تاند، شنبه، د سنبلې ۲۲مه: د کیو ایس ورلډ یونیورسټي رینکینګ په نوم یو معتبر ویبسایټ د نړۍ د ۱۰۰۰غوره پوهنتونو لیست خپور کړی دی چې د افغانستان د یو پوهنتون نوم هم په کې نشته.

په دغه لیست کې چې د ۲۰۱۹ او ۲۰۲۰ لپاره غوره پوهنتونونه انتخاب شوي دي چې له ۲۰۱۵ کال راهیسې یې غوره تدریسي معیارونه پلي کړي دي.

له دې منځه د ۱۰۰۰ پوهنتونونو له ډلې د امریکا دماساچوسیټ د ټکنالوژۍ انسټیټوټ لومړی درجه پوهنتون یاد شوی دی.

د غوره پوهنتونونو په دې لیست کې د ګاونډیو چین، روسیې، قزاقستان،پاکستان او ایران  ځینې پوهنتونونه هم راغلي خو دافغانستان، تاجکستان او ترکمنستان د هیڅ معتبر پوهنتون نوم پکې نشته.

د افغانستان د لوړو زده کړو مؤسسات ترډېره دا مهال مشخص درسي نصاب او مېتود نلري، دغه رازیې محصلین په پوهنتونو کې د استادانو له مافیا هم سر ټکوي او وايي دوی نشي کولی له استادانو سره حتی علمي پوښتنې مطرح کړي، ځکه بیا یې هغوی ناکاموي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *