لنډیز
د فوسیلي سون توکو د کارونې د تاوانونو له ښکاره کېدو څخه وروسته په داسې لارو چارو کار کېږي چې د انرژي د جوړېدو نورې سرچینې وموندل شي چې لاسرسی ورته اسانه وي او د ککړتیا اندازه یې هم په ټيټه کچه کې وي چې د دغه ډول انرژي سرچينو څخه یـــوه هم هاېدروجني انرژي ده، هاېدروجن یوه داسې ماده ده چې په اسانۍ سره سوزي، په ازاده هو ا کې سو ن څخه یې د اوبو بخارات او په لږه اندازه د نایتروجن اکساېدونه جوړېږي، هاېدروجن د لاسته راوړلو لپاره د اوبو د الکترولیز طریقه ډېره معمول ده خو د تولید اسانه لاره یې له میتان او اوبو بخاراتو څخه جــــوړول دي، هاېدروجن څخه په مایع حالت او یا د متراکم شوي غاز په بڼه ګټه اخستل کېږي، د موټرونو جوړونکي ډیری شرکتونو داسې موټرونه جوړ کړي چې هاېدروجني انرژي له سون څخه ګټه اخلي او همدارنګه فضایي ادارې یې تشیال ته د سپوږمکیو او دفاعي راکېټونو د توغولو لپاره د سون مادې په ډول کاروي، نو ځکه دغه انرژي روښانه راتلونکې لري، د هاېدروجني انرژي دغه ارزښت ته په کتو په دې څېړنيزه مقاله کې د هاېدروجني انرژي ارزښت څېړل شوی دی.
کلیدي کلیمې: هاېدروجني انرژي، متراکم شوی هاېدروجن غاز، د انرژي بدلوونکې اله، پروتون لېږدونکې پرده، الکترولیز کړنلاره ، فوتولیز.
سریزه
هاېدروجن یو کوچنی اتوم لرونکی عنصر دی، د هاېدروجن هر یو اتوم یواځې یو پروتون لري، په طبیعت کې لمر د هاېدروجن او هیلېم څخه جوړشوی لوی جسم دی ، د لمر په هسته کې د هاېدروجن اتومونه سره یو ځای کېږي تر څو هیلېم جوړ کړي (دغه عملیه د فیوژن په نوم یادېږي) او ورڅخه د وړانګو انرژي جوړېږي، دغه وړانګې د ځمکې پر مخ د ژوند ساتنې لپاره کار کوي ځکه د فوتوسنتیز عملیه نباتاتو کې پر مخ بیايي او د کېمیاوي انرژي په بڼه په فوسیلي سون توکو کې زېرمه کېږي، هاېدروجن د ځمکې پر مخ د غاز په څېر نه پېداکېږي بلکې له نورو عناصرو سره یو ځای د مرکب په شکل شته دی لکه اوبه ، میتان اونور.
هاېدروجن له نورو سرچینو څخه لکه طبيعې غاز، ډبروسکرو، بایوماس او اوبو څخه جوړېدی شي، د هاېدروجن د جوړېدو دوه مهمې کړنلارې بړاس ته اړول او الکترولیز دي چې اوبه په هاېدروجن او اکسیجن ټوټه کېږي، د هاېدروجن د تولید مېتود د بړاس شکل ته اړونې مېتود دی چې په اوسني وخت کې تر ټولو ارزان بېه او معمول کړنلاره ده، په داسې حال کې چې د الکترولیز لاره چاره په اوسني وخت کې ګرانه پروسه ده، په اوسني وخت کې د هاېدروجن د نړیوال تولید سرچینه طبعي غاز دی چې ۴۸٪ هاېدروجن ورڅخه په نړیواله کچه په لاس راځي ، له پترولیم څخه ۳۰٪ ، له ډبروسکرو څخه ۱۸٪ او د اوبو الکترولیز څخه ۴٪ په لاس راځي .
د هاېدروجن د انرژي د جوړېدو منځپانګه تر ټولو سون توکو لوړه ده (تقریباً د ګاسولین درې برابره ده) مګر د حجم له مخې ټېټه کچه کې ځای لري، هاېدروجن په اسانۍ او پرته له ککړتیا تولیدولو څخه سوزي چې اوبه تولیدوي، کله چې په یو اینجن کې سوزي او یا په سون بترۍ کې کارول کېږي یواځې اوبه تولیدوي ډېره لږ ه اندازه یې د هوا نایتروجن سره نایتروجني اکساېدونه تولیدوي نو ځکه د ککړتیا اغیز یې نسبتاً په ټيټه کچه کې دی ، نن ورځ هاېدروجن په دوه لارو کارول کېږي نیمايي مقدار یې د امونیا د تولید لپاره د هابر په پروسه کې چې په مستقیمه او یا غیر مستقیمه توګه ورڅخه سرې جوړېږي ، بله نیمايي برخه یې د درندو هاېدروکاربنونو په کوچنیو هاېدروکاربنونو اتومونو بدلولو په پروسو کې کارول کېږي چې د سون لپاره مناسب وي، هایدروجني بترۍ ګانې د برېښنا د جوړولو لپاره ډیرې برابرې دي خو نرخونه یې ګران دي، کوچنۍ بترۍ ګانې اوسني وخت کې کوچنيو موټرونو کې د برېښنا د لاسته راوړلو لپاره کارول کېږي، د هاېدروجني انرژي دغه ګټو ته په کتو په دې څېړنه کې د هاېدروجني انرژي ارزښت څېړل شوی دی .
د هاېدروجن سون توکي د تولید سرچینې
په طبیعت کې هاېدروجن د ځمکې پر مخ د خالص عنصر په ډول نشته بلکې هغه په معمول توګه له اوبو او فوسیلي موادو لکه میتان څخه په لاس راوړي چې دلته په دغه پروسه کې د انرژي د ډېر

مقدار لګښت ته اړتیا لیدل کېږي نو دلته هغه کړنلارې څېړنې لاندې نیسو چې د هغوی په وسیله هاېدروجن انرژي لاسته راوړو :
د اوبو الکترولیز څخه : په اقتصادي ډول دغه کړنلاره ګرانه تمامیږي ، په دغه کړنلاره کې برېښنايي انرژي د انرژي د سرچینې په ډول ده :
2H2O (l) + Elictric Energy 2H2 (g) + O2 (g)
له بده مرغه نیمايي د برېښنايي انرژي په بې پامې سره تودوخې باندې بدلېږي نو ځکه په دغه پروسه کې له منځه ځي او که چېرې برېښنا تولید شي د فوسیلي سون توکي د سوزولو په وسیله کاربن ډای اکساید او د هوا ککړونکي لکه د نایتروجن اکساېدونه هوا ته د سون په وخت خپروي.
یوه هیله چې د راتلونکې لپاره شته داده چې دا به اقتصادي خبره وي چې لمریزه انرژي د اوبو د الکترولیز لپاره وکارول شي، په سعودي عربستان او المان کې داسې لومړني برېښنا کوټونه جوړ شوي دي چې لمریزې انرژي څخه په ګټې اخستنې هاېدروجن جوړوي، بله شونتیا داده چې د هستوي انرژي او یا باديزې انرژي په مرسته د پړاویز ې پروسې سره سم هاېدروجن په لاس راوړل شي .

د لمر د رڼا په مرسته د اوبو تجزیه (فوتولیز)
ددې پر ځای چې د اوبو الکترولیز لپاره لمریزه انرژي وکارول شي، ښه داده چې لمریزه رڼا مستقیماً اوبه په هاېدروجن او اکسیجن تجزیه کړي خو په دې هکله عملي بشپړه ګټوره کړنلاره لاتر اوسه نده کشف شوې ، یوه ستونزه داده چې H2O په مستقیم ډول د لمر وړانګې نه جذبوي ، په پاېله کې ځېنې مواد شته چې د لمر وړانګې جذبوي او بیا د هغوی د انرژي د تجزېې عملېې لپاره په کار وړل کېدی شي، خو دغه وړاندیز شوي مواد ددې دوران په جریان کې ۱۰۰٪ نه ساتل کیږي او په دوامداره توګه ښايي ورسول شي چې دغه ټوله پروسه اقتصادي نه ده .
فوسیلي موا دو څخه د هاېدروجن تولید
د هاېدروجن غاز کېدی شي چې له فوسیلي موادو لکه ډبروسکرو ، پترولیم او یا طبيعي غاز څخه جوړ شي، کله چې دوی له اوبو سره تعامل وکړي نو هاېدروجن او کاربن ډای اکساید جوړوي، په دغه پروسه کې د انرژي مقد ار د سون مادې د اوبو د هاېدروجن اتومونو ته ليږدي چې هغوی د هاېدروجن غاز جوړ کړي، د دې په اغېز په اصلي سون ماده کې کاربن اکسیداېز کېږي او هاېدروجن ارجاع کېږي ، خالص تعامل چې کاربن اکسیداېز او هایدروجن ارجاع کړي په لاندې ډول دی (لکه د ډبروسکارو کاربن څخه) .
C g +2H2O g →2H2g +CO2 g
د هاېدروجن د لېږد او زېرمه کولو ستونزه
په اوږدو واټنونو کې د هاېدروجن لېږد ډیر لګښت ته اړتیا لري او د غاز په بڼه یې لېږد هم ستونزې لري نو ځکه هغه د مایع شوي غاز په بڼه اړول کېږي، بله لاره د ساتنې یې د کاربن او یا یو فلز په وسیله د هغه جذب دی ، دبېلګې په ډول د ګرافیت داسې فاېبرونه جوړ شوي دي چې د خپلې کتلې درې برابره هاېدروجن جذبولی شي، یوه بله لاره چې په وروستیو کې د پام وړ ګرځېدلې په موټرونو کې د سون بتریو کارونې لاره ده .

د موټر جوړولو ډېری کمپنۍ لکه نیسان، فورډ او میرسیډیز د داسې موټرونو په جوړولو بریالي شوي چې د هاېدروجني سون بطریو په مرسته ګرځي ، دغه ډول بترۍ د پروتون لېــږدونکې پـردې proton exchange membrane)) لرونکي دي چې د هغوی په انود کې H2 الکترونونه بایلي او د هاېدروجن ایونونه تولیدوي چې ددې پردې له لارې کتود ته ځي او هلته له O2 سره یو ځای کېږي چې اوبه جوړوي ، ددغه بتریو سیلونه 0,7 ولټه برېښنا تولیدوي، ددې لپاره چې برېښنا وړتیا ډېره شي نو یوه سلسله د سیلونو سره تړل کېږي، دلته H2 د موټر له زېرمه شوې ټانکۍ او یا هم میتانول څخه تولیدیږي ، هغه اله چې H2 زیرمه کوي د Energy Conversion Device ((ECD په نوم یادېږي ، دغه سېستم د میګنیزېم له الياژ څخه جوړ شوی چې د هاېدروجن غاز د جذب وړتیا لري، کله چې تودوخه ورکړل شي نو هایدروجن ازادوي، هغه موټرونه چې دغه الې په کې نصب شوي دي تر 300 میله پورې فاصلې تللو لپاره کفایت کوي
د هاېدروجني سون توکي راتلونکې
هاېدروجن غاز د موټرونو او انرژي بټيو د سون توکي په ډول کلیدي رول لري، د تولید ډیری پروسې یې ریډوکس پروسې دي،ځېنې پوهان په دې اند دي چې د نړۍ راتلونکی اقتصاد به په هاېدروجني انرژي ولاړ وي، د متحده ایالاتو د ناسا اداره چې فضا ته کوم راکیټونه توغووي دهغې سون توکي هاېدروجن دی ، د ایسلینډ هېواد داسې ۳۰ کلن پلان ترتیب کړئ چې دهغې له مخې ټول هېواد کې هاېدروجني انرژي ته پراختیا ورکړي، ډیری هغه لوېې کمپنۍ چې موټرونه جوړوي د داسې موټرونو په جوړولو کار کوي چې د هاېدروجني انرژي څخه په ګټې اخستنې کار کـــوي
له نورو سون توکو سره د هاېدروجني انرژي پرتله
د هایدروجن غاز د سون په وخت اکسیجن سره په یو ځای کېدو اوبه او تودوخه تولیدوي .
2H2 (g) + O2 (g) spark→ 2H2O (g)
د معمولې لمبې سوزېدنه کې هایدروجن له اکسیجن سره یو ځای کېږي تودوخه تولیدوي او یا هم په کتلستي نغریو کې ټیټې تودوخې سوزیدنې کې سرته رسیږي ، نسبت نورو سون توکو ته د هاېدروجن کمې کتلې مقدار ته اړتیا لیدل کېږي چې لږه ککړتیا تولیدوي همدارنګه که چېرې د سون بطری کې وسوزول شي نو د انرژي اندازه یې نسبت عادي سوزیدنې ته ډېره ګټوره ده ، د یادونې وړ ده چې د هاېدروجن سون ککړتیا منځ ته نه راوړي ځکه د هغې سون څخه د اوبو بړاسونه تولیدیږي خو دا خبره بشپړه سمه نده ځکه په لوړه تودوخه کې د سون لمبه په هوا کې شته ناېتروجن سره یو ځای کېږي او د نایتروجن اکساېدونه جوړوي، همدارنګه لږ مقدار د H2O2 ازادوي نو ځکه هغه موټر چې هاېدروجن سوزوي صفري ازادوونکي سېستمونه نه دي .
وړاندیزونه
۱-څرنګه چې هاېدروجن یوه صنعتي ماده ده او ډېره کارول کېږي نود تولید لپاره په هېواد کې د هغه تولید فابریکو جوړول .
۲- د هغو پروژو پلي کول چې د فوسیلي سون توکو د کارونې اندازه کموي.
۳- د چاپېریالي ستونزو په اړه د عامه پوهاوي د کچې لوړول .