پنځم لوست

هر هغه څه چې انسان یې لټوي  ترلاسه کولای یې شي .

ډېر انسانان هیله لري چې د خپل ځان په اړه متفاوت احساس ولري؛ اما نه پوهیږي چې څنګه دې احساساتو ته تغییر ورکړي، د احساساتو د بدلون تر ټولو غوره لاره داده چې خپله پاملرنه یوې بلې موضوع ته واړوو او پر هغې تمرکز وکړو،که په دې حالت کې هم خپل ځان په ناوړه او ناخوش ایند حالت کې احساسوی، نو په دې حالت کې پاتې کیدل  په ساده توګه امکان پذیره ده . په دې ډول نه ده ؟   ددې کار لپاره یوازې یوه ډيره دردناکه پیښه یاد ته راوړئ او پرې ښه تمرکز وکړئ. په دې صورت کې کولای شئ، چې خپل بداحساس یو څه راکم کړی او بیرته هغه حالت ته وروګرځی چې له بد احساس څخه وړاندې مو درلود. ایا اماده یاست یو بد او خسته فلم چې یو ځل مو په سینما او یا بل چیرې لیدلی وي ، د دویم ځل لپار ه یې وګورئ؟ ستاسو ځوا ب به خامخا منفي وي.پس ایا دا عجیبه او حیرانونکي نه ده چې وغواړی خپل  تریخ وخت او بدې پېښې دهغه بد فلم په شان دخپلو سترګو په وړاندې بیا راوړی ؟ دا علمي ازمایښت ددې ښکارندوی دی،چې د ناخوشایندواحساساتو تولید او په نامطلوبو او نامطبوع شرایطو کې پاتې کیدل په سادګۍ سره پای مني او ددې خبرې اهمیت په دې کې دی چې هر وخت باید هغه څه چې غواړو یې پرې زیات تمرکز ولرو او په اګاهانه شکل یې انتخاب کړو.

حتی که چیرې همدااوس د ژوند په سختواو ناوړه شرایطو کې راګیر وی دا نکته ډېر پر اهمیت ده چې خپله پاملرنه هغه چاروته ورزیاته کړی چې کولای شي ستاسو په ژوند مطلوب تاثیرات وغورځوي او په مرسته یې د خپل ځان کنترول په لاس کې واخلی.

که چیرې همدا، اوس  په ټوله مانا اراده لری چې په ښو شرایطو او موقعیت کې ځان احساس کړی ، کولای شئ دا کار په اسانۍ سره ترسره کړی ،ددې کار لپاره یوازې دا ضروري ده چې  په هغه کارونو تمرکز وکړی چې تاسو ته خوښي دربښي. د مثال په توګه ، په هغه پیرزوینو فکر وکړئ چې اوس ورڅخه برخمن یاست او کولای شئ پرې شکر ادا کړئ. او یا د هغه ښکلیو خوبونو رایادول چې په تیرو کې مو  په واقعیت بدل شوی دي او تاسو ته یې خوښي در کړې وي،په دې صورت کې هم کیدای شي چې د خوشالۍ احساس مو رابیدار شي. دا کار کولا ی شي  تاسوته دا توان درکړي څو خپل راتلونکی په خپل لاس کې واخلی .

 یو ساده مثال تاسو ته وړاندې کوم. داسې فرض کړی، چې یوې میلمستیا ته روان یاست  او یوه ویدیو یي کمره هم له ځانه سره وړی او هلته فلمبرداري ترسره کوی، لومړی خپله کمره د سالون چپ لوري ته  چیرې چې دوه تنه په خپلو کې بې وقفه مشاجره کوي او یو اوبل ته بد وایی، تاسو هم خپله ټوله پاملرنه ورته جلب کوئ او ګوری چې  دوی یو بل ته نور څه وایي، په څو شیبو کې تاسو هم نارحته کیږئ او د دوی بد حالت په تاسو هم تاثیر کوي، او له ځان سره وایئ چې څومره بدې میلمستیا ته دعوت شوي یاست.

که چیرې په همدې میلمستیا کې د سالون ښي لورې ته خپله پاملرنه واوړی چیرې چې یوه ډله په خپلو کې سره خاندي،شوخي کوي ، د عوا او مشاجرې پر ځای له ټوکو ټکالو خوند اخلي، تاسو به څه احساس وکړی؟ کله چې له میلمستیا وروسته له تاسو پوښتنه وشي « میملستیا څنګه وه ؟» تاسو حتماً ځواب ورکوی ((فوق العاده وه))

له دې مثال څخه  درس اخیستل دا دی ،چې د مخلتفو کارونو په اړه پراخ طیف موجود دی چې کولای شو خپله پاملرنه ورته معطوف کړو. اما تر ډېر ه زموږ پام  نامطلوب او ناخوش ایند لوري ته متمرکز وي چې  موږ پرې هېڅ کنترول نه لرو.

خپل پام ښه لوري ته هدایت کړئ

اوس تاسو د تمرکز  په اهمیت پوه شوی.

زه په اطمینان سره وایم چې دنړۍ په اړه ستاسو لیدلوری ، ستاسو په کړو، وړو او د رفتار په شکل  او همدارنګه په هغه تصویر  چې له ځانه یې لرئ ټول په دې پورې تړلي دي چې په کومو شیانو باندې زیات تمرکز کوئ .په هغه څیزونو تمرکز چې ښایسته دي کولای شي ستاسو ژوند مرحله په مرحله په مطلوب لوري تغییر کړي.یوه له هغه لوبو چې ډېره مینه ورسره لرم د مسابقه یي موټرو ځغاسته ده . هېڅکله به مې هغه مهم درس له یاده ونه وځی چې د ددې موټر د ځغاستې د تمرین په وخت کې مې زده کړی دی. لارښود استاد مې وویل :(( مهمه نکته چې د موټر په ځغاسته کې ورته پاملرنه وکړم او پوره اماده ګي ورته ولرم دا دی چې د مسابقې په میدان کې د موټر په لویدو ، چپه کیدو  یا له اصلي مسیر څخه له وتلو سره بیا هم کولای موټر کنترول په لاس کې واخلم .))  دا مثال د ژوند لپاره هم ښه مثال دی ، په دې ډول نه ده؟ د ژوند په سیالۍ کې داسې موقعې راځي چې د لوېدو او له اصلی مسیر څخه انحراف کوو او دې باور ته رسیږو چې نور د خپل ژوند کنترول له لاسه ورکوو). مربي د خپلو توضیحاتوپه  دوام کې په ورته شرایطو کې  د موټرد کنترول لپاره کلیدي نکتې په دې ډول بیان کړې:

(د حل لاره اسانه ده ، ډېر انسانان د سختو شرایطو سره د مخامخ کیدو په وخت کې خپله ټوله پاملرنه هغه څه ته ورکوي چې ورڅخه ویره لري یانې دیوال . په داسې حال کې چې ستا ټول پام باید هغه لارې ته وي چې غواړې پرې حرکت وکړې. ) ډېر کله به مو اوریدلي  یا لیدلي وي ،هغه کسان چې د سیالۍ دا کوچنی موټر ځغلوي نوپه جادو کې د تاویدوپه وخت ناڅاپه  د موټر کنترول له لاسه ورکوي،په داسې حال کې چې په دې جاده کې یوازې یو جمپ موجود وي ، دوی دقیقا دهمدې جمپ سره په شدد تصادم کوي ، دلیل یې دا دی : چې دوی خپل ټول پام هغه څه ته متوجې کړی وي، چې نه غواړي ورسره تصادم وکړي، همدا ،امر ددې باعث کیږي چې له هغه څه سره ټکر وکړي، چې دوی ورڅخه ځانونه ژغوړي. تاسو هر وخت هغه لوري ته حرکت کوئ چې زیاته پاملرنه ورته لری.

یوه ورځ مربي راته وویل :(( موږ اوس  یو ځانګړي لړځنده موتر ته  ورپورته کیږو . زه د موټر دننه یوه دانه رایانه لرم کله چې د هغه توکمې ته فشار ورکړم د موټر یو څرخ  له ځمکې پورته کیږي او په خوییدو پیل کوي او له مسیر څخه د باندې وځي. هر کله چې له مسیر څخه په وتلو یې پیل وکړ نو دیوال ته مه ګوره هغه ځای ته ګوره چې غواړې پرې لاړ شې. »ما وویل:ډېر ښه پوه شوم.کله چې د لومړي ځل لپاره موټر ته ورپورته شوو په ډېر سرعت او لوړ غږ سره موټر حرکت پیل کړ، مربي دکمه (بټن )  ته فشار ورکړ اود ماشین کنترول زما له لاسه ووت او په وحشتاکه  طرز یې په خوییدو پیل وکړ . څه فکر کوئ چې پدې وخت کې مې کومې خوا ته کتل؟ دقیقا ً د د یوال په لوري. هغه ډار چې په دې شیبو کې مې درلود د تصور څخه لوړ دی ، ولې فکر مې کاوه چې له دیوال سره په شدد برخورد کوو،خو په عین حال کې مجبور وم هغه مسیر ته وګورم چې مربي راته  ویل اوان زما سر یې هغه لوري ته اړوو.هېڅ کار مې نور نه شو کولای ، پرته له دې چې د ماشین فرمان هغه لوري ته راتاو کړم. په  وروستیو دقیقو کې بریالی شوم چې له مقابل دیوال څخه تیر شم.

کله چې د دوهم  ځل لپاره د دیوال په لوري  لاړم نو مربي بیا فریاد پیل کړ چې باید د خپل جهت په لوري وګورم.په درېم ځل مې خپل سر په خپله تاو کړ ، اطمینان مې درلود چې دا کار به ګټور وي،په واقعیت کې همداسې و. اوس هر وخت چې موټر مې له خوییدو سره مخ شي سر مې هغه لوري ته تاووم چیرې چې د موټر تاویدل غواړم.   فرمان ، د حرکت مسیر ته تغییر ورکوي، ایادا کار کولای شي ددې تضمین راکړي چې زه به هر وخت له تصادم او ټکر څخه خوندي وم .نه !  خو داکار تر ډيره  له تصادم څخه د بچ کیدو چانس لوړوي.

مهمه خبره چې له دې مثال څخه یې  زده کوم دا ده :کله چې  خپل پام منحرف کړو د حرکت لوري نه عوض کیږي او ښه خبره دا ده  چې په هغه لوري زیاته توجه وکړو چیرې چې حرکت کوو.  ایا په ژوند کې  هم په همدې شکل نه وي؟  همداسې وی ! زموږ دنده دا ده چې هر وخت په پام سره مخ په وړاندې لاړ شو.

اوس د تمرکز داهمیت په اړه ستاسو نظر څه دی؟ هر وخت باید دې موضوع ته  متوجې واوسو، چې هر کله دستونزو او مشکلاتو  سره مخامخ کیږو ، ددې پر ځای چې وډار شو ،ځان وبایلو ،باید په حل لارو یې تمرکز وکړو، څو ښو شرایطو ته لاس رسۍ پیدا کړو. د تمرکز منحرف کول ، د شخص باورونو او پریکړو ته تغییر ورکوي. ایاداتغییرات یوه بېلګه ممکن کیدای شی؟ طبیعاً ستاسو ځواب منفي دی . دا یو داسې مثال دی که تاسو وغواړئ ،چې ستاسو په بدن کې نوي عضلات رشد او وده وکړي ستاسو د بدن عضلات په ناببره شکل د کارتوني په شکل وده نه کوي، او مرحله په مرحله بدلیږي .خو دا خبره تضمین کوم، هر کله چې خپله توجه یو څه هم تغییر کړی ، په دې کار سره  په  ژوندکې ډېرتغییرات رامنځ ته کولای شی.

اوس  غواړم داسې یو موضوع  تاسو ته معرفي کړم چې ستاسو لپاره  ډېره ګټوره تمامه شي. له دې روش سره یاري ستاسو پام، قدم په قدم نوي مسیر ته راګرځي زه له هغه وخته چې تصمیم مې نیولای ، روزنه خپلو خوبونو ته د عمل جامې وراغوندم له دې وسیلې مې ګټه پورته کړې …

شپږم لوست

پوښتنې هماغه ځوابونه دي!

( ځوابونه د پوښتنو په نهاد کې پټ دي)

د پوښتنو په مطرح کولو سره کولای شئ،  په ښه ډول ، خپل پام د هغه مسیر په لوري هدایت کړی چې په کوم لوري غواړی لاړ شئ. ایا پوهیږئ چې د سمو او پرځای پوښتنو په مطرح کولو سره خپل ژوندته نجات ورکولای شی.؟ همدې سمو پوښتنو د لخ استانيسلاوسکي[1] ژوند ته نجات ورکړ. یوه شپه د نازي لښکرې په زور دده کور ته ننوتې ، دی او کورنۍ یې په تهدیدامیزه شکل دمرګ پوځي اډې ته چې په کراکائو[2] کې  یې موقیعت درلود انتقال کړل. په دې جریان کې یې کورنۍ دده په وړاندې ووژل شوه.

هغه ناتوانه ، غمجن، په ویر او ماتم کې په نیمه ګیډه په ډېر زحمت او رنځ سره له لمر ختو تر لمر پریوتو پورې په دې  پوځي اډه کې د نورو زندانیانو سره په  څنک کې  بې مزده  سخت کار ترسره کاوه، نه پوهیږم چې یو  انسان څنګه کولای شي داسې یو دردناک او له غذابه ډک حالت تحمل کړي او د  درد او زحمت باوجود په ستونزو بری پیداکړي .

په هر حال هغه وتوانیده چې بریالی شي څو خپل رنځونه تحمل کړي او په دوی لاس بری شي. یوه ورځ هغه یو وحشتناکه حالت ولید او پوه شو،که چیرې  یوه بله ورځ هم په دې  اډه کې پاتې شي نو حتماً وژل کیږي. هغه مجبور و چې له پوځي اډې وتښتي، له ځان سره وویریده چې له دې ځایه فرار ناشونی دی ،خو بیا یې هم د فرار په لارو چارو فکر کاوه.

دهغه ټول پام دې پوښتنې ته و (چې څنګه  به وکولای شم له دې دهشتناک ځای څخه د وتلو لاره پیداکړم؟) او په هر ځل به له دې ځواب سره مخ کیده ( دا احمقانه افکار نور لېرې کړه له دې ځای څخه د وتلو لاره نه !شته !  ددې پوښتنې په مطرح کولو سره یوازې بې دلیله ځان ته عذاب ورکوې. ) خو هغه دا ځواب نه مانه او له ځانه به یې پوښتل(( څنګه کولای شم چې موفق شم ؟ څنګه له دې ځایه د وتلو لاره پیداکړم او باید یوه لاره وجود ولري.))

بالاخره( لخ ) یوورځ ځواب پیداکړ. یوازې څو متره لېرې له هغه ځایه چې ده پکې  کار کاوه ، دغوښې بد بوی  ورته راغی.  دا بوی د هغه سړیو ،  ښځو او ماشومانو د ټوټه ټوټه شویو اجسادو څخه راته ،چې  په ډلییزه توګه وژل شوي ول اوپه یوه لوی موټر کې ددې لپاره اچول شوي ول چې د اډې څخه د باندې یې په ډلییزه توګه خښ کړي. ( لخ ) ددې پر ځای چې فکر وکړي ( لوی خدای ج به څنګه ددې لوی جنایت ناظر وي اوولې یې د پیښیدو یې مانع شوی نه دی؟) له ځانه وپوښتل چې له دې موقعیت څخه به د فرار لپاره څنګه استفاده ترسره کړي. ؟ پدې وخت کې چې لمر په پریوتو و، له دې لږ مخکې چې زندانیان خپلو قفسونوته راوبلل شي، (لخ ) له یوه استثنایي حالت څخه ګټه پورته کړه ، کالي یې له ځانه لېرې کړ او موټر ته یې ورټوپ کړل ،د مړو لاندې یې ځان ته ځای برابر کړ او په اوږدو پکې وغځېد. دی په داسې شرایطو کې چې د مړو د جسدونو بد بوی او زیات وزن یې تحمل کاوه ،ځان یې په مړدوني واچاوه او صبر یې وکړ،له لږ ځنډ وروسته د موټرد حرکت اواز ویې اوریده، موټرد باندې ووت او هغه ځای ته لاړه چې له وړاندې پکې یوه لویه کنده کیندل شوی وه ،موټروان دمړو په جسدونو پسې موټر ناچل کړ او په خپله مخه لاړ.لخ لږ صبر وکړ ،کله یې چې  په دې نږدې کې هېڅ اواز ونه وریده نو په لوڅ بدن یې د خپلې ازادۍ لپاره څلویښت کیلو متره منډه وکړه، بالاخره ځان یې ازادکړ.څه عامل ددې باعث شو چې (استانیلاوسکي لخ ) برخلیک د هغه میلیونونو انسانانو له برخلیک یې بیل کړ چې په دې پوځي اډه  کې یې ځانونه له لاسه ورکړي وو؟  حتماً په دې کې به زیات علتونه او عوامل موجود وي ولې یو لوی علت یې دا و چې ده له ځانه یوه پوښتنه مطرح کړي وه او دا پوښتنه به یې په بیا ،بیا له ځانه کوله  او په قاطعانه توګه یې د ځواب په لټه کې و.يوه مناسبه پوښتنه !دایماًد ټولې ورځې په جریان کې له ځان سره سوالونه مطرح کوم .  زموږ پوښتنې مشخص کوي چې په کومو شیانو متمرکزه شوي یو ، څه ډول فکر کوواو څه احساس کوو؟ دا چې زه بریالی شوم څو خپل ژوندپه اساسي توګه بدل کړم یوه لویه برخه یې   په سمو پوښتنو پورې اړه لري چې ما د ځان لپاره مطرح کړې وې.په دې کار سره مې له ځانه، نه پوښتل(( ولې زما ژوند زما سره دومره ناځوان مردانه برخورد کوي؟)) او یا ((ولې هر وخت زما طرحې له ماتي سره مخ کیږي؟)) په بدل کې یې  ما له ځانه داسې سوالونه کول چې ګټور او سازنده ځوابونه به یې راکول.

((که وغواړی  څو تاسو ته درکړل شي. ویې لټوئ،  څو ویې مومئ او دروازه ووهئ څو تاسو ته خلاصه شي))

مټي ۷،۷

په پیل کې به په هغه پوښتنو فکر کاوه چې په مرسته به مې کولای شول  له ستونزو لپاره حل لاره پیداکړم . دې ډول پوښتنو هر وخت د ستونزو پرمهال زما سره یاري کړې ده او د ستونزو حل لارې یې راته پیداکړې دي.

۱: د ژوند په دې شیبو کې ما له کومو کارونو څه زده کړي دي او له کومو شیانو مې خوند اخیستی دی؟. او په دقیقه توګه له کومو شیانو یې خوند اخلم؟ په مرسته یې له ځانه د څه احساس کوم؟

۲: د ژوند په دې لحظه کې باید کوم کارونه ترسره کړم او دکومو شیانو د لاسته راوړلو لپاره هڅه پیل کړم؟ په رښتیا د کومو شیانو لپاره هڅې پیل کړم او په مرسته به یې له ځانه څه احساس وکړم؟

۳: دکومو کسانو سره مینه لرم ؟ کوم کسان زما سره مینه لري . دا مینه دقیقا ً څه ډول ظاهره کیږي او په مرسته  یې له ځانه څه احساس کولای شم؟

هغه ځواکمنې پوښتنې چې د شپې مطرح کیږي:

۱: نن ورځ مې کوم شیان لاسته راوړل؟ نورو ته مې کوم شیان ورکړل؟ او څنګه؟

۲: نن ورځ مې کوم شیان زده کړل؟

۳: نن ورځ مې د ژوند کیفیت په اړه کوم کارونه ترسره کړل؟ او څنګه  کولای شم چې د نن ورځې له لاسته راوړنو یوې اوږدمهاله  پانګې په توګه ګټه پورته کړم.؟

دا پوښتنې هر وخت  زما د ژوند لپاره حقیقي ژغورنکې پاتې شوي. داډول پوښتې  کولای شي له تاسو سره مرسته وکړي څو یو نوي مسیر ته راوګرځی او ددې لپاره چې کولای شی خپل ژوند ته بدلون ورکړئ پوره مرسته درسره کولای شي.

د مناسبو او سمو پوښتنو طرحه کولو په خپله یوه پیرزوینه ده

کله چې  دیو ځل لپاره ځواک ورکونکي پوښتنو ،یانې هغه پوښتنو چې تاسو ته جراات او انګیزه درکوي او د خپل هدف ترلاسه  کولو ته مو تشویق کوي دطرحه کولو  طریقه زده کړئ ،له دې وروسته به په دې هم وتوانیږی ،چې له ځان او نورو سره اغیزمنې مرستې ترسره کړی.

یوه ورځ په نیویارک کې د خپل یوه دوست سره ناشتا(سهارنۍ) د خوراک په حال کې وم. هغه یو ممتاز حقوقي مشاور و،چې  له زیات اجتماعي  او مسلکي اعتبار څخه برخمن و  او زه  یې له دې امله چې په خپل مسلک  کې ډير بریالی و ستایم . هغه راته  وویل چې په دې ورځو  کې یوه نابودونکي  ضربه تجربه کړيده؛ولې چې همکار او شریک یې د پیردونکو له شریک څخه بیل شوي دي او ډېر درنه مالي پورونه یې پر ځای پرایښي دي او ،اوس له راتلونکي ښه تصویر نه لري او نه پوهیږ ي چې  له دې ستونزو سره په یوازې تن څنګه مخ ته لاړ شي، له ستونزو سره د مبازرې لپاره د ده له کړو وړو ښکاریده چې دده ذهن په کومو چارو متمرکز و. په هر ډول شرایطو کې کولای شو  په هغه څیزونو تمرکز وکړو چې په مرسته یې د ځان  او شرایطو په اړه بهتر احساس ولرواو ددې برعکس موضوعاتو باندې تمرکز ددې لامل کیږي چې تاسو د ځان او شرایطو په اړه تر دې هم بد احساس وکړئ .ستونزه دلته وه چې هغه خپل ذهن  کاملاً په ناسمو او غلطو پوښتنو مصرف کړی و. مثلاً: له ځانه یې پوښتل(( همکار مې څنګه وتوانیده چې زه  یې په داسې یو حالت کې پریښودم؟ ))،((ایا هغه ته مهم نه ول چې زه په کومو شرایطو کې راګیر یم((،((ایا هغه نه پوهیده چې ما به په دې کارسره نابودکړي ؟))،(( ایا هغه نه پوهیده چې زه دده له همکارۍ پرته نشم کولای داستونزې حل کړم؟ ))او (( که چیرې زما موکلین پوه شي چې زه په یوازې سر د دفتر د وکالت چارې ترسره کړم ، د دوی غبرګون به څه وي؟)). دده ټولې پوښتنې په دې نکتې راټولې وې چې زما شتمني نابود شوي.

د دوست سره د مرستې لپاره ډېرې لارې موجودې وې  څو له ناوړه شرایطو څخه پرې راووځي. خو تصمیم مې ونیوه چې له ده څخه څو پوښتنې مطرح کړم: لومړۍ  هغه نیرو ورکونکو پوښتنوته  لاړم چې باید د سهار پرمهال مطرح شي او وروسته هغه پوښتنوته ورته لاړم چې کولای یې شول له ده سره د ستونزو په حل کولو کې ګټورې تمامې شي.  له هغه مې وپوښتل:(( څه شی تا خوشبخت کوي؟  په دې بحراني  وخت کې ممکن دا پوښتنه ستا په نظر احمقانه ، خندوونکې او خوش باورانه  ښکاره شي .اما زه په  رښتیا غواړم کوم شی ددې باعث کیږي چې د خوشبختۍ احساس وکړې؟»دده لومړی ځواب دا و « هېڅ شی هم نه ! » که چیرې وغواړې  خوشبخت شې، څه شی به ددې لامل شي چې څو ته په دې لحظه کې د خوشالۍ احساس وکړې؟» یوه شیبه یې فکر وکړ او وروسته یې وویل :« مېرمن مې، په خوشبختۍ کې ډېر نقش لري،موږ ډېر ښه یو او بل درک کوو او  ډېره سره نږدې یو.» نو له ده مې وپوښتل:(( کله چې په دې موضوع فکر کوې چې ته او میرمن دې څومره  سره نږدې یاست څه احساس پیداکوې؟)) خندا یې غمجنه څیره یو څه ورټوله کړه او ویې ویل ((په ژوند کې یوه ډېر لوړه او خارق العاده پیرزوینه ده چې ما ته رابښل شوي ده ))هغه ته مې وویل (( د ستا مېرمن یوه استثنایي ښځه ده ، په دې ډول نده ؟ )) په دې سوال سره دده ذهن لږ ،لږ  په هغه احساساتو متمرکز شو چې د خپلې مېرمنې په وړاندې یې درلود او لږ وروسته یې حالت نور هم ښه شو.

اوس نو په تدریج سره په دې وتوانیدم چې ددې فکري مسیر یو څه تغییر کړم . خو باید ووایم چې  په دې کارسره مې مرسته ور کړه څو دی په احساسي لحظ سره په یو څه ښه شرایطو کې قرار ونیسي  تر  چې په بهتر  روحي او جسمي وضعیت کې له ستونزو او سختیو سره مبازره وکړي .

د پوښتنو په دوام کې مې ورنه وپوښتل : (( بل څه  ددې باعث کیږي چې  څو ځان خوشبخت احساس کړې؟»هغه په خبرو پیل وکړ او تازه یې د یو لیکوال سر ه مرسته کړې وه چې د خپل کتاب لومړی قرارداد پای ته ورسوي،او په تعقیب یې چې دی نور څومره کولای شي د خوشبختۍ احساس وکړي. ورڅخه مې وپوښتل«په دې کار سره دې دقیقاً څومره د سر لوړۍ احساس وکړ؟»کله چې ده ددې احساس د څومره والي په اړه فکر کاوه ، ورو ورو یې حال او هوا بدله شوه. وروسته مې وپوښتل : ((نور له کومو کارونو د غرور احساس کوې؟)) واقعاً چې په بچیانو مې ویاړ کوم.؛ولې چې دوی د نورو د ژوند په وړاندې بې تفاوته نه دي .هغوی بامسوولیته عمل کوي او ډېر ښه ژوند پر مخ وړي. دوی به په راتلونکي کې  فوق العاده سړي او ښځې وي  او زه له ځانه سره د خوښۍ احساس کوم چې دوی زما بچیان دي.دوی به زما وارثان وي او د هغه څه خاوندان چې له ما وروسته دوی ته پاتې کیږي.))

له هغه مې وپوښتل: (( دا چې کولای شې نړۍ ته داسې باارزښته اومثبت انسانان ډالۍ کړې نو څه احساس کوې؟)) ددې پوښتنې په اوریدو ،سړی چې څو شېبې مخکې په دې باور و چې راتلونکی نور هېڅ مفهوم نه لري ، حال یې ډېر بدل شو او په راتلونکي یې خبرې پیل کړې. بله پوښتنه مې له هغه دا وه(( له کومو پیرزوینو شکر ادا کوې؟)) ځواب یې راکړ((زه واقعاً له خدای (ج) څخه شکرګذاریم ، په هغه سخت دوران کې چې  مسلکي فعالیت مې پیل کړی و د یو ځوان او پلټونکي وکیل په توګه په رسمیت وپیژندل شوم، له ډېرې ټیټې درجې مې د بریالیتوب مرحلې طۍ کړې او اوس کولای شم (امریکایي خوبونو) ته تحقق ورکړم. په دې وخت کې مې له هغه وپوښتل(( په دې شیبو کې فکر کوې چې کوم شی تاته  انګیزه درکوي او تاتشویق کوي دې ؟))  هغه ځواب راکړ((که چیرې حقیقت غواړې زه اوس یو فرصت  په مخکې وینم چې د هغه څخه په استفادې کولا ی شم خپل ژوند ته یو څه ښه تغییر ورکړم.

په دې ترتیب وروسته له دې چې دی بریالی شو څو خپل روحي شرایط  یو څه بدل کړي ، یوه نوې طرحه یې ذهن ته راغله او د هغه موقعیت په لوري یې پام شو چې تر اوسه یې پری فکرشوی نه و . د هغه مې وپوښتل: (( څوک درته ګران دي او چاته تاسو ګران یاست؟ )) هغه په ځواب کې د خپلې کورنۍ وویل چې څومره یو او بل ته نږدې دي.

بالاخره سخته پوښتنه مې مطرح کړه او هغه دا وه : (( دا چې همکارن دې در څخه بېل شول څه مثبته پایله له ځانه سره لري؟» هغه ځواب راکړ: ((  پوهیږې ؟ یو مثبت اړخ  یې کیدای شي دا وي چې زه نور ډېر ښار ته تګ راتګ ونه لرم . زه  په واقعیت کې له دې نفرت لرم چې هره ورځ له مجبوریته ښار ته روان وم او بیا کور ته راځم. زما لپاره ډېره په زړه پورې ده چې په کور  په (کانکټي کاټ [3]) کې پاتې شم او دا ټول بیاهم یو مثبت اړخ لري : هغه دا چې په ناڅاپي ډول مې د سترګو مخې ته یوې دایرې پرانیستل کیږي. په دې ترتیب هغه د مختلفو امکاناتو بشپړ ځنځیز پیداکړ . هغه پریکړه وکړه چې په (کانټی کاټ) کې چې دده له کور سره نږدې و یو دفتر پرانیزي او له خپل زوی څخه د نوي دفتر د یوه  همکار په توګه ګټه پورته کړي . او هغه تماسونه چې په (مانهاتان )کې یې درلول هماغه شان  ادامه پیداکړي ،هغه  هماغه شان انرژي پیداکړه ، پرېکړه یې وکړه ،چې په نږدې وخت کې په دې مشخصاتو سره د دفتر پیداکولو ته اقدام وکړي.

لکه څنګه چې مو ولیدل . د سیمو پوښتنو نیرو په څو دقیقو کې یوه لاره پیداکړه . دا فرصتونه او شرایط له دې وړاندې هم موجود ول، اما  هغه پوښتنې چې ورسره مواجه شوې دهغه سره یې مرسته وکړه ، څو دهغه زاړه سړي په شان ،چې ډېر څه یې په  ژوندکې  ذخیره کړي وي  او په یو وار یې له لاسه ورکړي او بیا هم ځان مات احساس نه کړي. واقعیت داو چې ژوند په روان جریان کې دهغه لپاره د یو با ارزښته پیرزوینې  مثال نه درلود، اما هغه یوازې هغه وخت چې سمو او پر ځای پوښتنو سره مخ شو داواقعیت یې وموند.

یوه بله وسیله چې  له تاسو سره مرسته کوي  څو خپل ژوندته بدلون ورکړی ستاسو فیزیولوژي ده ،دا مرستندویه عامل څه شی دی او څنګه کولای شي له تاسو سره یاري وکړي ؟ تاسو ته به یې وویل…

اووم لوست

ستاسو بدن په دې قادردی، څو خوشبختۍ ته مو په رسیدو کې ملګرتیا وکړي .

اوس په دې پوه شوي یو چې روحي روغتیاد جسم په روغتیا تاثیر غورځوي،خو ډېر کم بیا دې پیژندنې ته رسیدلي دي چې د جسم ناروغتیا زموږ په روحي شرایطو هم تاثیر لري.کله چې موږ خپل جسم د یو حرکت او یافعالیت په لوري تیاروو، احساسات مو هم دجسم په طبعه  هغه حرکت ته اماده کیږي، په دې ډول چې دادواړه یو له بل څخه نشو بېلولی.

باید دا خبره هم په پام کې ولرو چې تحرک او فعالیت داحساساتو پارول هم له ځانه سره لري.هر  حرکت چې ترسره کوو ، له تېښتې ، لاس خوږ کول،پرې کول،د عضلاتو تر کوچني ترین او جزترین  عمل پورې  یو عکس العمل له ځانه سره لري، څنګه چې د عضلاتو صورت د بدن په (بیوشیمیايي) ترکیباتو تاثیر لري. دې ډول زموو افکار ،د فعالیت ډول او کړه ،وړو تر تاثیر لاندې راولي،د بیلګې په توګه یو پژمرده او یا خسته انسان څه ډول ښکاري؟  اوس که تاسو په خپله ستومانه او خسته ښکاری څه فکرکوی ،دا ستوماني به  ستاسو په بدن څه اثرات وغورځوي. په بل عبارت ستاسو د بدن ظاهري بڼه څنګه په نظر درځي؟

ایا داسې نه ده؟  که چیرې ستاسوخپل جسماني او بدني حالت په ناراحته  حالت کې ونیسی ، نو طبعیت به مو د ناراحتۍ دچار نه شي. ؟ ستاسو اوږې به په کوم حالت کې قرار ونیسي؟ هغه لاندې غورځوی او که پورته یې ساتئ؟ځواب روښانه ده ،داسې نه ده؟ سر مو په کوم حالت کې قرار لري.؟ لاندې؟ سترګې مو په کوم جهت کې دي؟لاندې؟ ایا په دې حالت کې کولای شئ سم تنفس وکړئ؟ ایا داسې نه ده چې خپله ټوله نیرو تر فشار لاندې ونیسي تر څو د نارحتۍ احساس وکړئ.

پوهیږئ چې د نارحتۍ په وخت کې تاسو بدن په کوم حالت کې قرار نیسي. اوڅه احساس لری ، ولې چې ‌ډېر کله مودا وضعیت تجربه کړی دی. دا  امر زموږد  ټولو په اړه صدق کوي . حتی د( چارلي براون ) په اړه[4] هم

اوس غواړم ستاسو پاملرنه یوې بلې نوې او جالبې نکتې ته راواړوم.

پوهان له مودو راهيسې مصروف دي، څو د انسان پر بدن د احساساتود تاثیراتو په اړه معلومات او اطلاعات ټول او مطالعه کړي. ولې په دې اواخیرو کې (پر احساساتو د بدن تاثیرات)له مطالعې او څیړنې سره هم علاقمند شوي دي

ددې ترسره شویو څیړنو څخه یوه یې ښکاره کوي چې خندیدل د یو ډول بیولوژیکي جریانانو د رامنځ ته کولو او  په بدن کې د یو شمېر هورمونونو د ازادېدو سبب ګرځي ، په دې  ډول مغزو ته د وینې جریان چټکتیا مومي ، اکسیجن ډېر  دماغو ته رسیږي او  ور پسې پیغام وړونکي هورمونونه ،پیغام انتقالوړنکي  اعصاب  هم ورسره تحریک کیږي،چې په دې صورت کې له ځان او شرایطو ښه احساس پیداکولای شو.

د همدې مکانیزم په ډول په نورو حالتونو کې هم چې انسان یې ځان ته نیسي،   په روحیاتو کې راڅرګندیږي، کله چې انسان  غمجن ، وحشت زاده او یا لوېدلی  حالت ځان ته خپلوي نو په هماغه حالتونو کې یې احساس هم څرګندیږي.

هر کله چې د کلونو په جریان کې مې غوښتي په ژوند کې مې تغییرات رامنځته کړم، تر هر څه مخکې مې په لاره د تګ او د خبرو کولو طریقه او روش په اګاهانه ډول بدل کړی او  له  دې حرکتونو  مې د خپل هدف د بیان لپاره په غیرمستقیم شکل استفاده ترسره کړېده. په لومړیو کې دا کارونه په نظر  یو څه احمقانه راتلل ،ولې ډېر وخت نه و  وتلی پوه شوم کله چې هڅه کوم د بدن له فزیکې اړخ څخه مې په نوې او بله بڼه  استفاده کوم ،نو د دماغو عصبي سیستم   مې داسې پیغامونه تر لاسه کوي چې په اساس یې په راتلونکي کې زه له ځانه  څه انتظارات  لرم.

په دې ترتیب ، زما دروني  انتظارات ، نظریات او باورونه بدل شوي دي ، تفکر مې لوړ شوی، رفتار او حرکت مې موثر تر او نتیجه یې لا مثبته شوې ده.

خو زما د بریالیتوب راز په دې کې و چې له  هماغه پیل څخه مې په ټوله مانا په اګاهانه او پلان شوي طریقه تمرین کړی  څو له یو وخت وروسته ددې حرکتونو په کولو عادت شم او هغه وخت دا حرکتونه راته اشنا شي چې  په نا خبره ډول ترې استفاده وکړم او دا حرکتونه مې په وینه او غوښه کې یو ځای او سره ګډشول.

 بالاخره له یوې مودې  وروسته  نور په هېڅ عنوان اړ نه وم چې دهغه حرکتونو په سرته رسولو فکر وکړم ، دا کار زما لپاره بله کومه لوبه نه وه بلکې یوازې روح او عصبي سیتسم مې ددې لپاره اماده کړی و چې دا نوي ، ځواکمن او مثبت حرکتونه ومني . وروسته مې د هغه انسانانو د تګلارو طریقې را تقلید کولې چې ماته به یې په نفس د اعتماد څخه ډېر څه ویل ، په دې ډول چې د هغوی حرکات او کړه ،وړه به مې  عیناً په هماغه ډول ځان ته نمونه ګرځول . او په دې ترتیب مې  په ژوند کې په زیاته توګه نویو لیدلوو ته لاره پیداکوله او له هماغه وخته څخه تر نن پورې مې  دا توان پیداکړی چې نور هم متقاعد کړم .

زه له دې ځواک څخه برخمن  شوی وم ،چې نه یوازې په ځان بلکې ، په دوستانو، همکارانو او تجارتي شریکانو هم مثبت تاثیر واچوم .

ممکن دا دستورالعمل چې (خپل حرکات او  کړه وړه بدل کړئ چې ژوند مو بدل شي)  ستاسو په نظر یو ساده او ډير اسانه کار درشي، باید ووایم چې دقیقاً همداسې ده.  په هره اندازه چې تاسو دخپلو حرکتونو او کړو وړه د بدلون په اړه  په قوي او زیاته توګه تلاش کوئ، په هماغه  اندازه ددې حرکتونو طرز هم   بدلون مومي،یو ډېر جالب وړاندیز درته لرم. هر کله چې د ناهیلۍ او ویرې احساس مو وکړ نو د لنډ وخت لپاره ښکته او پورته لاړ شی، خپل بدن مو وغځوی، پرته له کوم دلیل وخندی، او مسخرې وکړی. له ځانه وپوښتی « دا ستونزه چې اوس ورسره مخامخ  شوی یم کوم مثبت اړخونه لري؟» ،« ددې ستونزې کوم ځای ډېر حیرانونکی دی»« کوم شی په دې ستونزه کې عجیبه ښکاري؟» . هر کله چې دخپل دید زاویه او فیزولوژي بدله کړی  نوپه  لنډ وخت کې به له خپل روح څخه  ویره او تیرګي لېرې  کړی ، ددې امر په تعقیب کولای شی  دهغه مشکل په وړاندې چې غواړي تاسو له پښو وغورځوي په موثره او  اغیزمنه توګه مبارزه وکړی.

ایا ستاسو په چاپیریال کې داسې څوک شته چې دی  یا د ده  د حر کتونو ډول ستاسو لپاره په زړه پورې وي او تاسو غواړئ  چې دهغه په شان وی ، او یا دهغه په شان حرکت وکړی؟ دا شخص کیدای شي  د دوستانو، کورنۍ،ښوونکو،هنرمندانو،د راډیو او یا تلویزیون په ویاندویانو او د نور خلکو په منځ کې وي،څو تاسو علاقه لری چې دوی او یا د دوی  حرکتونه ځان ته نمونه کړئ . هغه د ځان په وړاندې تجسم کړئ . حتی په هغه صورت کې چې نه پوهیږی او یا مطمین نه یاست  ،دی کوم ډول خبرې کوي او یا څه ډول ناسته پاسته لري ، بیا هم هڅه وکړئ چې دده د حرکت طرز او طریقه زده کړئ .

د بیلګې په توګه داسې فرض کړی چې تاسو یو فوټبالیست یاست او د بوندس لیګا[5] یو لوبغاړی  شمېر ل کیږی. اوس فرض کړی چې تازه  مو د خپل حریف په دروازه ګل وهلی او په دې کار سره مو خپل ټیم ته لاره پیدا کړي تر څو دالمان د قهرمانۍ  لوبو(مسابقاتو )  ته لاره پیداکړئ . په دې صورت کې تاسو په لاره څه ډول ځئ. یا سر موښکته  او اوږې مو لویدلي دي؟ او که برعکس   ذره  ذره بدن مو فریاد کوي:« زه یو اتل یم ، زه یم اتل یم»  ایا په دې صورت کې مو احساسات او رفتار تغییر نه کوي؟. بې له شکه چې همداسې ده ! په دې ترتیب تاسو مومی چې هر کله د یو بل شخص  په شان رفتار کوی او دهغه حرکتونه ځان ته یوه نمونه ګرځوی، هماغه احساس به لرئ  چې د هغه کس څخه یې لری. اوس هڅه وکړی چې دا دویم  مثال هم ترسره کړئ . پاڅیږئ او د لوستو اود پاتې جملو له تعقیب  سره یو ځای  په یو هدف او یا یوه هیله باندې فکر وکړئ . په هغه څه باندې چې غواړی په ژوندکې مو ترسره شي. اوس هڅه وکړئ په هغه وخت کې چې په اړه یې فکر کوی ، یوه هیله په ځان کې احساس کړئ. خپل ځان په هغه وضعیت کې ونیسئ  لکه  یو هیله مند انسان ، که څه هم چې د کار له ترسره کولو پوره ډاډ نه لری او بیا هم هیله لری ،ځان په داسې یو وضعیت کې ونیسئ .اوس په داسې یو حالت کې ځان غوره کړئ چې د کار له ترسره کولو پوره امید واره یاست . او هیله لری چې کار په بریالیتوب سره ترسره کیدای شي او غوښتل شوي پایله ورکوي. کله چې تاسو د کار د ترسره کولو په اړه ډاډ نه لری او یوازې هیله لری چې دا کار به  بریالیتوب له ځانه سره ولري ، څه ډول تنفس کوئ؟ اوږې مو په کوم وضعیت کې قرار لري .  خپل ځان دثقل مرکز په کوم ځای کې احساسوئ ؟ کله چې هیله لرې  کولای شی خپل هدف ته ورسیږی څه ډول فکر کوئ؟ پورته موارد په دواړو حالتونو هم دکار په ترسره کولو او هم د ماتي په خوړلو سره تصور کړئ . کرښود تعقیب پر ځای هغوي په حقیقي شکل وازمایئ.

اوس داسې فرض کړئ چې تاسو زړه ماتې او نامطمین یاست . او زړه نیولی یاست چې خپل هدف ته رسیدلی شی او کنه . او دا زړه لویدلی حالت مو په پوره اګاهانه ډول ځان ته خپل کړئ ،تر څو په دې کار سره وګورئ ، هر کله چې له داسې حالت سره مخ کیږی له ځان سره څه کوئ . هر کله چې زړه ماتی وی ، له لاسونو سره څه کوئ؟ اوږې مو په کوم حالت کې قرار لرئ ؟ یا په خپل ځان کې تاب ، ناارامي او جوش خروش احساسوی .(هیجان). ؟ تنفس مو قوي کیږي او که په سینه کې بندیږي؟ عضلات مو په کوم حالت کې قرار نیسي، څه فکر کوئ یوازې په ماتې فکر کوئ او که په نور څه؟

یا دا حالت تر ټولو بد شرایط در ته ښکاري؟ په واقعیت  کې ځان په همداسې حالت کې احساس کړئ او دې ټکي ته پام وکړئ چې تاسو ځان په کوم حالت کې نیسئ تر څو  د زړه ماتوالی  احساس کړی؟

د دوهم ځل لپاره ځان له دې حالت څخه راوباسئ او پر ځای یې ډاډ او باور احساس کړئ. د هدف په اړه فکر وکړئ. او دا اطمینان په ځان کې پیداکړئ چې خپل هدف ته نایل یئ. کله چې له ویرې پرته داسې باور احساس کړی څه ډول دریږی؟ بدن مو په دې حالت کې څه ډول بڼه ځان ته نیسي؟  ددې کرښو له لوستو سره یو ځای هڅه وکړئ د باور دا حالت په ځان کې منځ ته راوړئ ، په دې حالت کې څه ډول تنفس کوی؟ د څیرې بڼه به مو څنګه وي؟ لاسونه به مو کوم حالت ځان ته غوره کړی؟  ناخوداګاه اندامونه به په کوم حالت کې وساتی؟  په بشپړه توګه بدل . هغه حالت به نه وي چې په زړه ماتي وخت کې مو درلود. زه یوازې یو شرط لرم او هغه دا چې هر وخت یوازې په هغه موضوع فکر وکړئ چې په سر کې مو تاویږي  او غواړی چې را منځ ته شي او هېڅکله په ماتې فکر مه کوئ.

څنګه کولای شئ په ځان کې دا ځواک پیداکړی چې ورځې  په دې ډول احساس وکړی . (اسانه لاره مو په مخکې ده ! ) له بریالیو انسانانو نمونه راواخلئ ، د هغو کسانو چې په ژوندکې بریالي وي او ټول خلک یې درناوی لري، دهغوی د فزیکي بدن، اطمینان، اوپر نفس له اعتماد څخه تقلید وکړئ .مثلاً  وګورئ چې هغه د خبرو په وخت  څه ډول لاسونه ښوروي،څه ډول تنفس کوي، او څه ډول په لارو درومي ، دا ټول ورڅخه نقل کړئ.

له ټولو غوره داده ،چې خپل بدني حرکتونه  د ستونزو او فشارونو سره د مخامختیا پر مهال  د هغوی د حرکتونو په اساس اعیار کړئ.

ډېر لږ وخت وروسته به ومومی چې دا  کاریوه ساده لوبه نه ، بلکې  ستاسو د هر یوه  د بدن او مغزو په سلولونو کې د پټ حیرانوونکي ذکاوت څخه د ګټې اخیستنې یوه لاره ده .له دې حرکتونو څخه په کاراخیستنه تاسو کولای شی چې یوه ښه لوري ته ځانونه سوق کړی.

هر کله چې له دې انسانانو سره مخامخ کیږی ،نو نور مو پام  یوازې د دوی حرکتونو ته نه متوجې کیږي بلکې بر دې سربیره د دوی د خبرو کولو او غوږ نیولو طرز هم  تقلید کوئ . او په دې ډول  د دوی له تقلید څخه د خپلو احساساتو د سمولو او لوړولولپاره ښه استفاده ترسره کوی

.

اتم  لوست

د بریالیتوب قاموس( د بري الفبا )

سحر ګرې کلمې

څو کاله وړاندې په یوه سودارګریزه غونډه کې، مې په یوه حقیقت سترګې پرانیستل شوې؛ دا زما لپاره بې سابقېو،دا حقیقت د هغه قدرت پرته بل څه نه و، چې په ځان کې یې د ټکو درناوی درلود.

زه د دوه داسې کسانو سره مخامخ وم، چې له ډېر پخوا مې پیژندل. زه په دې پوهیدم چې زما یو شریک زما سره چل کوي؛ دا خبره ددې لامل شوه، چې زه په شدت تر فشار لاندې وم؛ زما یو بل شریک زما څخه ډېر تر فشار لاندې و، دهغې ټول وجود لړزیده او چیغې یې وهلې چې زه عصباني شوی یم.

له خپل دوست څخه مې دده دغه حالت په اړه وپوښتل؛

–         هغه وویل : (( ددې لپاره چې کله په ریښتوني ډول له تاو تریخوالی سره مخ شی، دا احساس تاسو ته دا قوت درکوي، له هغه چا څخه چې تاسو بد وړئ، هغې ته معقول ځواب ورکړئ.))

–         زما بل شریک په یوه ګوښه کې غلی ناست و.هغې به دا خبره کوله چې زړه مې غواړي ((غر غرو)) وکړي، په حقیقت کې دی په دې عقیده و،چې دی اوس غرغرو شویدی. له هغې مې و پوښتل: (( په داسي حال کې چې تاسو په دې وخت کې په خپل حساب کتاب بوخت یئ او په دې حساس وخت کې ولې   غرغرو!  وایئ)) او  غرغر وڅه شي دي؟

–         په ځواب کې یې وویل: کله چې تاسو له خشم (( تاو تریخوالی ) سره مخ شئ، کله چې توندي په تاسو غالبه شي، او احساسات مو له کابو ووځي نو په دې وخت کې ستاسو حریف تاسو ته ماته درکولای شي.

–         غرغرو! یوه احمقانه کلمه وه، چې له دې وړاندې مې نه وه اوریدلې، او څرنګه ممکنه ده چې یو معقول انسان له داسې یوې کلمې څخه په هرځای کې ګټه پورته کړي او خپل وقار هم د خلکو په منځ کې وساتي؟

–         ځواب دادی، چې ده، ددې کلمې  د استعمال پر وخت عادی حالت درلود، داسي ښکاریدله چې ده ددې کلمو په استعمال سره ځانته د خوښۍ او خوشالۍ احساس راوست.  ده قصد درلود ددا ډول خبرو په ویلو سره په ټولنه کې هغه قیود او شرایط مات کړي چې د خلکو په منځ ټیټ  ښکاري.

–         په حقیقت کې دده  ،دا لفظ کارول زما او دده لپاره بې اغیزې نه و، کله ،کله به چې ما د (( غرغرو)) لفظ کاروو، نو زما په قهر او غصه کې به بدلون راته،  همدا لامل و،‌چې ما ددې لفظ د کارونې هوډ وکړ ،ایټالیا  ته په یوه سفرکې چې پخوا مې ورته تیاری نیولی و، له پخوا څخه مې په یوه هوټل کې د ځان لپاره اطاق کرایه کړی و،خو کله چې هوټل ته دننه شوم نو ګورم چې زما لپاره کوم خالي اطاق شتون نه لري،پدې مهال مې د هوټل د پذیرش مسوول ته مخ واړوه او ورته ومې ویل ((په معذرت سره باید ووایم چې دا حالت زما لپاره له غرغروه  ډک دی)) د هوټل د پذیرش مسول ماته مخ رواړوه، غوښتل یې یوڅه ووایي خو نه پوهیده ،چې زما دې لفظ ته څه ډول غبرګون وښایي نو یوازې مسک شو.دا لفظ مې په مسلسل ډول دوې اونۍ وکاروه، خو هر څومره مې چې دا لفظ کاروه ،همدومره راته احمقانه ایسیده، همدا وه هغه څه چې زه یې له خشم او تاوتریخوالی سره مخ کولم ددې لفظ په کارونې سره مې ورو ،ورو پخوانی حالت له لاسه ورکړ،قهر او غصه مې یخ شوله، دا زمونږ د ژوند یو محرک دی، هغه لفظونه چې زه یې کاروم مونږ ته دا ښایې چې مونږ باید څه ډول ژوند تیر کړو؟،او څه ډول ژوند اختیار کړو؟. کله چې تاسو وایئ: ((زه عصباني شوی یم)) (( زه بې کچې تر خشم لاندې یم)) (( په ټولیز ډول د ستړیا احساس کوم)) (( زه خواشینی یم)) ددغو جملو له کارونې وروسته تاسو څه ډول کولای شئ د خوشالۍ احساس وکړئ؟ فکر کوم  زما د وینې فشار به څومره لوړ شوی وي؟

–         په یاد ولرئ چې د عصباني او تشویش پرځای د (غرغرو) لفظ وکاروئ! د بشپړې ستړیا پرمهال د ستړیا لفظ مه کاروئ یوازې دا ووایئ  چې بې حوصلې شوی یم. کله چې تر سخت دماغي فشار لندې وی نویوازې دا ووایئ  زما حالت تریخ دی.

–         کله چې ګنګس وئ نو ووایئ (( چې له هیجان سره مخ یم،کله چې ستاسو غوښتنې رد شي، نو ووایئ(( چې یوازې غلط فهمي شویده)) کله چې ځان کمزوری او ناتوانه حس کړی نو یوازې دا ووایئ(( چې زه یوه وړه غلطي لرم))په بشپړ اطمعینان سره وایم کله چې تاسودا فارمول وکاروئ نو په ځان کې به هرو مرو بدلون حس کړئ،

–         فکر کوم ستاسو لپاره به ددې طریقې استعمال اسان وي.ایا مونږ کولای شود ځينو کلماتو په کارونې سره په خپلو احساساتو کې تغییر راولو؟

–         حقیقت دادی، چې ځینې کلمات په حقیقت کې دداسي قدرت څخه برخمن دي.ددې یو ښه مثال د مارتین لوټر ویناوی دی، چې د څو لسیزو وروسته هم دده ویناوې په مونږ اغیز کوي، هغه نظریات چې ده درلودل یا هغه سختې ویناوې چې ده به ویلې، مثلآ ده  به ویل : (( دا مه وایئ چې هیواد تاسو ته څه وکړي؛ بلکه ووایئ  چې تاسو خپل هیواد ته څه کولای شئ))

–         حقیقت دادی، چې مونږ ټول د کلماتو تر اغیز لاندې یو؛ خو مونږ یوه هم په دې فکر نه دی کړی چې په ورځیني ژوند کې د کومو کلمو له کارونې کار واخلو؟ مهمه داده چې زمونږ افکار په ورځیني ژوند کې زمونږ احساسات د کلماتو تر اغیز لاندې دي،ددې خبرې د سپیناوي لپاره تاسو ته څو بیلګې راوړم،

–         د بیلګې په ډول تاسو ته څوک وایې: ((زما عقیده ستاسو له عقیدې سره توپیر لري)) په غالب ګومان تاسو به دې خبرې ته په عادي غبرګون ځواب ورکړی،کله چې تاسو ته وویل شي: (( تاسو اشتباه کړېده! )) دا ډول خبرې تاسو  توندي غبرګون ښایي ، کله چې یو څوک ادعا وکړي، چې (( تاسو غلط فکر کوئ))ددې خبرې په اورید سره تاسو تر سخت فشار لاندی راځئ او تاسو دده د خبرو تر اغیز لاندې راځئ. په حقیقت کې دا درې واړه خبرې یو مفهوم او معنا لري.

–         د خوشالوونکو الفاظو په کارونې سره مو خپل احساسات ځواکمن کړئ

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

دا اصل په هرځای کی کاروونکی او نتیجه بخښوونکی دی.تاسو به په دې وتوانیږئ، هغه څه چې تاسو ته  ښه احساس درکوي نور هم ښه کړئ، کله چې ښه وی فکروکړئ ووایئ: ((چې فوق العاده ښه یم،)) کله چې څه شي ته اړتیا لری، داسې ووایئ (( پدې شي پسې بیخې لیونی او مفتون یم)) کله چې کوم کار ته اړ وئ داسې مه وایئ  چې زه اړیم دا کار وکړم! داسي ووایئ : (( هېڅوک نه شي کولای ما ددې کار له کېدو منع کړي)) په دې ډول سره هڅه وکړئ استعمالیدونکې الفاظ بل ډول و ازمویئ؛ په لومړي سرکې،د څو الفاظو په کارولو سره دځان صفت وکړئ، د کاغذ  پرمخ یې یاداشت کړئ؛ځان داسې حساب کړئ چې تاسو بیچاره یی،په هغه الفاظو فکر وکړئ چې تاسو ته منفي بریښی تاسو غوره کړي کلیمی به ساده، بسیطی او احمقانه وي، دکلمو په غوراوي کې ځان مقید مه احساسوئ.

–ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

د الفاظو ښه کارونه                                           د الفاظو بده کارونه

  څوک کولای شي استفاده وکړي:چا وړاندې له دې استفاده کړې ده :

نوره یادونې ته اړتیا ده                                           احمق ،کودن ،نه پوهیږم.

ددې تمرین په تکرار سره کولای شئ دې مناسبو الفاظو څخه ګټه او چته کړو   اوس غواړم تاسو ته هغه الفاظ وړاندې کړم چې په ژوند کې په ناڅاپي شکل ورسره مخ شوی  یم او راته جالب دی.دلته اکثره د هغو الفاظو څخه ګټه پورته کوم چې تحریک امیزه دياو تاسو هڅوي چې یو کار سرته ورسوئ،

احساسات/منفي څرګندونې                 د منفي څرګندونو ځایناستي

تر خشم لاندې یم                      اوسمهال خوښۍ نه لرم

ستړی یم                              ارام یم، خوغواړم د چاسره د زړه خواله وکړم

ناامیده یم                         لږګنکس یم، لاسونه او پښی مې ورک کړیدي

دې جریان پرما بده اغیزه وکړه،                       دې جریان زه هوښیار کړم

لاسونه او پښې مې تړل شویدي                          د حل په لاره پسې ګرځم

هولناک او ګټور دی                      نشئ کولای تصوریې وکړئ

اوس په هغه الفاظو پسې وګرڅئ چې تاسو په حرکت راولي او قوت پکې پروت وي، عموماٌ هغه الفاظ چې فلج کوونکي خاصیت لري،په داسي الفاظو بدل کړئ چې په تاسو کې تحرک پیدا کړي او حرکت ته مواړ کړي.

دبیلګي په ډول دا وګورئ

مثبت الفاظ                                      ځایناستي الفاظ

بیدار                         سرشار او له قوت څخه ډک

عالي    په هغه څه چې باور نه لرئ

 کار لپاره تیار          هېڅ شی ددې منع نه ګرځي

ډېر ارام، منظم            دې ښې سلیقې اوذوق څښتن

ښه                          له داسې  څخه ښه نشته

مناسب           ډېر عالي ډېر ښه

تیز               د برښنا غوندې

نوي الفاظ دستي  دنورو پرځای وکاروئ،تاسو به احساس کړئ ځمکه او اسمان مو اباد کړیدي او له خوښیو نه په ورېځو کې ګرځئ، ژوند یوازې دا نه دی چې عبث تیرشي او اوس هم ستاسو ستونزې پرځای پاتي وي نو دا سوال مطرح کیږي…..    ؟

نهم لوست

ایا د ستونزو سره د جګړې لپاره مو خپل دفاعي سپر تیار کړئ؟

د یوې نوې استعارې  څخه په استفادې د ستونزو نه د وتلو لپاره لاره پیداکړئ:
((نور په کچکول کې څه نه لرم))

((نوره شپه او ورځ نه سره پیژنم))

( په دوو کې حیران یم))

((دپښو لاندې ځمکه مې اور ده ))

(( په ستونزو کې تر پوزې غرق یم))

((د ماهي  په شان په اوبو کې خوښ یم))

((د نړۍ ټول زون  زما په اوږو دی))

ددې ډول  څرګندونو د تشبې  یا ورته والي علت په څه کې دی؟ دا جملې ټولې استعاره دي ،خو استعاره څه مانا لري.؟ کله چې اراده لری د یو شي توصیف وکړئ او هغه د بل شي سره تشبیه کړی ،ددې دوو د تشابه له مخې  د خپل هدف د روښانه کولو لپاره استفاده کوی ، چې په حقیقت کې تاسو د استعارې څخه ګټه اخلی.استعاره ګانې د سمبولونو  په شان د ویونکي دهدف په ژر بیانولو کې مرسته کوي ،انسانان هر وخت د خپلو احساساتو د توصیف لپاره له استعارو څخه استفاده کوي.

« ژوند بې امانه مبازره ده »؛«ژوند یو ډېر ښایسته خوب دی»دا دوې استعارې دي،خو په بشپړه توګه له دوو جهان بینو سره متفاوتې . تاسو دا دیدګاه به د کومو پیښو د راتلو لامل شي؟ ددې استعارې  په کارولو سره احساسوی چې انسانان هر وخت د سیالۍ په ډګر کې اراده لري چې نور له پښو وغورځوي

اما کله چې وایو « یو ډېر ښکلی خوب دی»   نو په ډېر اسانه کولای شئ دا خوشالي احساس کړئ او  نور و انسانانوته د رقیبانو او حریفانو په سترګه ونه ګورئ.

معجزې ته ورته تمثلونه

د هرې استعارې شاته د باورونو او یقینونو یو نظام پت دی ،کله چې د ژوند ایا  دخپلو شرایطو د توصیف لپاره له تمثیلونو استفاده کوئ، ددې تمثیلونود ملاتړ لپاره داسې جملې انتخاب او استفاده ورڅخه وکړئ  چې ستاسو په باورو کې ریښه ولري.له همدې امله باید پام مو وي چې نړۍ  ځان او نورو ته څنګه توصیف کوی. (مارتین شین [6]) او میرمن یې (جاینت [7])دواړه ممثیلین او تکړه هنر مندان دي  او په ژوند کې له ډېرو ښایسته  تمثیلونو استفاده کوي، د مثال په ډول هغوی د بشریت دتوصیف لپاره له دې تمثیل استفاده کوي.: (موږ ټول انسانان د یوې سترې کورنۍ غړي یو) په دې ترتیب انسانان له نورو انسانانو سره که څه هم چې له دوی سره کومه نږدې اړیکه نه لري خپله ژوره همدردي ښکاره کوي او څرګندوي چې هر وخت مرستې ته درسره تیار یو.

(مارتین) یو ټکان ورکونکي پیښه راته بیان کړه ، هغه راته تعریف کړه، په څه ډول هغه پېښې چې کالونه مخکې د (د اوس پاڅون) فلم د فلمبردارۍ په وخت کې ورسره مخا مخ شوی و دده ژوند یې په ټولیز ډول بدل کړ. ده  ویل چې تر دې شېبې یې ژوند یو ویروونکی جریان باله ،خو له هغه ورځې وروسته ژوند یو  جذاب او حدود ټاکونکې  مبارزې په توګه پیژني،ولې؟  ځکه  هغه تمثیل چې ده د ژوند د توصیف لپاره  په کار اچوه  دا و( ژوند یو راز دی)

د هغه تمثیل څه ډول تغییر وکړ؟  د درد له احساسه  وروسته  د یو وحشتناک پای  سره . دا فلم د فیلپین په یو ډېر تاریخي ځنګل  کې په داسې شرایطو کې ترسره کیده چې د فلم تهیه کوونکي د موادو او د وخت له کمښت سره مخ ول . د یوې نا ارامه شپې له تیرولو وروسته په سبا سهار مارتین دزړه له سختې حملې سره مخ شو،د بدن څو غړی یې بې حسه او فلج شول . دی له کټ څخه لاندې  په ځمکه پریوت له ټولو هڅو وروسته په دې بریالی شو چې یو لوري ته ځان کش کړی او د مرستې غوښتنه وکړي.

دده نږدې همکارانو او ډاکټرانو دی یوه ځانګړي روغتون ته یوړو . جانیت هم وتوانیده چې ځان دده تر کټ پورې  ورسوي. مارتین شېبه په شېبه کمزوری کېده.  اما جانیټ نه شو کولای چې د مارټین دا سخت شرایط قبول کړي، هغه پوهېده چې مارتین د هغه څه لپاره چې باید جوړ شی او پاتې شي  نو یو ځواک ته ضرورت لري ،  ددې  لپاره چې نوموړی ته یو څه روح ورکړي، پر شونډو یې نرۍغوندې خندا راوړله  او مارتین ته یې وویل (  ته د یو فلم لپاره لوبیږې او دا ډول یوازې یو فلم دی او بس)

مارتین ماته وویل: چې په دې شېبو کې مې یوازې احساس وکړو چې کولای شم په دې سختو شرایطو بری ترلاسه کړم. سره له دې چې نه یې شو کولای وخاندي ،خو خندا یې په شونډو خوره شوه او له همدې خندا سره یې حال مخ په ښه کیدو شو .

څه فو ق العاده تمثیل ! هغه انسانان چې په فلم کې لوبیږي ، د دوی مرګ واقعي او حقیقي نه وي دوی په خپله تصمیم نیسي چې داستان څه ډول پای ته ورسیږي.

اوس اورم چې وایی ( دا ټولې خبرې سمې دي  ؛خو زه  احساس کوم چې   په دیوالونو کې راګیر یم )ډېره ښه ،اوس په دروازې پسې وګرځه او  ماته یې کړه ! . اوس وایې چې ( خو زما په اوږو  د ټول عالم  غمونه پراته دي ، زه د ټولو خلکو غم له ځان سره کشوم ) په دې صورت کې په ساده شکل  کولای شې د غمونو بار په ځمکه وغورځوه ،یو سپک بار او ارامه فکر  له ځان سره مل کړه او کار ته ادامه ورکړه!

خپل ژوند او نړۍ څه ډول تعریف کوې؟ ایا یوه ازموینه یې بولې؟ یا باور لری ،چې ژوندمو یوه دایمي جګړه او مبارزه ده . ؟

څنګه به وي که ددې پرځای چې ژوند یوه ښه لوبه وي؟ د ګلونو یو ډک باغ او یا یو خوشاله  ګډا وبولو.؟

که چیرې ژوند یوه لوبه وګنئ نو څه ؟  په دې صورت کې به هر وخت تفریح او خوشالي کوئ. نو ددې امکان شته دی چې تاسو د نورو سره لوبې وکړی او په   خپلو کې خوشالي وکړی . که چیرې ژوند د ګلونو یو باغ وي ؟  په دې صورت کې کولای شی مختلف ګولونه ننداره کړئ. او د ژوند څخه په مختلفو شکلونو خوند اخسیتی شئ.

نو په دې اساس د ژوند او هغه خوبونو لپاره چې په سر کې یې ګرځوی څه باید وکړئ؟ دې هدف ته د رسیدو لپاره لومړی ګام چې باید پام ورته وکړی…..

لسم  لوست

سم  اهداف ستاسو د نیکمرغه راتلونکي اساس دی

ځیني انسانان  خارق العاده او حیرانوونکي چارې ترسره کوي او په ښکاره توګه هغه اهدافو ته ځان رسوي چې ناممکن او دتصور وړ نه ښکاري ؛ایا دا ټول  له دې  امله دي چې دوی ((چانس  ترلاسه کوي)) یا دا چې (( اصولاً  اوضاع او شرایط د ددوی د حال سره مطابقت کوي)) او یا دا چې دا انسانان په بنیادي توګه ((ښې او ښایسته طالعې لري))؟ خو ما له ډېرو هغو انسانانو سره چې بریالتوب ته رسیدلي دي، په هماغه مهال مرکې ترسره کړي دي. او له دې خبرو اترو وروسته دې پایلې ته رسیدلی یم چې (( د دوی ټولې له تصوره د باندې چارې    د لومړي ګام په پورته کولو سره پیل شوي دي: دوی لومړی ځان ته هدف ټاکلی)).

مثلاً  ما د مایکل جردن [8]  څخه د خبرو په جریان کې وپوښتل :(( کوم شي ته د بسکټبال په لوبه کې له نورو لوبغاړو  ممتاز کړی یې؟ کوم عامل تاخارق العاده کارونو ته هڅوي او په نهایت کې خپل ټیم بریالیتوب ته رسوې؟ څه شی ددې سبب شو چې تاسو د بسکټبال د ټولو لوبغاړو او حتی د دوی په منځ کې د برجسته لوبغاړو څخه هم یو بیل ستوری شې؟ ایا تاسو د یو خدایي استعداد څخه برخمن یاست ؟ او یا دا چې د ځانګړ وتمرینونو څخه په پیروی دې  موقف ته رسیدلی یاست ؟

مایکل په ځواب کې راته وول« ډېر انسانان له ځانګړي خدایي استعداد څخه برخمن وي چې په یقیني توګه زه هم یو له دوی یم. خو هغه عامل چې له امله یې په ټولیزه توګه زما ژوند  ورسره لوړ او پیاوړی شو دا و چې له لومړي سره ما غوښتل  څو په ورزش کې د تل لپاره ځانګړی ځای ولرم  ، هېڅکله حاضر نه وم چې د لومړۍ رتبې څخه بله رتبه قبوله کړم او یا ووایم چې خیر دی  زه دې اوله درجه لوبغاړی نه وم . ما په ټول توان سره ددې کار لپاره فعالیت ترسره کړ.

حتماً ستاسو سره هم زما په شان دا سوال پیداکیږي چې په واقعیت سره دده په ورزشي ژوند کې کوم شی ددې دلیل کیده چې دی یې له یو عادي حالت څخه فو ق العاده حالت ته یوړو.

د مایکل د زده کړې لسم کال دده په ژوند کې د  یو  نوي پړاو پیل و. د هغه ماتې سره چې مایکل په دې کال کې  مخامخ شو که څه هم چې ډېر دوام یې ونه کړ ؛ولې دی یې دې ته وهڅاوه چې لوی هدف  ځان  ته وټاکي.  یقیناً ډېر خلک نه پوهیږي چې مایکل جورډن چې د خپلې ورزشي رشتې  تر ټولو روښانه ستوری دی و،آن په خپله لیسه کې هم د بسکیټبال په ټیم کې نه منل کیده په دومره لوړه کچه کار ترسره کړه چې اوس ددې لوبې تر ټولو غوره لوبغاړی دی.

کله چې مایکل ته اجازه ورنه کړل  څود لینی لیسې [9]د بسکیټبال په لوبډله کې شامل شي. نو کور ته لاړه او له غرمې وروسته یې ټوله ورځ  وژړل . دده لپاره تر ټولو اسانه لاره دا وه چې له دې ناامیدۍ وروسته  په ټولیز ډول  د بسکټبال د لوبې سره خدای په اماني وکړي او د تل لپاره د دې لوبې له زده کولو او کولو لاس په سرشي ، خو مایکل له دې دردناکې تجربې څخه خپلې هیلې ته د رسیدو لپاره استفاده وکړه . هغه د ځان لپاره یو ډېر لوړ استاندرد په نظر کې ونیولو او ځان  ته یې یو لوړ هدف وټاکه . چې ورته رسیدل ډېر ګران کار و، هغه څه چې دده برخلیک یې د تل لپاره بدل او دده نوم یې  د بسکټبال په تاریخ کې ثبت کړ . هغه پریکړه کړې وه چې نه یوازې باید د لیسې په لوبډله کې ومنل شي بلکې په ټول هېواد کې دې د یو پیاوړي لوبغاړي په توګه وپیژندل شي.

مایکل جورډن ددې لوړې او فوق العاده غوښتنې ته د رسیدو لپاره هغه څه تر سره کړل چې  هر بریالی سړی او ښځه یې د ځان لپاره ترسره کوي . هغه د ځان لپاره هدف  ټاکلی و او پرته له  کوم ځنډه  یې دې هدف ته د رسیدو لپاره په قاطعانه ، سرشاره او مصممه توګه له خپلې انرژۍ کار واخیست او خپلې ټولې هڅې یې په کار واچولې. مایکل د ((کلیفټون هرینګ [10])) چې د بسکټبال یو تکړه مربع ( لارښود) و د مرستې غوښتنه وکړه . هرینګ  ټول اوړی د هغه سره په هدف مند  او لوړه روحیه کار ترسره کړ ، دوی هره ورځ د سهار په شپږو بجو خپل تمرینات پیلول.

په دې وخت کې د بسکټبال د راتلونکي ستوري قد  یو متر ، اته اتیا سانتی متر ته رسیده . مایکل چې خپل هدف ته پوره ژمن و.ډېر کله به یي د تمرین په سالون کې د بارفیکس څخه ځان را ځوړانده و او هڅه یې کوله چې خپل بدن  له دې لارې ښکته خوا ته کش کړي. هغه فکر کاوه په دې کاره سره به په عاجله توګه لوبډلې ته لاره پیداکړي.( دا هڅه ښایي ، څومره مهمه ده چې انسان خپل هدف ته د رسیدو لپاره خپل لاسونه  او پښې اوږدې کړي )

مایکل پرته له کومې وقفې خپل تمرین ته دوام ورکړ  او بالاخره په دې وتوانیده چې د لیسې په لوبډله کې ومنل شي. هغه په همدې ورځو کې هغه حقیقت چې د (شکاګو د لولز [11])  د ټیم  لارښود(مربي) ورته لس کاله وروسته ووایه اثبات کړی و: هرڅومره چې ډېر تمرین وکړې او ځان زیات اماده کړې ، نوډېر چانس به درسره ملګری وی چې په یو قوي لوبغاړي بدل شې.

ځینې انسانان  له دې نه چې ځان ته هدف وټاکي ویره لري . دوی له دې ویریږي چې هدف ته د رسیدو لپاره به د ستونزو له  اودې ونه وځي او د ناامیدۍ سره به مخ شي. دوی دې ټکي ته پام نه کوي چې هدف ته رسیدل په لومړیو کې نا ممکن وي . دا ډول کسان  باید د ځان لپاره اهداف وټاکي او وورسته په متعهدانه او مسوولانه شکل دې اهدفو ته د رسیدو لپاره خپلې  هڅې په کار واچوي . موږ په ژوند کې ددې لپاره  اهداف ټاکو چې د ژوند نوي او تازه لارې ومومواو په نوی او اغیزمنه طریقه د پرمختګ په لوري حرکت ترسره کړو. بالاخره دا  خبره کوم اهمیت نه لري چې ایا تاسو په  واقعیت سره اهدافو ته رسیږئ او کنه ؟ هغه څه چې اهمیت لري دا دي چې تاسو په کومه کتګورۍ انسانانو کې یاست او څومره خپل هدف ته د رسیدو لپاره کار کوی؟

د هدف ټاکل په دې مانا نه دي چې تاسو به له کومې واقفي پرته وتوانیږئڅو حیرانوونکي  او نا منوونکي نتایج او تغییرات لاسته راوړئ .  لس کاله وړاندې مخکې له دې چې له ستونزو ځان خلاص کړم  لازمه وه چې د خپل حرکت لوری په لوړه کچه بدل کړم . ددې کار لپاره مې  باید خپله اراده کلکه کړې وی او بیا لازمه وه چې ځان ته څو نور اهداف وټاکم: مثلاً لومړی مې په خپل نفس باور زیات کړ  او … کله چې اهدافو په تر لاسه کولو پسې شوم نو یوې بلې مهمې نقطې ته مې پام شو : زما بریالیتوبپه حقیقت کې دا و چې  ټول بهترین شیان مې له لاسه ورکړل ، نه یوازې کله، کله بلکې په تړلي شکل یو په بل پسې.

ټول بریالي کسان هر وخت هڅه کوي چې خپلې شخصي وړتیاوې او قابلیتونو ته بهبود ورکړي ، دوی هېڅکله  په دې بسنه نه کوي چې یوازې چارې ترسره کړي، بلکې  هر وخت هڅه کوي چې لا ښې او سمې چارې ترسره کړي . تاسو هم دا فلسفه   هر وخت  او په ټول ژوند کې عملي کړئ چې تل د ښه والي لپاره هڅې ترسره کړی . زه ددې نظام نوم ((وړاندې تلل )) ږدم چې  مانا یې په تدریج سره  پرمختګ دی داسې چې پای نه لري. ددې نظام څخه پیروي تاسو ته ډاډ درکوي او دا ضمانت مو کوي چې نه  یوازې د ژوندانه په اوږدو کې ستاسو شخصیت په هراخیزه توګه بدلون کوي چې د ټولو خوشبختیو سرچینه بلل کیږي بلکې تاسوته  دا ځواک هم درکوي چې په هر حالت کې بریالیتوب ترلاسه کړئ . ((وړاندې تلل ))او له دې نظام څخه پیروي په دې مانا نه دی چې تاسو به ټول کارونه او چارې په سمه توګه ترسره کوی او بیا هم په دې مانا نه دی چې ټول بدلون دې په یوه شیبه کې ممکن شي او هر څه دې بدلون وکړي . بریالی کسان هغه دي چې په دې نقطه پوهیږي چې نه باید  لويه  مړۍ(لقمه) دې خولې ته پورته کړي ؛ په بل عبارت خپل اهداف په (کوچنیو ګولو )او لنډ مهاله اهدافو سره ویشي . دا کار  بالاخره دوی هغه  لوی هدف ته نږدې کوي چې ورته هڅې کوي . اما دا هم کافي نه ده چې یو انسان دې خپل هدف په کوچنیو برخو وویشي ، بلکې لازمه ده انسان چې په هر ه ستونزه بری ترلاسه کوي یو ښایسته جشن ونیسي . دا کار ددې لامل کیږي چې انسان سترو بریاوو ته تشویق شي او هره شیبه ددې احساس وکړي چې بریالۍ کیدونکي چارې ترسره کوي.

یقیناً تاسو به اوریدلي وي چې یو په زرګونو  کیلو متره  اوږد سفر له لومړي ګام څخه پیلیږي.  په پوره باور سره ویلای شم که چیرې موږ د ځان لپاره یو  اوږد  او مناسب هدف وټاکو او د هغه د ترلاسه کولو لپاره لاس په کار شو، ښه لوري ته تغییر موندلی شو. تاسو د وروستي ځل لپاره چې د کوم هدف د ترلاسه کولو لپاره  لاس په کار شوی یاست ،هغه یاد  ته راوړئ؟ کله چې په تیرو کې مې خپل اضافي وزن له لاسه ورکړ ،نو ځان به راته دقدر وړښکاریده او په همدې سبب مې صبر ونکړ او خپل ټول څلوردیرش پونډه وزن مې را کم کړ او له هغه وروسته هر وخت په نیمه ګېډه ډوډۍ خورم، دا یو سم کار دی!

نن ورځ د خپل یو پلان شوی کار د تغییر لپاره له پنځو کسانو سره خبرې وکړی او داسې معلومات  ترلاسه کړئ چې ستاسو سره په پریکړو او تصمیم نیونه کې سمه یاري وکړي ، نو په دې وخت کې به د بریالیتوب په لوري پنځه ګامه پورته کړی . په همدې ډول که چیرې تاسو تر نن پورې په خپل ژوندکې  د پرمختګ، ترقۍ او  بریالتوب په لاره کې واقعي تغییر نه وي  اعمال کړی ، نو په دې حال  کې ، دا نن ورځ د حرکت لوری مو بدل کړئ، او په دې فکر وکړی چې په راتلونکي کې کوم کارونه باید ترسره کړی ؟او د هغه د ترسره کولو لپاره پریکړې او تصمیمونه له اوسه ونیسئ. لکه په دې شعر کې چې وایي:

این شما یید فرمانروای ملک سرنوشت خود او ناخدای کشتی روح خود.

د اهدافو ټاکل ډېر مه ځنډوئ .د برخلیک د پیړۍ د حرکت له سمت سره سم خپل مسیر ته هم بدلون ورکړی! ولې چې سمه راتلونکې ستاسو  په وړاندې ده او هر څومره لنډچې کولای شئ  لاس ور اوږد کړئ او هغه په خپلو لاسونو کې ونیسئ.

راتلونکې  دومره ارزښت لري چې د هغه لپاره ځان مبارزې ته ورکړئ!

څنګه هغه یو شمېر خلک چې ماتې یې هم تجربه کړې، ولې بیا هم د کارونو له ترسره کولو څخه ویره نه لري،د خپلې پریکړې د عملی کولو لپاره یې اقدام کړی او د عمل ابتکار یې په لاس کې نیولی دی؟څنګه یو شمېر خلک په لویو موانعو بری مومي او پر ستونزو غالب کیږي؟دا څنګه خبره ده چې  د هغه څه په وړاندې چې نور یې ماتې او شکست بولي  ، دوی نه  تسلمیږي؟

دوی  ناچاره او ډډه ترې نه کیدونکې راتلونکې په مخکې ویني  چې  په وړاندې یې مبارزه باارزښته او ګټواره بولي.

زما یو دوست  ( و میچل [12]) ددې ډول خلکو یو ښه او رڼه بیلګه ده، د موټر د ټکر په یوه بده  او ناوړه پیښه کې دهغه د خپل  بدن له دریو څخه، دوه برخې وسوزیدې . کله چې په روغتون کې بستر شو، نو پریکړه یې وکړه چې په  روغتون کې د نورو کسانو لپار ه کوم مثبت کار ترسره کړي او دوی ته یو څه ورکړي.؟ هغه په سوزیدلي حالت کې په دې باور درلود چې خندا او  خوشالي  کولای شي اغیزمنه تمامه شي  ، په حقیقت  کې همداسې وه  . هغه له دې لارې نورو  ناروغانو ته جراات ورکړ چې ځانونه  روغ احساس کړي . هغه به د نورو خبرو ته غوږ نیوه او دوی ته به یې تسلیت او ډاډګیرنه ورکوله.

    څو کاله وروسته  د دویم ځل لپاره له یوې بلې بدې پېښې سره مخ شو؛ هغه الوتکې سقوط وکړ چې دی پکې سورلی و. دا ځل یې د بدن لاندنۍ برخه تر نیمایي پورې فلج شوه . څه فکر کوې چې دی تسلیم شو؟ نه هېڅکله نه!  برخلاف هغه په روغتون کې پر یوې  ښایسته خدمتګارې زړه وبایلو او مین شو. له ځانه یې وپوښتل ((څنګه به وتوانیږم چې هغې ته خپل پیغام ورکړم اود ځانګړي ملاقات وخت ورسره معلوم کړم))  دوستانو یې د لیواني لقب ورکړی و.  خو په واقعیت کې هغه  ډېر څه رښتیا کړل او د خپلو ټولو خوبونو د تحقق لپاره  مصمم او رښتینی و.

(و میچیل)  خپله روښانه راتلونکې ددې ښایسته ښځې تر څنګ تصور کوله . هغه خپل ټول جذابیت ومتانت ،هوش،هوښیاري او زیرکتیا په کار واچوله  څو د ښځې زړه لاسته راوړي او بالاخره  چې دواړه د عمر ملګري شول او ژوند یې سره شریک کړ.

ډېر انسانان  شته دي که چیرې دده پر ځای وی،حتی یو ځل لپاره به یې هم جراات کړی نه وی او د یو ځل لپاره به یې هم   دا بخت نه وی ازمویلی چې د خپل زړه هیله  روښانه کړي.. خو میچیل غوښتل هغه  څه ترلاسه کړي چې ناشوني ښکاريدل.

هغه په دې ترتیب خپل ژوند دتل لپاره بدل کړ. ده د ځان لپاره داسې اهداف وټاکل چې په څرګنده د عقلي معیارونو سره یې مطابقت نه درلود.هغه پریکړه کړې وه چې په هر ډول شرایطو کې د خپلو اهدافو لپاره  باید کار سره کړي.

کله چې یو الهام بښونکی  او  هڅوونکی هدف  د ځان لپاره وټاکی ،نو په دې وخت کې د خپلې ټولې بالقوه او بالفعل (حال او راتلونکي) قوې  په مرسته او ددې قوو په ازادۍ سره  کولای شئ ، هغه چارې ترسره کړئ  چې نورو ته ناممکن ښکاري. په دې شکل کولای شی چې د خپل رشد لپاره حارق العاده امکان برابر کړی او هم کولای شی  له دې لارې بدلون ته لاره هواره کړئ.

دبریالیتوب پیل، یو پیل دی .

موږ ،تاسو داسې انسانان پیژنو، هر کله یې چې د ژوند شرایط بي خونده شي نو د ګمراهۍاو د ناخوښه شرایطو  په لوري درومي او خپله لاره ورکه وي.  دوی هغه لاره چې په مخکې یې نیولي وي ژر تر ژره بدلوي.هغوی دکارونو د تر سره کولو لپاره خپلې هڅې له سره پیلوي او له لږ ځند وروسته بیا دا کار خوشی کوي او بل کار پیلوی .په ژوند کې داسې لاره ټاکي چې وروسته یې په ناببره ډول بیرته بدلوي او په دقیقه توګه په معکوسه لاره خپل حرکت ته دوام ورکوي. له یوې لارې بلې ته اوړیدل او له یوې څانګې بلې ته خیز وهل  په دې مفهوم دي چې په سمه توګه نه پوهیږي چې څه غواړي او د څه په لټه کې دي. موږ ددې له پاره چې خپل هدف ته ورسیږو لومړی باید د خپل هدف څخه پوره او بشپړ معلومات ولرو.

هغه څه چې تاسو یې هم اوس باید تر سره کړئ  دا دي:  چې په خپلو خوبونو  فکر وکړئ.اما ددې کار له پاره لازمه داده چې په خپلو خوبونو تمرکز وکړئ! ددې په لوستو سره تاسو ته  پوره اطلاعات او معلومات نشي تر لاسه کیدای . دا کتاب یوازې یو لارښود دی ،چې تاسو کینی او خپل خوبونه د کاغد پر مخ ولیکئ.

په داسې یو ځای کې چې هلته د ارامتیا  احساس کوئ او پوهیږئ ،چې څوک مو مزاحم نه ګرځي له ځان  ارم کینئ . لږ ،تر لږه نیم ساعت خپل ځان ته وخت ورکړئ او په واقعیت سره دا پیدا کړئ چې په راتلونکي کې څه غواړئ؟   او څه ډول  جوړ شی ؟، نړۍ ته څه ورکوی،د کومو چارو د سرته رسولو وړتیا په ځان کې وینی؟،کوم شیان غواړی چې رامنځ ته یې کړی؟ ،دا وخت چې تاسو یې د ځان لپاره ځانګړی کوی ستاسو په ژوند کې با ارزښته وخت بلل کیدای شي؟.تاسو به په دې  نیم ساعت کې زده کړی چې څه ډول کولای شی د ځان لپاره اهداف تعین کړئ؟ او دهغوي د کیفیت او کمیت لپاره فکر وکړئ. او د پایلو لپاره یې وخت هم په نظر کې نیسی چې څه وخت به دا کار پایله درکوي. تاسو په دې کار سره  دهغه لارو نقشې ترسیم کوئ چې په ژوند کې پرې د تګ  اراده لری.

یوه ښه لارښوونه : اجازه ورکړئ چې ستاسو د تخیل نیرو ازادنه پرواز وکړي اوپه  هېڅ صورت  یې مخه مه نیسئ.

که چیرې غواړئ چې په ژوند کې د ماتې سره مخ نه شئ ،نو په دې صورت کې به کوم کارونه تر سره کړئ ؟یوه دقیقه ځان ته وخت ورکړئ تر څو وکولای شی په دې یوې دقیقې کې ددې پوښتنې په اړه فکر وکړئ. که چیرې د خپل بشپړ بریالیتوب څخه ډاډ ترلاسه کړی په دې صورت کې به د کومو فعالیتونوترسره کولو ته زړه ښه کړی؟ کوم کوښښونه  ترسره کوئ  او کومه نوی څیزونه په ژوند کې پیلوی؟

په دې اړه ډېر دقیق واوسئ،هر څومره ډېر یې  چې په جزیاتو  فکر وکړئ ، په هماغه اندازه په  داسې موقعیت کې قرار نسئ چې کولای شی ښه واقعي او عیني پایله ترلاسه کولای شئ.

د هغه څیزونو په اړه چې د کلونو راهیسې پرې فکر کوي، ممکن ستاسو د خوبونود فهرست  یوه ښه برخه تشکیل کړی . پر دې سربیره کولای  شئ ،چې هغه څه هم ورزیات کړئ چې تر اوسه مو پرې د فکر کولو شهامت نه دی ترلاسه کړی. دا تصمیم نیونه ډېره اړینه ده ،تر څو تاسوپوه شی چې څه شی غواړی ولې چې همدا کار هغه څه تعینوي چې تاسو یې په راتلونکي کې ترلاسه کول غواړی.

مخکې له دې چې په نړۍ کې کومه پېښه رامنځ ته  شي ، لومړی باید تاسو هغه په خپل فکر کې ترسره کړئ .د خپل زهن مهار خلاص کړئ ،هېڅ حد او سرحد مه ورته ټاکئ.

دې کتاب په پای کې یو شمېر سپینې پانې   ځای کړل شوي دي،کولای شئ  هغه اهداف چې په دې جلسه کې یې د هدف ګذارۍ له پاره په نظر کې نیسئ  په دې پاڼوکې یاداښت کړئ . تیار یاست؟ پس پیل وکړئ.

۱: په خپلو خوبونو فکر وکړئ !

هغه څه چې تاسو یې تر لاسه کول غواړئ او هغه څه چې غواړی خپلو هم نوعه ملګرو ته ورکړی، په ښکلي  رنګونو سره  تصور او تجسم کړئ . په خپلو ارمانونو او خوبونو کې سخاوت منداو لوړ نظر  واوسئ خپل ټول خوبونه د کاغذ پر مخ راوړئ : هغه څه چې لري یې او هغه څه چې ترسره یې کوې یې ، هغه څه چې غواړی نوروته یې  ویش کړی !په هغه انسانانو فکر  وکړئ چې ستاسو سره لیدو ته علاقه مند دي،او ستاسو سره له معاشرت څخه خوند اخلي،د کوم ډول احساساتو له تجربې سره مینه لری . اوس کینئ، په لیکلو  پیل وکړئ.اوس په دې  موضوع فکر مه کوئ چې خپلو ارمانونو ته به څنګه عینیت ورکړی . یوازې  او یوازې ولیکئ . هېڅ حد او سرحد مه  وجود نه لري.

۲: اوس خپل فهر ست یو ځل مرور کړئ ،او فکر وکړئ دهغه اهدافو لپاره چې تاسو وټاکل څومره وخت ضرورت دی:؟

شپږ میاشتې؟ دوه کاله؟ پنځه کاله؟ لس کال؟ شل کاله ؟ دا چې د خپلواهدافو لپاره یو خاص وخت معین کړی دا ستاسو سره ډېره مرسته کوي.

ځینې کسان   خپل فهرست ته  داسې اهداف ور زیاتوي چې  اراده لري  څو په عجله توګه یې عملي کړي.ځینې نور ګمان کوي چې د دوی لوی خوبونه په  لیرې راتلونکي کې رامنځ ته کیږي او ټول بریالیتوبه او هیلې هم له هغه ځای سره  اړیکه  پید اکوي. خو لکه څنګه چې وړاندې هم وویل شول ،هر اوږ دسفر له لومړی ګام څخه پیلیږي او پای  یې هم په دې امر پورې تړلی دی   چې  د کار پایله په  هماغه لومړي ګام کې انسان ته په داسې  شکل  واضح وي  لکه په اخرین ګام کې وي.

۳: د  معین وخت له ټاکلو وروسته اهدافو ته د رسیدو لپاره څلور هغه اهدف تعیین کړئ چې  کولای شئ سږ کال ورته و  رسیږئ.

هغه اهداف وټاکئ چې تر ټولو ډېر اهمیت درته لري . هغه اهداف چې ستاسو محرک او مشق دي او ترلاسه کول یې  ډېره خوشالي په در  برخه کوي.دا څلور اهداف په یو بیل کاغد کې ولیکئ او دا هم ولیکئ چې ولې په هر ډول شرایطو کې دې   اهدافو ته د رسیدو لپاره مصمم یاست؟  دا چې ستاسو تکلیف په ( ولې) سره مشخص شوی دی ډېره مهمه ده له دې چې تاسو پوه شئ چې څنکه کولای شئ ، دې اهدافو ته ورسیږئ. کله چې پوه شئ ولې غواړې دې اهدافو ته ورسږئ . هدف ته درسیدو لپاره لاره  په خپله تضمین کیږي.

د اهدافو په ټاکلو او تعیینولو کې یوازې د ځان په اړه فکر مه کوئ، بلکې د نور ولپاره هم فکر  وکړئ، د هغه کسانو په اړه چې ستاسو په ژوند کې وجود لري . په دې فکر وکړئ ، تاسو چې خپلو اهدافو ته د عمل جامې ور واغوندۍ نور به ستاسو له دې کاره څه ګټه پورته کړي؟په نړۍ کې هر څه ته چې غواړی رسیدی شی ،ولې یوازې منطقی دلایل درڅخه غواړي ؟

۴:په اخر کې د خپل ځان لپاره توصیف کړئ چې دې اهدافو ته د رسیدو لپاره باید څه ډول انسان وی؟

ایا زیاتره  باید نور وسره همدردي وکړئ او زیات نرم او ارمه واوسی او یا دا چې هدف ته د رسیدو لپاره باید ډېر قاطع او ثابت واوسئ؟ ایا هدف ته د رسیدو لپاره باید لوړې زده کړې ولری؟ د مثال په توګه غواړی چې ښوونکی شی ، ستاسو په نظر یو انسان باید څه ډول صفات او ځانګړتیاوې ولري چې په مطلوب شکل ښوونکي شي او یا په نور و تاثیرات وغورځوي؟

فکر ي تمرینونه په خپل پلان کې ځای کړئ !

هدف ته د رسیدو لپاره  مې ځان ته یو استوار قانون وضع کړی دی. په دې ترتیب چې د هدف له ټاکلو وروسته  له هر ډول ځنډ پرته په فعالانه توګه هڅې په کار اچوم چې ټاکل شوی هدف ترلاسه کړم.

کله چې  و میچل پریکړه وکړه  خپل چاپیریال ته باید یو څه ورکړي، په لنډه موده کې یې په خندا پیل وکړ او د مریضي په جریان کې یې چې کله  په روغتون کې پر یوې خدمتګارې زړه وبایله  نو له ځند پرته یې د هغه سره د ناستې  لپاره په یوه لاره فکر وکړ او وروسته یې د هغه جینۍ سره واده ترسره  شو.  تاسو هم ګام پر ګام د پرمختګ په لوري حرکت کوی؟ بردباري په دې لاره کې ستاسو تر ټولو ښه دوست دی ، هغه ته د دوستۍ لاس ور وغځوئ  او کله چې په لنډه موده کې خپل ټاکل شویو اهدفو ته ونه رسیږئ نو په بې ځایه انتقادونو ځانونو ته ازار مه ورکوئ!

په منظمه توګه ( فکري تمرین) ولرئ ، څو  ستاسو دفاغ دافرمان ترلاسه کړي چې په هر ډول شرایطو کې خپلو اهدافو ته درسیدو په لټه کې یاست.

 الف : هره ورځ  دوه ځلې او یا لږ ډېر له ځان سره پنځه دقیقې کینئ او د خپل هدف په اړه  فکر وکړئ!

ب : داسې تصور وکړئ چې خپل هدف ته نایل شوی یاست ، په دې اساس به خپل ځان سرزنده  او خوشاله احساس کړئ. تاسو به د غرور ، خوشالۍ افتخار او هیجان احساس وکړئ . هغه څه یاد ته راوړئ چې له بریالیتوب وروسته یې لیدل او احساسول غواړئ. په دې شیبو کې به د سر لوړی احساس وکړئ، دا  ډول نده؟

ایا فکر کوئ چې دا ډول تمرینونه موثر دی؟  هو؟ نه ؟او تر کومې کچې؟ زه تاسو ته  ثابتوم چې دا روش په واقعیت کې موثر او اغیزمن دی. په همدې منظور اراده لرم چې تاسو ته یوه لوبه در وپیژنم . که چیرې تاسو په دې لوبه کې د ګډون لپاره تیارۍ ونیسی ، په دې مانا چې د مبارزې په جریان  کې  له ټولو پیښیدونکو ستونزو او سختیو سره د مقابلې لپاره اماده یاست ؟او په خارق العاده ټول د بریالیتوب لپاره کار کوئ او بریالیتوب  ته رسیدونکي یاست. تاسو دې لوبې ته تیار یئ؟ ډېر ښه همدا اوس یې پیل کړی ،اوس …

دیارلسم لوست

د عاطفي او احساسي کشمکشونو سره د مقابلې  لپاره لس ورځنی پلان

که چیرې تاسو تر  اوسه ددې کتاب هېڅ تمرین مو نه وي ازمویلی، تاسو ته  توصیه کوم چې ددې  حد اقل ددې برخې تمرینات چې( لس ورځنی پلان )نومیږي حتماً ترسره کړئ.

دې لس ورځني پلان زما  ژوند له اساسه بدل کړ او د هغه څه مخه یې ونیوله چې زما  ډېره وخت په منفي، ناسالم او بې فایدې افکاروکې تیر شی.  او ددې  زمینه یې په  راکړه چې د خپل روح  کنترول په خپل لاس کې واخلم .

تیار یاست؟ پس لومړی د لوبې مقررات

۱:  په راتلونکو لس ورځوکې (دا لس ورځې متواترې دي او په منځ کې یې وقفه نشته) له ټولو هغه  غیر سازنده افکارو او احساساتو څخه پرهیز چې ستاسو نیرو او ځواک کمزوی کوي . د هغه پوښتنو او تمثیلونو څخه اګاهي لرم چې  ټول ژوند یې بدل کړ. که چیرې تاسو هم دا پلان په لوړه کچه عملي کړی او یا یې د عملی کولولپاره په لازمه کچه هڅې وکړئ، په روحي او فکر لحاظ به هغه لارو ته ځانونه برابر کړی چې ما تجربه کړی دی .

اوس غواړم تاسو  له یوې بلې شیوې سره  چې د ستونزو او مشکلاتو سره د مبارزې په لاره کې ډېره اغیزمنه ده اشنا کړم. د کار د لارې پیژندنه او یا په بل عبارت ، د ستونزو  سره د مخامختیا  لپاره ځانګړې بلنه …

 دې کتاب په لومړیو کې   په دې طرحه هم رڼا واچوله چې د ستونزو او مشکلاتو سره د مخا مخ کیدو په صورت کې او یا خوشالیو ته د رسیدو په صورت کې د هغه کسانو سره مرسته او همکاري ده چې د ژوند دشرایطو  اوسنی حالت یې تر موږ هم بدتر او خراب دی. کله چې افراد د سختیو څخه راوباسو او دوی هم دا احساس کړی چې ستونزې یې اوس د حل کیدو په  حال کې دی  ، له دوی څخه غواړو چې د یوې او یا دوو ورځو لپاره خپلې ستونزې او مشکلات  هیر کړی او داسې خلک دې ولټوي چې د ژوند شرایط یې تر دوی هم بدتر او خراب وي او له هغوي سره د دا ستونزو په حل کولو کې مرسته وکړي ، په دې صورت کې به هغوي هم د ښه والي احساس وکړي،په پیل کې دوی دا عقیده ترلاسه کوي چې هر ستونزه تر د دوی تر ستونزې لوړه نده . مثلاً  که چیرې تاسو خپله دنده له لاسه ورکړي وي ، داسې یوه میرمن پیدا کړئ چې تازه یې خپل بچی له لاسه ورکړی وی . کله چې تاسو د خپل بانکي حساب څخه پسې راو باسی او فکر کوی چې ستاسو موجودي کمه شوی او یا مو ښه موقعیت له لاسه ورکړی دی ، په دې صورت کې د هغه فرد سره مرسته وکړی چې د باران او یا د یخنۍ څخه د خلکو کورونو ته پناه وړي په دې شرایطو کې  تاسو په دې موضوع فکر کوئ چې ستاسو حالت په مراتبو تر هغوی ښه دی!

یقیناً ډېر داسې انسانان وجود لري چې د موږ په پرتله له سترو ستونزو سره مخامخ دی  او موږ له ستونزو یې په مراتبو ستونزې لوي او قوي دي له همدې امله ده چې له نورو سره په ستونزو کې مرسته دوه پیغامونه  له ځانه سره لري.

لومړی: کله چې د بل چاستونزه چې د ستاسو تر ستونزې لویه وي وګوری نو بیا به خپله ستونزه   له یوې بلې متفاوتې زاویې وګورئ. کله چې خپلې ستونزې له نورو سره مقایسه کوی ، نور تر ډېره  خپلې ستونزې درته حل کیدونکي ښکاري او دا  نکته تجربه کوئ چې ډېر انسانان د ستونزو سره د مخامخ  کیدو په صورت کې خپل جراات او شهامت ښکاره کوي او تاسو ته دا موقع درکوي چې د هغې په مرسته هر څه د ښه والي په لوري سوق کولای شئ.

دویم دا چې حتی که تاسو ونه توانیږئ چې د نورو ستونزې حل نکړی او یوازې د همدردۍ او تسلیت پرته بل څه مو له لاسه  پوره نه وي ، دا هم تاسو ته دا در زده کوي چې له نورو سره د زړه مینه او همدري او همکاري څومره  ګټه رسونکی عمل دی او هغه څه چې تاسو یې د نورو سره کوی په لس چنده یې بیرته بدله ترلاسه  کوئ.

د خوب او یا ارمان عنوان : ………………………………………………………………………………………

په زهن کې یې د شکل نیونې وخت: ………………………………………………………………………

د ترلاسه کولو لپاره یې  پیش بیني  شوی وخت:……………………………………………………..

ددې خوب او ارمان د پوره کولو طریقه :…………………………………………………………….

د خوب او یا ارمان عنوان : ………………………………………………………………………………………

په زهن کې یې د شکل نیونې وخت: ………………………………………………………………………

د ترلاسه کولو لپاره یې  پیش بیني  شوی وخت:……………………………………………………..

ددې خوب او ارمان د پوره کولو طریقه :…………………………………………………………….

د خوب او یا ارمان عنوان : ………………………………………………………………………………………

په زهن کې یې د شکل نیونې وخت: ………………………………………………………………………

د ترلاسه کولو لپاره یې  پیش بیني  شوی وخت:……………………………………………………..

ددې خوب او ارمان د پوره کولو طریقه



[1]Lech Stanislavsky

[2]Krakau

[3]. Connecticut

[4]Charlie Brown

[5]‌Bundesliga

[6]Martin sheen

[7]Janet

[8]Micheal Jordan

[9] : Laney high school

[10] Clifton Herring

[11]Chicago Bulls

[12]W.Mitchell

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *