تاند: په افغانستان کې د هالینډ سفير د ننګرهار کامې ولسوالۍ ته چې یو له با امنو او سرسبزو ولسوالیو ده سفر کړی دی.
د هالينډ سفير ارنست نورمان کامې ته د سفر په ترڅ کې د يو شمېر کرنيزو پروژو ليدنه وکړه.
په دې لیدنه کې چې پرون ترسره شوې د کامې ولسوالۍ مسئولينو او يو شمېر نورو چارواکو هم شتون درلود.
د هالينډ سفیر، چې د دوی له لوري د جوړو شويو استنادي ديوالونو او سربندونو څخه يې ليدنه کوله ژمنه وکړه، چې په دې ولسوالۍ کې به نور استنادي ديوالونه او سربندونه هم جوړ کړي.
د کامې ولسوالۍ مسئولينو په دې سيمه کې د هالینډ هېواد له لورې د کرنې او اوبو لګولو په برخه کې د ترسره شویو مرستو څخه مننه وکړه او د نورو پروژو تر سره کولو غوښتنه يې وکړه.
د هالنډ سفیر په وروستۍ لسیزه کې لومړنی بهرنی ډیپلوماټ دی چې د ناامن ننګرهار یوې امن ولسوالۍ ته سفر کوي.
HOLLAND IS THE BEST COUNTRY IN EUROPEAN UNION;
MANY AFGHANS LIVED IN HOLLAND,
THANKS FOR HELP IN REBUILD &AGRECALTURE IN THE AREA