Ira

تاند- د هرات ولایت په یوه ترافیکي پېښه کې لږترلږه ۱۱ تنه مړه شوي دي.

د هرات د والي ویندوی روف احمدي نن /یکشنبه/ وویل، په دې ترافیکي پېښه کې، چې د درو موټرونو ترمنځ د ټکر په نتیجه کې وشوه، درې تنه نور ژوبل شوي دي.

پېښه پرون /جمعه/ د هرات – تورغونډۍ په لاره وشوه. (عکس د دې پېښې نه دی)

په همدې حال کې د افغانستان د اجرايي رييس لومړي مرستیال انجنیر محمد خان په دې پېښه د خواشینۍ د څرګندولو په ترڅ کې پر لویو لارو د ترافیکي پېښو پر ډېرېدو اندېښنه ښوولې او ویلي یې دي چې د سړکونو د خرابوالي ترڅنګ د موټر چلوونکو بې پروايي د ترافیکي پېښو لوی علتونه وبلل.

 د مارچ په ۲۴مه نېټه د بلخ ولایت په چمتال ولسوالي کې په یوه ترافیکي پېښه کې ۸ تنه مړه او ۸ نور ژوبل شول.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *