تاند – د ادولف هتلر وروستی ساتونکی روخاس میش د ناروغۍ له یوې اوږدې مودې وروسته مړ شو.
د روخاس میش پر ژوند بورخارد ناختیګال یو کتاب لیکلی او دغه لیکوال رسنیو ته خبر ورکړ چې روخاس د ۹۶ کلونو په عمر وفات وکړ.
په دغه کتاب کې لیکل شوې دي چې میش د هتلر تر مړیني لږ مخکې هم له هغه سره و. د دغه جرمني لیکوال په وینا د ۱۹۴۵ م کا ل د اپریل په ۳۰ میش له هتلر سره یوځای و چې کله روسي ځواکونه برلین ته نژدې شول.
وروسته تر دې چې هتلر ځان وواژه، روسي پوځیانو میش ونیو او بیا د اوږدې مودې په مخه زنداني و.
څلور کاله مخکې میش د ( وروستي شاهد ) په نوم خپل ژوند لیک هم خپور کړ او په هغه کې یې لیکلي دي چې دی د نړیوالې دوهمې جګړې پر مهال د هتلر شخصي ساتونکی و او ډیر وخت به یې هغه ته د ټیلفونونو خبر ورکاوه.