تاند- د ترکمنستان په پوله کې د تورغونډۍ بندر او هرات ښار ترمنځ د اورګاډي د پټلۍ د جوړولو لپاره سروې نن /پنجشنبه/ پیل شوه.
د هرات ولایت د والي د دفتر له یوې خبرپاڼې سره سم د هرات- تورغونډۍ د ریلارې سروې د ۶ لکه امریکايي ډالرو په لګښت په ۶ میاشتو کې بشپړېږي.
دا پټلۍ، چې ۱۲۴ کیلومتره اوږدوالی لري، پر تورغونډۍ ولسوالۍ سربېره د هرات، په کشک کهنه، کشک رباط سنګي، ګلران، انجیل او ګوزه ولسوالیو کې تېرېږي او د هرات ښار تر هوايي ډګره پوري رسېږي.
همداراز ټاکل شوې ده چې د ایران د اورګاډي پټلۍ د اسلام کلا له لارې تر هرات ښاره پوري ورسېږي.
د هرات- تورغونډۍ پټلۍ د افغانستان د ملي رېلارې یوه برخه ده. ټاکل شوې ده چې دا رېلار په راتلونکو کلونو کې د افغانستان له جنوبي، غربي او شمالي ګاونډیانو سره ونښلي او د جنوبي او منځنۍ اسیا د راکړې ورکړې لپاره اسانتیا رامنځته کړي.
په پام کې ده چې د ترکمنستان له پولې څخه د افغانستان له اقینې بندره د کندوز تر شېرخان بندر پوري هم د اورګاډي په پټلۍ ژر کار پیل شي.