تاند- د هرات د جامع جومات په دروازه کې نن /سې شنبه/ زوروه چاودنه وشوه چې له کبله یې لږترلږه ۷ تنه وژل شوي او ۱۸ نور ژوبل دي.
د هرات پولیس وايي، داسې ښکاري چې چاودنه، چې ماسپښین مهال وشوه، د اېښودل شوي بم په نتیجه کې شوې وي.
تراوسه پورې د افغانستان کومې وسله والې مخالفې ډلې د دې برید مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی.
دا هم لا څرګنده نه ده چې په حمله کې څوک په نخښه شوي یا په پام کې ول.
د هرات د علماوو شورا رييس د دولت د وسله والو مخالفانو پر انتحاري او بمي حملو تل سختې نیوکې کړي دي.
د هرات جامع جومات د اسلامي معمارۍ د هنر یوه ښکلې بېلګه او د افغانستان د تاریخی اثارو یو مهم ویاړ ګڼل کېږي.