م.اکبر کرگر
فرويد د ادبي اثارو دشننې اوتفسير سره ډيره ليوالتيا درلوده. له هغې جملې د ((داستايوسکي اوپلار وژنه)) اثر يې يوه نمونه ده. همدارنگه د مارې بونابارت چى د ادگار الن پوه اثر دى يا د ليوناردو داوينچي دماشومتوب خوبونو سره تماس نيولي دى. همداراز يې د گويته د کوچنيولي خاطرات چې د شعر او حقيقت په رساله کې يې شننه کړې په زړه پورې ده.
فرويد د ماري بوناپارت په باب يو مشهور حکم لري وايي چې هنر په عالي سطحه کې يو ((سادو مازخيستي Sadism and Masochism)) غوښتنه لري. اوهنري لذت درومان په لوستلو۔ دنندارې په ليدلو اودناورينونو په مشاهده کولو کې ځان ښکيلول چې په پايله کې يې مرگ وي په واقعيت کې د ((من )) ارضا اوخوشالول دي . دفرويد اکثر پلويان په دې ټکي تمرکز کوي چې هنر په نهايت کې دروان يو ډول سپيڅلي کول يا کاتارسيس دى . دهنر اوادبياتو شننه په کلي توگه درې عناصرو ته پاملرنه ده . اويا دهغو ترکيب ته پام اړول دي. دا درې عنصره عبارت دي له : مولف ،مخاطب او د ادبي شخصيت قهرمان.
په لومړي برخه کې سره له دې چې د نن ورځې په نقد کې ورته دومره اهميت نه ورکول کيږي خو فرويد پرې يوه رساله کښلې ده. چې زياتره اروا څيړنېز نظريات دهغه دخپلو نظرياتو د ودې اوپراختيا له پاره مطرح شوي دي چې د ادبي اوهنري نقد په برخه کې ډېر لږ ارزښت او اغيزمنتوب لري.
همدارنگه هغه څه چې دلته پرې تمرکز کول غواړو دادې چې دفرويد يو مثالي اونمونه اوبار زښته کار د شکسپير دنندارو شننه او په دې لړ کې په هملت باندې بحثونه اوخبرې اترې دي. د هملت په باب شننه د داسې يو شخصيت شننه ده چې يو قهرمان ديو سړي دوژلو وس او اراده نه لري. په واقعيت کې دهغه (( پټه اونا اگاهانه هيله اوغوښتنه ده )) هغه چې دقهرمان دپلار قاتل او دهغه له مور سره يو ځاى شوى دى. د ارواڅيړنې معتقدينو ته فرويد يو ناپايه جاذبه لري .دفرويد يو نږدې دوست ارنست جونز يو اثر لري دغه اثر نن ورځ زيات بحثونه او پوښتنې را ولاړې کړې دي . په ۱۹۷۰ کال کې ژاک لاکان دهملت په باب اود ادگار الن پوه په باب مقالې ليکلي دي چې دفرويد دنظرياتو په بنسټ دي . چې د فرويد له نظره( په لنډه اشاره اودخوبونو تاءويل ) دې . دهملت دشخصيت اروا څيړنه په واقعيت کې دشکسپير شخصيت پيژندنې ته لاره کوي. خو دداسې شننو ستونزه داده چې د ادبي شخصيت ژوند ديو انسان په توگه متصور کيږي . نه هغه ډول چې ادبي شخصيت دى.
له بلې خوا په ځانگړې توگه دهملت په اړوند مشکله ده چې دشکسپير دمتن له لوستونکي وغوښتل شي چې دمتن په ټولو څرگندونو سترگې پټې او د هملت ناپايه مينه له پلار سره په ظاهر کې دکرکې يوه داسې پرده وگڼل شي چي هغه يې دپلار په نسبت لري. خو لاکان هملت د داسې کرکتر په توگه معرفي کوي چې دخپلو غوښتنو اوليوالتيا وو لاره ترې ورکه وي.
منتقدين د هملت دپلار دوژلو په برخه کې د زياتو دلايلو يادونه کوي .
يو نظر دا دى چې دمسيحي ديانت له مخې بدل اخيستل رسما يو غير اخلاقي عمل دى. هاملت هم له دې امله د اخلاقي نارواو سره مخامخ دى . ځيني وايي چې هملت دفکر کولو اوتاءمل سړى دى يعنې زيات فکر کولو ته ليوال دى نه کړنو ته .
دريم احتمال دادى چې هاملت يو خپه او غم ځپلى ځانگړنه لري. د ځان وژنې اوله خپگانه ډک افکار اود انسان رذالتونه اوشرارتونه په پرله پسې توگه د هغه د وجداني نارامي سبب کيږي، نو دهغو په وړاندې ځان عاجز بولي اوعمل نه شي کولي .
د زيگموند فرويد د نظر له مخې د هاملت په افسانه کې د اديپ د شهزاده افسانې محتوا صدق کوي :
د اديپ افسانه څه ده ؟
فرويد ويلهم فيس ته په خطاب کې وايي:
(( يواځينۍ اوډېره با ارزښته مفکوره راته روښانه شوه . زه هم په ناروغانو اوهم په خپل ځان کې دمنظمو او مرتبو روښانونو په کشفولو کې چې له مور سره دعشق اوله پلار سره رخه کولو پورې اړه لري ، را روښانه کيږي چې دا يوه عامه پيښه ده . اود ماشومتوب دپيل په دوران کې شامله گڼل کيږي . ))
داديپوس کاملکس دفرويد کشف دى. د هغه په عقيده .نارينه ماشوم د ۳ او۶ کلونو په منځ کې له مور سره يوه شهودي ليوالتيا لري. اوله پلاره کرکه لري . له پلاره ډار لري چې (ختنه) يا (خصي )يې نه کړي . يا يې جنسي تذکير اله له منځه يو نه سي. فرويد ه دې باور دى چې اديپي هڅې عامې دي .
د سوفوکلس اديپ شهزاده يو په زړه پورې اساطيري داستان دى . اديپ دلايوس اوژوکاست دواړو چې دتب پادشاه اوملکه وه زوى و. ديوه وړاند ويونکي داټکل له مخې چې کله دهغه زوى لوي شي خپل پلار به ووژني اوله مور سره به زنا وکړي . نوله زيږون وروسته هغه په غرونو کې پريږدي چې هلته مړ شي . يو شپون هغه ژغوري اوله ځانه سره يې يو بل ښار ته وړي. دهغه ځاى پادشاه اوملکه نوموړى دځوى په توگه مني اوروزنه يې کوي . اديپ له وړاندوينې خبريږي اوپه دې باور دى چې دا د هغه رښتيني پلار چې له خطر سره مخامخ دى نه دى. نو له هغه ښاره هم تښتي . دسفر په ترڅ کې دلايوس سره مخامخ کيږي . له هغه سره شخړه کوي او لاوس وژني .
اديپ په دې لړ کې د تب ښار له هلاکيدوني لعنت نه ژغوري اودتب دپادشاه له کونډې ((ژوکاست)) سره واده کوي .په واقعيت کې بالاخره په دې خبره يې سر خلاصيږي چې خپل پلار يې وژلى اوله مور سره يې واده کړى دى. کله چې هغه له دې جنايت نه خبريږي ،په وحشت کې لوييږي . ځان ړندوي اوله تب نه تښتي او په يو سر گردانه سوالگر بدليږي . (۱.۲۷۲)
داديپوس ننداره يوه ډېره مشهوره تاريخي ،فلسفي اوارواپوهنيزه هستونه ده . فرويد دهغه مطالبو له مخې چې له ناروغانو يې اوريدلي وو يادښتونه يې اخيستي وو. دخپلو روان څيړنو څخه دې پاېلي ته رسېدلې و چې موږ په نا خبره توگه ددې داستان له ماهيت نه پوهيداى شو چې : ټول نرينه هلکان په يوه پيچلي اومرموزه توگه چې ويل کيداى شي په ډېره عجيبه توگه ددې ليوال وي چې پلار ووژني اوله مور سره يو ځاى شي (اوديپوس کامپلکس ) . له همدې کبله ټولې نجونې دا ليوالتيا لري چې له موره ځانونه ليرې کړي او له پلار سره نږدې شي. (الکترا ) . دا ډول تخيلات اوفانتيزي گانې په دومره اندازه له ناورينه ډکې دي چې ښايي د نا اگاه شعور په تل کې ښخ پاتي شي اوبيا دټول ژوندانه په جريان کې شخړې اوسخت تيري او ناورينونه را منځ ته کړي . خبره داده چې فرويد څرنگه دې طرح اوپاېلې ته ورسيد ؟
دفرويد فکري غنا دې ته ورته وه چې د ۳ او۴ کلونو په شاوخوا کې يې ماشوم داسې احساس کوي چې دمور اراموونکي پاملرنه اوساتنه په بشپړه توگه په هغه پورې ځانگړې نه ده . بلکې لازمه ده چې هغه دمزاحم شيدې خوړونکي په توگه په تيره بيا له پلار سره چې زوى ترې خپه اورنځيږي اوغواړي هغه له مخې ليرې کړي ، اړونده ده .
نرينه ماشوم په نا اگاهانه توگه دپلار دوژنى هيله لري . سره له دې که پلار له ماشوم سره مينه هم ولري. خو په نا اگاه شعور کې يو څه شته .
کله چې زوى پوه شي چې پلار ځواکمن دى اوپر هر څه خبر دى اوپه دې هم چې لور دتذکير اله نه لري نو ډاډ پيدا کوي چې هغه له منع شويو افکارو او احکامو (تابو ) څخه خبر دى فرويد په دې باور و چې اخلاقي وجدان په نارينه وو کې له پلار سره د اديپي سيالۍ په له منځه تللو سره تر لاسه کيږي.
د فرويد په عقيده داديپ اسطوره دانسان درواني ودې ديو مهم پړاو مظهر ده ، هغه وايي چې نرينه ماشوم دژوند په خاص پړاو کې له ماشومتوب راهيسې دپلار دوژلو او له مور سره ديو ځاى کيدو تلوسه اوليوالتيا لري. چې دې ته داديپوس کامپلکس هم وايي . نرينه فرد په ناخبرې توگه دا غوښتنه لري، خو په پايله کې هر څه يعنې گناه اودشرم احساس دهغه دغاړې غاړه کۍ کيږي . ددې هيلې را ټوکيدل اوجوړيدل دماشوم دودې لومړى پړاو دى چې دجنسي تمايلاتو دپخيدو په لور حرکت کوي . له دغه وخته تر مخه يعنې کله چې ماشوم داديپي پړاو نه تر مخه پړاو تيروي يوازې له مور سره مينه لري . پلار دماشوم درقيب حيثيت لري .
همدا ډول د هلک د خصي توب خطر نرينه ماشوم دې ته رابولي چې له مور سره ديو ځاى کيدو ليوالتيا (چې يو ناخود اگاهانه عمل دى ) له سرنه بهر کړي.
دفرويد په عقيده کله چې ماشوم لوييږي اوبلوغ ته رسيږي دخپل اديپي رواني ودې پړاو په بشپړه توگه شاته نه غورځوي . بلکې دهغه غوښتنې اوتمايلات په کې په ځپل شوې توگه دناخود اگاهانه تمايل په توگه پاتي کيږي اوبيا له مور سره له مينې کولو ډډه کوي . خو دغه رټل شوي اميال له منځه نه ځي . بلکې په پټ ډول ديو بحراني حالت په راپيدا کيدو کې تم کيږي . په بل عبارت دبريالي بلوغ له پاره ناچاره کيږي چې لويه بيه ورکړي . که هلک داديپ په غوټه باندې په غلبه حاصلولو کې برې ته ونه رسيږي نو په ناسالم ډول له مور سره مينه کوي او دژوند په وروستي پړا وکې په مخالف جنس باندې زړه بايلل ورته سختيږي . (۲ـ ۱۲۶ )
دا جوته ده چې دفرويد داديپ نظريه دهاملت له نندارې اوپخپله دهاملت له کرکتر سره څه رابطه لري ؟ يوه خبره هم دنامتعادلو شخصيتونو هغه ده . فرويد وايي چې سره له دې چې هاملت په خپل تن اوناخود اگاه کې اديپي پړاو په بشپړه توگه ځپي خو په ژوند کې ژور بحرانونه دهغه دتمايلاتو دبيا ظهور او را برسيره کيدنې سبب کيږي . دژوند په لومړي پړاو کې دپلار له وژلو خبريږي دا خبر هم په هغه (هاملت ) کې دبيا را هڅونې سبب کيږي .
درامين سلدن په نوم يو منتقد او د نورو منتقدينو په نظر دهاملت اصلي ځانگړنه دهغه جنون دى. هاملت خپل دوست اوملگري ((هوراشيو)) ته وايي چې غواړي عجيب اوحيرانوونکي چلند خپل کړي. دنندارې په ځينو صحنو کې خپل عادت له لاسه ورکوي . خو دا مالومه نه ده چې واقعي چلند دى اوکه مصنوعي ۔ سره له دې چې هغه د خپل ژور خپگان له پاره ډېر دلايل لري . او په قصدي توگه وايي چې نا معموله چلند کوي.
د ياد کرکتر له ناخود اگاه شعور نه ځپل شوي توکي او مسايل په تحريف شويو شکلونو را څرگنديږي. او د هاملت ځپل شوې غوښتنې هم په دې ډول ځان را څرگندوي. هغه پخپله وايي چې له دروني پيښو څخه خبر دى چې له ظاهرې خپگانونو نه ډېرى زياتې ژورې ريښې لري: ((زما په دننه کې داسې څه شته چې نه را برسيره کيږي . ))
دخپگانونو ظاهري نښې نښانې (( تور کالي ،ماتمونه ، او اوښکي تويول )) دغمونو يواځينى بيان نه شي کولي .يوازې دلايل (( يعنې کلمات چې هاملت له هر ډول مانا پرته يې په خوله راوړي ،په حقيقي توگه دهغه خپگان ښئ . هاملت پوهيږي چې دهغه دمور په چټک واده کولو کې چې دخپل ميړه له ورور سره يې وکړ ، دهغه له پاره نارامه کوونکي اوناوړه کار وو . )) خو دهغه دروني رنځ اوکړاو دومره ژور دى چې ان دروح اظهارات هم نه شي کولي هغه په بشپړ ډول شعوري برخې ته را وباسي .)) (۲ـ۱۳۲ )
فرويد وايي :
دېوي مشهورې ليدتوگي له مخې پلار وژنه دبشريت لومړى جنايت اوډيره مهمه گناه ده چې دفرد له خوا تر سره کيږي . ( دفرويد دتوتم اوتابو کتاب وگورئ هلته دا مساله په تفصيل بيان شوى ده ) په هر حال پلار وژنه دگناهونو اصلي اولومړڼۍ سر چينه ده . سره له دې چې ډاډه نه يم چې يواځينى علت دى تر اوسه څيړونکو ونه شول کړاى دگناه ذهني زمينه اودهغه دجبران لزوم په پريکړي توگه مشخص کړي . په دې اساس ددې اړتيا نشته چې پلار وژنه دگناهکارۍ داحساس يواځينى دليل دى . دا رواني حالت پيچلې دې اوسمونې ته اړتيا لري . له پلار سره دزوى اړيکي په اصطلاح ((دوه گوني )) دى . هلک يا زوى له پلاره کرکه لري. او د هغه د له منځه وړلو غوښتونکى دى . خو بيا هم ورسره مينه کوي . په ذهني توگه ددغه دوه ليدتوگو ترکيب له پلار سره ديو والي سبب کيږي . زوى په دې هڅه کې وي چې دپلار موقعيت تر لاسه کړي ، يو دليل دادې چې پلار دستايني وړ بولي اوغواړي چې دهغه په څير وي. بل دليل دادى چې غواړي هغه له منځه يوسي ، هغه مهال ددغه تکامل پايله په خپل وړاندې دستر خنډ سره مخامخ کيږي . په يوه خاصه مقطع کې هلک پوهيږي چې که هڅه وکړي خپل پلار ديو رقيب اوسيال په توگه له منځه ليرې کړي . پلار به هغه دسزا په توگه خصي کړي يعني نرينه توب به يې له منځه يوسي . ددې ډار له مخې هلک ليوالتيا لري چې دمور سره دنږدي والي له پاره پلار له منځه وړلو څخه ډډه وکړي . نو په نا خود اگاه شعور کې ددې مثال موجوديت دگناهکارۍ احساس را منځ ته کوي . زموږ په عقيده هغه څه چې وويل شول د اديپ دغوټې عادي پايلي دي ، اوس لازمه ده چې نور مهم ټکي پرې ورزيات کړو .
فرويد په ((داستايوسکي اوپلار وژنه)) په اثر کې وايي :
دا به ستونزمنه وي چې دبشريت دتيرو ټولو دورانونو درې واړه ادبي شاهکارونه (دسوفوکل اديپ شهريار ۔ دشکسپير هاملت ۔ اودداستايوسکي دکارامازوف وروڼه ) دتصادف له مخې يو ډول پلار وژنه تشريح کوي . پر دى سربيره په درې واړو يادو شويو اثارو کې ددې عمل دارتکاب انگيزه (ديوې ښځې دترلاسه کولو له پاره جنسي انگيزه ) جوتوي . (۳- ۲۵ )
سره له دې چې داوديپوس کاملکس اوالکترا کشف دفرويد يو له مهمو کشفونو څخه دى ، خو وروستيو ارواپوهانو او فيلسوفانو دا بشپړ نظر نه بولي ، همدا شان دجنسې مسالي اولويت باندې نيوکه کوي . خو دلته زموږ کار يوازې دهاملت په برخه کې يو لړ راسپړنې وي ، دهاملت داستان لکه نور هغه دبشريت ديو لړ مهمو ستونزو بيان دى . داوديپوس اودکارامازوف ورونه په څير خپل تاريخي اوستر فرهنگي اغيز او بيان لري.
يادښتونه :
۱.شارون هلر.دانشنامة فرويد .(ترجمه مجتبې پردل.مشهد .ترانه ،سال ۱۳۸۹.
۲.رامين سلودن .نمايشنامه ء هاملت . (نقد روانکاوانه ) (ترجمهءحسن پاينده ) ارغنون ،شماره ۴.چاپسوم . تهران :سال ۱۳۹۰
۳.زيگموند فرويد .داستايوسکي وپدر کشي . (برگردان.حسين پاينده )
د ليکوال د داستان، تيرمهال او ټولنيز ناخبرې شعور يا (ناخوداگاه) له اثر څخه .