کابل ۱۴ تله ۱۳۹۲ د پوهنې وزیر ډاکټر فاروق وردک د نیما (د ادارې او مدیریت ملي انستیتوت) د کمپلکس د څلورو ودانیو د بنسټ ډبره کېښوده، نوموړي په خپلو خبرو کې وویل چې نیما کمپلکس یو له هغه لسو هغو څه دی چې دوی یې په ټول هیواد کې د جوړولو پلان لري.
د پوهنې د وزیر په خبره دا کمپلکسونه به درې په کابل کې او همدارنګه به یو یو په ننګرهار، کندهار، هرات، مزار، غزني، خوست او کندوز کې جوړ شي.
ده وویل چې د نیما د ټول کمپلکس د جوړېدو مالي لګښت به ۷ میلیونه ډالر وي او د افغانستان د ملي بودجې په چوکاټ کې، د نړیوال بانک د (ASDP-2) يا د افغانستان د مهارتونو د انکشاف پروگرام، له خوا ورکول کیږي او په پنځو کلو کې به بشپړ شي.
په دې ټول کمپلکس کې به ٥ تدريسي بلډنگونه، ٢ ليليې (يوه د هلکانو يوه د نجونو) ٢ طعام خورۍ، يوه کتابخانه، يو د داخلي او خارجي استادانو د استوگنې مسکن، د سپورت مجهز جمنازيوم، تخنيکي شاپونه، د کمپيوتر مرکز، نور اداري ملحقات او خدمات موجود وي.
په دې کمپلکس کې به په يوه وخت کې له نړيوالو معيارونو سره سم، د ٤ زره زده کوونکو لپاره تدریسی اسانتیاوې برابرې وي.
او د دوه نیمې تدریسي دورې په ترڅ کې به په مديريت او اداره، کمپيوترساينس، اکونټنگ او حسابدارۍ، اقتصاد، پلانگزارى او په همدې رشتو کې د داخل خدمت د مسلکي تربيه معلم اکادمۍ زده کوونکي وروزي.
د پوهنې وزارت د دې کمپلکس د طعام خورۍ د ۲ ودانیو، ۲ د لیلیو ودانیو، او یوه هم د اوبو د ذخیرې او ملحقاتو د بنسټ ډبره کېښوده.
د دې ودانیو بشپړ جزیات په لاندې ډول دي:
۱- د طعام خورۍ دوې ودانۍ:
دغه طعام خوري چې د نجونو او هلکانو لپاره به وي، مالي لګښت یې ۲۵ ميليون افغانى
دا طعام خوري په دوو وختونو کې د ۲۰۰ زده کوونکو د ځایولو وړتیا لري او لاندې برخې لري:
پخلنځی، د طعام خانې د مسئول دفتر، د خوراکي توکو ګودام، حمام، تشناب، د پخلنځي د مسئولینو د جامو بدلولو کوټه او بله برخه به یې د ډوډۍ خوړلو سالون وي چې د لاس پرېوللو دوشۍ به هم ولري.
په دې ودانۍ کې به د ګرمولو او سړولو ټول تخنيکي وسایل او د برېښنا رسولو سیسټم موجود وي.
ساختماني شرکت: د مګنا ساختماني شرکت
۲- د هلکانو لیلیه:
ظرفيت: د هلکانو د لیلیې درې پوړیزه ودانۍ به د ۲۰۰ زده کوونکو وړتیا ولري، د لیلیې ودانۍ به درې پوړه او ۴۸ کوټې ولري چې په هره کوټه کې به ۴ تنه اوسیږي. په دې ودانۍ کې به همدارنګه د لیلیې د ښوونکي لپاره یوه کوټه، او په دوو پوړو کې به د زده کوونکو د راټولېدو او لېدو ساحه موجوده وي.
مصرف: شاوخوا ٧١ ميليون افغانۍ
ساختماني شرکت: د حکمت کاروان ساختماني شرکت
۳- د نجونو لیلیه:
مصرف: شاوخوا ۴۵ ميليون افغانى
ظرفيت: د نجونو لیلیه به په درې پوړه کې د ۲۰۰ تنو د ځایولو وړتیا او ۵۰ کوټې ولري چې په هره کوټه کې به ۴ تنه د اوسېدو اسانتیاوې ولري، په دې ودانۍ کې د ښوونکي لپاره یوه کوټه او د زده کوونکو د راټولېدو او لېدنو لپاره به په دوو پوړو کې ځانګړې ساحې ولري.
ساختماني شرکت: شمس انترنيشنل گروپ ساختماني شرکت
۴- د اوبو ارتفاعي ذخیره:
مصرف: څه د پاسه ٥ پنځه ميليون افغانۍ
ساختماني شرکت: د صباح مهندسي او ساختماني شرکت
ظرفيت: دا ذخیره د ۲۴۰۰۰ لیترو اوبو ساتلو وړتیا لري.
ضمايم: له دې سره په څنګ کې به ۴ عصري تشنابونه، سیپټیک څاه، اوبو رسولو سیسټم او کانالیزاسیون هم جوړ شي.
د یادونې وړ ده چې په دې کمپلکس کې به په نژدې راتلونکې کې د داخل خدمت ښوونکو د روزنې انسټیټیوټ لپاره نړیواله لیلیه، د همدې انسټیټیوټ لپاره د تخنيکي ورکشاپ ودانۍ، او د لیلیو د سرپرستانو لپاره د کورونو ودانۍ جوړولو کار پیل شي.
د دې ترڅنګ به په راتلونکې کال کې د جمنازیم، اوسنیو ودانیو د بیارغونې او د شا او خوا ټولې سیمې د باغدارۍ او لارو جوړولو چارې پیل شي.
د تخنيکي او مسلکي زده کړو په اړه معلومات ١٣٩٢
د موسساتو تعداد: ٢٥٠ (١٠٥ انستيتوت او ١٤٥ مسلکي عالي ليسى)
د شاگردانو تعداد: ٨٢ زره (٣٠ زره په انستيتوتونو کې ٥٢ زره په ليسو کې)
د استادانو تعداد: ٣٤٥٠ تن (١٥% اناث) درې کاله مخکې دغه فيصدي ٦% وه
د مامورينو تعداد: ٣٥٠٠ تنه (٤٠% اناث)
د تعليمي رشتو تعداد: ٧٢ رشتې، درې کاله مخکې دغه رشتې ٣٣ وې
د تخنيکي او مسلکي زده کړو په برخه کې راتلونکي بنيادي پلانونه
د تحقيقات د ملي مرکز جوړول، چې عنقريب به يې د بنسټ ډبره کيښودل شي
د لس زون کمپلکسونو جوړول، چې په څلورو باندې يې کار روان دى، تر اوسه ٢٠ ميليون ډالر د کابل په دريو کمپلکسونو لگښت راغلى (تخنيکم کابل، د نيما کمپلکس، د تخنيک ثانوى کمپلکس) په مزار شريف کې د ٣٠ ميليون ډالرو په ارزښت د کمپلکس چارې په ٥٠٠ جريب ځمکې باندې په لنگرخانه کې روان دى
د ٥٧٠ عنوان کتابونو د تاليف او ترجمې تکميلول (په پښتو او دري)
د تعليمې رشتو اضافه کول، ١٥٠ رشتو ته، په راتلونکو ٤ کلونو کې
د ٣٠ زره نويو محصلانو جذبول، په ١٣٩٣ کال کې، په انستيتونو کې
د ٢٠ زره نويو شاگردانو جذبول، په ١٣٩٣ کال کې، په ليسو کې
د ٦٥ نويو موسسو تاسيس، په ١٣٩٣ کال کې
د ٢٠ نويو تدريسې ودانيو تعميرول
د ٥ نويو ليليو تعميرول
٢٠٠ کسان په خارجي او داخلي بورسيو کې شاملول (هندوستان، قزاقستان، روسيه، ترکيه او داخلي پوهنتونو کې)