مینه ابراهیم خیل

میرمن کلتوري-ټولنیز بهیر د افغان کلتوري ټولنو د جرګې او مصور بنسټ په همکاري،  د نیمروز د میرمن بهیر د مسوولې آغلې شاه ګل ګلزاده  د ادبي هڅو او فرهنګي خدمتونو د ستایلو لپاره د میرمن بهیر د غړو او نورو افغان میرمنو په ګډون د د ۱۳۹۲ کال د تلې میاشتې په ۱۷ مه نیټه غونډه رابللې وه.

 په غونډه کې د ادبي او ټولنیزو شخصیتونو د ولسي جرګې او مشرانو جرګې د غړو تر څنګ د میرمن شاه ګل ګلزاده  د شعرونو اواثارو ګڼو مینه والو هم ګډون کړی وو.

د افغانستان د ملي سرود له اورولو وروسته  د میرمن بهیر غړې آغلې مریم امرخیل  د قران عظیم الشان څو مبارک ایتونه تلاوت کړل.

لومړی د غونډې ویاندې شفیقې خپلواک د میرمن شاه ګل ګلزاده  د شخصیت او ادبي هڅو په اړه لنډې خبرې وکړې.

له هغه وروسته آغلې کاینات سعادت د میرمن شاه ګل ګلزاده  لنډه پیژندنه ولوسته.چې دلته یې یوه برخه را اخلو((شاه ګل ګلزاده حقدوست د ګل محمد لور ۱۳۴۸ لمریز کال کې د نیمروز ولایت د جروروکۍ په کلی کې چې اوس مهال د نیمروز ولایت مرکز زرنج په  نامه بدل شوی زېږېدلې. په کال ۱۳۵۴ د نیمروز نسوان په ابتدایه کې زده کړې پیل کړې ۱۳۶۴ لمریزکال کې د فراه ولایت د مېرمن نازو له لېسې څخه فاراغت واخیسته. ۱۳۶۷ لمریزکال کې دفراه ولایت د ښځو د چارو ولایتي شورا کې د کلوپ د امرې په توګه وټاکل شوه.چې د دې دندې په سر ته رسولو کې د ښو خدمتونه پر وړاندې دهیواد د ښځو د مرکزي کمیټې لخوا ستاینلیک او د سروزرو مډال تر لاسه کړ.او وروسته تردې په هیواد کې د ناسمو حالاتو له امله یې ډېرې سختې وګاللې خو د ماته یې ونه منله او ډېرې رسمي او غېرې رسمي دندې یې سر ته ورسولې. په هیواد کې د انتقالي حکومت په راتګ سره په نیمروز ولایت کې د ښځو د فرهنګي او کلتوري کارونو د پرمختګ په موخه په ۱۳۸۹ لمریز کال کې د یوه مدني ټولنه «د نیمروز ولایت د مېرمنو کلتوري او پرمختیایي ټولنه» تاسیسه کړه او تر دې دمه په نیمروز کې د ښځو کلتوري او ټولنیز فعالیتو پرمخ وړي. یاده ټولنه د ۱۳۸۰ کال راهیسې د «غوړېدلې غوټۍ» په نامه دوه میاشتنې مجله خپره وي.د اغلې ګلزاده د شعرونو یوه ټولګه «ورکې مرغلرې» په نامه د الازهر خپروندوې ټولنې لخوا په ۱۳۸۳ کال کې خپره شوې ده.))

ورپسې آغلې پاکیزې ارزو د(ګلزاده ګلونه پلوري) تر سرلیک لاندې خپله مقاله ولوستله. پاکیزې آرزو وویل((د نیمروز ولایت فرهنګپالو مېرمنو د ډېرو سختو حالاتو په زغملو سره اوسه هم په دغه ولایت کې فرهنګي او ټولنیز فعالیتونه سرته رسوي. چې له همدغو مېړنیو مېرمنو څخه یوه شاه ګل ګلزاده حقدوست ده،مېرمن ګلزاده د پښتو ژبې تکړه شاعره او لیکواله او د نیمروز ولایت د مېرمنو د کلتوري او پرمختیایي ټوانې موسسه ده. او په یاد ولایت کې په نورو ټولنیزو کارونو هم بوخته ده. مېرمن ګلزاده د سختو حالاتو پېټي ته یې د ماتې غاړه نه ده ټیټه کړې مېرمن ګلزاده ځان په یوې څلوریزه کې داسې راپېژني:

زه د نیمروز په جروروکۍ کې زېږېدلې یمه
زه د زرنج په سپېرې ځمکې ګرځېدلې یمه
ما د سیستان په وچو شاړو کې خاپوړې کړي
زه یې د علم په هر ټکي پوهېدلې یمه))

آغلې پاکیزې آرزو یاته کړه((د دغو فعالیتونو با وجود مېرمن ګلزاده ارامه ژوند نه دی لیدلې، د هیواد دښمنان یې مخ ته خنډونه ږدي،کور یې تلاشي کېږي او ځورول کېږي.خومېرمن ګلزاده د لفظونو سوداګره ده د شعر په ژبه مبارزه کوي نه د چا وینه تویوي او نه غواړي د چا وینه تویه شي هغه لکه هره افغانه یوه کړېدلې مور او یوه درېدلي مېرمنه ده. ګلزاده په ټول ژوند کې ځورېدلې او ژوند یې ټول  په ستونزو کې تېر شوی…))

له هغې وروسته آغلې نعیمې غني(د میرمن شاه ګل ګلزاده  یوه شعر ته یوه کتنه) تر عنوان لاندې خپله مقاله ولوسته. نعیمې غني د میرمن شاه ګل ګلزاده پر یوه شعر څیړنه کړې وه او د میرمن شاه ګل ګلزاده  ددغه شعر په پر بنسټ یې د هغې د شاعرۍ جاج اخیستی و.

ورپسې په ولسي جرګه کې د خلکو استازې او د میرمن بهیر د دارالانشآ مسوولې میرمن ساهره شریف خبرې وکړې. آغلې ساهره شریف د میرمن ګلزاده ټولنیزې هڅې وستایلې او هغه یې نورو میرمنو ته د سرمشق په توګه یادې کړې.

د غونډې په بله برخه کې په مشرانو جرګه کې د نیمروز د خلکو استازې سناتورې میرمن غمۍ د میرمن ګلزاده د ژوند او شخصیت په اړه خبرې وکړې. ویې ویل: (( میرمن شاه ګل ګلزاده د خپلو صادقانه هلو ځلو له کبله په ټولو ګرانه ده، دا د شعر په ژبه د مظلومو افغان میرمنو دردونه او رنځونه بیانوي دې ته د سیستان د مور لقب هم ورکړ شوی دی))

دې د خپلو خبرو په پای کې د میرمن کلتوري – ټولنیز بهیر له غړو مننه وکړه چې د آغلې ګلزاده نمانِځغونډه یې جوړه کړې ده.

غونډه لیکوال او شاعر ښاغلي علم گل سحر وارزوله. نوموړي د میرمنو ونډه او ارزښت د هیواد، ټولنې او نظام په جوړولو کې بیان کړ او میرمن ګلزاده یې د افغانستان یوه مخکښه میرمن وبلله زیاته یې کړه: ((میرمن ګلزاده نه یوازې پخپلو لیکنو او شعرونو کې د خلکو او افغان میرمنو آواز اوچتوي بلکې عملآ له نورو سره مرسته کوي له خپلو ټولو ستونزو سره سره له نورو سره هم مرسته کوي، هرځل چې کابل ته راشي نیمروز ته نوي کتابونه لیږدوي، هلته یې په میرمنو ویشي میرمن ګلزاده د وطن یوه ریښتني خدمتګاره ده، چې باید تل وستایل شي…)) نوموړي له میرمن بهیر او افغان کلتوري ټولنو له جرګې او ددغې جرګې له اوسني ریس استاد احیرجان وحید احمدزي څخه مننه وکړه چې د میرمن ګلزاده ادبي خدمتونه یې وستایل هیله یې وښوده چې میرمن بهیر د آغلې ګلزاده حقدوست د شعرونو ټولګه خپره کړي.

وروسته د نیمروز ولایت د میرمن بهیر مسوولې میرمن شاه ګل ګلزاده حقدوست له میرمن بهیر څخه د مننې ترڅنګ خپل څو قطعې شعرونه ولوستل.

د غونډې په بله برخه کې ازاده مشاعره وشوه چې پکې آغلو شفیقې خپلواک، بلقیس محبوبي، نعیمې غني، مریم امرخیل، نظیفې نیازۍ، کاینات سعادت، جمیلې صافۍ، مېنې ابراهیم خیل، لیمې نیازۍ، شاګل ګلزاده پاکیزې ارزو، حیا بابکرخیل، یاسمین او وږۍ امیل خپل شعرونه ولوستل.

په پای کې د غونډې پر ګډونوالو د استاد سعدالدین شپون د مقالو نوی چاپ شوی کتاب(د مچۍ ځاله) د تکړه لیکوال اجمل پسرلی نوی چاپ شوی کتاب(نوی عربي شعر) او د تکړه لیکوال او شاعر بازمحمد عابد د خاطرو ټولګه(د باز خاطرې) وویشل شو د میرمن بهیر غړو له دې قدرمنو لیکوالو څخه مننه وکړه او د اجمل پسرلي مننه او ستاینه یې وکړه چې خپل ارزښتمن کتاب یې د میرمن بهیر په نوم ډالۍ کړی. د اجمل پسرلی نوی عربي شعر کتاب داسې ډالۍ شوی(( اهدآ میرمن بهیر ته چې غړې یې په دې سختو شرایطو کې بیا هم د خپلې ژبې د پرمختګ لپاره را غونډیږي او ادبي بهیر یې تاند ساتلی))

غونډه د مازدیګر په شپږو بجو پای ته ورسیده.ددې غونډې تصویري رپوټ به وروسته خپور شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *