تاند- د نیمروز ولایتي چارواکي وايي چې افغان امنیتي ځواکونو د دغه ولایت په خاشرود ولسوالي کې یو ایرانی انتحارګر نیولی دی.
د نیمروز امنیه قوماندان جیلاني ابوبکر نن /شنبه/ وویل چې دغه ایرانی ۵ ورځې وړاندې د خاشرود ولسوالۍ د خیراباد پر سرحدي پوستې د وسله والو یاغیانو د حملې په ترڅ کې ونیول شو.
قوماندان وايي چې د دغه ایراني د نیولو ترڅنګ امنیتي ځواکونو ۳ نور یاغیان ووژل.
نیول شوي ایراني ویلي چې په وژل شویو کسانو کې یو تن د ده د تره زوی و او هغه هم د ده په شان ایرانی و.
د افغانستان د لوېدیځو ولایتونو چارواکو په ځلونو په جګړه کې د ایراني ځواکونو، کوماندو او قوماندانانو د ګډون ادعا کړې ده.
په وروستیو کې د فراه چارواکو وویل چې د سپاه پاسداران غړي افغان طالبانو ته وسلې، پیسې او مشورې ورکوي.
نیویارک ټایمز وروځپاڼې تېره اوونۍ په یوه مفصل راپور کې وویل چې ایراني قدماندانان له طالبانو سره اوږه په اوږه د افغان امنیتي ځواکونو پر ضد جنګېږي.
دا څرګنده نه ده چې په خاشرود کې نیول شوی ایرانی هم د سپاه پاسداران غړی دی او که ایرانی بلوڅ.