تاند (جمعه، د حمل ۱۵) د ولسمشرغني له بیا ولسمشر کېدو راوروسته د مقرریو په لړ کې طاهر زهیر، روح الله نیازي، محمد ایوب سالنګي، او عبدالواحد قتالي په نویو دندو وګومارل شول.
له بلې خو ا ارګ وايي چې د بامیان والي طاهر زهیر یې د اطلاعاتو او کلتور نوماند وزیر وټاکه.
روح الله نیازی د سیمه ییزو اورګانونو د خپلواکې ادارې د ښاروالیو معین ټاکل شوی دی.
تر دې وړاندې عبدالباقي پوپل د سیمه ییزو اورګانونو د خپلواکې ادارې د ښارولیو مرستیال و.
له بلې خوا محمدایوب سالنګي د سیمه ییزو اورګانونو د خپلواکې ادارې د مالي مرستیال په توګه ګومارل شوی دی.
سترپاسوال سالنګي تر دې وړاندې د کورنیو چارو وزارت د امنیتي مرستیال (معین) او د بېلابېلو ولایتونو د والي په توګه کار کړی دی.
همداراز سید عبدالواحد قتالي د هرات د والي په توګه ګومارل شوی دی.
د هرات اوسني والي عبدالقیوم رحیمي مخکې لا د استعفا غوښتنه کړې وه خو منظور شوې نه وه.
قتالي تر دې وړاندې د هرات د ولایتي شورا د ريیس، ښاروال او دغه راز د د ولسمشرۍ د چار د ادارې د عمومي رييس او د ملي امنیت شورا د سیاسي او ولسي مرستیال په توګه دندې لرلې دي.
تر دې مقررایو وړاندې عبدالهادي ارغندیوال د مالیې وزارت د سرپرست او داوود سلطانزوی د کابل ښاروال ټاکل شوي دي.
په همدې منځ کې پخواني اجراییه رييس عبدالله عبدالله ته د سولې د مصالحتي شورا د ریاست وړاندیز شوی او ورته ویل شوي چې پروتوکول به یې د ولسمشر د مرستیال په شان وي.