تاند- د جرمني د پخواني دیکتاتور ادلف هیتلر د کتاب ماین کمپف یا (زما مبارزه) هغه نسخې به، چې ده لاسلیک کړي دي، نن د امریکا په لاس انجلس کې لیلام شي.
لیلام به د امریکا په وخت د شپې په اته بجې د انترنټ له لارې پیل شي.
د دې کتابونو خاوند یهود دی.
دا کتابونه، چې په خپله هیتلر پرې لاسلیک کړی، دوه کاله پخوا د لندن په یوه لیلام کې په ۲۵ زره ډالره پلورل شوي وو.