تاند- یوه امریکايي ملیاردر د نیویارک ښار په مرکزي برخه کې یو پینټ هاوس یا لوکس اپارتمان په ۲۳۸ ملیون ډالره واخیست.
دا څلور منزله پینټ هاوس، چې د نیویارک سنټرل پارک ته مامخ جوړ شوی، امریکايي ملیاردر کن ګریفن پېرودلی دی او ویل کېږي چې تر دې وړاندې کوم اپارتمان په دومره لوړه بیه نه و پلورل شوی.
په منهټن کې د نیویارک د سنټرل پارک په شاوخوا کې اکثره اپارتمانونه د نړۍ تر ټولو قیمتي هستوګنځایونه دي.
پنځوس کلن کن ګریفن د سیتاډل پانګوونکې کمپنۍ موسس دی او په دې مشهور دی چې د نړۍ په بېلابېلو سیمو کې یې قیمتي کورونه اخیستي دي.
ده تر دې وړاندې په مرکزي لندن کې د بریتانیا د ملکې ماڼۍ (کینګم پالس) ته نژدې یو کور په ۱۲۴ ملیون ډالره اخیستی و.
له کور اخیستلو سره د ده مینه په ۲۰۱۵ م کال هغه مهال خلکو ته څرګنده شوه چې په فلوریدا کې یې یو کور په ۶۰ ملیون ډالره واخیست.
ده په شیکاګو کې یو کور تېر کال په ۵۹ ملیون ډالره وپېره.