لومړی لوست
کله چې په ظاهري شکل د نه بریالیتوب سره مخامخ کیږو
څه ډول کولای شو چې شرایط د ځان په ګټه راوڅرخوو؟
په ژوند کې ځینې داسې پیښې رامنځ ته کیږي چې د هغوی په راتګ او شکل جوړونه کې موږ څه نقش نه لرو . هغه شرکت چې پکې کار کوو ، د خپل پلان له مخې یو ځل دخپلومصارفو په سیاست کې تغییر راولي او مصارف راښکته کوي او په تعقیب یې خپله دنده له لاسه ورکوو، دفامیل یو غړی مو پریږدي، یو د کورنۍ له غړو مو ناروغه کیږي او یا له دوستانو مو یو تن مري، او یا دا چې دولت تصمیم نیسي ،هغه پلان لغوه کړي چې زموږ منافع ورپورې تړلې دي ، نو په دې شرایطو کې احساس کوو چې د اوضاع د ښه والي لپاره هېڅ کار هم زموږ له لاسه پوره ندی، شاید تاسو هم له ورته تجربې سره مخ شوي وای . د هرې هڅې لپاره مو چې فکر کړی ، عملي کړی مودی ، تر څو نوی کارپیداکړی او دخپلې کورنۍ سره مرسته ترسره کړی ؛تاسو باید په دې شرایطو کې د هغه څه مخه ونیسئ، چې په روحي او عاطفي لحاظ تاسو ته صدمه رسوي او یا په بل عبارت تاسوهڅه کوئ تر څو لږ څه ځان خوشبخت احساس کړی او د ټولو هڅو او کوښښونو سره ،سره له ناکامۍ سره مخ کیږئ. هر کله چې خپلو اهدافو ته درسیدو لپاره نوې لارې ازمایو او ددې باوجود هدف نشو تر لاسه کولای ،په اخر کې ددې پر ځای چې خپل تلاش او هڅه بیا له سره ونیسو ، ډار لرو . ولې؟ څرنګه چې موږ ټول په تمام قوت سره هڅه کوو تر څو له درد څخه لیرې واوسو . نو ټو ل حاضر یئ ، هر څه چې

لری له لاسه ور کړئ، څو اامیده نشي. نو له دې مایوس کونکو تجربو څخه نور له هڅو لاس اخلو او هغه باور ته رسیږو چې زموږ هڅې هېڅ پایله نه ورکوي.
کله دې مرحلې ته ورسیږئ چې نور علاقه نه لرئ د بیا ځل لپاره خپل چانس وازمایئ، په حقیقت کې په ( برابره شوي ناچارۍ) کې راګیر شوی یاست . او ورپسې ارام، ارام، په غوښتل شوي او یا نه غوښتل شوي ډول په تاسو کې دا احساس را پیدا کیږي چې ( زه یو بې چاره او ناتوانه انسان ) یم .
اما خوشبختانه باید ووایم چې تاسو سهوه کوئ. تاسو دا ځواک لرئ چې په دې مرحله کې په موثر اقدام لاس پورې کړئ ، یوازې او یوازې که چیرې د خپل تفکر او احساساتو طریقه بدله کړئ. همدا نن ورځ هم کولای شئ چې په ژوند کې اساسي تغییر رامنځ ته کړی په دې شرط چې د هغه بزرګ خبره بیا تقرار کړئ چې وایي:(د زړه تودوخه او شهامت له لاسه نه ورکوم ځکه چې هره ماتي د بریالیتوب په لوري یو ګام دی) ((توماس ادیوسن ))
د ژوند دبدلون په لاره کې لومړی ګام دا دی چې له هر کار وړاندې له دې قید او قفس څخه ځانونه راوباسئ چې نور هېڅ کار مې له لاسه نه کیږي او یا دا چې زه یو ناتوانه انسان یم او هېڅ نشم کولای . اما څه ډول کولای شی دې هدف ته ځانونه ورسوی.
ډېر خلک دا عقیده لري چې په تیرو کې یې د خپل هدف لپاره ډېر تلاش کړی اما هېڅ پایله یې نه ده ورکړي نو په دې اساس د کوم تغییر په رامنځ ته کولو قادر نه دي، خو واقعیت دادی ، چې تاسو ماضي ستاسو راتلونکی نه دی . مهمه نده چې پرون مو څه کړي دی ؛مهمه دا ده چې همداو س څه کوئ ؟. د اهدافو د تر لاسه کولو لپاره پشتکاري او تیزي ډېر ارزښتمند کار دی.ډېر خلک ماته وایي: (( موږد بریالیتوب لپاره په میلیونونو لارې ازمویلي دي ،ولې هېڅ یوه یې هم ښه پایله نه درلوده.)) دې خلکو د خپلې اعادې پر خلاف ممکن څو لارې اویا څو طریقې په کار اچولې وي . ډېر خلک هڅه کوي چې د خپلو اهدافو دترلاسه کولو لپاره، له اتو، نهو او یا لسو لارو استفاده ترسره کړي اما کله چې یوه لاره هم دوی بریالیتوب ته ونه رسوي ، له تلاش څخه لاس اخلي او تسلیمیږي.د بریالیتوب راز په دې کې دی چې په ژوند کې د موجوده شرایطو په ترڅ کې تصمیم ونیسئ،چې کوم شی ستاسو لپاره په لومړیتوب کې قرار لري او ورځ په ورځ پر هغې په مصممه توګه کار ترسره کړئ. حتی که په لومړیو کې مو دا هڅې او تلاشونه د بریالیتوب سره ملګري هم نه وي.
تاسو ته یوه بېلګه وړاندې کوم. ایا تاسو تر اوسه د ((کلنل ساندرس[1]) )نوم اوریدلی دی، ( نوموړی په امریکا کې د چرګانو د زنځیري رستورانتونو موسس دی . ژباړان)
حتماً به مو اوریدلی وي چې کلنل ساندرس په څه ډول وتوانیده تر څو حیرانونکي بریالیتوب ته ورسیږي. ایا هغه یو ځوان او شتمن کس و؟ ایا د هغه کورنۍ یوه شتمنه کورنۍ وه؟ ایا هغه د (هاروډ پوهنتون) په شان د کوم معتبرو پوهنتون څخه فارغ شوی و؟ ایا درسته ده،چې د هغه په توصیف کې ووایم نوموړي په ځوانۍ کې خپل شرکت پرانیست او دې بریالیتوب ته ورسید؟
په ځواب کې باید ووایم چې نه .(( کلنل ساندرس )) په پنځه شپیته کلنۍ کې په دې وتوانیده چې خپل خوبونه رښتیا کړي.څه انګیزه وه چې نوموړي په دې سن ،سال کې لاس په کار شو؟ ساندرس ځان ته سړی و،هغه په خپل ژوند کې د لومړي ځل لپاره د( ۱۰۵ ) ډالرو په مبلغ د اجتماعي تامین چک تر لاسه کړی و ،دې مبلغ پیسو دی ډېر حیران کړ ، هغه ددې پر ځای چې جامعه د خپل راتلونکي مسووله وګڼي او یا کنګرې ته یو ښه لیک ولیکي ؟ له ځانه يې وپوښتل (( زه څه کار کولای شم چې د نورو لپاره ارزښتمن وي او د خلکو د هرکلي سره مخامخ شم ؟ زه خلکو ته د وړاندې کولو لپاره څه لرم ؟)) هغه په دې فکر وکړ چې ایا داسې څه لری چې د نورو د استفادې وړ وګرځي؟لومړی ایډیا یې چې ذهن ته ورغله، هغه د تازه مرغانو(چرګو) د پخولو ایډیا (نظر) و ه، هغه فکر درلود چې خلک به حتماً ددې کار هرکلی وکړي . اما له لږ ځنډ وروسته یې دا فکر په نظر خندا ونکی ورغلو او ځان سره یې وویل چې په دې کار سره خو د کور کرایه او یا اجاره هم نشي پوره کولای ، په دې وخت یې یو بل فکر ورسره یو ځای کړ او هغه دا و چې له دې دستور سره په خوا کې باید له رستورانتونو سره هم خبرې وشي او دوی ته هم د چرګانو د پخولو دا طریقه وروښودل شي. نوموړي د ځان سره فکر وکړ کله چې رستورانتونه په دې ترتیب سره خوندور چرګان وړاندې کړي ، نو د چرګانو خرڅلاو ورسره پورته کیږي ،کله چې د مرغانو د خرڅلاو میزان لوړ شی او ډېر پیرودونکي رستوانتونو ته مراجعه وکړي نو په دې ترتیب سره به د ده عواید هم ورسره لوړ شي او دا کار کولاي شي چې په ژوند کې مې لوی بدلون رامنځ ته کړي .هغه انسانان چې په سرونو کې فوق العاده طرحې او فکرونه لري، لږ نه دي ، ولې ((کنکل ساندرس ) له دې ټولو سره فرق درلود. هغه یو کهنه کار انسان و او یوازې په سر کې یې عالی فکر نه درلود ، بلکې خپل فکر یې د اجرا مرحلې ته هم ورساوه. هغه په رستورانتونو راوګرځید او د ټولو سره یې خپل فکر شریک کړ ا و ویل به یې :(( زه د چرګانو د پخلاو یوه عالي طرحه لرم ، زه باور لرم که تاسو یې راسره عملی کړئ نو نه یوازې تاسو به ډېر عواید ترلاسه کړئ بلکې زما په ژوند کې به هم پوره بدلون درسره راشي. خو اوس د هغه انسانانو شمېر هم لږ نه وو،چې په نوموړي پسې به یې مسخرې جوړولې . او ورته ویل به یې ( زاړه ! ښه غوږونه دې خلاص کړه ، لار دې وهه ،ته وګوره او دا کار دې، دا مسخرایی لباس دې ولې پر تن کړی دی ؟). فکر کوئ ،چې ((کنکل ساندرس)) تسلیم شوی وي؟ هېڅکله نه ! هغه د بریالیتوب طلايي کنجي په لاس کې درلوده چې زه یې د هغه ځانګړي دورني نیرو بولم . دروني نیرو یانې په سختۍ او پشتکار عمل کول . تاسو چې هر ځل یو کار ترسره کوئ، یوه تازه تجربه هم تر لاسه کوی. او داسې یو ه لاره پیداکوي چې د یو بل ځل لپاره ترې په کار کې په ښه او موثره توګه استفاده وکړي . کنکل ساندرس ددې خبرې په واقعي مانا پوهېده او خپله دروني نیرو یې ښه درک کړی وه ، هغه ددې پر ځای چې د منفی ځوابونو په اوریدو سره یې ځان بیللی وای خپله نیرو یې لا پسې متمرکزه کوله تر څو په یو بل رستورانت کې خپله طرحه په ښه او پایله لرونکي شکل وړاندې کړي.
څه فکرکوئ چې ((کنکل ساندرس ))به څو وارې منفي ځواب اوریدولی وي ؟ څو چې د خپلې علاقې وړ ځواب ترلاسه کړي . ۱۰۰۹ واره، هغه پوره دوه کاله په یوه زاړه موټر کې د امریکا مختلفو ښارونو ته سفرونه ترسره کړل، نوموړي په یوازې کالیو او په یو چریکې بړستن کې د خپل موټر شا ته ویده کیده او هر ه ورځ به یې خپله مفکوره یو څه تغییروله او په کلک عزم سره به یې د تحقق په لټه کې و او بالاخره بریالی شو.تاسو په څه موقعیت کې قرارلری، څه فکر کوئ څو نفره حاضر دي چې ۱۰۰۹ ځلې منفې ځواب واوري او بیا هم له خپل تلاش اوکوښښ څخه لاس په سر نشي. هغوی چې پوره دوه کاله یو په بل پسې (نه) اوري او نه تسلمیږي د ګوتو په شمار دي ، له همدې امله ده چې کنکل ساندرس یود هغه کسانو دی. زما په فکر ډېر خلک له شل ځله منفي ځواب اوریدولو وروسته تسلیمږي. په داسې حال کې چې د بریالیتوب راز هم دا دی؛ چې یو څوک سخت کار ترسره کړي او په قاموس کې یې (نه) موجود نه وي.
کله چې د بشریت په تاریخ کې د بریالیو کسانو ژوند مطالعه کوو ، نو هر وخت د دوی تر منځ یوه ځانګړنه شریکه وی او هغه دا چې دوی هېڅکله په موقتي شي نه رضا کیږي او په اسانۍ سره له خپلو اهدافو لاس نه اخلي، هغوي هېڅکله (نه) نه مني او هېڅ شی نشي کولای چې دوی له خپلو سترو اهدافو اوغوښتنو څخه را وګرځوي. ایا پوهیږی چې(( والټ دیسني)) ۳۰۲ ځلې « نه » واوریدل تر چې یو څوک یې پیدا کړل چې دده خوبونو ته د عمل جامه ورواغوندي. ، ایا هغه داسې څوک پیداکړل چې دده خوبونه رښتیا کړي؟ټولو بانکونو، هغه یو لیونی او خیال پلوه باله ؛خو هغه لیونی نه و (( والت دیسني)) یو قاطع او د کلک عزم خاوند و، هغه د خپل فکر په اړه یو انچه هم په شا نشو. نن ورځ په میلیونونو خلک د « دیسني لنډ» او «ورلد دیسني » څخه لیدنه کوي . نړۍ دیسني خوشالي تجربه کړه. نړۍ چې د دیسني په شان د یو سړی قرضداره ده ، هغه سړی چې کلکه اراده یې کړی وه تر څو خپلو خوبونو ته تحقق ورکړي.(والت ديسني او ورلډ دیسني د نړۍ هغه ښایسته وادنۍ دي چې د نړۍ د مختلفو هېوادونو څخه میلیونونو خلک یې لیدو ته ورځي او د ځمکې کرې ته یې ځانګړې ښکلا ورکړې ده ) .هغه وخت چې زه په خپل تنګ اپارتمان کې اوسیدم او مجبور وم چې خپل ظرفونه د حمام په وان ( یو ډول ستر لوحی چې انسانان پکې ځانونه منځي) کې ومنځم،نوهر وخت به مې د دې ډول افرادو د ژوند داستانونه را یادول او له ځان سره به مې ویل چې یوه ورځ دا ټولې سختۍ او ستونزې پای لري او هېڅ ستونزه به دتل لپاره نه وي او نه شي کولای چې زماپه ټول ژوند باندې منفي سیوری وکړي، زه ددې توان لرم چې په هره ستونزه بر لاسی شم ، یوازې که مصمم ، مثبت او صحیح او هدفمند عملکرد ولرم . هر وخت به مې له ځان سره ویل:(( حتی که په اوسني وخت کې ددې احساس وکړم چې وحشتناکه ژوند لرم ، په ژوند کې مې داسې ډېر امکانات او فرصتونه شته دي چې له هغوی څخه په استفادې یو مشکور انسان واوسم. همدې دوو دوستیو ته چې ګورم نو ورسته وایم چې له همدې امله زه کولای شم چې د خپلو پنځه ګونو حواصو څخه پوره استفاده ترسره کړم او یا دا چې کولای شم په ازاده هوا کې تنفس وکړم . هر وخت به مې خپل غوږونه په ګوته وهل چې ټوله قوه مې په هغه څه متمرکزه کړم چې هیله یې لرم ،پر ستونزو د فکر پر ځای باید په حل لارو یې فکر وکړم. ځان ته مې دا نکته بېله کړی وه چې هېڅ ستونزه په داسې یوحالت کې نده چې زما ټول ژوند د خپل تاثیر لاندې راولي، حتی که په څرګنده همداسې ښکاره هم شي.تصمیم مې ونیو چې له دې وروسته به د خپل مالي ستونزو او یا به عاطفي لحاظ چې له کومو ستونزو سره مخ یم خپل ژوند له ماتي سره مخامخ ونه ګڼم ، له ځان سره مې وویل :(( اوس هر څه سم دی او زه نور په یوبحران کې نه یم راګیر )) . په بل عبارت ، کله چې زه خپل اهداف او هیلې تخم وګنم ، په تیرو کې مې کرلي وي او اوس یې په درست او نیکو عملونو سره ابیاري کړم ،کله چې ژمنی خپل ځای سپرلي ته خوشی کړي، بیا به نو په دې قادر شم چې له هغه محصولاتو څخه ګټه ترلاسه کړم چې له کالونو راهيسې بې ثمره ښکاري.
له دې سره په دې فکر کې هم شوم چې دا به هم احمقانه وي چې د ژوند له تېر او یا روان روش څخه دې د ځانګړو نتایج هیله ولرم . زه باید د ژوند لپاره نوې لارې ولټوم او په دې هم پوهیدم که چیرې خپل شهامت له لاسه ورکړم او ناهيلی شم نو بیا ګرانه ده چې مناسبې حل لارې پیدا کړم. تاسو ته زما پیغام یو ساده او اسانه پیغام دی،چې تاسو د زړه له کومې د هغه حقیقت ته غاړه کیږدی : که چیرې په استوار، ریښتيني او په پوره لیوالتیا سره خپلو اهدافو ته د رسیدو تلاس وکړئ او علاوه پرې دې په دې لاره کې انعطاف پذیره واوسي ،نو بالاخره خپل هدف به ترلاسه کړی. په دې شرط چې دا تصور له ذهن څخه وباسئ چې زما لپاره د حل کومه لاره نده پاتې . تاسو باید خپله انرژي هغه کارته ځانګړې کړئ چې همدا نن یې دکولو اراده لرئ ، حتی که دا کار ستاسو هدف ته د رسیدو لپاره یو کوچنی ګام هم وي.
ایا عاقلانه نده چې د (نایک) له هغه دستوور څخه پیروي وکړو چې وایی: ((یوازې د کار په ترسره کولو فکر کوه. پوهیږی ولې ډېر انسانان د کار له سر ته رسولو څخه سر غړوي؟ ځکه هغوی وېره لري چې د دې کار له عهدې به ونه وځي))اما زه په دې اړه یو جالب کشف ته رسیدلی یم هغه جالبه نکته چې ما پیدا کړی دا ده چې ….
: په امریکا کې د زنجیره یې رستورانتونو موسس [1]