تاند، دوشنبه، د حمل ۲۵مه: د هرات د حوزوي روغتون د روغتیايي پرسونل درې غړي له کورونا څخه تر جوړېدو وروسته بېرته کار ته راوګرځېدل.
د هرات د عامې روغتیا ریاست پر صحي قوانینو د څار رئیس خالد احدي وايي، تېره اوونۍ یې هم یو ډاکتر روغ شوی و خو دا ځل یو ډاکټر او دوه نرسان له کورونا تېرولو وروسته خپلې دندې ته راستانه شوي دي.
د احدي په خبره دغه ډاکټران دوه اوونۍ په کورونو کې قرنطین وو او اوس یې وضعیت ښه شوی دی او د کورونا ټیسټ یې هم منفي راوتلی دی.
نوموړی د دغو ډاکټرانو له نوم اخیستلو پرته وايي، درې واړه خوشاله دي چې بېرته د خلکو خدمت ته راستانه شوي دي.
د شمېرو له مخې د هرات ۴۱ ډاکتران او نرسان په کورونا اخته دي، همدا راز په کابل کې هم د یوسف اریوبي په نوم دویم ډاکټر هم له کورونا ناروغۍ ومړ.
بلخوا د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین وايي، دوی د خپلو پولیسو لپاره ۱۰۰ بستره چمتو کړي دي، مګر تازه د کورونا له کبله یو پولیس چې د کابل په اوومه حوزه کې مؤظف و له دې ناروغۍ مړ شوی دی.
دمګړۍ لا په ټول افغانستان کې د امنیتي، دفاعي او طبي پرسونل د کورونا د ناروغانو دقیقه شمېره نه ده اعلان شوې.