څلورم  لوست

په زړه کې قوي ایمان ایجاد کړئ او په مرسته یې سمدلاسه په کار شئ!

یوه نیرو  یا ځواک شته دی ،چې زموږ په ټولو پریکړو او تصمیمونو حکمفرما دی. دا ځواک ستاسو په اړه ستاسو احساس او  د ژوند په هره لحظه کې ستاسو افکار تعینوي.؛ د بیلګې په توګه دا چې کوم کارونه ترسره کړو او یا کوم کارونه ترسره نه کړو  او په ژوند کې د رامنځ ته کیدونکو پیښو په اړه څه ډول غبرګون وښایو .دا ځواک هماغه د ایمان ځواک دی .

کله چې په یو شي ایمان لرئ ، په حقیقت کې  په دې وسیله خپلو دماغو  ته فرمان ورکوی . او دوی تاسو ته د حرکت لاره درکوي. حتماً به  تاسو هم په ژوند کې له داسې یو حالت سره مخ شوی وای. د مثال په توګه یو  څوک تاسو ته وايی چې د مالګې ډبی راته  راوړه ؛ تاسو  اشپازخانې ته ځی ، په داسې حال کې چې نه پوهیږی  د مالګې ډبۍ چیرې ایښی دی ، د اشپازخانې ټولې خواوې ګوری،  ډبی نه پیدا کیږي او په اخر کې وایی چې ډبی دلته نه شته . کله چې هغه کس په تاسو پسې راشي نو وار له واره به د لاس په اشاره درته ووایي چې ډبی هغه دی ، په دې وخت کې به تاسو ته معلومه شی چې هغه ستاسو مخکې ایښی و خو نه پوهیدی . ددې ډول پېښو په اړه څه نظر لری؟ مسلماً په هغه ځای کې  د مالګې د ډبي په  اړه  تاسو ایمان نه درلود.

ژباړن ښاغلی روښان
ژباړن ښاغلی روښان

په  هغه څه  چې ایمان راوړی، هماغه ایمان تاسو  د هغه څه په لوری سوق کوي چې په لټون پسې یې یاست . ایمان ان په دې هم قادر دی چې د زړه ضربان تر تاثیر لاندې راولي. هغه افراد چې په( وودوو[1]) عقیده لري، هر کله یې چې د تعویذ مخصوص ډبی دوه ځایه  مات شي نو دوی هم ورسره مري.دا په دې دلیل نه چې په جادو کې کوم تاثیر شته دی؛بلکې په دې دلیل چې دوی ایمان لري په ورته کار سره له منځه ځي ،  د دوی زړه په  جادو ایمان راوړی وي او کله چې مغزو ته خبر ورسیږي نو مغز وار، له واره فرمان صادروي چې دا کار د زړه د دریدو لامل ګرځي.

ستاسو عقیده ، ژوند او طبیعت ستاسو د نږدې دوستانو له چون و چرا پرته تاثیر غورځوي. هغه جملې چې ستاسو د اعتقاداتو ښکاره کونکي دي او هر هغه څه چې تاسو پرې ایمان لری له ډېر قوي ځواک څخه برخمن دي نو په دې اساس باید په ډېر دقت سره بررسي  شي چې په کومو شیانو ایمان لری او په ځانګړي ډول د هغه اعتقادات چې په راتلونکي کې یې د ځان لپاره لري . زه د کالونو په تیریدو سره اوس هم هغه جملې ډېرې ګورم چې پر هغوی اعتقاد او ایمان زما لپاره ډېر ګټور و او دي ، چې یو شمېر  یې دلته په دې کتاب کې راوړم.

«  په ژوند کې ناکامي او ماتېهېڅ وجود نه لري،تر هغه وخته چې له خپلو اشتباګانو څخه درس اخلم ،بریالیتوب زما دی»

« خدای ج زما سره هېڅ دښمني نه لري ؛ هغه یوازې له ما څه غواړي چې صبر او حوصله له لاسه ورنکړم او په پشتکار واوسم.»

«هر کله چې تصمیم او پریکړه وکړم نو کولای شم چې ژوند په اساسي شکل بدل کړم»

دا شعاري جملې هر وخت زما پر تفکر او کړو ، وړو حکم فرما دي او دا امکان راته برابروي  څو ژوند مې همیشه د هغه سترو خنډونو په وړاندې نوې لاره پیداکړي چې زما په وړاندې جوړیږي او په دې ډول له ځان سره ملګري کیږم تر چې هدف تر لاسه کړم.

(دایمان یوه برخه هغه ده چې انسان  هغه څه هم حقیقت ګڼي چې  تر اوسه یې نه دي لیدلي او ددې باور ګټه دا ده ، هغه څه چې تر اوسه انسان ندي لیدلي  په حقیقت اوړی.) ایمان څه شی دی؟ تر ډېره د هغه څه په اړه خبرې کوو چې له هغه روښانه تصویر نه لرو،  ډېر انسانان په هغه شي عقیده لري او  د هغه ډول باور خاندان دي چې  یو واقعیت یې ګڼي ؛ په داسې حال کې چې د اعتقاد  په واقعیت کې د یو  معین شي په اړه د یقین احساس دی. کله چې ویل کیږی ، اعتقاد لر ئ چې یو باهوش او هوښیار انسان یاست. ،یوازې به ووایی: ( زه یقیناً دا احساس لرم چې یو باهوشه او زکي انسان یم )په یقیني توګه د احساس تاسو په دې قادروي څود خپلو دروني سر چشمو نهیوڅه واخلی او له تاسو سره مرسته وکړي ، هوښیارانه رفتار وکړی او وروسته د خوښې وړ نتایج تر لاسه کړی. حقیقتاً موږ ټول د ټولو پوښتنو په ځوابونو پوهیږو او لږ تر لږه کولای شو د نورو انسانانو په مرسته د اړتیا وړ ځوابونه ترلاسه کړو . دا په داسې حال کې چې په  خپلو درونې باورونو پوره ایمان نه لرو او همدا امر ددې لامل کیږي چې بالاخره ونه توانیږو  خپل دورنې ځواکونه    په فعالیت راولو ، کار ترې واخلواو له هغوی استفاده ترسره کړو.

کله چې د عقیدتي جملو ستنو ته ګورو نو په اسانۍ سره کولای شو  د هغوی ماهیت وپیژنو، زموږ مفکوره  اواندونه دعقیدتي جملو پښې او ستنې بلل کیږي. ډېرې ایډیاوې شته دي چې په اړه یې فکرونه کوو پرته له دې چې په هماغه لحظه کې پرې ایمان راوړو.د مثال په توګه : دا نظریه چې تاسو یو مینه ناک انسان یاست ، په نظر کې ونيسئ . اوس د یوې دقیقې لپاره له لوستو تېر شئ او له ځان سره ووایئ:( زه یو مینه ناک انسان یم)دا چې ایا دا یوه عقیدتي(شعاري) جمله ده او که یوازې یوه نظریه ده ؟ د یقین په تله تاسو له دې احساس سره تړلی یاست. که چیرې فکر کوئ  چې  په واقعي مانا یو مینه ناک انسان نه یاست ، په دې مانا دی ،چې تاسو اوس هم په  بشپړه توګه  په دې اړه چې یو مینه ناک انسان یاست یقیني احساس نه لری.

 زموږ نظریې او اډیالونه د عقیدتي (شعاري) جملو په شکل جوړونه کې څه نقش لري؟ زه دا روندد یو ساده تمثیل  په مرسته توصیف کوم؛ په دې ډول چې تاسو خپله مفکوره او اند یو میز  وبولی، چې یوه او یا دوه پایې لري، په دې صورت کې له دې مفکورې یو ښایسته تصویر لرئ( همدا یوه یا دوې پايې د مفکورې د مستحکم کیدو لپاره کافي ګنۍ) خو عقیدتي جملې د هغه میز په شان ګنی چې ډېرشمېر قوي پايې لري .  اما په کوم دلیل د یوې مفکورې استخکام د یوې عقیدتي جملې په پرتله کمزوی ګني ؟   څرنګه چې په رښتیا عقیده لری چې یو مینه ناک انسان یاست څه عوامل ددې لامل شول چې دا ډول باور ولرئ؟ یا داسې نه ده چې ستاسود لومړنۍ مفکورې څخه د هغه حقایقو او واقعیتونو  له خوا چې په دې اړه  ورسره مخامخ شوی یاست ملاتړ کیږي ؟ په  بل عبارت ، ایا تاسو په تېرو کې داسې  انکار نه منونکي تجربې چې ددې خبرې تصدیق وکړي نه درلودې ؟

داتجربې او واقعیتونه هماغه ستنې او پایې دي چې ستاسو مېز( عقیدتي جملې) ځواکمن  او قوي کوي، همدا باور تاسو ته یقین در کوي.

د اطمینان او دا، احساس چې تاسو یو مینه ناک انسان یاست د کومو تجربو  په اساس  لاسته راغلی دی؟ ممکن تاسو ته چا ویلي وي ،چې یو مینه ناک انسان یاست . یا دا چې هر ورځ داسې کارونه ترسره کوی ،چې دنورو انسانانو د خوښۍ وړ ګرځي، هغوي  سره مرسته کوی چې خوشتبخت شي او هیله وربښۍ. شاید د نورو په وړاندې د عشق ، محبت  احساس لری او همدا  دروني احساس تاسو په یوه مینه ناک انسان بدل کړي وی . اما اصلی خبره دا ده:له دې دیدګاه  چې تاسو یو مینه ناک انسان یاست استفاده ونکړئ دا تجربې  هېڅ ارزښت نه لري. کله چې له دې تجربو څخه د خپل نظر او مفکورې د رښتیا والي لپاره استفاده کوئ ، دا احساس په خپله په ځان کې پیداکوئ چې ستاسو مفکوره په مستحکمو او قوي پایو استواره ده ( تاسو یقیني چارې احساس کوئ) او په دې ډول پرې ایمان راوړی ، په دې ترتیب ستاسو مفکوره ځان ته قوي پایې لاسته راوړي او په یوه عقیدتي جمله بدلیږي.

کله چې دې پوه شی ، ایماني جملې د هغه میزونو په شان دي چې  په قوي او محکمو پایو ولاړ دي . نو بیا په دې هم پوهیدی شئ، چې دا عقیدي جملې څنګه منځ ته راتلی شي.او څنګه   تغییر ورکولای شو.په پیل کې په دې  خبره  پوهیدل ډېراهمیت لري ، چې وکولای شي له هر شي د عقیدتي جملو په توګه استفاده ترسره کړي. یوازې یو شرط یې دا دی چې ددې ایمان لپاره پوره پايې ا ایجاد او وساتلی شی.

مسلماً تاسود خپلو یا د نورو له تجربو نشی کولای ووای : ایمان لرم چې ټول انسانان بد دی او هر وخت تاسو ته د فریب په لټه کې دي.ممکن تاسو  همدغسې عقیده ولری او په طبیعي ډول  پوهیږی چې دا سمه خبره ده ، اما  تر اوسه مو په دې اړه پوره تجربه نه ده ترلاسه کړي او ددې اعتقاد درد  یا منلو لپاره قوي دلایل نه لري. د بله اړخه ستاسو تجربې نشي کولای ددې باور لپاره پوره دلیل ولري چې ذاتاً  ټول انسانان ښه موجودات دي . په دې  که چیرې تاسو له انسانانو سره مینه لری او هروخت ورسره مرسته کوئ نو په دې صورت کې دوی هم له تاسو سره یاري  کوی.

مهمه پوښتنه چې دلته راوړاندې کیږي دا ده ،چې  له  دې دوو عقیدتي جملو څخه کومه یوه سمه ده؟  هغه جمله چې تاسو یې د ټاکلو لپاره تصمیم نیسئ. تاسو کولای شئ ،چې یوه وټاکئ . نو په دې اساس د انتخاب کیلي یوه معما ده. دا تاسو یاست چې کومه یوه انتخابوی . له دې دوو جملو کومه یوه جمله تاسو ته ځواک درکوي او کومه یوه تاسو کمزوري کوي.

په دې اساس مهمه دا ده چې تاسو جملې دعقیدتي جملوپه توګه وټاکی ،چې هیله بښونکي او انرژي ورکونکي وي او پر تاسو په مثبته توګه تاثیر وغورځوي.

اوس په دې موضوع فکر وکړئ چې  له لاندې دریو جملو څخه کومه یوه یې د عقیدتي جملې په توګه انتخابوی.

۱: دا چې تاسو په یوه تعرفي جلسه کې د ګډون لپاره په کافی اندازه پر نفس له اعتماد څخه برخمن یاست؛

۲:دا چې تاسو د یوې تاوان رسونکې اړیکې د پای ته  رسولو لپاره پوره قدرت لرئ؛

۳: دا چې تاسو د یوې ښکلي او باسعادته اړیکې  د پیل لپاره په کافي اندازه له عشق څخه برخمن یاست .

 زه باید ایمان ولرم چې…

ځینې خلک ما ته تعریف کوي چې یو وخت یې په یو شي ایمان درلود ،چې ځواک یې  هېڅ وخت د هغه په ګټه کار ترسره نه کړ ،دوی چې په دې هم مطمین او ډاډه نه ول چې ایمان له دوی لپاره ډېر ګټور نه دی نو کولا ی یې  شول چې یو څه وخت یې صبر کړي وی. او پایله یې ورکړی وی. ددې ډول خلکو لپاره هغه  پخوانی هندي حکایت ډېر ښه درس دی. دا  داستان د یو هندي کرونده ګار دی ،چې د ځمکې د شودیاره کولو او وهلو لپاره یې یوازې یو اس درلود ،کله چې دده یو اس هم ومړ ،نو ټولو ګاونډیانو یې په حال تاسف وکړ. ددوی په عقیده دا یوه(وحشتناکه) پیښه وه؛ خو کارونده ګار په دې عقیده و چې ددې پېښې ترشا شاید یو حکمت وجود ولري! یوه ورځ وروسته بزګر له دوو اسونو سره کلي ته راغی ، ګاونډیانو یې وویل ( څومره عالي ده ،هغه اوس دوه اسونه لري) خو بزګر بیا هم عقیده درلوده چې  له دې کار وروسته به یو بل حکمت موجود وي کله چې د بزګر زوی هڅه کوله چې اسانو ته روزنه ورکړي او سوارۍ ته یې اماده کړي ،نو د هغه یوه پښه  ماته شوه، ګاونډیانو وویل:( څه وحشتناکه پیښه !) خو بزګر سړي عقیده درلوده چې شاید ددې پیښې تر شا یو حکمت موجود وي !

یوه ورځ وروسته د کلي ټول ځوانان د عسکرۍ خدمت ته بوتلل شول، څرنګه چې د کارونده ګر زوی یوه پښه ماته وه او د سلاح  د وړلو وړ نه و نو اجازه ورکړل شوه چې پاتې شي. د کلي خلکو وویل څه عجیب چانس . له دې کار وروسته بیا هم بزګر وویل چې ددې کار تر شا به یو حکمت پروت وی ، داستان په همدې شکل دوام  وموند،لکه: یو ژوند .

هرکله چې تاسو په یو شي باور لري او دا باور تر اوسه موثر واقع شوی نه وي  ، په ډېر احتمال چې تاسو د هغه په اړه نسجیده او عاجلانه قضاوت کوی،ممکن هغه شیان چې ستاسو په نظر په څرګنده سخت او ستونزمن دي ،په حقیقت کې سخت نه وي . ممکن دا سختۍ موقتي او لنډ مهاله وي.



۱: وودوو هغه پټ مذهبی مراسم دي چې مافوق طبیعي نیرو  او جادو څخه ګټه اخیستنه ده ،د پیدایښت ځای کې لویدیځه افریقا او هایتی ده . دا مراسم د مخلتفو فلسفي مکاتبو اوادیاتو څخه رامنځ ته شي .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *