تاند- د افغانستان د ولسمشر محمد اشرف غني په حضور کې د هیواد د مالیې وزیر اکلیل حکیمي د (ختیځ- لوېدیځ) په نوم د کابل – هرات ترمنځ د نوي سړک د یوې برخې قرارداد د چهارشنبې په ورځ /فبروري۱/ په کابل کې د ایټالیا له سفیر سره لاسلیک کړ.

د دې قرارداد پر اساس به له هرات ښاره تر چشت شریف ولسوالي پوري سړک پوخ شي. دا ولسوالي له هرات ښار څخه ۱۷۰ کیلومتره لېري ده. په بل پړاو کې به دا سړک غور او بیا بامیان، دایکنډي او وردک ته وغځول شي.

د فواید عامې وزیر محمود بلیغ وویل چې د دې پروژې سروې پیل شوې ده.

د ده په وینا د دې پروژې سروې پیل شوې او د وروستیو معلوماتو له مخې د ۱۵ کیلومتره سړک سروې بشپړه شوې او له پلان سره سم به دا سړک په پنځو پړاوونو کې جوړ شي.

ایټالیا تر بامیان پوري د دغه سړک لګښت، چې ۹۲ ملیون یورو کېږي، په غاړه اخیستی دی.

د افغانستان د ختیځ – لوېدیځ دهلېز په نوم د سړک پروژه ۷۲۰ کیلومتره اوږده ده.

د دغه سړک د قرارداد په اړه د ارګ خبرپاڼه

د افغانستان مالیې وزیر اکلیل حکیمي او په افغانستان کې د ایټالیا سفیر روبرټو کانټون له هرات څخه تر چشت شریف پورې د ختیځ – لویدیځ کورېډور پروژې اړوند د ۱۵۵کیلومتره سړک جوړولو قرارداد د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمداشرف غني په حضور کې لاسلیک کړ.

د دغه قرارداد د لاسلیک په مراسمو کې چې نن مازیګر په ارګ کې ترسره شول، په پيل کې د فواید عامې وزیر محمود بلیغ د دغه کورېډور په ځانګړي ډول له هرات څخه تر چشتي شریف پورې د سړک جوړولو اقتصادي اهمیت ته په اشارې وویل، دغه سړک چې د اوبې ولسوالۍ په لور ۱۵۵کیلومتره اوږدوالی لري، سلما بند او د چشت شریف د مرمرو کان یې په مسیر کې قرار لري، چې له اقتصادي او ترانسپورټي پلوه د دغو سیمو او غور ولایت خلکو ته ډېرې اسانتیاوې برابروي.

د فوایدعامې وزیر زیاته کړه، دا سړک د ختیځ او لویدیځ کورېډور یوه برخه ده چې هرات د مرکزي ولایتونو له لارې کابل سره وصلوي. د ښاغلي بلیغ په وینا د دغه سړک سروې عملا پیل شوې ده چې له بشپړېدو وروسته به یې پنځو برخو کې د ۳۰ کیلو مترو قرارداد  جلا جلا کمپنیو ته ورکول شي.

ورپسې په افغانستان کې د ایټالیا سفیر روبرټو کانټون له دې امله خوښي وښوده چې د ایټالیا د ۹۲میلیون یورو مرستې له لارې دغه سړک جوړېږي او د افغانستان په پرمختګ کې نقش لوبوي. هغه زیاته کړه، د دې پروژې په عملي کېدو سره بیا هم ایټالیا ژمنه ده چې د سیمه‌ییز اتصال په خاطر له افغانستان سره په سترو پروژو کې مرسته وکړي.

ښاغلي روبرټو د خپل هېواد په استازیتوب د افغانستان حکومت څخه د ملاتړ څرګندولو تر څنګ ژمنه وکړه چې د هرات د هوايي ډګر د نوي ترمینل جوړولو کې به هم مرسته وکړي.

په دغو مراسمو کې د هرات والي محمداصف رحیمي د دغه ولایت د خلکو په استازیتوب له جمهوررئیس څخه له دې امله مننه وکړه چې د هرات خلکو سره په خپلو ژمنو ولاړ دی او نن په عملي توګه د دغو ژمنو د عملي کېدو شاهدان دي. هغه زیاته کړه، د ۱۳۹۰کال را هیسې هر کال د دغه سړک د جوړېدو ژمنې کېدې خو نه عملي کېدې او له دې بابته د هرات خلک  ناهیلي شوي و، خو نن دا هیلې بېرته را ژوندۍ شوې.

د یادونې وړ ده چې د ختیځ ـ لویدیځ کورېډور پروژه ۷۲۰ کیلومتره اوږدوالی لري چې د افغانستان حکومت لومړیتوب ګڼل کېږي چې د بېوزلۍ د کمولو او هېواد د وصلولو او اقتصادي ودې په برخه کې مستقیمه اغېزه لري. د دغه کورېډور جوړول به درې کاله وخت نیسي چې لومړنۍ څېړنې یې بشپړې شوې دي او د ډیزاین او سروې چارې یې رواني دي او تدارکاتي پلان یې بشپړ شوی دی.  

One thought on “د هرات- بامیان سړک د لومړي پړاو قرارداد لاسلیک شو”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *