تاند، شنبه، د عقرب ۴مه: نیویارک ټایمز ورځپاڼې په یو تازه راپور کې ویلي، دا مهال د مخابرې، ټلیفونونو او نورو ټولو اړیکه نیوونکو وسایلو په پرتله د افغان پوځ په لیکو کې مهم ځای نیولی دی.

دغې ورځپاڼې ویلي، کله چې په اپریل میاشت کې طالبانو د بادغیس بالامرغاب محاصره کړ، هلته افغان ځواکونه، کمانډویانو او هوايي مرستې ته په تمه وو، خو په دې وخت کې وریځې راخورې شوې چې لاندې پراته پوځیان له الوتکو ورکړ کړ او پوځیانو په دغه وخت کې خپل عملیات د یوازنۍ لارې وټس اپ په مرسته همغږي کول.

 ورځپاڼه وايي، وټس اپ دا مهال د افغانستان په لوړو ادارو او پوځ کې په ډېر عام ډول کارېږي، خو په افغانستان کې امریکايي چارواکي د وټس اپ د امنیتي خوندیتوب په اړه شکمن دي.

 په افغانستان کې مېشت امریکايي پوځ اوس له پنټاګون څخه غوښتي دي چې د اطلاعاتو د لېږد لپاره دې یوه داسې نظامي بدیل اله جوړه کړي چې افغان ځواکونه یې په مرسته لا زیات خوندي اطلاعات یو بل ته ورسوي.

خو د افغان پوځ ځينې سرچینې وايي، وټس اپ خاصې ځانګړنې لري چې یوه یې د ټولو مهمو مسوولانو سره په وټس اپ ګروپ کې د قومندانانو د خبرو شریکول دي.

دوی وايي، د مسوولانو تر منځ وټس اپ ګروپونه  د مجازي عملیاتو په مرکزونو بدل شوي چې وزیران او قومندانان په کې حتی د خوب له خونې څخه هم خپلې پرېکړې د جلسو سالونونو ته استوي، ان له هوايي ډګر څخه هم له خپلو کارمندانو سره اړیکه نیولی شي.

په همدې اړه په هلمند کې د ۲۱۵ قطعې ویاند عبدالقادر بهادرزوی وايي، په وټس اپ  ګروپ کې د وړو قومندانانو خبرې هم حتی ډېرو لوړپوړو چارواکو ته رسېږي.

نیویارک ټایمز وايي، دا مهال چې د افغانستان ۳۴ ولایتونه د جګړې ډګر دي، افغان امنیتي مسوولان څو څو وټس اپ ګروپونو کې خپلې عاجلې پرېکړې اوروي او عملیات همغږي کوي، چې دغو ګروپونو ته قومندانان د لزوم له مخې ور اضافه کېږي.

دغه ورځپاڼه وايي، افغان چارواکي په ډېرو نادرو مواردو کې لکه د بالا مرغاب د عملیاتو په څېر تر ټولو کوچنیو مسوولانو سره په ګروپ کې یو ځای کېږي او او د ځمکنیو عملیاتو په وخت کې وټس اپ خورا مهم ګڼل کېږي، تر دې چې د افغانستان امنیتي وزیران له جنرالانو او د بهرنیو ځواکونو له قومندان اسټین میلر سره د وټس اپ له لارې تماس نیسي او وټس اپ د دوی تر منځ په حساسه کرښه بدل شوی دی.

د نیویارک ټایمز د راپور له مخې بلخوا د هلمند په موسی کلا او سنګین ولسوالیو کې هم طالبان داسې فکر کوي چې د مخابرې څپې یې کشفېږي ځکه نو تر هرڅه ورته وټس اپ د عملیاتو د همغږۍ مهمه او خوندي لاره ده.

 ورځپاڼه وايي، هغه طالبان چې بې سواده دي، کولی شي د وټس اپ غږیز پیغام له لارې خپل مطلب مقابل لوري ته په ګروپ کې ورسوي.

ورځپاڼه په سنګین کې د یو طالب قومندان له قوله د وټس اپ د ګټو په اړه لیکي: (( وټس اپ کې تاسې لیکلو ته اړتیا نه لرئ، خپل پیغام پرېږدئ او پرته له دې چې خپل سیم کارت بدل کړئ، د مقابل لوري ځواب ترلاسه کوئ.))

 ورځپاڼه وايي، په دې وروستیو کې چې د قطر په دوحه کې خبرې روانې وې، امریکايي او طالب چارواکو هم تر ډېره په وټس اپ کې یو بل سره پیغامونه تبادله کول.

تر دې چې یو امریکايي چارواکي ورځپاڼې ته په شوخۍ ویلي چې زلمي خلیلزاد د سولې ټوله پروسه په وټس اپ کې روانه کړې وه.

ورځپاڼه وايي، په مذاکراتو کې لیدل شوي چې امریکايي چارواکو وخت ناوخت ټلیفونه را ایستلي او څه یې په کې لیکلي، خو طالبان بیا لیدل شوي چې موبایل یې را ایستلی، وټس اپ یې خلاص کړی، غوږ ته یې نیولی او وټس اپ پیغام یې اورېدلی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *