د هالیووډ ستوری جاني دپ

تاند- د مشهور امریکايي سینمايي ستوري جاني ډپ (Johnny Depp) منېجران وايي چې د هالیووډ د دغه نامتو ستوري د مالي ستونزو اصلي علت دا دی چې هره میاشت پر بېلابېلو غیرضروري چارو ۲ ملیون ډالره لګوي.

هغوی دا خبره وروسته له دې وکړه چې په خپله جاني ډپ په وروستیو کې له هغې کمپنۍ شکایت وکړ چې د ده د مالي چارو منجمینټ یا اداره یې په غاړه ده.
https://www.facebook.com/CNBCMakeIt/videos/1853012138093609/
خو (منجمینټ ګروپ) کمپنۍ ویلي چې جاني دپ تېر کال نژدې ۷۵ ملیون ډالره د خپلو ۱۴ کورونو پر فرنېچر او ترمیم لګولي او په ۲۰۰۸ کې یې یوازې ۳ ملیون ډالره د امریکايی لیکوال هنټر ایس ټامپسن د جنازې په مراسمو او د توپ په وسیله د ایرو په خپرولو خرڅې کړي دي.

دغه شرکت د ښاغلي دپ نور لګښتونه په دې ډول ښودلي دي:

په ۱۸ ملیون ډالره تفریحي بېړۍ

په ۴ ملیون ډالره د موسیقۍ د ثبت او خپرولو کمپنۍ چې ناکامه شوه.

په ۳ ملیون ډالره د ټامپسن جنازه او ایرې

۴۰ مامورینو ته د میاشتې ۳ لکه ډالره معاش

د شخصي الوتکې د ساتنې لپاره د میاشتې ۲ لکه ډالره

د ۲۴ ساعته پیرې لپار ساتونکو ته د میاشتې یولکو پنځوس زره معاش

د میاشتې د ۳۰ زره ډالرو الکول

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *