هارلډ هام يو امرېکايي سوداګر دی چې ټوله شتمني يې 18.7 بيليون ډالره اټکل شوې ده.
68 کلن هارلډ هام د مېرمن سو ان هام مېړه او د Continental Resource کمپنۍ اجرايوي مشر دی. له خپلې ښځې د نوموړي طلاق اخېستلو خبر هغه وخت د خلکو پام ځانته را واړاوه، چې ويل کېده، د نوموړي ښځه به د طلاق اخېستو پر وخت 5 بيليون ډالر ترلاسه کړي.
په لومړيو کې داسې برېښېدله چې دا 5 بيليون ډالري طلاق به د اوسني 4.5 بيليون ډالري طلاق رېکارډ مات کړي چې روسي ديميتري رايبولوفليف ټينګ کړی، خو د محکمې د پرېکړې سره سم ياد شوی قيمت 995.5 ميليون ډالرو ته راټيټ شو.
که هارلډ هام خپلې ښځې ته د طلاق پيسې ورنکړي او يا پکې کومه ناغېړي وکړي نو د محکمې د پرېکړې سره سم به د خپلې کمپنۍ 20 ميليونه ګډونتيا له لاسه ورکړي، خو دې ته په کتلو چې هارلډ هام د يادې کمپنۍ 60 سلنه ګډونوال دی، په نوموړي هيڅ اغېزه نه کوي، البته ښايي د نوموړي کمپني له ماتې سره مخ کړي.
هارلډ بايد د وعدې سره سم د 2014 ز. کال تر پای پورې خپلې ښځې ته 320 ميليون ډالر ورکړي او پاتې نور به په څو پړاوونو کې ورکوي.