چهارشنبه ، ۲۹ سنبله
د هرات د انجيل او د بادغيس د قادس ولسواليو يو شمېر قومي مشرانو، ځوانانو او علمآ کرامو د حزب اسلامي له مشر انجنير ګلبدين حکمتيار سره په هرات کې د هغه په هستوګنځي کې وکتل.
په دې کتنه کې څو تنو قومي مشرانو د نورو په استازيتوب خبرې وکړې او د خپلو سيمو ستونزې يې د حزب اسلامي له مشر سره شريکې کړې.
د حزب اسلامي امير د يادو قومي مشرانو له لیدنې څخه خوښي څرګنده کړه او يو ځل بيا يې د جګړې په پای ته رسولو او سرتاسري سولې په تآمين ټينګار وکړ.
د حزب اسلامي مشر څرګنده کړه، موږ د سولې له شعار سره هرات ولايت ته سفر کړی دی او غواړو نور د افغانانو وينې توی نه شي او د جګړې ټغر د تل لپاره ټول شي.
ورور حکمتيار وويل، ملت نور د هغه چا تر څنګ نه دريږي، چې له پرديو سره تړلي وي، د پرديو په اشاره د جګړې دوام غواړي او د جنګ شعارونه بدرګه کوي.
ښاغلي حکمتيار وويل، موږ ټولو هغو کسانو ته چې د حزب اسلامي په خلاف جنګيدلي عفوه کوو، هغوی ته د ورورۍ لاس غځوو، د يو بل زغمولو ته يې رابولو او نه غواړو چې پخوانۍ ترخې تجربې يو ځل بيا تکرار شي.
ښاغلي حکمتيار زياته کړه، له روان بحران څخه د وتلو يواځنۍ لار روغه جوړه او په يوه ملي محور راټولېدل دي او موږ له ټولو مطرحو ګوندنو او سياسي شخصیتونو څخه غوښتنه کړې ده چې تر يو چتر لاندې راټول شي او د هېواد روان دردناک حالت ته د پای ټکی کېږدي.
د سياسي ګوندونو په هکله د حزب اسلامي امير وويل، چې له حزب اسلامي پرته نور ټول ګوندونه قومي او سمتي بڼه لري او د ټول ملت استازيتوب نه شي کولای.
د حزب اسلامي امير زياته کړه، د ګوندونو اوسنی شمېر ډیر زیات دی، لازمه ده چې دوه يا درې ستر ګوندونه رامنځته ته شي او پاتې نور ټول ګوندونه په دوی کې ور ګډ شي .
ښاغلي حکمتيار ډاډ ورکړ چې د هېواد اوسنی روان حالت به ژر پای ته ورسيږي، امن به راشي او حزب اسلامي به د سرتاسري سولې او امن ټينګښت لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي.
د حزب اسلامي افغانستان د فرهنګي چارو رياست
مطبوعاتي څانګه