تاند، جمعه، د اسد ۱۸مه: چارواکي وايي، د هرات په ګذرې ولسوالۍ کې د طالابنو خپلمنځي نښتو کې نږدې ۴۰ وسله وال وژل شوي او لس نور ټپیان دي.

د هلمند د ولایتي شورا رئیس عطاالله افغان وايي، تېره شپه د هرات له ګذرې ولسوالۍ څخه د هلمندي طالبانو ۴۰ مړي د هلمند روغتون ته راوړل شوي دي چې نن یې خپلوانو د هلمند له روغتون څخه مړي ترلاسه کړي دي.

عطاالله افغان زیاتوي، د هرات د ګذرې ولسوالۍ په خپلمنځي جګړو کې وژل شوي ټول طالبان د هلمند اوسېدونکي وو چې د ډېرو جسدونه یې لښکرګاه کې خاورو ته وسپارل شول.

دا په داسې حال کې ده چې د هرات والي عبدالقیوم رحیمي هم تایید کړې چې د دې ولایت ګذرې ولسوالۍ په کورت کلي کې له دوه ورځو راهیسې د طالبانو د ملا رسول او ملا هبت الله د ډلو تر منځ نښتو کې ۴۰ کسان وژل شوي او ۱۰ نور ټپیان دي.

بلخوا د طالبانو د ملا رسول ډلې یو قومندان ملا بازګل هم تایید کړې چې د سرې قطعې له جګړه مارو سره یې د شپې مهال جګړه کړې ده چې په ترڅ کې یې ۴۰ جنګیالي وژل شوي دي.

همدا راز د طالبانو د ملا رسول ډلې قومندان ملا منان نیازی وايي، دې نښته کې ۱۸ طالبان د ملا رسول له ډلې هم وژل شوي دي.

خو سویلي زون لپاره د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي وايي، د ملا رسول ډله حکومتي ملیشه ده چې له دوی سره یې نښته کې ۳۰ جنګیالي وژل شوي دي.

هرات کې له دریو کالو راهیسې د طالبانو خپلمنځي نښتې وخت ناوخت پېښېږي چې له کبله یې کله کله ملکیانو ته هم تلفات اوړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *