تاند- له یوې نوې څېړنې سره سم د نړۍ ۲۰ تر ټولو ککړ ښارونه په اسیا کې دي چې د هغو په منځ کې ۱۸ د هند په براعظمګي کې دي.

د دې راپور له مخې، په براعظمګي کې بیا ۱۵ ککړ ښارونه په هند او ۲ په پاکستان کې دي.

دا څېړنه د نړۍ د ۳۰۰۰ ښارونو د هوا د ککړتیا په اړه شوې او ویل شوي چې د خرابې هوا له کبله په دغو ښارونو کې د کال ۷ ملیون تنه مړه کېږي.

د هند پټنه، لکنهو، ډیلی، جورپور، مظفراباد، ورناسي، مراد اباد، اګره، ګایا، غازي اباد، فرید اباد، بیوادي، نویدا، جند او ګروګرام ښارونه تر ټولو ککړ بلل شوي دي.

خو درېم مقام د پاکستان د فیصل اباد او لسم مقام د پاکستان د لاهور دی.

د چین هوتان او کاشغر او د بنګله دېش ډاکه هم د نړۍ په سلو تر ټولو ککړو ښارونو کې حساب شوي دي.

د پلازمېنو له نظره د هند ډیلی لومړی دی ورپسې د بنګله دېش ډاکه دی.

که څه هم کابل د نړۍ ۵۲ ککړ ښار بلل شوی خو د پلازمېنو په منځ کې له ډیلي او ډاکې وروسته مقام لري.

په راپور کې ویل شوي چې د روغتیا د نړیوالې ادارې د معیارونو پر اساس د بنګله دېش د هوا ککړتیا په سلو ۹۷، د پاکستان په سلو کې ۷۴ او د هند په سلو کې ۷۲ ښودل شوې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *