تاند، سه شنبه، د جدي ۳مه: د هرات او بادغیس والیانو عبدالقیوم رحیمي او عبدالغفور ملکزي په افغانستان کې د ناټو او امریکايي ځواکونو له قومندان سکاټ مېلر سره ناسته کړې ده.

په دې لیدنه کې سکاټ مېلر د افغان ځانګړو ځواکونو د وړتیاو ستاینه کړې ده او له افغان ځواکونو څخه د ناټو او امریکايي ځواکونو د نظامي ملاتړ په دوام یې ټینګار کړی دی.

په دې لیدنه کې د بادغیس والي په دغه ولایت کې د وسله والو د ځپلو په برخه کې د ناټو د غوڅ ملاتړ د همکاریو مننه وکړه او زیاته یې کړه د دوی هوايي ملاتړ په سیمه کې د طالبانو ملا ماته کړې ده.

په لیدنه کې د هرات والي ښاغلي رحیمي بیا د ژمنیو عملیاتو په دوام، د نظامي استحکاماتو او مرکزونو جوړولو، او د دفاعي ځواکونو د تلفاتو په راکمېدا خبرې وکړې او خپلې طرحې يې د وسله والو پر ضد د مبارزې په برخه کې ورسره شریکې کړې.

له سکاټ میلر سره د هرات او بادغیس د والیانو لیدنه په داسې حال کې شوې ده چې څه موده وړاندې د هېواد د لویدیځ لپاره د ناټو ځواکونو نوي قومندان دنده پیل کړه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *