درېیمه برخه

ابو عبدالله مختار هراتي (رح)

د پلار نوم يې محمود او د نيکه نوم يې احمد دئ. یواځي د هرات د مزاراتو په رساله کښې يې د ده د پلار نوم سيد محمد ذکر کړی دئ. دی د هرات د مشايخو له ډلي څخه او د دې طايفې له پخوانو بزرګانو څخه ګڼل کیږي. په هرات کښي زېږېدلی او هم په هغه ځای کښي مړ شوی دئ. د ده ملګري ټول وليان او د حال خاوندان وو. د هغوی له جملې څخه حسيني سيد ابو علي دئ چي نوموړی د کشف او کرامت او خرق عادت خاوند و. دا صوفي په هرات کښي د خپل پیر مختار شېخ ابو عبدالله د مدفن د پښو خواته ښخ شوی دئ. دا ډول فقيه ابوعثمان مرغزي- رحمة الله عليه- هم چي دی به يې له ډېره شوق او سوځندې ورځي، (شوق سوخته) باله د مختار شېخ ابو عبدالله له اصحابو او اتباعو څخه دئ. ددې شېخ د سيادت په نامه یواځي د هرات د مزاراتو رسالې تصرېح کړې ده.

د دغه شېخ د ويناؤ له جملې څخه دا ده: ډوډۍ داسي خوره چي ګواکي تا هغه خوړلې وي؛ نه، هغې ته!.

د ده وفات په ۲۷۷ هجري کال پېښ شو. مزار يې د هرات د غره په لمن کښي د مولوي جامي د مزار شمالي ډډي ته دئ. د هرات وګړي د دې شېخ و روحانيت ته توسل او توصل کاندي.

منبع: آريانا دايرة المعارف – لومړی ټوک – ۹۹۸ مخ

ابو عبيد احمد فاشاني هروي

د محمد زوی او  دمحمد نمسی او د ابي عبيد عبدي معروف په « مودب هروي» د خپل وخت له لويو پوهانو څخه و، یو ګټور کتاب يې د « کتاب الغريبين » په نامه تصنيف کړی دئ.

د (۴۰۱ هـ) کال په رجب کي مړ دئ.

پورتنۍ لنډه یادونه د افغانستان نوميالي کتاب د دوهم ټوک په ۳۴ مخ کي راغلې ده، خو د افغانستان نوميالي د درېيم ټوک په ۲۸م مخ کي داسي را پېژندل سوی دئ:

د محمد زوی، او د عبدالرحمن نمسی مکني په « ابي عبيد» او معروف په «مؤدب هروي» د «کتاب الغريبين» یعني « غريب القرآن والحديث» خاوند د خپل وخت نوميالی عالم او ستر اديب و.

ياقوت ليکي چي: « تر کمه  ځايه چي موږ خبر یو، تر ده پخوا چا غريب القرآن او غريب الحديث راغونډ کړی نه و» ده له مشهورو لويو پوهانو لکه ابوسليمان خطابي او ابومنصور محمد ابن احمد ازهري او ابن السراج څخه زده کړه کړې ده او دی په خپله د احمد ازهري په شاګردۍ ویاړي، او «فوايد جمة» يې له هغه څخه لوستلی او د ابن دريد سره یې هم لیدلي دي.

ده په کتاب الغريبين کي د غريب القرآن او نبوي حديثو د غريب تفسير یو ځای کړی دئ چي په اسلامي دنيا کي يې ډېر شهرت موندلی او له ده څخه بیا ابوعمر او عبدالواحد ابن احمد المحليي او ابوبکر محمد ابن ابراهيم اردستاني روایت کړی دئ.

د « الغريبين» پر کتاب سربېره ده بل کتاب په عربي لغت کي « کتاب النافعه» په نامه تصنيف کړی، او د «طبقات الخاه » مؤلف د « تفصيل ولاة هرات» په نامه هم یو کتاب ده ته منسوب کړی دئ.

ځينو د ده کنيت ابو عبدالله او ځينو ابوالقاسم ليکلی دئ.

دی په (۴۰۱ هـ ) کال کي مړ دئ.

منبع: د افغانستان نوميالي- دوهم ټوک – ۳۴ مخ

ابو عبيد قاسم هروي

د سلام زوی د مسکين نمسی او د زيد جمحي هروي کړوسی؛ د خپل وخت نوميالی فقیه او لغوي عالم و،  په (۱۵۴ هـ = ۷۷۰ م) کال په هرات کي زېږېدلی او د (۲۲۳ هـ = ۸۳۷ م) کال، په شاوخوا کي په مکه يا مدينه کي د حج د فريضې تر ادا کولو وروسته مړ دئ.

د ده د ژوندانه لومړۍ برخه د هرثمة په کورنۍ کي شروع سوې وه چي په (۱۸۹ هـ ) کال د خراسان والي و، بیا د نصر د زوی ثابت په کورنۍ کي و، چي د طرسوس والي و. د حديثو او فقه او ادب زده کړه يې پر اصمعي او ابن اعرابي او نورو باندي کړې وه، او اتلس کاله د طرسوس د ښار قاضي و. له ابي زيد انصاري او اصمعي او ابي عبيده، او ابن اعرابي او کسائي او فرأ او نورو ډېرو څخه يې د حدیثو روایتونه کړي دي، چي بیا له ده څخه د عبدالعزيز زوی علي، او د عمر زوی ثابت، او  د رابطه زوی علي روایت کړی دئ.

ده شل کتابه په تفسير او حدیثو او فقه کي تألیف کړي دي، او لومړی سړی و، چي په غريب الحديث کي يې تصنيف کړی دئ، او د خراسان والي د طاهر زوی عبدالله د هغه په صله کي د مياشتي لس زره درهمه ورته وټاکل.

د ده تصنيفات دا دي:

۱- «د غريب المصنف» په نامه لوی قاموس، چي په زرو فصلو کي و. وايي چي  د ه د دې اثر په ليکلو کي څلوېښت کاله صرف کړي دي، او د دې کتاب خطي نسخه يوه د قاهرې د المکتبة الخديوية په څلرم ټوک ۱۷۶ مخ کي، او بله د قسطنطنيې د اياصوفیا په ۴۷۰۶ ګڼه کي قيد ده.

۲- کتاب غريب القرآن.

۳- کتاب غريب الحديث.

۴- کتاب الامثال: د متلو مجموعه ده، او دا کتاب الامثال د سلمه د زوی مفضل له مجمع الامثال څخه بېل دئ.

۵- کتاب فضائل القرآن: یوه نسخه یې پاته سوې ده.

۶- کتاب الشعراء

۷- کتاب معاني القرآن

۸- کتاب المذکر والمؤنث

۹- کتاب المقصور والممدود

۱۰- کتاب الاموال

۱۱- کتاب القراءات

۱۲- کتاب النسب

۱۳- کتاب الاحداث

۱۴- کتاب عدد آی القرآن

۱۵- کتاب ادب القاضي

۱۶- کتاب الناسخ والمنسوخ

۱۷- کتاب الايمان والتدوز

۱۸- کتاب الحيض

۱۹- الحجرو التفليس

۲۰ – کتاب الطهارة

ابراهيم حربي وايي چي:« ابو عبيد ژوندی غر و، او په هر علم کي استاد.»

هلال بن علارقي وايي: « خدای تعالی پر دې امت باندي د څلورو تنو په وجود منت ايښی دئ: د شافعي په وجود  چي په حديثو کي يې تفقه کړې، او د احمد حنبل په وجود چي د دين په لار کي یې ډېر مصيبتونه او آلام وزغمل او که د ده ثبات نه وای خلک به په کفر ګروهيدلي وای، او د معين د زوی يحیی په وجود چي د درواغو حديثونه يې له رښتينو حديثو څخه بېل کړه، او څلرم د ابو عبيد قاسم په وجود چي غريب الحديث يې تفسير کړ، او که د ده تفسير نه وای خلک به په خطا کي ډوب وای»

اسحق بن راهويه وايي چي: « ابو عبيد په پوهه کي تر موږ ډېر، او په ادب کي تر موږ دمخه، او په احاطه کي زموږ د ټولو پېشوا و. موږ ابوعبيد ته اړ وو، او دی له موږه بې نيازه و»

ابوبکر بن انباري وايي چي: « ابو عبيد د شپې يوه برخه په نمانځه تېروله، او بله برخه په خوب، او درېیمه برخه د کتابو په ليکلو.»

ږېره او سر يې په نکريزو سره کول، او یو خاص هيبت او وقار يې درلود، هغه وخت چي بغداد ته ورسېد خلک پر را ټول سول او له  ده څخه يې د ده کتابونه واورېدل، او له هغه ځایه حج ته ولاړ او هلته مړ سو. خطیب په تاريخ بغداد کي ليکلي دي چي ابوعبيد عمر اووشپېتو کالو ته رسېدلی و.

د افغانستان نوميالي – دوهم ټوک – ۳۵ مخ.

ابو عثمان سهل هروي:

د بشر زوی، او د هاني یهودي نمسی په هرات کي د خپل وخت لوی منجم و او دا کتابونه يې ليکلي دي:

۱- کتاب الاحکام فی النجوم

۲- کتاب الاختيارات

۳- کتاب الاعتبارات

۴- کتاب الامطار و الرياح

۵- کتاب الاوقات

۶- کتاب تحاویل سنی العالم

۷- کتاب تحاویل سنی المواليد

۸- کتاب الترکيب

۹- کتاب الجبر والمقابله

۱۰- کتاب السهمين

۱۱- کتاب العاشر

۱۲- کتاب الکسوفات

۱۳- کتاب المدخل الصغير

۱۴- کتاب المدخل الکبير

۱۵- کتاب المسايل

۱۶- کتاب المعاني

۱۷- کتاب المفاتيح القضاو هوالمسائل الصغير

۱۸ – کتاب المفتاح

۱۹- کتاب المواليد الصغير

۲۰- کتاب المواليد الکبير

۲۱- کتاب الهيلاج والکدخدا

۲۲- کتاب الهيئته و علم الحساب

تبصره: د پورته کتابو یو شمېر د ابو معشر جعفر بلخي په تألیفاتو کي کټ مټ په همدغو نومو راغلي دي، نو دا څرګنده نه سوه چي دا د نومو يو توارد دئ، او که د هدية العارفين د مؤلف سهوه ده. ( وګورئ: هدية العارفين ۱- ۴۱۲ مخ).

منبع: د افغانستان نوميالي دوهم ټوک – ۴۴ مخ

ابو عطا اسماعیل هروي

د محمد زوی، اود احمد هروي نمسی د حديثو عالم و، د هرات په «اوبې» سیمه کي اوسېدی، ځکه يې نو «اوبيي» هم بولي.  ابوالحسن بشری له ده څخه د حديثو روایت کړی دئ.

منبع: د افغانستان نوميالي- دوهم ټوک – ۴۷ مخ

ابو علي بوته ګر هروي

د خواجه عبدالله انصاري هروي له معنوي استادانو څخه و، چي د خپل وخت نوميالی صوفي هم و.

ابو علي حسين انصاري هروي

د ادریس زوی، د مبارک نمسی، د الهيشم کړوسی او د زياد کوسی ملقب په حزم د هرات له نومياليو محدثينو څخه و، چي حديثونه يې په دمشق کي د عمار  له زوی هشام څخه، او په بغداد کي د ابي شيبة له زوی عثمان او نورو څخه اورېدلي وو او بیا له ده څخه د حيان زوی حاتم او ډېرو نورو روایت کړی دئ.

ده د کتاب البيخار الکبير په څېر یو کتاب، د معجم حروفو په ترتيب په تاريخ کي تصنيف کړی و، چي په هغه کي يې ډېر حديثونه او اخبارونه راوړي دي او يو له ثقاتو څخه و. په (۳۰۱ هـ ) کال مړ دئ.

منبع: د افغانستان نوميالي – دوهم ټوک – ۶۳ مخ

ابو علي زرګر هروي

د شېخ الاسلام خواجه عبدالله انصاري هروي د طريقت له استادانو څخه و، او خواجه د هغه نوم په احترام یادوي، نو څرګنديږي چي ابو علي زرګر د خپل وخت له نومياليو صوفيانو او پيرانو څخه و.

ابو عمر عبدالواحد هروي

د احمد زوی او د ابي القاسم مليحي هروي نمسی لغوي اديب او محدث، او د محمد د زوی احمد هروي شاګرد و.

په (۴۶۳ هـ) کال مړ دئ او دا دوه کتابونه د ده له تأليفاتو څخه دي:

۱- الروضة

۲- کتاب الرد علی ابي عبيد في غريب القرآن

منبع : د دهخدا لغتنامه

ابو منصور ازهري هروي

محمد بن احمد بن طلحه بن نوح بن ازهر په ۲۸۲ هجري کال په هرات کښي زېږېدلی دئ او د ده ورنيکه ازهر نومېده ځکه يې په ابومنصور ازهري شهرت وموند. دی په مذهب کښي د امام شافعي د مذهب تابع او پيرو و او د شافيه مذهب له نامتو او مشهورو فقهاوو څخه شمېرل کېده. مګر د ده شهرت نسبت فقهي ته د لغت په فن کښي زيات و، د لغت علم يې په هرات کښي له ابوالفضل منذري څخه تحصيل او زده کړي دي هغه وخت چي بغداد ته لاړ، له ابو عبدالله نقطويه او ابن السراج چي د نحو او لغت په فن کښي استاذان وو، استفاده وکړه او په هغه ښار کښي يې له ابن دريد او زجاج او ابوبکر انباري سره هم کتنه او ملاقات وکړ. دی بغداد ته پخوا له ۳۱۰ کال څخه چي د زحاج د مړيني تاريخ دئ ورغلی دئ او په همغه تاريخ کښي د ده عمر له ۲۸ کلو څخه کم و. ازهري وروسته له هغه چي په بغداد کښي یې د ادب له استاذانو څخه فرهنګ زده کړ، نو د عربو د لغت د نوادرو د ټولولو  د پاره يې د عالم په اطرافو او ګوښو کښي په سياحت شروع وکړه.

اتفاقاً په ۳۱۲ هـ کال کښي چي قرامطه وو ظهور وکړ او  دهيبر واقعه پېښه شوه د عربو د يوه ټولي په لاس کښي بندي شو، او ډېره موده د هغو په لاس کښي بندي پاته شو. دی وايي چي ما په دې زمانه کښي د نوموړيو عربو له محاورې څخه استفاده وکړه او له هغو سره مي د مکالمې او خبرو اترو په ضمن کښي ډېر الفاظ او نور ډېر نوادر زده کړل چي له هغو څخه زياتره مي په خپل کتاب (التهذیب ) کښي درج  او داخل کړي دي.

ازهري وروسته له خلاصېدو خراسان ته راغی او د خپل مشهور کتاب (التهذيب) په ليکلو يې شروع وکړه. په دغو وختو کښي ابو مصر محمد بن اسدالشار چي د غرجستان حکمران او يو فاضل عالم او پوه سړی و، د ده صحبت يې غنيمت وګاڼه، دده د التهذيب نسخه يې پخپله له ابتدا څخه تر پايه پوري وليکله او د ده په وړاندي يې ولوستله. یو بل پوه او عالم سړی چي په همدغه وخت کښي يې خپل ادبي روابط له ابو منصور سره قائم کړل او په تواريخو کښي د ده د مصاحب په نامه یاد شوی دئ، ابوعبيد احمد بن محمد بن ابي عبيد يا احمد بن محمد بن عبدالرحمن عبدي هراتی دئ. او ابن خلکان د ده په باب کښي  وايي، چي دا سړی په اصل کي د هرات د فاشانو له خلکو څخه و.

او د غريبين کتاب يې د قرآن کريم او حديثو د مشکلو کلمو په تفسير کښي تصنيف کړی دئ او د ۴۰۱ هـ کال په لومړي سر کښي مړ شوی دئ.

د ازهري له مشهورو تصنيفاتو څخه د التهذيب فی اللغة يا المهذب فی اللغة یا تهذيب اللغة کتاب دئ، چي هغه يې په لسو او يا له لسو څخه په زياتو جلدو کښي ليکلی دئ، او هغه لغات چي ده د خپل بندي توب په وخت کښي د بيديا له عربو څخه زده کړي وو، په دې کتاب کښي يې درج کړي دي، دالتهذيب کتاب يې د ابن احمد د کتاب العين په طريقه او اسلوب تصنيف کړی دئ، یاني لومړی یې هغه لغات چي لومړني توري يې حلقي ( ح، خ، ع، غ، هـ) دي راوړي دي، وروسته يې په لهاتي توري ( ق، ک) شروع کړې ده، بيايې هغه حروف چي مخرج يې ژبه غاښونه او شونډي دي ذکر کړي دي، په پای کښي يې د علت (ا، و، ی) توري بیان کړي دي، بل د ازهري له مشهورو تصنيفاتو څخه هغه کتاب دئ چي د فقې د غرائبوالفاظو په باب کښي يې په یوه جلد کښي ليکلی دئ، او هغه د فقهي د مشکلو لغاتو په تفسير کښي دئ چي د فقهاوو د اعتماد وړ دئ. د ده بل تصنیف د اسماء الله الحسنی شرحه ده، (هدية الاحباب) د دې کتاب نسبت ده ته کوي او یو کتاب يې هم د قرآن عظيم په تفسير کښي ليکلی دئ. ابن خلکان د ازهري د مړيني ځای هرات او د مړيني تاريخ يې د ۳۷۰ کال په آخر کښي ذکر کړی دئ. وروسته یې ويلي دي چي په ۳۷۱ کال هم ويلی شوی دئ، مګر دا روايت صحیح په نظر رسېږي چي ۳۷۰ کال د ده د مړيني تاريخ دئ، ځکه چي د (هدية الاحباب) مؤلف د ازهري مړينه همغه ذکر شوی (۳۷۰) کال صراحتاً ليکلی دئ، او داسي وايي چي په ۳۷۰ کال( شع) کښي مړ شو او د (شع) کلمه د جمل په حساب ۳۷۰ کېږي او له ذکر شوي تاريخ څخه دا د ۳۷۰ نېټه د ده په نزد صحيحه ده او سربېره پر دې لويس معلوف یسوعي هم چي په دې موجوده عصر کښي د بیروت له لويو ادباؤ څخه دئ او په معتبرو مدارکو او مأخذو کښي پوره مهارت لري، د ابو منصور د مړيني نېټه ۹۸۰ مسيحي کال ليکلی او دغه ۹۸۰ مسيحي کال له ۳۷۰ هجري کال سره مطابق دئ، نه له ۳۷۱ کال سره.

منبع : آريانا دایرة المعارف – دوهم ټوک – ۴۹-۵۰ مخونه.

ابو منصور سوخته هروي

د خپل وخت له عارفانو او د حال له خاوندانو څخه و، د څلرمي هجري پېړۍ په پای کي د هرات په «کهندژ» کي اوسېد، د شېخ الاسلام خواجه عبدالله انصاري معاصر و، د هرات په خيابان کي ښخ دئ.

خواجه عبدالله انصاري ویلي دي، چي په کهندژ کي د ابومنصور سره یو پير و، چي ده د هغه د پاره ځان وسيځه، نو ځکه «سوخته» وباله سو، خو بل روايت دا دئ چي اور تهيي ځان واچاوه، خو ونه سو. ډېر صادق او باصلابته روحاني و. ده به تل ویل چي: « افسوس د هغو خلکو پر حال چي خپل وخت په بېکارۍ تېروي اونه پوهيږي چي مرګ راتلونکی دئ، او د ځان د پاره توښه نه تهيه کوي».

منبع: د افغانستان نوميالي – دوهم ټوک -۳۰۱ مخ

ابو منصور ګازرهروي

په اصل کښي د هرات له خلکو څخه ؤ، او د پنځمي هجري پېړۍ له عارفانو څخه شمېرل کېږي. د ی د شيخ الاسلام معاصر و، او شيخ الاسلام ليکي چي دی خورا با شکوه دروېښ و، او ډېر مشايخ يې ليدلي دي او د دې طبقې د ډېرو لويو لويو خلکو خدمت ته يې ځان رسولی دئ؛ لکه: شيخ احمد بخاري او ابو نصر سراج  د لمع د کتاب څښتن او د عمر په آخر کښي يې ګوښه ګۍ غوره کړ.

وایي چي له ده څخه چا پوښتنه وکړه چي « ای شېخه! تا په ژوندون کي څه وليدل او څه تجربه  دي زده کړه؟».

ده ورته وویل:

«له خلګو څخه ليري کېدل، خپل ځان ګمنامول او له هغو څخه خپل دين او دنيا ساتل».

شېخ احمد بخاري ویلي دي چي : یو وخت زه ورغلم، رنګه کالي مي اغوستي وه، خپلي سترګي يې له ما وګرځولې او وې ویل: « زويه! ولاړسه دا دښځو کالي له ځانه وباسه».

بیا له شېخ احمد بخاري څخه نقل سوی دئ چي :« یو وخت د ابو منصور ګازر يو مريد له ابومنصور څخه هيله وکړه چي نصيحت ورته وکړي. هغه ورته وویل:

« زيار باسه چي په دنيا کي د حرص او طمع خاوند نه سې، ځکه چي حريص د حرمان ملګری دئ او د طمع خاوند د هر نا پوه په وړاندي خوار او ذليل، بل دا چي هر څه چي تاته مقدر وي هغه پخپله په تا پسې ګرځي چي در ورسېږي، او هغه څه چي مقدر نه وي چي تا ته در ورسېږي په زيار به هم در ونه رسېږي.»

منبع: د افغانستان نوميالي دوهم ټوک او دایرة المعارف- دوهم ټوک- ۵۰ مخ.


تېري برخي:

د هرات نوميالي لومړۍ برخه

د هرات نوميالي دوهمه برخه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *