تاند (پنجشنبه، د قوس ۲۱) د افغانستان او ایران ترمنځ د رېللارې د څلورمې برخې د لومړي فېز د جوړولو او ډیزان قرارداد له یوې قزاقستانۍ کمپنۍ سره لاسلیک شو.
د ایران د خاف او هرات ښار ترمنځ د رېللارې د ډیزاین او جوړولو قرارداد نن (پنجشنبه) په کابل کې د افغانستان د ولسمشر په حضور کې د افغانستان د رېللارې ادارې له قزاقي کمپنۍ سره لاسلیک کړ.
له قرارداد سره سم به دا رېللار، چې د افغانستان هرات ولایت له ایران، ترکیې او همداراز سمندر سره نښلوي، په ۱۶ میاشتو کې بشپړه شي.
د دې رېللارې لومړۍ دوې برخې بشپړې شوي دي چې لومړۍ ۷۶ کیلومتره او دوهمه برخه ۶۲ کیلومتره ده.
تر غوریان ولسوالي پورې د دې پروژې لګښت ایران په غاړه اخیستی دی.
پاتې ۴۳ کیلومتره رېللار، چې له زنده جان ولسوالۍ څخه تېرېږي، له غوریان ولسوالي څخه تر رباط پایان پورې غځېږي او لګښت یې د افغانستان حکومت ورکوي.
له افغانستان سره په دې پروژه کې ایټالیا مرسته کوي.
وروسته به ۲۰ کیلومتره نوره هم د هرات تر صنعتي ښارګي او هوايي ډګر پورې وغځول شي.
د افغانستان د ترانسپورت وزیر یما یاري وايي چې د دې رېللارې په وسیله به په ۵ کلونو کې ۶ ملیونه او ۵ لکه ټنه مال ولېږدول شي او له دې درکه به د افغانستان دولت د کال ۶۴ ملیون ډالره عاید ترلاسه کړي.