تاند- له یوې تازه څېړنې سره سم، د نړۍ په ۱۰ تر ټولو قیمتي ښارونو کې سینګاپور لومړی دی.

د قیمتۍ له نظره د نړۍ درېم زیات ګران ښار هم په اسیا کې دی. له پاریس وروسته هانګ کانګ درېم زیات قیمتي ښار دی.

د سروې له مخې، په لسو تر ټولو قیمتي ښارونو کې څلور په اروپا کې دي.

۱- سینګاپور

۲- پاریس (فرانسه)

۳- هانګ کانګ (چین)

۴- زوریخ (سویس)

۵ – جینیوا (سویس)

۶ – اوساکا (جاپان)

۷ – سیول (جنوبي کوریا)

۸- کوپینهېګن (ډنمارک)

۹- نیویارک (امریکا)

۱۰ – تل ابیب (اسراییل)

۱۱- لاس انجلس (امریکا)

دا سروې د نړۍ په ۱۳۳ ښارونو کې د ۱۶۰ شیانو لکه، د خوړو، څښاک، ترانسپورت، د برېښنا، ګاز، اوبو د محصول او د کرایې د ارزښت پر اساس شوې ده.

په دې سروې کې په پاریس کې د ښځو د وېښتو جوړولو لګښت ۱۱۹ ډالره ښودل شوی خو د سویس په زوریخ کې ۷۳ اعشاریه ۹۷ او د جاپان په اوساکا کې ۵۳ اعشاریه ۴۶ ښودل شوی دی.

سروې ښيي چې په اروپايي ښارونو کې د کور د وسایلو، شخصي مسایلو (روغتیا، سینګار) او تفریح لګښت مخ په زیاتېدو دی.

په دې سروې کې ۱۰ تر ټولو ارزانه ښارونه هم څرګند شوي چې د وینزویلا پلازمېنه کاراکاس یې په سر کې دی. خو د هند ۳ ښارونه د نړۍ په ۱۰ ارزانه ښارونو کې شامل دي.

د نړۍ ارزانه ښارونه دا دي:

۱- کاراکاس (وینزویلا)

۲- دمشق (سوریه)

۳- تاشکند (ازبیکستان)

۴- الماتي (قزاقستان)

۵- بنګلور (هند)

۶- کراچۍ (پاکستان)

۷- لاګوس (نایجریا)

۸- بوینس ایریس (ارجنټاین)

۹- چینای (هند)

۱۰ – نوی ډیلی (هند)

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *