د میدان وردګو ولایت په مرکز میدان ښار کې د نږدې لس میلیونو افغانیو په لګښت په ۱۱ زره متره مربع سیمه کې د ښځو یو پارک تر جوړېدو وروسته نن د تلې په ۲۱مه ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

دغه پارک د ښاروالۍ ادارې په مالي لګښت د یوه کال په موده کې جوړ شوی،چې په کې چمن،هټۍ،کنفرانس خونه،د ماشومانو د لوبو وسایل، ګلدانۍ،تشنابونه او نور ضروري ملحقات شتون لري.

د دغه پارک د ګټې اخیستنې په مراسمو ګڼ شمېر مېرمنو سربېره،د دغه ولایت والي ،ملي امنیت او یو شمېر نورو ادارو رئیسانو،مدني فعالانو او استازو برخه درلوده .

د میدان وردګو والي ښاغلي حیات الله حیات له مېرمنو څخه وغوښتل چې له دغه پارک څخه په ښه توګه ګټه واخلي او ډاډ یې ورکړ،چې د پارک امنیت به د دوی لپاره هر مهال خوندي وي .

هغه هیله څرګنده کړه،چې د دغه پارک جوړېدل به د دغه ولایت د مېرمنو په روحیه مثبت تاثیر وکړي او له دې وروسته به دوی هم پخپل پارک کې د تفریحې په موخه خپل وخت ځانګړی کړي .

2د ښځو چارو رئیسې وحیدې ښکلې د ولایت مقام او ښاروالۍ ادارې څخه یې مننه وکړه،چې د مېرمنو د تفریحې لپاره یې ځانګړی پارک جوړ کړ،چې له دې وروسته به ورڅخه مېرمنې په ښه توګه ګټه واخلي.

د سوسن په نوم یوې انجلۍ وویل د هېواد په زیاتو ولایتونو کې د مېرمنو لپاره تفریحي پارکونه شتون لري خو په دغه ولایت کې دا لومړی ځل دی،چې په دغه ولایت کې د دوی لپاره د تفریحې زمینې برابرولو په موخه یو تفریحي پارک جوړیږي .

یوې بلې مېرمنې فاطمې د دغه پارک په جوړېدو خوښي وښوده او زیاته یې کړه،له دې وروسته به دوی وکولای شي،چې پخپل ولایت کې د تفریحې لپاره دغه پارک ته ولاړې شي او هیله یې څرګنده کړه،چې په مېرمنو ته په نورو برخو کې هم پاملرنه وشي .

مدني فعالې شکیلا ابراهیم خیل وویل له دې وروسته به دوی وکولای شي،چې له دغه پارک څخه په ګټې اخیستنې خپلو لاسي توکو ته د نندارتون او نورو چارو په ترسره کولو سره بازار موندنه هم وکړي.

د دغه پارک د پرانستې پر مهال د میدان وردګو والي له لورې لسګونه مېرمنو ته ډالۍ هم ورکړل شوې .

د میدان وردګو ولایت مطبوعاتي دفتر

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *