تاند- هالنډي شهزاده، چې اتلس میاشتې پخوا ټپي شوی و، پرون /دوشنبه/ د څلورڅلوېښت کلونو په عمر ومړ.
جوهان فیرسو، تر ټپي کېدو پخوا لا له ولیعهدۍ د یوې رسوايۍ په خاطر لاس اخیستي و، اتلس میاشتې پخوا د سکي لوبې په ترڅ کې سخت ټپي شو او مازغه یې په کیڼه خوا کې له کاره ولوېدل.
د هالنډ سلطنتي ماڼۍ وویل چې شهزاده فیرسو د هغې صدمې له کبله ساه ورکړه چې د سکي د لوبې په لړ کې یې مازغو لیدلې وه.
په تېرو اتلس میاشتو کې د ده مازغو خورا لږ کار کاوه، تقریباً کاملاً بې سده و.
فیرسو د ۲۰۱۳ کال په فبرورۍ کې، په داسي حال کې چې په اتریش کې یې سکي کوله، راشی (برف کوچ) پرې راغی او سخت یې ژوبل کړ.