دومره راته یادیږي چې اوله روژه مې په همغه کال نیولې وه، د ۲۰۰۱ م کال سپتمبر میاشت وه؛ په راډیوګانو کې به دغه خبره په بیابیا تکراریده، چې طالبان اوس د افغانستان په سلو کې په پنځه نوي فیصده خاوره باندې کنترول لري، خو یو ماښام مې پلار راډیو چلانه کړې وه چې له راډیو مې واوریدل: « د افغانستان د شمال ټلوالې پوځي قومندان احمدشاه مسعود د دوو عربانو له خوا په یوه ځانمرګي برید کې ووژل شو » دغه د سپتمبر ۹مه نیټه وه.
د دې پیښې څخه دوې ورځې وروسته چې کله د مازدیګر ناوخته کور ته راغلم نو ۷ بجې وې، د امریکا غږ راډیو مې چلانه کړه چې د خبرونو د سرټکو نه مخکې مې د سپوږمۍ په نوم د یوې خبریالې له خولې واوریدل:

«همدا اوس په نیویارک او واشنګټن کې یو بد حالت روان دی هرې خواته تورې دوړې دي، هیڅوک نه پوهیږي چې څه پېښ شوي دي او څه روان دي خو په نېویارک کې دوه مسافر وړونکې طیارې د نړیوال تجارتي مرکز سره وجنګول شوې او دغه دواړه تعمیرونه د اور په لمبو کې سوزي ، په دغو دوو تعمیرونو کې په زرګونو خلک په کار کولو بوخت دي او کیدای شي په زرګونو خلکو ته مرګ او ژوبله اوښتي وي؛ بل لوري ته په واشنګټن کې یوه مسافر وړونکې طیاره د امریکا د دفاع وزارت پنتاګون سره وجنګول شوه چې په نتیجه کې یې کیدای شي په غټه کچه مالي او ځاني زیانونه اړولي وي. څلورمه طیاره هم تښتول شوې خو داسې معلومیږي چې مخکې له دې چې هدف ته ورسیږي غورځیدلې ده. د نورو جزیاتو لپاره د امریکا غږ سره پاتې شئ.»
سبا سهار چې بیا کله د بي بي سي، امریکا غږ او تهران راډیو نشرات پیل شول، نو ورسره د نېو یارک او وشنګټن پیښې چې د سپتمبر د ۱۱مې د پېښو په نوم هم یادیږي د هغې په اړه نوي او تازه خبرونه او رپوټونه او تبصرې خپریدې .
له کوره چې بهر ووتم نو هر چا به د همدغه بریدونوپه اړه خبرې کولې؛ چا به څه ویل او چا به څه.
د نړۍ هره رآډیو په همدغه خبرو یعنې « نېویارک، وشنګټن او اسامه بن لادن » اخته وه او دا هغه څه وو چې په هره ژبه له هرې راډیو اوریدل کیدل.
موږ هم د خلکو په دې تودو خبرو پسې روان وو، داسې معلومیده چې په دې وخت کې ان په لکونو خبرونه او رپوټونه د همدې پیښو په اړه د نړۍ په رسنیو کې خپریدل ، هر چاته د خبرو کولو موقع وه، هر چا خپل مثبت او منفي نظر وایه او بس نو د خبرو کولو بازار ښه ګرم و.
چا به ویل طالبان مذهبي تحریک دی، دوی د یوې عقېدې له مخې جنګ کوي، ممکن د امریکا سره په جګړه کې ناکام نه شي. د طالبانو موسس ښاغلي ملا محمد عمر مجاهد د بي بي سي سره په خپلو خبرو کې وویل؛ موږ نه تسلیمیږو او نه به تسلیم شو، که موږ په کابل او کندهار کې خپل نظام ولرو او یايې یې وبایلو خو زموږ مبارزه زموږ تر راتلونکو نسلونو پورې غځیږي دا نو ددې مانا نه لري چې موږ باید لاس تر زنې کینو او د یوه لوی کافر بې ځایه مداخله او تیری به زموږ پر ولس منل کیږي، موږ به د لوی خدای په زور او قوت هغوی ته ماتې ورکوو؛ ده وویل افغان ولس داسې ولس نه دی چې د پردیو وجود د په خپل وجود کې ومني.
داسې ویل کیږي چې په دې پېښو کې چې د نېویارک او وشنګتن په ښاروونو کې تر سره شوې نږدې درې نیم زره کسان په کې مړه او په زرګونو نور کسان په کې ټپیان شول ؛ په دې بریدونو کې نږدې نولس بریدګر مړه شول چې دا ټول د عربو اوسیدونکي وو او له هغوی څخه یوازې ۱۶ کسان د سعودي عربستان اوسیدونکي وو او پاتې نور یې د نورو عربي ملکونو سره ربط لره.
د نېویارک په پيښه کې چې دوه نړیوال تجارتي مرکزونه په نښه شول، داسې ویل کیږي چې ددې په ړنګیدو سره تقریبا سل ملیارده امریکایي ډالره توان د تعمیرونو مالکانو ته واوښت او بې غیر له هغې په لسګونو میلیارده امریکایي ډالر توان د امریکا دولت ته ورسید ؛ دا دواړه تعمیرونه ۱۱۰ پوړه جګ ول او تقریبا یوازې دوه میلیونه ټنه پولاد په کې استعمال شوي وو.
امریکایانو ددې پیښو مسول اسامه بن لادن چې د طالبانو سره پناه اخیستې وه، وګڼه او ویې ویل« باید طالبان ژر تر ژره اسامه بن لادن نړیوال عدالت وسپاري او دغه هغه سړی دی چې د سلګونو امریکایانو قاتل دی او که چیرته طالبان نوموړی کس ونه سپاري، نو دوی به طالبان د اسامه بن لادن په ډله کې وشماري او بیا به د ګیلې ځای نه وي پاتي.»
طالبان د امریکایانو دغه غوښتنه رد کړه او ویل چې دغه کار اسامه بن لادن نه دی تر سره کړی او باید ددې لاملین کوم بل ځای ولټول شي ، خو امریکایانو بیا هم طالبان ته موقع ورکړه چې باید اسامه بن لادن وسپاري او که نو دوی به د اسامه د نیولو په خاطر په دوی عملیات وکړي او بیا به نو ددوی ټغر هم ورټول شي.
طالبانو وویل:
« موږ بن لادن امریکااو یا نړیوال عدالت نه سپارو، ځکه هغه دلته میلمه دی؛ که چیرته امریکا موږ ته کره اسناد د اسامه ددغې پيښې سره په ارتباط کې وړاندې کړي، بیا هم موږ بن لادن امریکا ته نه سپارو، ځکه موږ په خپل هیواد کې شرعي محکمه لرو او باید نوموړی د شریعت په رڼا کې محکمه او مجازات شي.»
دغې خبرې امریکایان او په خاص طور د امریکا جمهوررییس جارج ډبلیو بوش په غوسه کړ او ګواښ یې وکړ چې نور نو د طلبانو د نابودۍ شیبې را نږدې شوي دي، که چیرته دوی اسامه امریکا ته ونه سپاري نو دوی به ډیر ژر د طالبانو د رژیم لمن ورټوله کړي.
طالبانو امریکا ته خبرداری وکړ چې امریکا د دوی د ماتولو توان نه لري او که چېرته دوی ۤپر دوی برید وکړي نو سخت به پیښمان شي. طالبانو شما ل ټلوالې څخه غوښتنه وکړه، چې تاسو خو د افغانستان خلک یئ، نو موږ له تاسو نه د افغانانو په حیث غوښتنه کوو چې موږ او تاسو به خپل اختلافات شاته کړو او یو ځای به د امریکا پر ضد دريځ غوره کړو، خو شمال ټلوالې دا تجویز رد کړ.
استاد رباني د کابل په شمال کې د خپلو زرګونو جنګیالیو سره نظامي تمرینونه وکړل او خپلو پلویانو ته یې په وینا کې وویل، باید امریکا پر طالبانو غټ غټ بمونه وغورځوي، تر څو زموږ وروڼه ډېر زر کابل او نور ولایتونه له طالبانو ونیسي.
د طالبانو مشر په ځلونو ځلونو په خپلو خبرو کې ویلي وو چې دوی به ډېر کالونه وروسته دا ثابتوي چې طالبان ګټونکي او امریکایان بایلونکې دي، ددوی په فکر امریکا نه شي کولای تر څو یوه اوږده جګړه جاري وساتي او بالاخره د یوې اوږدې جګړې په جریان کې به امریکا له ماتې سره مخامخ کیږي.
اسامه بن لادن چې د سعودي عربستان اوسیدونکی و، په ۱۹۸۸ م کال کې د القاعده په نوم یو سازمان جوړ کړ چې په افغان جهاد کې یې ونډه لرله، خو کله چې د امریکا سره په جنجال شو، نو بیا وخت ناوخت په عربو او افریقا کې د امریکا پر پوځی او ملکي اهدافو بریدونه وشول، نو بن لادن سوډان ته لاړ خو ولې بیا په وروسته ۱۹۹۸ م کال کې افغانستان کې د طالبانو تر کنترول لاندې خاورې ته راغی، چې امریکا هم د افغانستان په ځینو ځایونو د کروز مزایېلو ګذارونه وکړل.
طالبانو امریکایانو ته قاطع ځواب ورکړاو وی ویل؛ نور نو موږ د ستاسو په ډیرو خبرو نه پوهیږو، تاسو که هر څه کوئ، خو بن لادن سپارل امریکا ته دا نو هيڅ امکان نه لري.
د امریکا ولسمشربوش په ډیره جدي لهجه وویل؛ تاسو به ډیر ژر له مخې لرې شئ، موږ په ټول توان کار کوو، موږ هیڅ نه ستړي کیږو،موږ به هم د خپلو امریکایانو انتقام له دښمنانو واخلو ، دوی زموږ خلک وژلي ، دوی ترهګر دي او دوی نه بښل کیږي.
د انګلستان د هغې وخت صدراعظم ټوني بلېر پاکستان ته د یو سفر په مهال طالبانو ته په دې ټکو کې خبرداری ورکړ :
«طالبان باید بغیر له قید او شرطه بن لادن چې په افغانستان کې پټ دی، نړیوال عدالت ته وسپاري ، که نه نو طالبان به هم د بن لادن ډله وګنل شي او بیا به نو هغه څه پېښ شي چې طالبان به یې تصور هم ونه کړي، بلېر د طالبانو نظام د افغانستان لپاره یو ناکام نظام وباله.»
په دې وخت کې د پاکستان ولسمشر پروېز مشرف و چې د پوځ په مرسته د یوې سپینې کودتا په ترڅ کې په ۱۹۹۹ م کال کې قدرت ته رسیدلی و، مشرف د امریکا او انګلستان سره ودرېد، ځکه امریکا ورته خبرداری ورکړ چې که چېرته د ترهګرۍ په ضد جګړه کې د امریکا سره مرسته ونه کړي نو د پاکستان اتومي وسلې به له ګواښ سره مخ شي.
پاکستان د یو څه اندازه مادیاتو په مقابل کې طالبان پريښودل او د طاالبانو مهم غړي او کسان چې په پاکستان کې وو، لومړۍ ونېول او بیا یې امریکا ته په لاس ورکړل.
لنډه دا چې امریکایانو د طالبانو د سرکوبۍ لپاره په ټول توان د یوه هوايي یر غل تصمیم ونیو ، د عربو سمندرګي ته د هغوی په سلګونو جیټ طیارو راتلل او همدارنګه بیا د طالبانو نږدې دوست پاکستان د امریکا سره همکاري او هغوی ته په افغانستان باندې له خپلې خاورې او همدارنګه د هوايي اډو د استعمال اجازه دا هغه څه وو چې د طالبانو د له منځه وړلو ضامنه یې برابره کړه.
له برید وړاندې سعودی عربستان او اماراتو له طالبانو سره خپل دیپلوماتیک روابط وشکول، خو پاکستان د طالبانو د واکمنۍ تر آخره د طالبانو د حکومت سفارت په اسلام باد کې خلاص پريښود.
طالبانو ته د امریکایانو له خوا مهلتونه ورکول کیدل، خو ولې طالبانو د امریکایانو په دې خبره تریخ پیاز ونه خوړ ؛ تقریبا هره ورځ پر طالبانو د امریکایانو له خوا د حملې امکان و او هره ورځ به په رسنیو کې همدغه اوازې وې.
بل خوا طالبانو ته شمال اتحاد چې تر ډیره د تاجکو ، ازبکو او هزاره ګانو څخه جوړ شوی اتحاد و اود پخوانيو مجاهدینو ځینې ډلې په کې را غونډې شوې وې، سخت په زړه ماړه وو، تر څو امریکایان ژر تر ژر په طالبانو حملې پیل کړي او بیا دوی د طالبانو څخه د هیواد ولایتونه ونیسي، ځکه داسې هم ویل کیدل چې احمدشاه مسعود د القاعده په واسطه طالبانو وواژه، چې دغې پېښې د شمال اتحاد غوسه څو چنده زیاته کړې وه.
د ۲۰۰۱ کال د اکتوبر میاشت وه چې امریکا د افغانستان مهم ښارونه او نور مهم ځایونه د هوا لارې د جیت الوتکو او دبحر له لارې د کروز مزاییلو په واسطه په نښه کړل ؛ تر ټولو لومړۍ یې د شریعت غږ په نوم په کابل کې د طالبانو دولتي راډیو له کاره ولوله او په دې توګه په افغانستان د امریکایانو حملې چې په کې ډیر افغانان د خاورو سره خاورې شول، شروع شوې.
د نړۍ زیات هیوادونه ددې حملو په مقابل کې چپ پاتې شول او ځینو نورو کمو هیواادونو یې ملاتړ وکړ ،خو ایران دغه حملې د نه منلو وړ وبللې او د عراق ولسمشر صادام حسین بیا دغه حملې په افغانستان باندې د امریکایانو له خوا تیری وباله.
د امریکا ولسمشر بوش وویل ؛ اوس نو د سولې په اړه د طالبانو پیشنهادونه او غوښتنې ځکه قابل د قبلیدو نه دي، چې دوی هغه ظالم خلک دي چې د خپلې خاورې مظلومې ښځې یې د تعلیم له نعمت څخه محرومې کړي دي؛ که چېرته دوی ښځو ته تعلیم اجازه ورنه کړي ، اسامه امریکا ته ونه سپاري او هم خپل اصول نرم او په نړیوالو اصولو او معیارونو برابر نه کړي نو دوی به خپل هوایي ګذارونو ته دوام ورکړي.
په دې وخت کې یوه پېښه وشوه هغه دا چې د جهاد مشهور قومندان او د کابل پخوانی امنیې قومندان ښاغلی الحاج عبدالحق د لوګر د ازرې په ولسوالۍ کې د خپلې کورنۍ د غړو او همدارنګه د ځینو ملګرو سره یوځای د طالبانو له خوا ونیول شو چې البته وروسته د طالبانو له خوا په دې چې ګنې عبدالحق پر طالبانو د امریکا په اشاره کودتا کوله ډیر زر ووژل شو.
د عبدالحق له مړینې یو څو ورځې وروسته حامدکرزی د اروزګان د جنوب په غرونو کې د طالبانو له خوا پیدا او دا چې نوموړی د لویې جرګې او یاهم د افغانستان راتلونکي پراخ بنسټ دولت لپاره کار کوي د طالبانو له خوا د یوه خاین په توګه ونومول شو او نږدې وه چې نوموړی د طالبانو له خوا اسیر او د عبدالحق په سر نوشت اخته شي، خو ولې طالبانو په ډیر کم ځای کې دا فرست له لاسه ورکړ او حامد کرزی هم په ډیرې چالاکۍ سره ددوی له منګولو ځان خلاص او د یوې پوځي هیلوکوپترې په واسطه یې خپل ځان بهر ته ورسوه.
ښه راته یاد دي چې کله طالبانو د امریکا سختو حملو ته خپلې سینې سپر کړې او په ټول وس یې هڅه وکړه چې تر څو د خپل حکومت او نظام څخه دفاع وکړي نو د امریکا د هغه وخت یوه لوړ پوړي چارواکي طالبان د نړۍ تر ټول سخت او تکړه جنګیالي یاد کړل.
د طالبانو مشهور ویاند او ددوی د واکمنۍ د لوړو زده کړو وزیر ښاغلي امیرخان متقي مرکې به هر مازدیګر او ماښام به له تهران او بي بي سي راډیو څخه د روانو حالاتو په اړه خپریدلې، موږ اوریدلې.
په دې وخت کې روسیې د ۴۵ میلیونه امریکايي ډالره په ارزښت شمال ټلوالې ته پوځي مرسته ورکړې.
امریکایانو له یوې ورځې بلې ته په طالبانو خپل بریدونه سخت کړل او په نتیجه د یوه نیمې میاشتې له تیریدو او د طالبانو د سخت مقاومت وروسته په مزار شریف کې د طالبانو د جنګ لومړۍ کرښې ماتې شوې او په دې توګه مزارشریف ښار د دوستم او عطامحمد نور د ځواکونو له خوا ونیول شو.
طالبانو په پر له پسې توګه په شمال کې نور ولایتونه د لاسه ورکړل او تر دې چې دوه ورځې وروسته یې کابل هم وبایله، د شمال ټلوالې وسلوالو د کابل په روغتونونو کې ټپي طالبان هم ووژل ، په وروسته کې د هیواد په ځتیځ ، جنوب ، لویدیځ او نورو سمتونو کې یو په بل پسې طالبان مات شول او د امریکایانو په ناترسه بمباریو کې نه یوازې د طالبانو جنګیالي بلکې ، په زیاته کچه ملکي افغانان هم ووژل شول.
د طالبانو زیات ملکي او پوځي کسان د امر یکا د بي دوه پنځوس ډوله او بې دوه اتیا ډوله جیټ طیارو په واسطه په نښه شول او سخت مالي او ځاني توانونه یې ورته واړول او وروستي ځایونه چې طالبانو د لاسه ورکړل هغه کندز او کندهار ول ، کندهار د طالبانو د را زیږیدو مرکز هم و ؛ طالبانو د سختو بمباریو په نتیجه کې کندهار هم پریښود او دغه ښار د ګل اغا شیرزي ځواکونو له خوا ونېول شو.
هر کله چې طالبان د هیواد جنوب او ختیځ پټو ځایونو ته په شا شول، نو د امریکا هوايي ځواکونه د بګرام په هوايي ډګر را ښکته شول او د هیواد نور برخو ته یې ورو ورو پښې وغزولې ؛ ایا تاسو پوهیږۍ چې د امریکا لومړنی سرتیری زموږ هیواد په کوم ځای کې ووژل شو ؟
داسې راته یاد دي لکه اوس شیبه چې له راډیو مې واوریدل:
« په افغانستان کې د امریکا لومړنی سرتیری د هیواد په جنوب ختیز ولایت خوست کې ووژل شو»
د هیواد په مختلفو سیمو کې د امریکایانو نظامي ځواکونه د سوله دوستو ځواکونو په نوم میشت شول او د هیواد په هره سیمه کې د امریکایانو د نوي پوځي تخنیک او د هغوی د عصري وسلو په اړه داسې خبرې کیدې، چې فکر نه کوم ځینې خبرې خو د واقعیت هم ولري؛ زما په نظر امریکایان هم دغې ته ډیر خوښ وو چې افغانان ددوی د نوو وسلو په اړه داسې خبرې کوي کوم چې ځینې خو هسې خیالات وو.
په دې وخت کې حامد کرزی چې داروزګان د جنوب په غرونو کې و لومړۍ کندهار او بیا کابل ته ورسید ؛ ددې سره موازي د افغانستان د سیاستوالو او د نړیوالو له خوا په ۱۳۸۰ ه ش کال د جدي په لومړۍ نیټه د المان د بن په په ښار کې د افغانستان د راتلونکې سیاسي حاکمیت په اړه یو کنفرانس چې د بن د کنفرانس په نوم یادیږي جوړ او په کې محترم حامدکرزی ددې هیواد د د موقتې ادارې د مشر په توګه وټاکل شو او د شمال اتحاد ته چې تر ډیره د قدرت او قیادت د لاس ته راوړلو په منظور د مجاهد او جهاد نوم اخیسته او هم یې ویل موږ طالبان مات کړي ؛ نو په دې وجه یې د حکومت زیات وزارتونه ترلاسه کړل ، که څه هم د اسلامي انقلاب ۱۳۷۵ه ش کال څخه وروسته په کابل او نورو سیمو کې ددوی له خوا د قدرت پر سر سختې جګړې ، چور چپاوول، دبې ګناه انسانانو وژنو او نورو د جهاد درون عمل سپک کړ او د افغانانو دغې مقدسې فریضې ته داسې زیان رسیدلی و، چې نور یې هیوادوالو نوم په ژړا او اوښکو اخیسته.
هیواد ته زیات په کار پوه کسان او افراد راستانه او په دې توګه هیواد د بیا رغونې په لور روان شو ، په زیاته کچه ښوونځي بیرته پرانیستل شول ، پوهنتونونه جوړ او د محصلینو او شاګردانو جلب او جذب تعیلمي موسساتو ته ګړندی شو.
د هیواد ښاغلي مشر حامدکرزی یو شمیر هیوادونو ته پر له پسې ډول سفرونه درلودل او له نړیوالو یې غوښتنه وکړه، تر څو دده هیواد سره په اخلاص مرستې وکړي، چې هیواد یې ورغول شي.
د نړۍ هیوادونو هم د افغانستان سره په دې برخه کې مرستې وکړې او په ملیاردو ډالر یې د افغانستان حکومت ته ورکړل .
په هیواد کې د پاخه سړکونو جوړونه ، د عامه منافعو رغونه او په نورو ډیرو برخو کې د دولت له خوا لویې پروژې په کار واچول شوې ؛ د هیواد د ملي پوځ او ملي پولیسو د جوړولو او رغولو لپاره هڅې پیل شوې.