تاند – د پښتونخوا په مرکز پېښور ښار کې د عوامي نېشنل ګوند په یوه انتخاباتي غونډه ځانمرګي برید کې د یاد ګوند یو سیاستوال هارون بیلور او د هغه ۴ پلویان شهیدان شوي دي.
په برید کې یو شمېر نور کسان ټپیان شوي او د پاکستان جیو تلوېزیون وایي چې د ۶ ټپیانو حالت نازک دی.
ارواښاد بیلور په پاکستان کې په را روانو انتخاباتو کې په پي کی – ۷۸ حلقه کې د سیالۍ لپاره ولاړ وو.
ویل کیږي، چې چاودنه هغه وخت وشوه چې هارون بیلور سټېج ته ورغی چې خپلو پلویانو ته خبرې وکړي.
د ارواښاد هارون بیلور پلار بشیراحمد بیلور په ۲۰۱۲ کال کې په پېښور کې په یوه بل ځانمرګي برید کې شهید کړای شوی وو.
دا لا معلومه نه ده چې برید چا کړی خو ویل کیږي چې د پښتنو په سیمو کې اکثر بریدونه د پاکستان د پوځ او نظامي استخباراتو د ادارې (آی اېس آی) له خوا د اداره کېدونکو ترهګرو ډلو له خوا ترسره کیږي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ له تېرو څو میاشتو راهیسې د پاکستان د پوځ او استخباراتي ادارو په وړاندې مبارزه کوي او وایي چې د پښتنو په نژدې ټولو وژنو کې یاد دوه بنسټونه او د هغوی انشعابي ډلې او ډلګۍ لاس لري.