خبرپاڼه
۱۴ میزان ۱۳۹۲

د پوهنې وزارت، د تخنيکي او مسلکي زده کړو اړوند د افغانستان د ادارې ملي انسټیټیوټ په کمپلیکس کې د څلورو نویوساختماني پروژو د جوړولو د بنسټ ډبره کیښودل شوه، چې په کې ۲ ودانۍ د طعام خورۍ ۲ ودانۍ  د لیلیو ، او  د اوبو  ذخیرې او تشنابونه هم پکې شامل دي .

دا ټولې ودانۍ د نړیوال بانک په مالي لګښت د افغانستان د مهارتونو پراختیا- ۲ پروژې (ASDP-2) له خوا جوړیږي.

یادې ودانۍ د نیما کمپلیکس د پنځه کلنې پروژې لومړی پړاو دی چې د جوړېدو چارې به یې په دریو کلونو کې بشپړې او کارولو ته به چمتو شي.

دغه پروژې په لاندې ډول دي:

۱- د طعام خورۍ دوې ودانۍ:
د نجونو او هلکانو لپاره د طعام خورۍ جلا جلا ودانۍ جوړیږي  چې ټول مالي لګښت  به یې  نژدې ۲۶ میلیونه، افغانۍ) دی، او د مګنا ساختماني شرکت یې د جوړېدو چارې په غاړه لري.
دا طعام خوري په دوو وختونو کې د ۲۰۰ زده کوونکو د ځایولو وړتیا لري  چې ټولې اړینې برخې پکې دي
بله برخه به یې د ډوډۍ خوړلو سالون وي چې ړینو وسایلو به سمبال وي .
په دې ودانۍ کې به د ګرمولو او سړولو ټول تخنيکي وسایل او د برېښنا رسولو سیسټمونه  موجود وي.

۲- د هلکانو لیلیه:
د هلکانو د لیلیې درې پوړیزه ودانۍ به د ۲۰۰ زده کوونکو وړتیا ولري، دا ودانۍ  به د څه باندې  یو اویا میلیونه افغانیو په لګښت د حکمت کاروان ساختماني شرکت په مټ جوړه شي.
د لیلیې ودانۍ به درې پوړه کې ۴۸ کوټې ولري چې په هره کوټه کې به ۴ تنه اوسیږي.

۳- د نجونو لیلیه:
د نجونو لیلیه به د ۲۰۰ تنو د ځایولو وړتیا ولري، چې د څه باندې پنځه څلوېښت میلیونه افغانیو په لګښت به جوړه شي، او شمس انټرنېشنل ګروپ یې د جوړېدو چارې پر غاړه لري.
د لیلیې ودانۍ به درې پوړه او ۵۰ کوټې ولري چې په هره کوټه کې به ۴ تنو ته  د اوسېدو اسانتیاوې موجودې وې ، په دې ودانۍ کې د ښوونکو لپاره یوه کوټه او د زده کوونکو د راټولېدو او لېدنو لپاره به په دوو پوړو کې ځانګړې ساحې ولري.

۴- د اوبو ارتفاعي ذخیره:
د نیما کمپلیس د اوبو د ذخیرې د پروژې ټول لګښت به یې څه باندې ۵میلیونه افغانۍ دی چې د جوړېدو چارې یې د صباح مهندسي او ساختماني شرکت په غاړه لري. دا ذخیره د ۲۴زره لیترو اوبو ساتلو وړتیا لري. له دې سره په څنګ کې به  ۴ عصري تشنابونو، سیپټیک څاه، اوبو رسولو سیسټم او کانالیزاسیون هم جوړ شي.

د یادونې وړ ده چې په دې کمپلیکس کې به په نژدې راتلونکې کې د داخل خدمت ښوونکو د روزنې انسټیټیوټ لپاره لیلیه، د همدې انسټیټیوټ لپاره د تخنيکي ورکشاپ ودانۍ، اوځینې نورې مهمې برخې ولري.
د دې ترڅنګ به په راتلونکي کال کې دغې پروژې په لړ کې د جمنازیم، داوسنیو ودانیو د بیارغونې او د شا او خوا ټولې سیمې د باغدارۍ او لارو جوړولو چارې پیل شي.

په درنښت

د پوهنې وزارت د اطلاعاتو او نشراتو ریاست

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *