ملا معتصم اغا جان

بسم الله الرحمن الرحیم

الحمدلله رب العالمین ، والصلوة علی رحمة للعالمین ، محمد وعلی اله واصحابه اجمعین .

وبعد قال الله عزوجل فی القران الکریم: مِنْ أَجْلِ ذَٰلِكَ كَتَبْنَا عَلَىٰ بَنِي إِسْرَائِيلَ أَنَّهُ مَن قَتَلَ نَفْسًا بِغَيْرِ نَفْسٍ أَوْ فَسَادٍ فِي الْأَرْضِ فَكَأَنَّمَا قَتَلَ النَّاسَ جَمِيعًا وَمَنْ أَحْيَاهَا فَكَأَنَّمَا أَحْيَا النَّاسَ جَمِيعًا ۚ وَلَقَدْ جَاءَتْهُمْ رُسُلُنَا بِالْبَيِّنَاتِ ثُمَّ إِنَّ كَثِيرًا مِّنْهُم بَعْدَ ذَٰلِكَ فِي الْأَرْضِ لَمُسْرِفُونَ (32) المائده

د افغانستان متدین ملته ، د خپلواکۍ او ازادۍ  مدافعینو ، ځوریدلو او دردېدلو ، قدرمنو وروڼو اوخویندو!

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته….

خوښ یم چې یوځل بیا تاسو ته د نیکمرغه کوچني اختر د را رسیدو له امله مبارکي او خپلې هیلې وړاندې کوم او غواړم چې له دې ښه فرصت نه په استفادې سره د هیواد د وروستیو جریاناتو په اړه درسره خپلې آرزوګانې او نظریات شریک کړم.

ځوریدلو هیواد والو !

اجازه راکړئ تر هرڅه وړاندې د روژې په مبارکه میاشت کې په هیواد کې د وروستیو خونړیو پیښو د قربانیانو کورنیو ته خپل د مواسات او غمشریکي مراتب وړاندې کړم، الله تعالی دي د دې پیښو د مظلومو شهیدانو ارواګانې خوشحاله او بازمانده ګانو ته صبر جمیل ورکړي.

خدای تعالی دې نور د دوئ د مظلومو وینو په برکت زموږ هیواد د تحمیلي جګړو له شره خلاص او ټولو افغانانو ته د یوه متحد او مستحکم اسلامي او ملي نظام تر سیوري لاندې د امن، سولې، سوکالۍ او نیکمرغي ژوند ورنصیب کړي.

دغه ډول ړندې او خونړۍ پیښې چې نه یې عاملین معلوم وي او نه یې هم د ترسره کولو اهداف څرګند وي له شکه پرته چې د افغان ولس د هغو بېرحمه دښمنانو لخوا ترسره کیږي چې افغانستان ته د هیڅ خیر اراده نه لري.

په مسجدونو، دیني شعائرو او د ولسي وګړو په تجمعاتو کې بي هدفه چاودنې او بمبارۍ زموږ د هیواد او ولس د دښمنانو هغه بزدلانه عمل دی چې په هیڅ دین او مذهب کې د توجیه وړ نه دی.

دغه راز وحشیانه کړني او اعمال د افغان مسلمان ملت د دښمنانو لخوا د دې لپاره تر سره کیږي چې  وروڼه افغانان په خپلو منځونو کې یو پر بل بې باوره کړي او یو افغان ورور د بل افغان ورور په مقابل  او ضد کې استعمال کړي.

نو د دغو تخریبي کړنو له شره به یواځي د الله جل جلاله په فضل او کرم او بیا د خپل منځي وحدت ، صداقت ، اخلاص او انسجام په برکت ژغورل کیږو.

محترمو هیوادوالو!

لکه څرنګه چې افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور او ټاټوبی دی نو په دې هیواد کې د سولې تأمینول ، د ثبات راوستل او د ټول ولس د خوښې یو منلی او مستحکم  اسلامي او ملي نظام جوړول او له هغه څخه دفاع کول خپله زموږ او ستاسي د ټولو هیوادوالو اسلامي او ملي دنده او مکلفیت دی.

نو موږ او تاسي ټول افغانان باید په خپلو انفرادي او ټولنیزو هڅو ، اتفاق ، اتحاد ، اخلاص او صداقت سره مټې را ونغاړو او د خپلو علیا منافعو لپاره کار وکړو، خپل هیواد د ورپېښو خطراتو او مصیبتونو څخه وژغورو او پردیو ته په هیڅ صورت داسي توقع او امید ونه کړو چې دوی به زموږ هیواد ته سوله ، امنیت ، ثبات او سوکالي راولي، ځکه موږ او تاسو ولیدل چې د ناټو تر چتر لاندې لسګونه هیوادونو په افغانستان کې د امنیت د ټینګښت او دلته د یوه قانوني حکومت د راوستو په پلمه پوره ۱۷کلونه تیر او په لسګونو ملیارده ډالر یې مصرف کړل، خو د دې سره سره موږ ګورو چې د هیواد امنیتي وضعیت مو تر ۱۷ کاله پخواني حالت  ډیر خراب او د بیا رغولو ، ابادۍ او ترقۍ پر ځای مو په هیواد کې متاسفانه خرابي ، وراني او ویجاړي روانه ده.

درنو هیوادوالو!

غواړم چې ستاسي پام د هیواد او ولس په هکله یوه ډېر مهم مطلب او مقصد ته را واړوم، هغه دا چې په اوسنیو وختونو کې یو ځل بیا امریکایان د تیرو ناکامو ترخو او مضرو تجربو په تکرار سره غواړي دلته زموږ هیواد ته نور اضافي پوځونه  او جنګي عسکر را ولیږي  چې دا کار به بې له شکه زموږ هیواد په یوه دوامداره او طولاني جنګ کې ښکېل او همدا رنګه به مو د هیواد او ولس د زیاتې بې ثباتۍ ، تباهۍ او بربادۍ لامل وګرځي، دا ځکه چې په حقیقت کې زموږ دهیواد سوله له دې هیواد څخه د جګړې دعواملو په له منځه وړلو پوري اړه لري ، او موږ ټول افغانان پوهیږو چې په هیواد کې مو د روانې جګړې یواځينی او اصلي لامل د امریکایي قواوو موجودیت دی.

دا یو څرګند حقیقت دی ، چې روانه امریکایي عسکري او پوځي مداخله  زموږ د عقېدې ، ټولنې او طبیعت  سره په مغایرت کې ده او همدا راز له همسایه ګانو او سیمه ییزو ځواکمنو هیوادونو سره په ډېر سخت حساسیت کې ده نو دغه مداخله که تر هر عنوان او نامه لاندې نوره  غځول کیږي په هماغه اندازه به مو په هیواد کې بحران او کړاونه ډېریږي.

او که د افغان حکومت لوری دا فکرکوي چې د پنځو زرو امریکایي پوځيانو په راتګ سره به یا په وطن کې سوله راشي او یابه دوئ برلاسي شي ، فکر کوم چې د افیصله به ناسمه ، د حقیقت او واقعیت خلاف وي ، ځکه چې موږ ولیدل په تیره یوه نیمه لسیزه کې خارجي پوځونو ونه کولای شول چې په هیواد کې سوله تامین کړي او جګړه پای ته ورسوي ، په داسي حال کې چې دلته په هیواد کې تقریبا یولک او پنځوس زره د ناټو اتحاد قوتونه موجود وو هغوي په خپل ټول قوت او طاقت سره ونه توانېدل چې یا په هیواد کې سوله تضمین کړي او یاهم د وخت حکومت برلاسی کړي نو اوس به پنځه زره عسکر څرنګه وتوانیږي چې په هیواد کې سوله تامین کړي او یا موجوده حکومت ته بری ور په برخه کړي.

نو حکومت ته په کار دي چې د جګړې د لاملونو په له منځه وړلو باندې  فکر او کار وکړي نه د جګړې د لاملونو پر ایجادولو.

بناء  افغان حکومت باید د  موجوده میشتو امریکایي قواوو پر ایستلو باندې کار وکړي ، نه د نورو عسکرو پر راغوښتلو ټینګار، د امریکایي قواوو موجودیت افغانانو ته دغه تحفه ورکړه چې امریکا خپل تر ټولو بمونو غټ بم چې دوی یې د بمونو مور بولې زموږ پر خاوره استعمال کړ ، چې دا کار له ویجاړۍ او ورانۍ پرته بل هیڅ پیغام افغان ولس ته نه لري.

او موږ په دې باور یو چې د امریکایي پوځونو زموږ له هیواد څخه وتل به هم د افغان حکومت ، هم د ولس او هیواد او هم به خپله د امریکا په ګټه تمامیږي ان شاءالله

او همدا رنګه ټولو افغان سیاسیونو په تېره بیا دهیواد دقضیې مهمو  لوريو او شخصیتونو ته په کار ده چې نړیواله ټولنه او امریکا په دې قانع کړي چې نور په افغانستان کې د ناټو او یاهم د امریکا پوځي او عسکري مداخله نه د افغانانو په ګټه ده او نه هم د ناټو او امریکا په ګټه تمامیدای شي.

او همدا راز د امریکا له ولس او د امریکا له نوي حکومت څخه داهیله او غوښتنه لرو چې دوئ نور د خپلو پوځونو او خپلو قواوو پر موجودیت باندې په افغانستان کې له سره غور او دقیق تحقیق او عمیق نظر وکړي ترڅو په دې باندې پوه شي چې په افغانستان کې د دوئ د قواوو له موجودیت سره سیمه ییز سخت حساسیتونه را پارېدلي دی نو د دوي د قواوو نور موجودیت په افغانستان کې به غیر له دې څخه چې د دوئ ډېر زیات او ګزاف مالي او ځاني تاوانونه او نقصانونه  وشي زموږ له نظره څخه بله به کومه خاص ګټه او بهره برداري له دې ځایه ترلاسه نه کړای شي.

قدرمنو افغانانو وروڼو!

دا ښکاره خبره ده چې د افغانانو ترمنځ عدم تفاهم او نه هماهنګۍ مغرضو جهتونو ته په افغانستان کې د هر ډول مداخلې زمینه مساعده کړې ده  نو که ریښتیا موږ افغانان غواړو چې  د خپل هیواد برخلیک مو د خپل ملت لخوا تعین شي، باید تر هرڅه وړاندې د خپل منځي اختلافاتو په یوه طرفته کولو سره په خپل منځ کې د تفاهم، تسامح او تصالح فضاء د حاکمولو لپاره کار وکړو.

او په دې ترڅ کې په کار ده چې ټول افغانان خپل ترمنځ د متقابل احترام او حسن نیت ښودلو لپاره لازم اجرائات او مناسب اقدامات وکړي.

د داسي فضاء د رامنځ ته کولو لپاره که په لومړي قدم کښې د جګړې ښکېل لوري پر مظلومو بندیانو باندې د اختر د احترام او برکت له خاطره او همدا راز پر خپلو افغانانو وروڼو د ترحم او شفقت له خاطره او په خپل منځ کې د باور او اعتماد د فضاء جوړولو لپاره د بندیانو په خوشي کولو کې  مناسب او لازم اقدامات وکړي  نو دابه یو ډېر پر وخت او پر ځای اقدام او ګټور کار وي، لکه څرنګه چې زموږ ګران پیغمبر د ترحم په اړه داسي هدایت فرمایي : ارْحَموا مَنْ في الأرض يرحمْكُم من في السَّماءِ .

 رحم وکړئ پر هغه چا باندې چې پر ځمکه دي رحم به وکړي پر تاسي باندې  هغه څوک چې په اسمان کې دی.

ویاړمنو هیواد والو!

د افغانستان په جغرافیه او غیږ کې ټول پراته او میشت قومونه د یوې عقیدې وروڼه او د یوه کورغړي دي.

نو راځئ چې د خپلې عقېدې او خپل کور د ساتلو لپاره د اسلامي او ملي روحیې په را ژوندي کولو سره د یوه او بل د تخریبولو پر ځای د یوه اوبل د حمایت او تأیید روحیه خپله کړو، که خدای مه کړه  موږ د دښمنانو په لمسون د یو بل  وهلو، تضعیفولو او حذفولو کوښښ کوو دا به مو په حقیقت کې د ځان د ختمولو او د خپل کور د ورانولو هڅه وي.

زموږ د هیواد ستونزه  د یو بل پر خلاف او ضد دریدلو سره  قطعا نه شي هوارېدلای بلکې د دغه ډول حرکاتو له ترسره کولو څخه مو ټوله استفاده دښمنان کوي ، نو باید د افغان قضیې ټول دخیل لوري دېته متوجه وي چې زموږ د غمیزي حل تصادم ، تضاد او تقابل نه ؛ بلکې سالم تفاهم او تسامح دی چې زموږ د ټولو رنځونو او دردونو دواء کېدلای شي.

متدینو افغانانو!

داخلي اختلافات او شخړې هغه  مصیبت او فتنه ده چې نن یې په ټوله نړۍ کې د اسلامي امت وحدت ، یووالی او سالمیت ګواښلی دی.

موږ وینو چې د منځني ختیځ هیوادونه لکه عراق ، سوریه ، یمن او … چې په تاریخي لحاظ د ډېرو شتمنیو ، نعمتونو او غوړېدلو تمدنونو مالکان وو اوس په څومره عذابونو ، مصیبتونو او تکالیفو کې راګیر دی، نو که موږ افغانان  د خپل هیواد او د هغو اسلامي هیوادونو د موجوده حالاتو څخه عبرت او درس وانه خلو ، نو اوسنی روان بحران چې په افغانستان کې واقع  دی  خدای مه کړه تر دې به په مزید بدترو مصیبتونو او بحرانونو کې واقع شو..

په اخر کې له شتمنو او غني هیوادوالو وروڼو څخه مې هیله ده چې د اختر په خوښیو کې غریب او ناداره وروڼه هېر نه کړي ، او په خپلو صدقاتو سره خوښي ور وبخښي، چې همدغه کار زموږ د سپیڅلي دین او  د محمدي غرا‌ء شریعت له غوښتنو څخه دی ، په کار دی  هر هیوادوال په دې مبارکو شپو او ورځو کې زکاتونه ، صدقات او فطرانې له ناوسه هیوادوالو څخه ونه سپموي.

لکه څرنګه چې د کومک او معاونت په اړه زموږ کریم او سخي پیغمبر خپل امت ته داسي فرمایي:

“وَاللَّهُ فِي عَوْنِ الْعَبْدِ مَا كَانَ الْعَبْدُ فِي عَوْنِ أَخِيهِ”.

 الله تعالی د خپل هغه  بنده کومک کوي کوم بنده چې د خپل مسلمان ورور سره کومک کوي.

خدای تعالی دې موږ ټولو افغانانو او ټولو مسلمانانو ته د حق پر لار او د الله تعالی د خوښې پر لار د تللو توفیق رانصیب کړي .

 (وَقُلِ اعْمَلُوا فَسَيَرَى اللَّهُ عَمَلَكُمْ وَرَسُولُهُ وَالْمُؤْمِنُونَ).

والسلام علیکم ورحمة الله وبرکاته ….

ورومو ملا اغاجان معتصم د طالبانو د سیاسي شوری پخوانی مشر

15 thoughts on “د نیکمرغه کوچني اختر په مناسبت د ملا اغاجان معتصم پیغام”
  1. اغا محترم نه طالب جوړه کوي اونه هم بهرنیان هیسي بې ځایه ستړیابه دې هم دژوند په ترخو بدله شي.

  2. اغاصاحب محترم داخبره رښتیاده چي داخلي اختلافات او شخړې هغه مصیبت او فتنه ده چې نن یې په ټوله نړۍ کې د اسلامي امت وحدت ، یووالی او سالمیت ګواښلی دی.

  3. اغاصیب زه هرکال ستاسو ،حکمتیاراوطالب مشرپیغامونه ځکه ګورم چي لږ مې اطمېنان وشي ،خوددې پیغامونو دعمل لپاره اړین لاره ولټول شي تاسو لیکلي چي :د داسي فضاء د رامنځ ته کولو لپاره که په لومړي قدم کښې د جګړې ښکېل لوري پر مظلومو بندیانو باندې د اختر د احترام او برکت له خاطره او همدا راز پر خپلو افغانانو وروڼو د ترحم او شفقت له خاطره او په خپل منځ کې د باور او اعتماد د فضاء جوړولو لپاره د بندیانو په خوشي کولو کې مناسب او لازم اقدامات وکړي نو دابه یو ډېر پر وخت او پر ځای اقدام او ګټور کار وي، لکه څرنګه چې زموږ ګران پیغمبر د ترحم په اړه داسي هدایت فرمایي : ارْحَموا مَنْ في الأرض يرحمْكُم من في السَّماءِ .

    رحم وکړئ پر هغه چا باندې چې پر ځمکه دي رحم به وکړي پر تاسي باندې هغه څوک چې په اسمان کې دی.
    هوهمدا کار وسله والوطالبانو وکړپه ولس کې ځانګړی ځای اوپه سیاست کې لوړ مقام اودخدای په نزد یې ښه عمل ترسره کړ،خوباید دواړې غاړې یوبل ته په صمیمانه ډول اوانصافانه انداز اوغبرګون وګوري چي ورته مثتې خواخوږۍ ډیرې تکرارشي چي بالارخه دمثبت بدلون نتیجه ورکولای شي

  4. تاند خو دوسله والو طالبانو دمشرانو خبرونه هم پورته کوي ،خوکه چرته د دوی له خبرو څخه استفاده وشي نودایې پرځای کار کړی دی.
    لیک مې ترپایه ولوست راته یې ډیرخوند راکړخوالله دي وکړي

  5. اغاصیب محترم ستاسو لیکنه سړی ډيرغوصه کړې وايي چي داوسله وال اوحکومتوال دواړه یې په یوه لوی زندان کې اچولې وای اوبیایې په نړۍ ورسیخ کړی چي تاسو وګورۍ نړۍ څه اوتاسوڅه کوي ،خوکیدای شي دواړه بې واکه وي.

  6. الله دې تل ژوندی لره مولانا صیب …که ټول وسله وال طالب مشرد داسي فکرڅښتنان شي ،نورلیرې نه دي چي هیواد به موترګاونډیانوهم ښه رغولي اودسولې په میزبه دجوړجاړې پرېکړته رسیلي یو.

  7. نورخودي ډیرهم نه پيژنم ،مګرافرین شه چي دطالبانواودولت ترمنځ دې بې توپیره لیکنه کړې ،خودا ټکې مې په کې بلکل خوښ شوچي :په مسجدونو، دیني شعائرو او د ولسي وګړو په تجمعاتو کې بي هدفه چاودنې او بمبارۍ زموږ د هیواد او ولس د دښمنانو هغه بزدلانه عمل دی چې په هیڅ دین او مذهب کې د توجیه وړ نه دی.

    دغه راز وحشیانه کړني او اعمال د افغان مسلمان ملت د دښمنانو لخوا د دې لپاره تر سره کیږي چې وروڼه افغانان په خپلو منځونو کې یو پر بل بې باوره کړي او یو افغان ورور د بل افغان ورور په مقابل او ضد کې استعمال کړي.

  8. او همدا راز د امریکا له ولس او د امریکا له نوي حکومت څخه داهیله او غوښتنه لرو چې دوئ نور د خپلو پوځونو او خپلو قواوو پر موجودیت باندې په افغانستان کې له سره غور او دقیق تحقیق او عمیق نظر وکړي ترڅو په دې باندې پوه شي چې په افغانستان کې د دوئ د قواوو له موجودیت سره سیمه ییز سخت حساسیتونه را پارېدلي دی نو د دوي د قواوو نور موجودیت په افغانستان کې به غیر له دې څخه چې د دوئ ډېر زیات او ګزاف مالي او ځاني تاوانونه او نقصانونه وشي زموږ له نظره څخه بله به کومه خاص ګټه او بهره برداري له دې ځایه ترلاسه نه کړای شي.

  9. سلامونه ،نېکې هيلې او د فطر اختر مبارکئ.
    محترم ورور معتصم آغا جان اخوند ! ستاسو، د حکمتیار صاب،دډولت؛ د ملاهبت اله اخوند او نورو پیغامونه د ټولنیزو رسنیو له لیارې دا څو کاله کیږي چې خپرېژي لاکن د ټول افغانستان په سطحه ېې کوم محسوس تاءثیر نه لیدل کېژي ؟ غیر له دې چې له دواړو خواوو (افغان دولت او د دولت مخالفو طالبانو، حقانیانو، د نیژدې او لیریو ګاوڼډیانو د جاسوسۍ او استخباراتي کړیو د ایجنټانو ، داعشیانو…) د ځوانانو د وژنو په ځانګړې ډول د پشتنو افغانانو مېشتو سیمو کښې ،هره ورځ زیاتوالی راځي مګر کمی نشته ؟. په دې مینځ کښې د ښاغلي حکمتیار وروستنیو ویناوو نه چې په لغمان، ڼنګرهار او کابل کې ېې وکړې یو څه د سولې او سوکالئ څرک ترینه لګیده مګر ځانګړو کړیو چې حرامې ګټې او څټې ېې په خطر کې وليدې په ډیرو سپین سترګیو حتی د نظام د چپه کولو ګواښونه وکړل او البته ستاسو خبره د بمباریو او نور-زیاتو خارجی فوجیانو د لیګلو هم همدوی طرفداري کوي !! .نو تاسواو ستاسو په شان یو شمیر سیاسي څهرې چې دلته هلته اوسیږئ په یو افغاني او اسلامي هوډ مټې بیډ وهئ او صرف افغان-دشمنه عناصر له مینځه ورک کړئ او باقي ټول ملیتونو څخه ښه خلق، متقي او پر ولس ،خاورې، هیواد او حریت او استقلال مین خلق لکه د یو بدن غړي پر یو واحد مرکز راغوڼډ او که د لوېې جرګې یا اسلامي او منطقوي هیوادونو بیطرفه اجماع په شکل وي ، د الله په توکل دې د یوویشتمې پیړۍ بی مانا غمیزې ته د پای ټکی کښیږدئ. و آخر دعوانا ان الحمد لله رب العالمین.

  10. سلام
    سياست يؤ دروغجن علم دي به دين أو مذهب كي ددرغو خاي معلوم دي له بلي خوا داسلام له تَر بيتي اصولو سره توبيرلري مثلا له
    علم أو عمل سره
    إيمان أو عمل سره
    عملي تربي سره
    امر با المعروف أو نهي عن المنكر
    جهاد
    توبه أو نهر………
    ستا له دي سياست سره ولي دومره علاقه شته
    تا هيخ دول زده كري د يري ولسوالي به كجه نه دي كري أو همدارنكه ستا بوهه ديره ليمت دي نسبت هغو كسانى نه جي بوه لري
    ستا بيام دير شيان نه لري
    خفه نشي ورؤي به كوى د حسا ب له منحه
    با باي كي
    لايكون السفه والفرع في قلب العالم

  11. سلام او احترام.
    زه په خپل رار سره دا ايجازه غواړم چې ووايم په دې ليکنه کې ډير ظلم له ملت سره تاسو وکړ،هغه دا چې کله امريکا په افغانستان کي شتون درلود نو د طالب جان د امريكا وتل بهانه ٶ, او کله چې دوى له وطن نه ووتل نو همدا طالب جان بير ته په خپل وحشت او ظلم سره هغه له مسلماني او افغاني چوکاټ نه ووت چې دوى ګوته امريکاته نيولې وه او خپل نه بښونکى دجناياتو جاتيت په افغانستان خپور کړ البته د پنجاب په ايجازه چې د اسلام نوم سره اوس حهان نفرت لري او خپل مجاهد ملت يې په وينو کې ولمبوو او دا خو مالومه خبره ده چې امريکا په هيڅ وخت کې دخپل هېواد له ديفا نه مخ نه ګرځوي تر څو چې پلورل شوى طالب د وطن او بل ښه او بد نوي درک کړي.

  12. په اخر کې له شتمنو او غني هیوادوالو وروڼو څخه مې هیله ده چې د اختر په خوښیو کې غریب او ناداره وروڼه هېر نه کړي ، او په خپلو صدقاتو سره خوښي ور وبخښي، چې همدغه کار زموږ د سپیڅلي دین او د محمدي غرا‌ء شریعت له غوښتنو څخه دی ، په کار دی هر هیوادوال په دې مبارکو شپو او ورځو کې زکاتونه ، صدقات او فطرانې له ناوسه هیوادوالو څخه ونه سپموي.

  13. تاسو وسله وال سړي کوي اوکه افغان چارواکي دواړه په جګړه کې ګتې لټوي ورروه خپله کوه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *