تاند، سه شنبه، د ثور ۲مه: د هرات یوې ناوې و زوم د خپل واده لپاره په بېلو کړیو پیسو ۲۰۰ بې وزله کورنیو ته خوراکي توکي اخیستي دي.
دغه واده د هرات د ښځو چارو رئیسې انیسه سروري او د ولایت مقام د د فتر رئیس ذبیح الله کریم تر منځ شوی دی، چې دواړو یې مصارف بې وزلانو ته ورکړي دي.
ناوې انیسه سروري وايي، د واده په پيسو یې ۲۰۰ کورنیو ته وریجې، غوړي، او نور طبي توکي اخیستي او وېشلي یې دي: (( زما له ټولو افغانانو هیله ده چې د خپلو ودونو مصارف پر هغو بې وزله کورنیو تقسیم کړي چې د کورونا له کبله یې زیان لیدلی دی.))
بلخوا د هرات د ښځو چارو ریاست کارکوونکو دغې جوړې ته د واده د خوښۍ په مبارکۍ کې ډالۍ هم ورکړې دي.
هرات د کورونا له کبله له اقتصادي او ټولنیزو زیانونو سره په مقابله کې په لومړي صف ولاړ ولایت ګڼل کېږي چې همدا اوس یې سلګونه زره کورنۍ د قرنطین له کبله له لوږې سره مخ دي.