دواړه ډاکټران لکه بلاتشبیه، نکیر او منکر، یو د مېز سر ته او بل طرف ته ناست وي. د حلیمي په نامه یې یو بل – د شپون صاحب خبره- حقوقي کمپیوټرسری را پیدا کړی، سم د قانون مویچینک ورسره دی. یو بل سپینکی یما یاري نومېږي، قراردادونه کمیسیون ته تر راتګ مخکې له قانون سره ګوري خو اکثره خپله هم د پېښوریانو خبره تر دباو لاندې وي. یو بل دی، حکم خان حبیبي نومېږي، له پخوا مې پېژاند، خو له دې یې نه وم خبر چې د قانون ضرب زباني یې دومره تېزه زده ده. قانونپوه سرورش دانش یوه اړخ ته او د مالیې وزیر بل اړخ ته ناست وي.
د قرارداد لرونکي وزارت معین، یا بل مسؤول په نوبت راځي، خپل قراردادونه، چې نکیر او منکر له وړاندې کتلي، او متن یې لکه د دوزخي عملنامه د تدارکاتو د ادارې لخوا کتل شوې ده، مېز ته راوړي. لومړی د تدارکاتو د ادارې نماینده د قرارداد قانوني ستونزې یوه یوه وړاندې کوي، بیا غني لکه هماغه د پوهنتون پروفیسر چې له شاګرده تقریري امتحان اخلي، د وزارت نماینده ته وایي: “وایه، څه ځواب لرې؟”
اکثره د وزارت د نماینده ژبه تتړه شي، بیا غني ورته وایي: “وېرېږه مه، آرام دې واخله، هدف دا دی چې ستونزه پیدا شي.”
یاره، زما پولیسي مهارتونه هومره غښتلي نه دي، خو په خدای کله کله زه هم لا په همدې صحنه کې غل او مل سره بېلولای شم. غله اکثره په تاتاړي ژبه پيل وکړي، وایي، زما په نظر، زما په نظر… بیا غني ورته وایي: “ته ستا نظر پرېږده، دلته په قانون خبره کوو. ستا نظریات ډېر محترم دی، خو دا کوم تهینک ټانک نه دی. سوال مشخص او قانوني دی. ځواب یې مشخص او قانوني ووایه.”
عجیبه عجیبه غوندې غلاوې ګېر کېږي. یوه نامتو د لیلیو لپاره د هګیو نرخ ورکړی و، د فارمي چرګ هګۍ یې د شتر مرغ د هګۍ په بیه لیکلې وه. څو سوه زره هګۍ پېري، او یوه هګۍ په لس افغانۍ. بل بیا د آی ټي شرکت ته د برېښنا قرارداد ورکړی. چې دغسې کارونه کوي، د دوزخي قراردادیانو ژبه به ولې نه تتړه کېږي؟
د کوم یوه چې کاته صفا وي، ډاډه ناست وي، او چې ولاړېږي هم، بې ادبي معاف، په تشکر صېب، ښه صېب ویلو په شا روان وي او د تالار دروازه په دې بله پرانیزي.
اکثره خلک چې قانوني کاته یې صفا وي، فکر کوي چې خلاص شوم، خو غني یې په بله کې را ایسار کړي. ښه، ستا د دې قرارداد به څه ګټه وي؟ ته چې دا تخنیکي سلاکاران استخداموې، د دوی کار به څوک ارزوي؟ پرون یې د عامې روغتیا والا په دې کې را ایسار کړی و چې روغتونونو ته په ملیونونو ډآلرو وسایل پېرۍ، آیا د کارولو لپاره یې پرسونل لرئ؟ او که لکه د جمهوریت روغتون، وسایل تر ترپالونو لاندې ساتئ؟
د معارف یو نامي راغلی و، قرارداد یې راوړی و چې موږ د درېیم صنف د شاګردانو د ارزونې لپاره یوه څو ملیونیزه پروژه لرو چې اسټرالیایان یې تطبیقوي. ده فکر کاوه غني به سخت خوشاله شي چې اسټرالیایان یې تطبقوي. غني ورته وویل: “اسټرالیایان څو ولایتونو ته تللای شي؟ د سړي ژبه تاتاړي شوه، ناړې یې په ستونې کې غوټه شوې، وېلې صېب، ټیمونه لري؟ وېلې ښه دا پایلې مو واخیستې، دا پایلې بیا تاسې څنګه عملي کوئ؟ د سړي ژبه بیا تاتاړي شوه، ځواب یې شاعرانه شو.”
غني ورته وویل:”جناب رئیس صاحب، ستونزې پېچلې کوئ مه. د معارف ستونزې ډېرې ساده دي. اول ساده ستونزې هوارې کړئ، بیا د کیفیتي تحقیقاتو (Qualitative Research) څېړنو ته مخه کړئ. دا پروژه وخت ضایع کول دي. ډونران خپلو قراردادیانو ته کار پیدا کوي، زموږ غم نه دي پر سر اخیستي.
یو بل قرارداد چې د سپین بولدک او نیمروز د پاکو اوبو رسولو و، بل چا راوړی و. غني د شرکت د تجربې په اړه معلومات وغوښتل. سړی په غورو شو چې صېب، د کابل پلانۍ شبکه، د پلاني ځای پلانۍ شبکه او د اندخوی د اوبو رسولو شبکه همدې نامي شرکت جوړه کړې وه.
ځواب نه و، ځان ته یې کار وکوت. افغانستان ګشته جمهور رئیس ورته وویل: “د اندخوی هماغه پروژه یادوې چې کرزی صاحب یې افتتاح ته ورغلی و او د اوبو نل یې د افتتاح پر ورځ بند و؟؟”
د پروژې راوړونکی ښایي وروسته په دې پوه شوی وي چې په امتحان کې اضافي خبرې خبرې د سړي په تاوان وي.
دا څو ورځې په دې فکر کې وم چې دا ډاکټر صاحب عبدالله عبدالله لا څومره تکړه شوی، او له کومه دومره په تدارکاتو کې ماهر شو. هغه ورځ یې راز را ښکاره شو چې د هر قرارداد د کتلو لپاره یې یوه غونچه سلاکاران کښېنولي او د نظریاتو خلاصه یې بیا دی وړاندې کوي.
خلک هرڅه هرڅه وایي، له نورو کیسو یې په خدای که خبر یم خو دلته یې چې زه وینم، دواړه زبردسته همکاري کوي، مطلق شفافیت حاکم دی، هر قرارداد قانون ته راجع کېږي، ډاکټر صاحب عبدالله عبدالله خپله کورنۍ دنده په ډېره امانتدارۍ او دقت ترسره کوي، او په کمیسیون کې د نهایي محترم همکار، او اصولي کس په توګه دنده ترسره کوي.
د تدارکاتو ملي کمیسیون، یا زما په تعبیر د نکیر منکر کمیسیون هره شنبه دری تر څلور ساعته ناسته کوي، ناستې یې د شپې تر یووولسو، دوولسو روانې وي، خو زه یې خدایي شاهد یم چې په هره ناسته کې افغانستان ته په ملیونونو، او کله کله په سلګونو ملیونه افغانۍ را سپموي. یوه ټیټ پوړې کارمند په غوږ کې را ته وویل: “یاره، خدای مې دې نه ګناهګاروي، دا کمیسیون به یواځې د دفاع وزارت په قراردادونو کې د کال څلور نیم سوه ملیونه ډالره را وسپموي. د اردو ډوډۍ به هم تر پخوا غوړه وي.”
یاره قرارګله که دسې وي، بیا دې الله نور هم توفیق ورکړي ورته!
قرار صیب کور د ودان او بچیان دنیک صالح او لوی!لیکنه د خوندوره ده والله چی په لوستلو یی ایله په ایله زماد زړه درزا را ټیټه شوه! همدا راز څرنګه چی تاسو ښاغلۍ د قلم ملتیا کوۍاو دهمدي لاري لاروۍ یي نو ما هم دا زړه یا جراًت وکړ چی تاسو ښاغلۍ لږ څه بیيييي! قرار کړم او هغه دا چی د سوچه او اصیلی (یوه پښتو کره پښتو) لپاره ستاسو غوندی خلکو هڅی او هاند ځای نیسی څکه چی لوستونکی لرۍ! نن سبا دپښتو ژبی په ډګر کی د پښتنو د استوګنځۍ په شان خپلسری (انارشیزم) روان دۍ او هیڅوک خپلو لیکنو ته بیا تر شا نه ورګوری چی څه ګلان یی اوبو ته غورځولی دي او همداسی بی اړتیا پردی لغتونه چی په مخه ورځی لکه بی هنره خټګر په هرځای کی چی په لاس ورشی ورغوځوی یی ، د پښتو ژبی ادبیات لکه د نورو ژبو پشان د هر چا د وس خبره هم نده او هغه متل چی وایی ترکاڼی دبیزو کار ندۍ! نو دلته بیرته د هیلی مخونه ستاسو غوندی ( پدی ډګر کی بیقراره) ځوانانو ته اوړی او همدا تاسو یاستۍ چی خپلی ژبی ته به چوپړ کوی او دهغی برم به ژوندۍ کوۍ او ساتۍ به یی!
خبره به را لنډه کړم: ستاسو ښاغلی په همدی متن کی د کاته لغت راوړیدۍ چی زما په اند هغسی وړ مانا دلته نه ورکوی او ستاسو دغه کاته (ممکن او انډول مانا یی ټیکه) د پخوا څخه په پښتو کلیوالی ادب او همدارنګه په لیک او لوست کی د لیدلو په مانا ده. دلته به یی یو ډیر پخوانۍ یا لرغوني بیلګه وړاندي کړم لکه چی وایی: په تش کاته د موذی څه شی!؟««»»لکه …چی هډوکۍ واخلی زړه یی ښه شی! څرنګه چی دغه او دی شانته ورته لنډۍ ستا تر کاتی نه زړي دي نو حق هم ددوی دۍ او تاسو نوموړی کاتي ته بل وړ لغت ومومۍ زما په اند دا به غوره وی .چي راڅخه خوابدۍ نشي په درنښت
سړی څه نه وايي له ډاره سړی څه ووايي
چې درواغجنه شي هنداره سړی څه ووايي خدای دې همداسې لري، لکه دا څنګه يې چې تاسې وایاست، خو زه وایم هسې نه دا نکیر و منکر په خپله د خپلو وسپنیزو ګرځونو خوراک نه شي، تر دې مهاله خو يې ملت د وینو پر ټغر کښېنولې نو
جناب قرار صیب خبرې دې ډیرې خوږې دي خو افسوس چې یو څه راته غیر مستقیم پلوي پکې ښکاري چې له دواړو یعنې ع او غ نه دې پکې کړې، زما په اند یو څه مجبورهم یې ځکه هغه دچا خبره چې خان خوشحال ساته نو په تا به هم سسیږي، او یا هم لکه د پاکستان د پولیسو په شان چې ۱۰۰ روپۍ روشوت واخلي نو بیا وایي چي دا خو د ډي آي جي صیب دې زما چای او به خو هم ې ې راکړه یعنې خدای دې نکړي چې ستاسو او یا هم ستاسو دملګرو په خلاف څه ولیکم خو دومره وایم چې پلوي دې کړې او هغه هم فکر کوم یواځې ددې لپاره چې شاید تاسره هم دکومې څوکۍ وعده شوې وي خو بیا هم که دا نظر دې د زړه له کومې وي او موخه دې د چا پلوي نه وه نو نظر ته دې احترام لرم.
ګل رحمن همدرد درته ښه ليکلي دي ، د پنجشيريا نو کا رونه مثبت ارزيا بي کول، يا خو قراره قرار کينه ياخو دې پکې ښه ډيرې کنا يې ليکلي دي، دادواره څو مره مستقل ګڼي، بل چاچي زمونږ په سترګو هم ولا پردې راغلې وي ښه ده تا سو ترې پردې ليرې کړې ، مونږ خو لمر په دوه ګوتو پټ کړې وو خوتا سو دا ګوتې ترې ليرې کړې .
Canada did allow Mr. Ghani to land in Canada to thank you Canadians for their thank you… The reason was Ghani had an entourage of 70 people or a delegation of 70 individuals. The government argued that it cost alot and we will not waste our taxpayers money on a group of useless people. The opposition party was saying that usually world leaders have an entourage of maximum 10 people, but why Afghan leader is wasting poor people’s money and our time….
When Ghani was in Washington, Abdullah’s group did not accept limousines rented by the Afghan Embassy, which were rent at rate of 100 per hour, but Abdullah’s people went to rent them theirselves at rate of 500 per hour and charged the Embassy… This one item and do a simple calculation…
Writer should write about Mr. Ghani trip to Washington and provide us some audited figures, so we can believe these claims…
Regards,
Mullah Habibullah
یاره قراریه لکه چی تاته یی هم کومه وعده در کړی داسی ۱۸۰ درجی تغیر دی کړی دی ،خو هر څه کوه لکه چی کوی یی خو چاپلوسی مه کوه
ګران احمدزی صاحب، زه خو له دوه زره نهم څخه د اشرف غني رسوا کمپاینر وم. دنده مې د غني د بریا لپاره پرېښوده، د پاکستان په اړه د نوموړي له تګلارې پرته په هرڅه کې د غني ملاتړی وم. د پاکستان په اړه که زه ساکت پاتې شوی وای، هغه وخت به زه له اصولو تېر او چاپلوس وای، لاکن زه سره له دې د غني د ټیم غړی وم، د پاکستان په اړه مې د هغه د تګلارې شدید مخالفت کړی او همدلته مې دری ترخې لیکنې خپرې کړې وې چې تر زرو زیاتو کسانو لوستې وې. همدا پرون ما د ترانزیت پر موضوع د غني د ټیم دریځ نقد کړی و، خو د افغانانو دا عادت دی چې هر شي ته یوه سترګه پټوي، ځکه چې نړۍ ته تر واړه سوري ګوري او نړۍ ته چې تر واړه سوري څوک ور ګوري، مجبور دي چې یوه سترګه پټه کړي.
قرار صاحب : ستاسو تبصری ذهنا یو اندازه ارام کړم ،خو اوس هم د د ځای ناستو چارواکو او د ملی شورا د غړو څخه وطن او خلګو ته د کار کولو هیله نه لرم.
په درنښت
قرار صاحب، د لیکنی دی ډیره مننه. ستا د دی لیکنی په لوستلو يو ځل بیا د افغانستان د راتلونکی لپاره هیلی زما په زړه کی وغوړیدی
قرارصاحب؛
دخندا ورځی نه دي ، ځکه چه دهری ورځی نه ، په بله ورځ کی نوی او نوی غمونه وي. ماته خو په دی خندا راغله ، چه داندخوی داوبو پروژه دی یاده کړي وه ، چه دافتتاح په ورځ یی داوبو نل بند وه. چه دایو مثال زمونږ دشرکتونو اودوطن دابادۍ لپاره ددوی خدمت کول وو.
قرار صاحب دا هرڅه به درسره ومنو خو خبره داده چی عبدالله څنګه یو ښه همکار دی چی مخکی ورځو کی په خپله خوله اقرار وکړ چی زه د ملی وحدت له حکومته راضی نه یم او بیا په ټول میډیا کی نشر هم شو نو څنګه دی د اشرف غنی همکار دی او ددی هیواد له درده مړ دی
نه پوهیږم د چا ومنو
.هلال احمد صیب هغه د ندی اوریدلی::: له خوشحال سره که کښینی یو څو کاله««»»دا دغروخټک به واړه شاعران شی +
ا و یا داسي چی په دری ژبه کی وایی:::پشک،پشک را دیده روی می شوید!
قرارصاحب خپل کار کوه، ډیر ښه روان یې موږ وطن غواړو اوددې لپاره مبارزه کوو. هرکار چه دوطن پخیر وي دهغو ملاتړ اوهر کار چه زموږ په نظر تاواني دهغو مخالفت کوو.
پرژوند اوقلم دي برکت سه
قراره دالاندی لینک وګوره چه د اڅه دي
http://www.taand.com/archives/46533
غني استعفی ته مجبورېږي/ عزت الله شمسزی
الله د وکړي چه هرڅه ستا دلیکلو په رقم وي چه د ملک وضعیت ډیر خراب دی او دوی دواړوته ډیره نیږدی همکاري په کارد ده
یاره قرار صاحب ډیر خوندور مطلب دی خپور کړی وه. موږ عامو خلګو ته خو د ارګ څخه صرف د مخالفت او غم خبری راوزی. خو دی مطلب دی سخت خوشحاله او داینده لپاره دی ډیر امیدواره کړم. الله دی راته لره. کوردی ودان
محترم قرارصاحب ستاسووکوم لیکنه چی کړی ډیرپه زړه پوری اودلچسپ اوکوم شی چی تاذکرکړی اودنکیراومنکرنوم دی ورکړی داخوستا خپل شخصی نظریه ده خوزه فکرکوم کومی لیکنی چی تاکړی اوددوی فعالیتونه دی ښودلی دابه معکوس وی ځکه که څوک غواړی چی کاروکړی اودمشکلاتوسره مبارزه وکړی داپه دی معنانه ده چی فقط دایومحدوده فضاترپوشش لاندی راولی دابایدعامه وی ،انګیزه مینځ ته راولی قربانی ولری دمثال په توګه په کابل کی ددری یاڅلوروساعاتوپه ترڅ کی صحرایی محکمه اجراکیژی چیری وو هغه دنجات ډله ترڅودهغه ناورین مخه ونیسی په مختلفوولایاتوکی مختلف جرمونه کیژی ولی یوه ورځ ددغسی پیښی عاملین نه نیول کیژی اودقانون منګلوته نه سپارل کیژی کومی لیکنی چی تاکړی داټول معکوس دی قرارصاحب
مننه
(Qualitative and Quantitative) د محاسبې په توګه نه دد سيسو په نرخ
وايي چې په هېواد کې څه روان دى؟ د پارلمان متجانس غړي څه اويي؟ دداود جنبش يا دبي بي سۍ ازاده چرګه کې چې د ورځې څو دانې هګۍ اچوي ازده جرګه څه وايي ؟ حکومت د ملي وحدت ناري سورې وهي؟ ايوب سالنګي او يونس قانوني بيا واېې وايي چې همين فضاى نفس سياسي مرا وادار ساخت که در درجلسه بن ناز کنم او دافغانستان پخواني د اطلاعاتو او کلتور وزير سيد مخدوم رهين چې د ايران په ادبياتو مين دي بيا واېې “امو پارلمان که مرا رد کردامو پارلمان مرا پس راي داد”. سيما ثمر جاسوسه بيا وايي چې کارهاى سياسي داشتيم وشب نامه ها را به در وديوار نصب مې کرديم اوس نو قرار صاحب د کواليتى او کوانتيتي معادلې ته راشو چې دولس سونزې به څنګه حل شي؟
د احسان الله تلويژن چې د ماشومانو په واسطه چليږي هغه د ننه په هېواد لا پخوا د خيراتي بوجيو په نوم فرهنګي کمپاين پيل کړي نو طبيعي خبره ده چې خپله ډله هره شپه د تلويېژن له لاري د ميرزاد په خوله د ” نخبګانو” په نوم يادوي زموږ پوښتنه له تا اوولس نه داده چې په کوم هېواد دغه ډول وژونکي چا د نخبګانو په نوم يا د کړي؟ دلته سوال پيدا کيږي يا د اخلک د نخبګانو په معنا نه پوهيږي او يا ېې مثال ګل مرجان ته ورته دى چې په شنه زور په غني باندې تحمل شو که نه اجرايه ع د څه په نامه.
له بده مرغه دلته بيا هم يوه ډله کاسه ليس پښتانه د مدى په څنګ کې دريږي لکه د پارلمان ځينې غړي چې دواړو خواووت د خپلو ګټو لپاره اتڼ کوي. بس! !تيار د پښتنو د يوتيوب اتڼونه دى چې انترنت هم ورسره په تنګ دى؟؟؟؟
د فارسيوانو خبره : عاقبت به خير
یاره قرا ره دیته هم خوشحال شوم چې دا ډاکتر عبدالله خو دلته خپله کورني وظیفه په ښه توګه سرته رسوی