تاند- د ایران د ایرنا خبري اژانس د راپور له مخې، د هرات د کتابونو د نندارتون په سلو کې ۸۰ کتابونه ایراني دي.

په دغه نندارتون کې۴۰ زره عنوانه کتابونه نندارې ته اېښودل شوي دي.

د هرات د اطلاعاتو او کلتور ريیس اریا روفیان د نندارتون په پرانستونکې غونډه کې وویل، د دې نندارتون په سلو کې ۸۰ کتابونه د ایران چاپ دیني، ادبي او ټولنیز دي او یوازې په سلو کې ۲۰ د افغان لیکوالو کتابونه دي.

3ایرنا وايي چې د ایراني پوهنتونونو کتابونه په ځانګړي ډول د نندارتون د لیدونکو له هرکلي سره مخامخ شوي دي.

اژانس همداراز وايي، په وروستیو کلونو کې ایران د افغانستان د پوهنتونونو لپاره په لسګونو زره کتابونه وړیا چاپ کړي او د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت ته یې ورکړي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *