تاند- د هرات محبس کې ۱۴۰ تنه ښځې بندیانې دي. له ځینو سره، چې د قتل، د مخدرو موادو د قاچاق او یا له کوره د تښتېدو په جرم نیول شوي، خپل ماشومان هم بندیان دي.

د ایټالیا د ولایتي بیارغونې د ټیم په دې محبس کې بندیانو ته د زده کړو بېلابېل پروګرامونه جوړ کړي دي.

بندیانو ته د غالۍ اوبدلو په شان راز راز حرفې هم ورښودل کېږي چې له محبسه تر خلاصېدو وروسته په خپله ځان ته د امرار معاش وسیله برابره کړای شي.

د ګیټي او فرانس پریس لپاره عارف کریمي د دې محبس او د هغه د بندیانو عکسونه اخیستي دي. دا عکسونه د بریتانیا ګارډین ورځپاڼې خپاره کړي دي.

1 1 1 1 1 1

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *