تاند- د نیپال د بهرنیو چارو وزیر وايي چې د سارک یا د جنوبي اسیا د همکارۍ ټولنې په وروستۍ سرمشریزه کې د افغانستان ولسمشر اشرف غني مهم رول ولوباوه چې د هند او پاکستان صدراعظمان یو بل ته لاسونه ورکړي او روغبرړ وکړي.

د نیپال د بهرنیو چارو وزیر ماهیرندرا بهادر پاندي پرون /یکشنبه/ وویل:«نیپال هڅه کوله چې نه یوازې د هند او پاکستان صدراعظمان نندرا مودي او نوازشریف یو بل ته لاسونه ورکړي، بلکې دا هڅه یې هم کوله چې د دواړو مشرانو نظرونه سره نژدې کړي.»

ده همداراز وویل:«د سارک مشرانو ته تر سرمشریزې مخکې د بلنلیکونو د سپارلو په مهال ما هڅه وکړه چې په غونډه کې د دوی د ګډون ژمنه ترلاسه کړم، په خپله مې د سارک د غړیو هیوادونو له بهرنیو چارو وزیرانو، دولتمشرانو او ولسمشرانو سره ولیدل او دوی ته مې په کلکه وویل چې د اعتماد د چاپېریال، او پوهاوي د رامنځته کولو او د سارک د غړیو ترمنځ د اړیکو د ښه کولو اړتیا ده څو دا سیمه ییزه ټولنه لا زیاته اغېزمنه شي.»

د نیپال د بهرنیو چارو وزیر د خپلو خبرو په دوام کې وویل:«په پلازمېنه کتمندو کې د سارک د غړیو هیوادونو د مشرانو د غونډې په ترڅ کې ما د غړیو ترمنځ د دوه اړخیزو ستونزو د حل کولو پر ضرورت ټینګار وکړ. خو د هند او پاکستان د مشرانو د نژدې کولو لپاره د نیپال له هلوځلو سره سره د هند او پاکستان مشرانو یو بل ته لاسونه نه ورکول مګر دا چې د افغانستان ولسمشر اشرف غني مهم رول ولوباوه او نندرا مودي او محمد نوازشریف یې له یو بل سره روغبړ ته وهڅولی شول.

د نيپال د بهرنیو چارو وزیر همداراز وویل:«غني د ډېرې لوړې سویې عالم مشر دی او د داسي څه کولو وړتیا لري. همدا علت دی چې وایم نیپال د دوو مشرانو ترمنځ د روغبړ کولو ابتکار وکړ، خو په دې نوښت کې د سارک مشرانو برخه واخیسته.»

د سارک د دوه ورځینۍ سرمشریزې کوربه هیواد نیپال دوه ځلي هڅه وکړه چې نوازشریف او نندرا مودي یو بل ته لاسونه ورکړي خو بریالی نه شو. خو د اشرف غني په غوښتنه مودي او شریف له ضده تېر شول او له یو بل سره یې په لاس روغبړ وکړ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *