همت یار جانزی : پکتیکا – د پکتیکا ولایت په اومنه ولسوالۍ کې د هاوان مرمۍ د چاودنې له امله یو کوچنى وژل سوی او دوه نور ټپیان دي.
د دې ولایت امنیه قوماندان دولت خان ځدران تاند ته د پېښې د پخلي تر څنګ وايي چې کوچنيانو د چاودیدلی مرمۍ په سرګلوله باندې د لوبو د سامان ګومان کړی وو او ورسره یې لوبې کولې.
د ځدران په خبره چې په چاودنه کې ټپیان سوي ماشومان د ښرنې ملکي روغتون د درملنې په موخه وړل سوي دي، خو نوموړي يې د روغتیايي حالت په اړه معلومات ورنکړل.
قوماندان دولت خان ځدران دا ونه ویل چې چاودیدلي مرمۍ پخوانی وه او یا اوسنی؟
د پېښې عیني شاهدان هم یاده چاودنه د هاوان د مرمۍ له امله بولي او زیاتوي چې قرباني ماشومانو ورسره لوبې کولې چې پرې چاودلي ده.
سرچینې د ماشومانو عمرونه د لس او پځلسو کلونو ترمنځ یاد کړل.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *