تاند- د اندونیزیا پولیسو اعلان وکړ چې د جمعې په ورځ د دغه هیواد په کرایسټ چرچ ښار کې پر دوو جوماتونو پر تروریستي حملو کې ۴۹ تنه وژل شوي دي.

په وژل شویو کسانو کې لږترلږه یو افغان هم شامل دی.

د نیوزیلنډ پر ۲ جوماتونو په حملو کې ۴۹ تنه وژل شوي

تاند- د نیوزیلنډ صدراعظمه وايي چې د دغه هیواد د کریست چرچ ښار پر دوو جوماتونو په وسله والو حملو کې ۴۹ تنه وژل شوي دي.

مېرمن جاسیدا اردیرن، چې په یوه خبري غونډه کې له خبریالانو سره خبرې کوي، وايي چې په دې پېښه کې ۲۰ تنه نور ژوبل شوي دي.

پولیس وايي چې د یوې ښځې په ګډون یې ۴ تنه په حملو کې د لاس لرلو په شک نیولي دي. یوه حمله کوونکي پر خپل تندي کمره تړلې وه او د پېښې بهیر یې د ټولنیزو رسنیو له لارې په ژوندۍ بڼه خپاراوه. خو ټولنیزو رسنیو ویدیو ډیلیټ کړه.

پولیس دغه راز وايي چې یوه اندازه چاودېدونکي مواد او وسلې یې هم کشف کړي دي.

د نیوزیلنډ صدراعظمه جسیندا ارډرن وايي چې دا بریدونه سخت دریځو کړي دي. هغې رسنیو ته وویل چې په دې کې شک نه ویني چې دغه بریدونه ترهګریز بریدونه وو.‌

د نیوزیلنډ رسنۍ وايي چې یوه حمله کوونکي د فېسبوک له لارې له کډوالو سره خپله دښمني اعلان کړې ده او دا بریدونه له مهاجرو سره د مخالفت په انګېزه شوي دي.

د نیوزیلنډ رسنۍ وايي چې ډېر کسان په النور جومات کې وژل شوي دي. په دې جومات کې ۳۰ تنه وژل شوي دي.

ځینې راپورونه وايي چې په وژل شویو کسانو کې افغانان هم شامل دي. لومړني راپورونه ښيي چې یو افغان وژل شوی او ۳ نور ژوبل دي.

One thought on “د نیوزیلنډ پر دوو جوماتونو په حمله کې ۴۹ تنه وژل شوي”
  1. د چا پلار به یې په دوی ومني چې دا هم تروریزم دی؟ نه یې په رسنیو نه یې په حکومتونو. خو که یې مرتکبین او قربانیان سرچپه وای اوس به ترې دوهم ناین ایلیون جوړ وه. مګر له دوی به څه نوره ګیله کوو، موږ خو خپلو جوماتونو کې تردې هم لوی وحشتونه ترسره کړي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *