران بیه انځورګرۍ د رانیولو شوقي و، هغه د خپلي ماڼۍ د ښایست لپاره د مالیت پر انځورګرۍ په اربونو ډالر ورکړي ول.

په ۲۰۰۶ مېلادي کال کي پر اسرائیلۍ ممثلې (اداکاري) باندي مین سو، او د هغې د خپلولو لپاره یې پرېمانه دولت مصرف او پر هغې انبار کړ،  هغه و چي” orly weinerman” يې انډيواله ( ګرل فرینټ) سوه، دا نو  د نړۍ  تر ټولو ګران بیه انډیواله نجلۍ وه.د برتانیې پخوانی لومړی وزیر ټوني بلیر د نوموړي ډېر ټینګ ملګری و.  د برتانیې شاهي کورنۍ هغه څو ځلي  په “buckinggham palace” او ” wensley castle” کي د ماښامنۍ او غرمنۍ لپاره میلمه کړی و،  هغه په لندن او فرانس کي د ځوانۍ شپې ورځي تېرولې، هغه په ډېر ویاړ سره د نړۍ په ګوټ ګوټ کي قانون تر پښو لاندي کاوی، هغه یو ځل د پاریس په ” shanzelize street”  باندي موټر په ۱۳۰ کېلومټر  تېز رفتار کي تېر کړ  چي ټوله اروپایي نړۍ يې حیرانه کړه. او د پاریس ښاري دولت د هر څومره کوښښ سره سره ونه توانېدی چي لږ تر لږه یې  جرمانه کړي. دا سړی د خپل هیواد د “investment authority” مشر  و، د پانګي اچوني دغه دولت دومره واک درلود چي د نړۍ په هر هیواد او هر وخت کي یې تر لس بیلیونه“10$ billion” پوري سرمایه ګذاري کولای سوه، او دا ډېره غټه خبره وه.

د داسي نوم او درنښت درلودونکي ژوند څښتن  چي د ۲۰۱۱ کال د نومبر د میاشي پر ۱۹ نېټه په کومه خیرنه او بوینه  شړۍ کي ونیول سو، دا ځوان سیف الاسلام نومېږي، دی په نړۍ کي پر دریم نمبر په تیلو د شتنمن هیواد  لیبیا د پخواني واکمن کرنل قزافي زوی دی، نوموړی د قزافي ځای ناستی او د لیبیا ولي عهد و،  دی په خپل وخت کي د لیبیا دوهم بااثره سړی و، دی دومره اغېزناکه او واکداره کس و، چي کرنل قزافي یې د نیوکلیئر پروګرام په پرېښودولو باندي قائل کړی و.

سیف الاسلام دا مهال د لیبیا د واکمن دولت په زندان کي دی، او تر مرګ ستونزمن ژوند ورباندي تېرېږي. هغه سیف الاسلام چي یو پښه به یې په لیبیا او دوهم پښه په لندن یا فرانس کي پرته وه،  د چا لپاره چي به د فرانس سترو کمپنیو ځانګړي عطر جوړول،   دا هغه سیف الاسلام دی چي څه موده وړاندي به یې  د برتانیې د هیواد شاهي کورنۍ خاصي میلمستیاوي کولې،  مګر نن په ټوله نړۍ کي هیڅ داسي هیواد نسته چي هغه ته پنا ورکړي،  هغه سیف الاسلام چي د لندن او فرانس په مشهورو او ګرانه بیه خوړنځایونو کي ځانګړي خواړه ورته پخېدله، نن یې دیوه وخت  ډوډۍ په ډېره سخته په نصیب کېږي،  هغه سړی چي په یوه لحظه کي یې په لس میلیونه پونډز باندي یو کور رانیولای سوای، نن د سر پنا لپاره د کوټې چت نه لري، د چا چي تر پرونه میلیونران خلک انډیوالان ول  نن په زهرۍ او خواستۍ فریادونه کوي خو هیڅوک د خبري اورېدولو او مرستي کولو نه لري، سیف الاسلام له اسمان څخه پر مځکه را لوېدلی دی، او پاچاهي يې په فقیري بدله سوې ده. ځکه هغه خلک چي الله هېروي او پر ځان باندي د خدای خیال کوي،  نو پر داسي خلکو باندي یوه نه یوه ورځ د الله غضب را لوېږي،  او بیا یې هیڅوک نه سي ژغورلای.

 داسي واکمنان چي واک هر څه ګڼي او د اقتدار په نشه کي دومره ډوب سي، خیال کوي چي زما واک او دبدبې لره هیڅ زوال نسته ،  زما د واک لمر به د خیال پر اسمان همداسي ختلی ولاړ وي او زما د تقدیر ستوری به د تل لپاره ځلېږي. نو داسي واکمنانو او زور واکانو  ته د سیف الاسلام کیسه په چیغو چیغو وایي: څوک چي د ولس باور او احساس له لاسه ورکړي او پر خپل ځان باندي د خدای خیال وکړي دا کسان به یوه نه یوه ورځ  له داسي دردناکه، بې چاره، زلیل او بې وسه  سر نویشت سره مخامخ کېږي.

3 thoughts on “د نړۍ په سطحه د شتمن کس عبرتناکه کیسه”
  1. ګرانو لوستونکو!
    سلامونه او نېکې هیلې درته ډالۍ کوم.
    که انسان د سیف الاسلام پخوانیو کړواو وړو ته شه په ځير باندې وګوري نو دا به ورته له ورایه ترسترګو شي چې هغه ترکومې اندازې شاهانه ژوند درلود، څه به یې چې زړه غوښتل هغه یې کول، آن قذافي له ټول لیونتوب او سرزورۍ سره ورته مخې ته نه ودریده، خو بیاهم ګورﺉ یوه ورځ داسې پرې راغله چې تنها، بې وزله او ناداره شو. که هر انسان د خپل ځان، بل کس او خدای جل جلاله په وړاندې ځان مسؤول وبولي بیا به داسې څه نه کوي لکه سیف الاسلام به چې کول. بلکې داسې څه کوي چې دغه د سیف الاسلام په شان د تنهایې او مظلومیت په آن ورته په ګټه راشي او له دې سره پرې د قیامت په ورځ دالله تعالی په وړاندې سرلوړی او سرخ رویه وي. زمونږ په افغان کړیدلي مسلمان ولس باندې دې هم زمونږ شته افغان سیف الاسلامان رحم وکړي که نه د لیبیایې سیف الاسلام له راتلونکي سره به مخامخ وي.
    په پایله کې باید ووایو چې تېری او ظلم انسان په دنیا او آخرت کې له بدبختیو او ناخوالو سره مخامخ کوي او همدا دالله تعالی سنت او طریقه ده، چې هیڅ بدلون او تغییر نه مومي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *