بسم الله الرحمن الرحیم
مِنْ أَجْلِ ذَلِكَ كَتَبْنَا عَلَى بَنِي إِسْرَائِيلَ أَنَّهُ مَن قَتَلَ نَفْسًا بِغَيْرِ نَفْسٍ أَوْ فَسَادٍ فِي الأَرْضِ فَكَأَنَّمَا قَتَلَ النَّاسَ جَمِيعًا وَمَنْ أَحْيَاهَا فَكَأَنَّمَا أَحْيَا النَّاسَ جَمِيعًا وَلَقَدْ جَاءتْهُمْ رُسُلُنَا بِالبَيِّنَاتِ ثُمَّ إِنَّ كَثِيرًا مِّنْهُم بَعْدَ ذَلِكَ فِي الأَرْضِ لَمُسْرِفُونَ ﴿۳۲﴾
مؤمنو هیوادوالو ، اتلو افغانانو ، د هیواد په دفاع کې د شهید شویو شازلمیانو کورنیو وروڼو او خویندو.
د نېکمرغه لوی اختر د رارسیدو له امله د صمیمیت او خواخوږۍ تبریکي او نیکي هیلې تاسو ټولو ته عرض کوم.
له بده مرغه چې یوځل بیا په داسي حالاتو کې زموږ مومن ولس د لوي اختر استقبال کوي چې لامو هم دتېرو اخترونو په څېر ډيری کورنی د خپلو نازولو پر تازه ویر د اختر خوښۍ په اوښکو تېروی.
په کابل کې د شاه شهید د خونړۍ فاجعې او پېښې او په هیواد کې د جګړې له امله د ولسي بې دفاع خلګو د دغه ډول حوادثو ټولو قربانیانو ته د جنت الفردوس ، زخمیانو ته یې د عاجلې روغتیا او غمجنو وارثینو ته یې له متعال خدای (ج) څخه د صبر او نعم البدل غوښتنه کوم .
د کائناتو څښتن ته لاس په دعاء یم چې راتلونکی لوی اختر مو په داسې حال کې په ځوریدلو هیواد والو راشي چې دلته د اسلامي ملي نظام تر سیوري لاندې ټول افغانان د ورور ولۍ او سعادت په فضاء کې اوسي، جګړه له هیواده ټوله شوي ، اوپرځای يي د ګران وطن په ګوټ ګوټ کې د سولې اوسوکالۍ لمن غوړیدلې وي.
وروڼو د بختور لوی اختر د مذهبي مناسبت نه په فرصت سره غواړم د هیواد دوروستیو تحولاتو په اړه درسره خپله اراده او د زړه خبرې په یو څو ټکو کې درته ووایم .
لوی اختر زموږ لپاره د قرباني یو اهم درس دی باید له دې درس څخه مطلوبه استفاده وکړو
درنو هیواد والو!
بختور لوی اختر مسلمانانو ته د قربانۍ درس ورکوي ، په دې مبارکو شپوورځوکې حضرت ابراهیم علیه الصلاة والسلام خپل لخت جګر( دزړه ټوټه) حضرت اسمعیل علیه السلام د الهی امر د منلو او د الله تعالی د رضا لپاره د قربانۍ ډګر ته وړاندي کړی ، نو نن ورځ موږ هم باید له همدې لوی امتحان څخه په درس اخیستلو سره د خپل خالق جل جلاله اوامرو ته هماغه شان ځان تسلیم او د خپل مقتدر څښتن ټول اوامر په هماغه شان پر ځان عملي کړو.
قرآن کریم چې هر څه د مسلمانانو لپاره ذکر کړی هغه يي د دوی د عبرت او پند اخیستلو لپاره ذکر کړی .
قصص د قران ، اخبار د قران ، امثال دقران وعد دقرآن ، وعید دقران ، نهی د قرآن او امر د قران ټول د دې لپاره دي چې موږ هغه په خپل ژوند کې عملي کړو تر څومو الهي رضا په برخه او خپل ټول ژوند مو د الهي ارشاداتومطابق تېر کړی وی.
د معاصر تاریخ پر بنا تر یوې پیړۍ زیات وخت کیږي چې افغان مؤمن ملت د خپل هیواد د دفاع او ازادۍ لپاره د سرونو قربانۍ ورکوي ، په دې یوه پیړۍ وخت کې یې د خپلو سرونو په قربانیو سره د نړۍ د دوو ډیرو لویو طاغوتي ځواکونو ، انګلیس او پخواني شوروي اتحاد څخه یې د تجاوز او تیري په مقابل کې د خپل هیواد دفاع په لاره کښې په بریالیتوب سره امتحان ورکړ او د هیواد استقلال او ازادي یې وساتله
اوس یې دا دي تازه د دریم ځل لپاره د نړۍ له ستر ځواک امریکا څخه هم خپله ازادي او استقلال وساته او د امریکا او د دوي د متحدینو ناټو ټول پوځيان یې هم له افغانستانه وتلو ته اړ کړل، چې یوازي یو ډیر کم او محدود شمېر پوځيان یې د نورو اسلامي او غیر اسلامي هیوادونو په څېر پاتي دی چې د دوي په وینا دغه شمېر یې هم دلته د خپلو ډيپلوماټيکو مراکزو د حفاظت لپاره پرې ایښي دي.
افغان سیاستوال باید د ملي قضیې په اړه خپل مسؤلیت درک کړي
د هیواد د دفاع او ازادۍ لپاره د قرباني ورکول د افغان مسلمان ولس دنده او وجیبه ده خو د دې قرباني په نتیجه کې د لاسته راغلی استقلال او حاکمیت په ښه توګه تر سره کول بیا د افغان ولس د حاکمانو او سیاست والو مسؤلیت دی چې د خپل ولس د ملینونو شهیدانو د وینو په نتیجه کې له ترلاسه شوې آزادي سره څه ډول رویه کوي؟
ایا له دې آزادۍ څخه د هیواد او قرباني ورکوونکي ولس په هوسايي کې کار اخلي او که خدای مکړه دهغوی په خپل منځ کې جنګولو او یا له هغوی څخه د خپلو شخصي او مادي ګټو د تر لاسه کولو په لاره کي؟
اوس چې مو د وروستي ځل لپاره د مسلمان ملت د قربانیو په نتیجه کې د امریکا په مشرۍ ټول خارجي متجاوز ځواکونو له افغانستان څخه ووتل او افغانستان ته یوځل بیا ازادي حاصله شوه ، نور افغان سیاست والو ته په کار دي چې د دغه زړور ملت د قربانیو د قدر داني په خاطر باید ټول خپل منځي اختلافات شاته وغور ځوي او په هیواد کې د داسې نظام د پلي کیدو او ټینګیدو لپاره کار وکړي چې هغه په تمامه توګه د ولس د هوسايي او دهغوی د پرمختګ لامل وګرځي .
که موږ افغانان نن ورځ د خپل ولس له ورکړو قربانیو څخه پر ځای استفاده ونه کړو او دخپل راتلونکي لپاره د یوه جامع او افغان شموله اسلامي نظام د ټینګېدو فرصت له لاسه ورکړو دا به مو په حقیقت کې د خپل ولس له قربانیو او د شهیدانو له وینو سره ستره جفاء کړې وي.
کوم مظالم چې زموږ د دښمنانو په لاس زموږ پر مظلوم ولس باندې تر سره شول هغه ډول مظالم د افغان لوریو لخوا پر خپل ولس باید هیڅکله تکرار نشي
کوم مظالم چې د دښمنانو په لاس زموږ پر ولس باندې وشول هغه مظالم باید خپله د افغانانو لخوا پر افغاني ولس تکرار نشي
له تیرو ۳۷ کلونو راهیسي زمونږ ځوریدلی ولس د تحمیلي جګړو په اور کې کړیږي ، شهیدان کیږي ، کورونه یې ورانیږي او په خپل کور ، کلي ښار او ټاټوبي کې د آزاد اوسیدلو حق تري اخیستل کیږي ، البته داسي مظالم له هغوی سره دخارجي تیري کوونکو لخوا ترسره شول ، افغان چارواکي په تیره مجاهدین باید داسې کړنې تکرار نه کړي چې هغه په وحشت او تباهي کې د خارجي تیري کوونکو جنایاتو ته ورته وي .
شاوخوا یوه نیمه میاشت وړاندې موږ دکابل په شاه شهید سیمه کې د یوې خونړۍ اوبوږنوونکې پیښې شاهدان وو ، داسې خونړۍ پيښه چې تر ۵۰۰ زیات بې دفاع افغانان یې د غم پر ټغر کښېنوله . په سرو وینو يي رنګ کړه، کورونه ، دکانونه او شخصي ملکیتونه یې ټول ورته د اور لمبه کړه.
دا رنګه مظالم چې د تیري کوونکو قوتونو لخوا زمونږ پر ولس تېر شول ، اوس چې نور خارجي ځواکونه زموږ له هیواده وتلي دی، نو باید افغان لوري د خپل مظلوم ولس داوښکو ورپاکولو هڅه وکړي ، چې د خارجي یرغلګرو لخوا ځورول شوي وه ، نه داچې خدای مه کړه د خارجیانو تر وتلو وروسته اوس افغان لوري د خپل ولس د ځورولو لړۍ شروع او هغوي په خپلو کورونو او ملکیتونوکې ژوندي تر خاورو لاندې کړي .
دا بوږنوونکې پیښه که په هره اراده او نیت او د هرچا له لوري تر سره شوې وي هم د خدای تعالی په وړاندې او هم د قانون له مخې یو نه بخښونکی جنایت دی ، خدای تعالی مو دي نور مصیبت ځپلو هیواد والو ته له داډول ویرجنو فاجعو څخه نجات ورکړي.
د ولسي خلګو د ژوند ژغورنه د جګړې د ښکېلو لوریو اسلامي او قانوني مکلفیت دی
د جګړې ښکیل لوري هم د خدای تعالی له ویرې او هم د قانون له مخې باید د ولسي خلګو د ژوند ژغورل خپل مکلفیت وګڼي
له بده مرغه چې زموږ ولس او هیواد له ډیره وخته راهیسي د تحمیلي جګړو په اور کې سوځي ، دا جګړه که هرڅو کور ورانوونکي او تباه کوونکي وي باید ښکيل لوري یې د ولسي وګړو د مصؤنیت او خوندیتوب په اړه خپل مسؤلیت در ک کړي .
په ګڼ میشتو سیموکې له هرډول بریدونو ، چاودنو او عملیاتو څخه خود داري وکړي ، د جګړې په مهال د ولسي خلګو تلف کیدل که سهوا هم تر سره کیږي جنایت دي او تر سره کوونکي یې د دیني او قانوني اصولو له مخې د مجازات وړ دي.
پر ملکي سیمو بمبارۍ ، د ملکیانو په منځ کې عملیات او ماینونه ښخول هیڅ بشري او قانوني توجیه نه لري لهذا ښکیل لوری باید دغه اصل ته په درناوي سره له ټولو هغو کړنو خود داري وکړي چې د بي ګناه او بې دفاع انسانانو د وژل کیدو او ځوریدو لامل ګرځي .
د افغان قضیې ښکیل لوري باید خپلې هڅې د جګړې په خاتمې متمرکزې کړي .
لکه څرنګه چې د هیواد امنیت مو په انتهایي بد حالات کې قرار لري ، هیڅوک په خپل کور کې ځان مصئون نه ګڼي.
زده کونکي په ښوونځيو کې ، کاریګر او صنعت کاران په کارخانو او صنعتي مراکزو کې او همدا راز هیڅ یو کس مو په خپله اداره او شعبه کې ځان خوندي او په امن کې نه بولې چې همدا رنګه حالات د هیواد لپاره ډېر خطرناک او راتلونکی یې له ګڼو ننګونو سره مخ کوي.
هره ورځ مو لسګونه هیوادوال د خپلمنځي جګړو له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي او خپلو کورنیو ته بې شمېره ستونزې تر شا پرېږدي.
په داسي حالاتو کې د افغان لانجې د استمرار ، توقف او اختتام مسؤلیت ښکېلو افغان سیاست والو ته متوجه کیږي .
د افغان غمیزې د غزولو او درولو مسؤلیت دواړه افغان سیاست والو ته متوجه دی ، که جګړه اوږدیږي و خارجي تخریبي حلقاتو ته زموږ دهیواد په کورنیو چاروکې د لاس وهني ډېر فرصتونه په لاس ورځي چې دا به خپله د افغان سیاست والو د عدم هماهنګي او اختلاف له امله وي ،
نو باید هرڅومره ژر په خپل هیواد کې جنګ او جګړو ته د پای ټکی کښېږدو ، خپل ترمنځ فاصلې لیري کړو ، ځکه خپل منځي وحدت مو د بقاء او موفقیت ضامن ،او تفرق او ځانځاني مو د تباهي او کور وراني لامل دی.
که موږ افغانان وغواړو د خپلو همجواره سیالانو په منځ کې د هوسا ، ودان او پرمختللي هیواد خاوندان و اوسو باید ترمنځ مو هرډول فاصلې ختمي کړو او د نورو د ګټو او مصلحتونو لپاره خپل هیواد او ملت له تباهۍ سره مخ نه کړو .
د هیواد علمي ، بیا رغونې او زیر بنايي پروګرامونو ته باید توجه وکړو
لکه څرنګه چې وینو زموږ هیواد یوځل بیا په ډېر خطرناک حالات کې قرار لري، د جګړې له امله یې سیاسي ، امنیتي ، او اقتصادي ، ستونزې ورځ تر بلې په ډېریدو دي.
هره ورځ مو د هیواد په ګوټ ګوټ کې د جګړې له امله په سلګونو مسلکي ځوانان وژل کیږي ،ټول ګټي تأسیسات او ښوونځي مو ورانیږي او په سلګونوزره تنکي ځوانان مو د علم او پوهي له نعمت څخه بي برخې کیږي .
له هیواده مو اهل او وړ کدرونه پر وتو دي ، سلګونه هیوادوال مو هره ورځ د خپل ژوند د بقا او دیوې ګولې ډوډۍ د پیدا کولو لپاره د نړۍ هوسا هیوادونو ته د په خطرناک ډول د خپل ژوند په قیمت تر سختو سمندري او قاچاقي لارو تېریږي.
خو که زموږ په هیواد کې د جګړې ځای سوله او استحکام ونیسي نو نه یوازي دا چي خپل هیوادوال به مو په خپل هیواد کې په عزت ژوند ولري ، همدلته به د کار زمینه ورته برابره وي بلکې د نړۍ له ډيری هیوادونو څخه به کاریګر د کار لپاره افغانستان ته مخه کوي ، ځکه چې افغانستان په طبعې زیرمو غني او ډک هیواد دي.
دا مسلمه خبره ده چې زمونږ په هیواد کې روانه جګړه د خارجي مداخلاتو له کبله ده ، نو راځۍ چې له خپل هیواد څخه د خارجي مداخلې او بهرني نفوذ مخنیوی په افغاني ملي وحدت سره وکړو ، که مو ملت د وحدت او اتفاق په قوت مجهز شي نو نه به د پردیو د اهداف لپاره جګړې را باندې تپل کیږي او نه به مو په خارجي توطیو کې د ښکیلتیا امکان وي ، نه به له خپل هیواد څخه علمي کدرونه او ځوانان مهاجرت ته اړیستل کیږي او به په طبیعي زیرمو شتمن هیواد کې د فقر او نیستي له ستونزې سره مخ وي .
دا یو مسلم حقیقت دي چې د ژوند د ټولو نیکمرغیو او خوښیو لپاره اساس ثبات او امنیت دی او د ټولو بد مرغیو لپاره جنګ اساس او ستر علت دی .
او داهم ثابته ده چې ثبات او امنیت د ولسونو په خپلمنځي اتفاق او وحدت سره جوړیږي .
ښه پریمانه طبیعي شتمنۍ لرو ، د علم او پوهي په ډګر کې ښه اکادیمیک کوادر لرو فعال او کاریګر ځوانان لرو خو یواځینی مهم شی چې مونږ تري محروم یو هغه مو په هیواد کې د ثبات او امن نشتون دي .
نو موږ افغانانو ته په کار ده چې د خپل هیواد لپاره ثبات او امن په خپل منځي ملي افغاني وحدت سره جوړ کړو.
که نن په افغانستان کې ثبات او آرامي راشي هیواد او غیور ولس به مو به مو له ټولو مشکلاتو ، کړاونو او لانجو خلاص وي .
راځئ په هیواد کې د سولې ، ثبات او امن راتلو ته زمینه برابره کړو ،ځکه سوله او امن مو د نجات او بریالیتوب لامل دی چې هغه زمونږ په خپل منځي تفاهم او وحدت کې نغښتی دی ، که موږ وغواړو د نړۍ پر مخ د نورو متمدنو انسانانو په څیر ښه ژوند ولرو باید تر هرڅه وړاندې خپل منځي وحدت خپل کړو ، یو دبل نفی کول ، یو دبل پر خلاف بد تبلیغات کول او یو د بل قتلول له دې پرته چې زمونږ دښمنان تري استفاده وکړي زمونږ لپاره نه دُنیوي ګټه لري نه اخروي موفقیت دی.
که افغان سیاست وال او دقضیې دخیل لوري یوبل وزغمي ، له یو او بل سره مفاهمت وکړي ، یو دبل خبره واروي دا مو په هیواد کې د ثبات د ټینګښت لامل ګرځي ، د ثبات ټینګښت مو د ولس د هوسايي تضمین کوي او د ولس آرامي مو په هیواد کې د یوه پیاوړي خپلواک نظام د حاکمیت سبب ګرځي.
په پای کې یو ځل بیا له متعال خدای(ج) څخه د خپل مسلمان ملت د هوسايي ، د هیواد دخپلواکي او په هغه کې د دائمي امن د ټینګښت غوښتنه کوم ، لوی خدای (ج) دي په خپل رحمت سره زمونږ جګړه ځپلی هیواد نور په ټوله نړۍ کې د سولې او آرامۍ په مرکز بدل کړي ، ځوریدلې افغانان دې خدای تعالی د جګړې له ځوره په خلاصیدوسره د یوه هوسا ، آباد او ودان هیواد څښتنان کړي .
امین یارب العالمین .
ورورمو ملا اغاجان معتصم دطالبانو د اسلامي تحریک د سیاسي شورا پخوانی مشر
شاغلی مولوی آغا جان صاحب
السلام ولیکم ورحمت الله وبرکاته
ستاسو دی هم لوی اختر مبارک وی او الله تعالی مو ٹولی دعاوی او عبادات قبول کڑه
دا چه تاسو محترم مونگه او افغان اولس دخوشحالی په شیبوکی یاد که مننه درزنی کوم اوادالله تعالی سخه درته اجرعظیم غواڑم
محترما
که دافغآن مسئلی پہ هکله دافغانانو سیاسی مشران ستاسو په سپارشتنیو عمل وکڑی نو یقین کوم چه ڈیر زر به مسئله په دوام داره توگه حل شی
جناب معتصم اغا صاحب
ستاسو دی هم اختر مبارک وی
اورب العزت الله تعالی دی دافغانانو دمصیبتونه نور ختم کڑی او دارام ژوند دی ددوی نصیب کڑی
والسلام
اول دی د آغا صیب صاحب دعزت
او بیا دافغان زوریدلی ملت
اوبیا دی دٹول مسلم امت
اختر مبارک او اضاحی وغیره عبادات قبول وی
آغا صاحب ستاپیغام ددرده ڈ ک دی پہ لیدلو می په زڑه دخپل اولس دادربدری او مصیبتونه اوخپگانونه تاو راتاو شوه او یقین کوم چه هر سوک زیگر ولری دآغا صاحب پیغام به یی خامخا متاثره کوی
مننه په درناوی
محترم طالب مشر ملا معتصم صاحب ته دی نیکمرغه لوی اختر ڈیر مبارک وی
اوالله تعالی دی پخپل فضل اوکرم سره پر موژاو تاسو بل اخترداسی دخوشحالی اختر راولی چه ستاسو اوٹولی نیکی هیلی او تمناوی پکی پوره شویوی
وماذلک علی الله بعزیز
والسلام
السلام علیکم
محترما اختر دی مبارک شه
ایمان دی سلامت شه
دشمن دی ملامت شه
په عمردی برکت شه
الله تعالی دی ستا داقلم او گوتی اواستعداد او زندگی دخپل دین دنشر اشاعت او مسلمان امت په خدمت کی استعمال کڑی
ڈیره ڈیره مننه
جناب اغا صاحب ستا دی هم اختر او ٹولی بریاوی مبارکی وی
ستا پیغام صرف داختر مبارکی نده بلکه دامن او صلحی یولوی پروگرام او هسه دی الله تعالی دی وکڑی چه اڑوند او ذیدخل خواووی یی یو دخیرغوشتنی نصیحت وبولی او دانصاف پہ نظر یی وگوری سوسرونه یی پری خلاص شی او استفاده تری وکڑی
دطالبانو خاغلی مشره!
وعلیکم السلام ستا او ستاسو دٹولو ملگرو دی اختر مبارک وی
اوالله کریم دی زمونگ پہ حال رحم وکڑی او دزمامدارانو پہ زڑونو دی هم درحم او بہ تویی کڑی تر سو نور مخالفتونه شاتہ وغور زوی او واقعیتونه پہ نظر کی ونیسی
گرانه مولوی آغا صاحب
سلامونه او احترامات می ومنه زه هم درته داختر مبارکی وایم پاک رب دی سرلوڑی او کامیاب لره
معلم جنت گل
September 26, 2015 at 5:23 am
گرانه آغا صاحب !سلامونه درته تقدیمه وم
ڈیره مننه ستاسو دی هم اختر مبارک وی ایمان دی سلامت شه خوشحالی دی یو په سو چنده شه
او الله تعالی دی نور ددی مسلمه امت او په خاصه توگه پہ زوریدلی افغان اولس په حالت رحم وکڑی او ددوی دمحرومیو ازاله دی وفرمائی
ڈاکٹررحمت اللہ خان
September 25, 2015 at 2:46 pm
محترم اغا صاحب !
سلامونه او نیکی هیلی مو ومنه
ستاسو محترم اوستاسو محترمو متعلقینو ته دی هم اختر ڈیر ڈیر مبارک وی
الله تعالی مو ٹول عبادات طاعات او قربانی پخپل دربار کی قبول که
قدرمنه !
داچه تاسو محترم تهدخوشحالی په دی شیبوکی خپل اولس او ملگری او مجاهدین او دشهیدانو ورثه او کورنی او یتیمان دریاد وه او دخپلی پیرزو ونیاوعاطفی له مخی مو ٹولو ته دلوی اختر مبارکی وویل
نو زه دخپل طرفه اصالة او ددوی ڑولو سخه وکالة در ته په ڈیر احترام دلوی اختر دمبارکی مراتب تقدیمه وم او دالله تعالی سخه درته دجزاء خیر غوشتونکی یم او ستاسو سخه ڈیره مننه اوشکریه اداء کوم
صلاح الدین
September 25, 2015 at 3:47 pm
شاغلی مولوی آغا جان صاحب اوٹولو مجاهدو په هیوادکی دننه اوبهر میشتو هیواد والو
السلام علیکمورحمت الله تعالی وبرکاته
ستاسو دٹولو دی لوی نیکمرغه اختر مبارک وی قربانی مو متعال رب قبولی کڑه
دشاغلی آغا صاحب په خصوصی توگه مننه کوم چه مونگه ته یی مبارکی وویل او دده دپیغاام په اساس زموژ او ستاسو تر مینز هم مبارک تر سره شوه
دالله رب العزت سجه ورته دلوی اجر غوختونکی یم
او دهہود او هیواد والو اوسنی جریانات هر با درده او با احسان مسلمان او په خاصه توگه افغان ته دڈیر فکر او احساس باعث دی
حمداللہ احمدی
September 25, 2015 at 5:37 pm
عزتمند اوقدرمن طالب مشر مولوی معتصم صاحب ؛
ستاسو دی هم لوی اختر مبارک وی
باید ووایم چی لکه چی :
په پیغام کی هم پہ دی خبره ٹنیگار شویدی چه دافغان مظلوم اولس نور باید دجنگی حالت نہ وویستل شی او دافغانی قضی زیدخل جهتونه نور د جنگ د ختمه ولو او صلحی لپاره کوشش وکڑی
اودگران هہواد او هیوادوالو د امن پہ هکله تدابیر سره ونیسی
بسم الله الرحمن الرحیم
ملا اغاجان معتصم صاحبه !۰
ستاسواودستاسو درنې کورنۍ اختر دې مبارک شي ،او جنتونه مونصیب شه۰
څه کم اته دیرش(۳۸) کاله کیږي چې مونږ اختر ونه لید او اختر مواحساس نه کړ، ولې؟؟؟۰
داټول زمونږ د افغان سیاستوالومسؤلیت ووَاو دئ چې له بده مرغه ځینو ډیروئې درک نه کړ،اونه به ئې کړي۰
قرآن کریم چې هر څه د مسلمانانو لپاره ذکر کړی هغه يي د دوی د عبرت او پند اخیستلو لپاره ذکر کړی !خو ولې زمونږ سیاستوالان،زمونږ مشران دغه عبرت نه اخلي۰[ځکه خوځني په ملا نه په مافیا بدل دي]۰
دې سیاستوالو ولس په یوه غمجنه له وهم ډکه نړۍ کې ساتلئ،اوپه خپله په یوه بله نړۍ کې ژوند کوي، چې هلته پټې، پټې دسـیـسـې روانې دي، اودعامو خلکو په پټه کې دولس پر ضد بهیرلري۰
چیرې چې ترهګري کیږي ددې مسولیت زمونږ دسیاستوالو په غاړه دئ، ځکه چې که د ترهګرۍ د تغذیه کولو، وسلو او پیسو او معـلـوماتـو ورکولو یو اړخ نه وي، ترهګري دوام نه شي کولی، نو خبره لنډه، چې اوسني اړخونه د ډېرو هغو ترهګریزو اعمالو تر شا دي، چې د سیاستوالو له خوا ګومارل کیـږي۰
رب تعالی دې زمونږ دادریدلې خړې اوبه روښانه اوروانې کړي۰
سلامونه او نیکی پیزو ینی او داختر مبارکی می ومنی
ڈیر پر معنی او پر زره پوری پیغام دی دمبارکی ویلو ترسنگ یی دهر مقام او حیثیت والا خلک خپلو مسولیتونو ته متوجه کری دی
وعلیکم سلام ورحمت الله وبرکاته
دلوی اوساتندوی څـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــښتن څخه غواړم چي دهیواد جغرافیایی قوره ،مذهبی برم اوتلپاته خپلواکي مو رانصیب شی
پښتانه متل کا چي هغه ځمکه سوځي کومه چي اور پری بل وي دهیواد درد اوغم هغه څوک حس کولای شي چي څوک ددی هیواد اوسیدونکي وي ،زخمونه یی ټکوروي دفاع یی فرض بولي دملت راتلونکی ښیګڼي اوپایلي خپلي ګڼي. دمذهب ،کلتور اوتعلیمي تګلارو هڅي کوي دبیا رغوني اوسوکالي په تمه دملت راتلونکي شیبی لټوی همدا اختریز پیغام نه یواځي افغان ملت لپاره قانع کونکي دی بلکي دټول عالم اسلام لپاره یوه مجربه نسخه بللای شو.ټولو هغو رسنیو اوکلموالوافغانانوته دخیردعاکوو چي دداسي هڅو هوډ اوعزم یی دبریا لاره روښانه کړي وي.
ما افتخار می کنم به وجود این متفکر افغان را که درین روزهای جنګ امیز بیګانها را تهدید می کند وهمزمان یک کشور امن پسند وملت عزیز مابه یک جهت سکون جلب مینمایند.
به همه اشخاص مقتدر ومدبر این برنامه عیدسعید را درپیش می کنم تا به چشم دل را نګاه کنند …!
، محترم آغا صاحب د سلامونو او احتراماتو د رسولو نه وروسته
تاسو او ستاسو په څیر ټولو خیر غوښتونکو ته دی اختر مبارک وی، محترم آغا صاحب ! ستاسو په خبرو کی ډیر لوی مفهوم پروت دی او له عاطفی اړخه هر هغه څوک چی په افغان ولس زوریږی او په حپل وطن کی د سوله ایز ژوند غوښتونکی وی ستاسو له غوښتنی سره مخالفت نه لری او نه یی کوی، بلکی ملاتړ یی کوی او د حپل وطن او وطنوالو په ګټه یی بولی، خو داټول هسی کسان دی چی په عملی او کاری ساحه کی له بده مرغه هیڅ ډول واک او صلاحیت نه لری. د دی ټولو په منځ کی ممکن تاسو یواځنی شخصیت و او سی چی په عملی توګه په دی برخه کی در ته د قدم اخستلو لاره تر یوه حده خلاصه ده. زما او زما په اند د ټول یرغمل نیول شوی افغان ولس غوښتنه له تاسو محترم څخه داده چی د ځان په څیر نور ملګری هم پیدا کړی او په عملی ټوګه د سولی د را وستلو په لاره کی د ټولو امکاناتو نه کار واخلی او د یوه ریښتونی مسلمان ، یو ه ریښتونی افغان یوه رسالتمند انسان په توګه د دی رنّځیدلی ملت په سر نازل شوی ستم ته د پای ټکی کیدی او د واقعی رهبر او ملی قهرمان په توګه خپل جوهر او پوهه د خپلو وطنوالو د خدمت د پاره وقف کړی تر څو هم د الله ج د رحمت وړ وګرځی او هم د امت مسلمه د آزادی د پاره د غرض لرونکو له منګلو څخه لکه د خالد بن ولید په څیر یوه تل پاتی څیره پاتی شی . جناب آغا صاحب یواځی وعظ او نصحت د اوسنیو خیالاتو د سمونی او رغونی د پاره کافی نه دی ، دا د عمل دنیا ده او یواڅی عمل کولای شی چی حالاتو ته بدلون ورکړی . ستاسو د برکتی ژوند د دوام اوپه دی برخه کی ستاسو د عملی هلو ځلو غوښتونکی انجنیر کلیوال روغتیا مو په برخه
سلامونو اونیکو هیلو وروسته ټول افغان ټبرته دابرهیمي سنت دمقدسی ورځی اخترمبارکي وایم
ویاړم چي دمذهبی نهضتونو دلړۍ وروستي هستي
لا دزوال څکه نه ده کړي
لا دبریا څلی هسک ولاړ دي
لاد منبرږغ داسلامي امت په غوږونوکي دبلال چیغي زمزمه کوي
لادقلم څوکه دسیاهی په قیمتي څاڅکوژبه لمده ساتلي.
لادتورو اونیزو شرنګا دغلیم په حواسو دلیونتوب اثرقوی ساتلی
لارپانده جنډې دغازیانو له مټوڅخه دالویدا درشل نه دي خپل کړي
هـــــــــــــــــو منم چي غلیم دفریب او چلوټو زهرجن بڅری باشي
خو دقلم پیچ ته لادڅوګړنګونو مزل پاته ،خدایزده چي داسوبه به څوک راوړي
زلیخان ع
ددی لیکني اهم ټکي دادي :
(۱)لوی اختر زموږ لپاره د قرباني یو اهم درس دی باید له دې درس څخه مطلوبه استفاده وکړو
(۲)افغان سیاستوال باید دملي قضیې په اړه خپل مسؤلیت درک کړي
(۳)کوم مظالم چې د دښمنانو په لاس زموږ پر ولس باندې وشول هغه مظالم باید خپله د افغانانو لخوا پر افغاني ولس تکرار نشي
(۴)د ولسي خلګو د ژوند ژغورنه د جګړې د ښکېلو لوریو اسلامي او قانوني مکلفیت دی د افغان قضیې ښکیل لوري باید خپلې هڅې د جګړې په خاتمې متمرکزې کړي .
(۵)د هیواد علمي ، بیا رغونې او زیر بنايي پروګرامونو ته باید توجه وکړو
========================================
که په پورتنی فقرو باندي غور وشي اویا دعمل جامه ور واغستل شي فکر کوم چي دښاغلی مشر داختریز پیغام یو قاطع پریکړه لیک بلل کیدای شي … هسی پریکړه لیک چي دهیوادوالو دراتلونکو خوښیو اوبریالتوب راز په کي نغښتي وي ..
له ښاغلی معتصم صیب څخه دهیواد په رغولو اوسیاسي بدلون کي جدي غوښتنه کوو چي ددی مطرح شوي نظر اویاپیغام دمتن له اصولو څخه دمظلوم ملت غمشریکی پیل کړي اودراتلونکي افغانستان په وده کي لیڅي رابډوهي .
دطالبانو دسیاسي او اقتصادي چارو ذهین اوپیاوړی شخصیت ملااغاجان معتصم صیب چي یو له هغو منل شوو څیرو څخه دي چي دطالبانو دوخت نړیدلي اقتصادی یی پرپښو درولي ،دهیواد په لراوبرکي یی دسیاسي بدلون نړیوال حیثیت خپل کړي داچي دښاغلی ذهانت اوقابلیت دشهرت منار دنور دسترګو اغزی ګرزیدلي ،مګر راتلونکي افغانستان یواځي همداسی څيروته ضرورت لري الله پاک دي دهیواد په رغنده موقف بریالی لري .امین
ملا صاحب ډیری صحیح خبری د لیکلی دی خو دا هم د هغه مفکوره برخه ده چه مونږ او زمونږمشران خبری ډیری ښی خو په عمل کی صفر دی…………………… مونږ داسی یو ملت یو چه څوک مونږ ته کار کوی هغه نه پریږدو بلکه هغه چه مونږ خرڅوی او بربادوی و هغو سره په کتار کی ودریږو………………………………….
په مننی سره خپل احترامات تاسی جلالت مآب او ټول اسلامی امت ته وړاندی کوم لوی اختر دی ده ستاسی او ټول افغان،مسلمان ملت مبارک وی هیله می داده چی د هیواد پدی اساسو شرایطو کی خپله اسلامی او دینی دنده په ښه شان سره اجراکړی او د الله تعالی نه درته پدی لاره کی تو فیق غواړم افغانان باید پوه کړل شی چی موږ ټول مسلمان او ددی خاوری بچیان یو او هیڅوک نشی کوه لای چی په یو اوبل نوم افغانان سره جلاکړی او با یی د خپلو شومو موخو لپاره سره وه جنګوی او خپل اهداف د افغانانو دوینو په بدل کی تر لاسه کړی ، فکر کوم چی ستاسی جناب عالی تو صیه خلکو پدی لاره کی تر بل هر چاډیره موفیده او قانع کونکی ده نو بیا هم په ډیر احترام هیله کوم چی خپل ټول توان پدی لاره کی د مسلمانانو د اذهانو دجوړه لولپاره وه نه سپموی په مننی سره احمد خان
ملاصاحب الله مو هوشیار که. الله دی ستاسی په فکرونو کی د افغان مظلوم ولس دردونه در تحساس کری.