تاند، جمعه، میزان ۲۶مه: د اختیارالدین کلا نن د هرات د اتم امنیتي کلني کنفرانس کوربنه وه چې د سیمې او نړۍ د ۲۰ هېوادونو لسګونه ډپلوماټان او سیاستوال ورته راټول او د سولې په تړاو یې بحثونه وکړل.
د کنفرانس ځانګړي مېلمه افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې استازي رونالډ کوبیا وویل، که اوسنی نظام دوام وکړي، اروپايي ټولنه به ورسره همکاریو ته دوام ورکړي، خو که د طالبانو اسلامي امارت بیا قایم شي، دا لړۍ به وشلېږي.
د غونډې بل وینا وال رنګین دادفر سپنتا وویل، روانه جګړه استخباراتي او نیابتي ده چې د سیمې ټول قوتونه په کې په افغانستان کې ښکر په ښکر شوي دي.
د هرات په امنیتي کنفراس کې چې هر کال ځینې طالب مشران هم ګډون کوي، دا وار په کې معتصم اغا جان تایید کړه چې ایران، پاکستان او روسیه د طالبانو ملاتړي هېوادونه دي.
نوموړي وویل، د سولې اصلي مانع د نظام پر سر بحثونه دي چې په وینا یې دریمه لار داده تر څو د افغانستان اسلامي جمهوري امارت جوړ شي.
هرات هر کال د سیمې د هېوادونو د استازو په ګډون د امنیتي کنفرانس کوربه وي، چې نننی پیل شوی کنفرانس به سبا هم روان وي.