په نیپال کې د تیرې شنبې ورځې د زلزلې له امله چې د ریښتر په حساب ۷ عشاریه ۸ درجې ثبت شوې ،تر دې دمه د څه د پاسه پینځه نیم زرو کسانو مړینه تائید شوي ده.
ویل کیږي چې شاوخوا ۱۲ زره کسان ددې طبیعي پیښې په نتیجه کې ټپیان شوي دي.
د زلزلې له امله د نړی په تر ټولو لوړ غر ماونټ ایوریسټ کې د راغلو برف کوچونو له امله ۱۸ غرخښتونکي هم مړه شوي دي.
په وژل شوو غر ختونکو کې دوه امریکايي،یو استرالیايي، یو جاپانی او یو چینايي تبعه شامل دي.
د زلزلې له امله د هند او چین ځینې سیمې هم ولړزیدې او په دواړو هیوادونو کې يې سل تنه ووژل.
ملګري ملتونه وايي د نیپال وروستۍ زلزلې اته میلیونه کسان زیانمن کړي دي.
د ملګرو ملتونو په وینا په دې طبیعي پیښه کې دوه عشاریه اته میلیونه کسان بې ځایه شوي دي.
ویل کیږي چې شاوخوا درې نیم میلیونه کسان خوراکي موادو ته اړتیا لري.
د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو اداره یا یونسیف وايي یو عشاریه ۷ میلیونه ماشومان بیړنیو مرستو ته اړیتا لري.
د نیپال له زلزله ځپلو سره د مرستې په خاطر ملګرو ملتونو ۱۵،برتانيا ۱۵ ،امریکا ۱۰،جاپان نزدې اته نیم ،او استرالیا څه د پاسه څلور نیم میلیونه ډالره مرسته اعلان کړې ده.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د هم غږۍ اداره وايي زلزلې د نیپال په ۳۹ ولسوالیو کې شاوخوا اویا زره کورونه ړنګ او پینځه سوه دیرش زره کورونه ،او ۱۶ زره ښونځي زیانمن کړي دي.
د اټکل له مخې د زلزله ځپلي نیپال د بیارغونې لپاره شاوخوا پینځه میلیارده ډالرو ته اړتیا ده.