پریکړه او بیا هم پریکړه !
موږ ټول پوهیږو چې یو شمېر انسانان شته دي چې په ناز او نعمت کې زیږیدلي او رالوی شوي . دا ډول افراد ، شتمن مور او پلار لري او په ځانګړي چاپیریال کې وده کوي؛ دسالم او قوي بدن له پیرزوینې څخه برخمن وی ؛ هر ډول اړتیاوې یې رفع کیږي او په ژوند کې هېڅ کموالی نه احساسوي. دا په داسې حال کې ده چې موږ ټول دې ټکي ته متوجې یو ،چې دا ډول افراد په راتلونکي کې د چاغښت ،ویرې او اعتیاد له ستونزې سره مخامخ کیږي .ددې افرادو په مقابل کې هغه انسانان دي چې په تنها توګه په شرایطو برلاسي کیږي، یوازې په دې دلیل چې دوی پریکړې کوي ، د ژوند چارې سرته رسوي او په دې ترتیب په یو ستر انساني روح بدلیږي.ددې خلکو د بریالیتوب راز په څه کې دی؟ دوی چې کوم وخت احساس کړي نور ه ورته کومه لاره نه ده پاتې ، نو تصمیم نیسي ، تصمیم نیسي او وروسته بیا تر ټولو غوره لارې ټاکي ،دوی واقعي پریکړې کوي او په دې ترتیب یې ژوند بدلون مومي.خو له یوې ( واقعي پریکړې ) څخه زما منظور څه شی دی؟ د بېلګې په توګه ډېر خلک وایي چې: ((زه باید لږ وزن کم کړم، زه باید ډېر عواید ولرم. زه باید ځان ته ښه کار وګورم. زه باید له الکولي مشروباتو لاس واخلم او …)) اما حقیقت دا دی چې دا خلک کولای شي ټوله ورځ (باید) او (باید ) ووایي ، بې له دې چې دا (بایدونه ) یې په اوسنیو شرایطو کې څه بدلون رامنځ ته کړي . که چیرې په رښتیا په ژوند کې د بدلون اراده لرئ، نو لازمه ده چې جدي تصمیم ونیسئ .په دې مانا چې ستاسو دهدف په وړاندې چې هره خنډ موجود وي له منځه یې یوسئ او هدف تر لاسه کړئ.
کله چې د پریکړو کول دومره اسانه او ساده وي ، نو بیا ولې ډېر کم انسانان په ژوند کې واقعي پریکړې(تصمیمونه ) نیسي ، ځکه ټول نه پوهیږي چې ريښتينی او واقعي تصمیم څه شی دی. دا ډله خلک فکر کوي چې پریکړې او تصمیمونه په واقعیت کې د هیلو فهرست دی :(( زه هیله لرم چې سګرټ څکول خوشي کړم یا د الکولي مشروباتو له څښلو نور ډاډه وکړم»ډېر خلک له اوږدو مودو لپاره هېڅ تصمیم نه لري او اصلاً نه پوهیږي چې پریکړې او تصمیمونه په انسانانو کې څه ښه والی منځ ته راوړي. هغه انسانان چې په ژوند کې په ټولو خنډونو لاس بري کیږي او خپل ژوند ته په اساسي توګه بدلون ورکوي ،هر ه ورځ درې تصمیمونه ډېر قوي او ځواکمن تصمیمونه نیسي.
۱: لومړی: دا چې خپله پاملرنه د څه شي لوري ته معطوف کوي؛
۲: دا هدف د دوی لپاره څومره با اهمیته دی؛
۳: هغوی دې هدف ته د رسیدو لپآره په څرګنده توګه کومې چارې تر سره کولای شي.
یو مثال چې زه یې هر وخت وایم او ډېره مینه ورسره لرم هغه د (ادرابرتس) په نوم د یوانسان داستان دی چې لاسونه او پښې یې په بشپړه په څرخ لرونکې صندلۍ باندې تړلي ول او د حرکت امکان یې نه درلود. هغه څه چې دا انسان یې په یوه خارق العاده انسان بدل کړ دده پریکړه او تصمیم و . هغه خپل عزم ډېر پیاوړی کړی و څو بیرته عادي ژوند پیل کړي. په څرګندو محدویتونو بری ترلاسه کړي،((رابرتس )) په څلورلس کلنۍ کې غاړې څخه لاندې فلج شو او اړ و چې د تنفس لپاره له یوې ځانګړې دستګاه څخه ګټه پورته کړي څو اکسیجن یې ټولو اندامونوته ورسیږي،له دې دستګاه څخه یې ګټه اخیستل په ستر تکلیف زده کړي ول ، له دې اوسپنیزو سږو څخه به یې هره شبه استفاده کوله او ډېر کله ان د مرګ تر پولې ورسید.هغه ددې پر ځای چې ټول فکر د خپل درد او رنځ په لوري متمرکز کړي په دې لټه کې و چې د نورو لپاره به څه وکړي. دبالاخره پنځلس کاله وړاندې یې چې کوم تصمیم نیولی و کار یې وکړ او په هغه شرایطو چې یې درلودل بری وموند. هغه له دې امله چې یو معلول و او نه یې شو کولای د نورو انسانانو په شان عادي ژوند وکړي د تبعیض سره مخامخ و ، احساس یې کاوه چې د نورو معلولینو دژوند دکیفیت لپاره باید ګام پورته کړي .(ادربرتس) په

ټولنه کې عمومي اذهان د معلولینو په لوري جلب کړل.هغه د ټولنې له افرادو څخه یو شمېر تعهدات ترلاسه کړل،د معلولینو لپاره بېلې لارې، پارکونه ، ځانګړې صندلۍ، او ځانګړی چاپیریال او داسې نور. (رابرتس) لومړنی معلول و چې د خپلې لوړې زده کړې یې د (کالیفورنیا) په پوهنتون کې ترسره کړې او بالاخره د کالیفورنیا ایالت د معلولینو دولتي ادارې مسوول وټاکل شو . دی لومړنی معلول دی چې دې موقف ته ورسید.دی سړی خپل عزم لا پیاوړی کړ تر څو یو خارق العاده کار ترسره کړي. هغه په دې وتوانیده چې د نورو معلولینو لپاره ډېر څه ترسره کړي ، ده دا هیله درلوده چې نور معلولینو باید په ټولنه کې ځانونه محروم احساس نه کړي، له همدې امله ده چې نن ورځ په نړۍ کې دمعلولینو لپاره بیل بیل تخنیکونه جوړیږي .
( ادرابرتس) ددې لپاره یو ښه مثال دی چې بری تر ډېره په شرایطو پورې اړه نه لري. بلکې په هغه پریکړو او تصمیمونو پورې اړه لري چې تاسو یې نیسی. نو په دې اساس تاسو هم تصمیم ونیسئ او په ژوند کې یو کار ترسره کړئ ، د ځان لپاره ښکاره هدف وټاکئ.
همدا،اوس تصمیم ونیسئ !
د نویو تصمیمونو نیول د هر پرمختګ لپاره یو پیل دی. تاسو ولې هغه تصمیمونه چې ستاسو د ژوند ښه والی باعث ګرځي په بیا ،بیا شا ته غورځوی؟ ممکن هغه تصمیم چې تاسو یې نسئ دا وې چې( نور به بې ځایه وخت نه تیروی ، خپلو درسونو او مطالعې ته به زیات وخت ورکوئ) او یا دا چې نور به د سهار له خوبه یو څه وختي او په فعاله شکل راپورته کیږئ او شاید ستاسو تصمیم دا وي چې نور د بل چا پر ځای خپل ځان مسوول وګڼی او دخپل ژوند د ښه والي لپاره کار ترسره کړی. ممکن پریکړه وکړی داسې کارونو ته مخه کړی ،چې د نورو لپاره د ډېر ارزښت وړ وي ، او تاسو ډير بریالیتوبونه ترلاسه کړی، شاید دا پریکړه وکړی چې د خپلو عوایدو د ډېر والي لپاره زده کړو او یا نویو اکتسابی مهارتونه یاد کړئ ، چې تاسو او کورنۍ مو د نورو کورنیو تر څنک اغیزمن حضور پیدا کړي.
همدا اوس په همدې لحظه کې تصمیم ونیسئ ،چې په ریښتني مانا تاسو فعالیت او حرکت ته وادار کړي او هڅه وکړئ چې په هر ډول شرایطو کې خپل تصمیم ته د عمل کالي ور واغوندئ . په پيل کې یو کوچنی تصمیم ونیسئ خپل ځان یا یو بل ملګري ته قول ورکړئ چې یو کار په ساده شکل ترسره کړی. ددې پریکړې په ترسره کیدو سره باید ځان ته په اثبات کړئ، چې تاسو د سترو پړیکړو او تصمیمونو د نیولو وړتیا لری. په دې ترتیب د ( تصمیم نیونې عضلات ) لا قوي او ځواکمن کړی.اوس له دې ساده پریکړې وروسته یو بل تصمیم ونیسئ چې تر سره کول یې زیاتو هڅو او کوښښونو ته اړتیا ولري. داسې تصمیم چې تاسو ترغیب کړي او فکري الهام او انګیزه درکړي.دا دوه تصمیمونه په همدې پاڼه کې په هغه برخه کې چې ورته بېله شوي ده یاد داښت کړئ . خپله کورنۍ او دوستانو مو له دې پریکړو خبر کړئ. کله چې ددې دوو پریکړو په ترسره کولو بریالی شئ نو د سرلوړۍ او غرور احساس به وکړئ .
دوه مهم تصمیمونه چې په هر ډول شرایطو کې یې د ترسره کولو اراده لری. عبارت دی له :
۱:
۲:
دا چې تاسو خپل تصمیمونه تر کومې مرحلې په عمل کې ترسره کوی ، تړلي دي له دې سره چې تاسو ….