ديارلسمه برخه:

رضای هراتي

دی د هرات او د سيدمعصوم عليشاه له مريدانو څخه و. هغه د يوولسمې هجري قمري پېړۍ لوی عارف تېر شوی دئ. په رياض العارفین کي راغلي دي: هغه وخت چي سيدمعصوم عليشاه او نورعليشاه هرات ته راغلل د ده سره يې وکتل او دده په روزنه او پالنه کي يې زيار ویوست، چي په نتيجه کي لوړو مرتبو ته ورسېد او رضاعليشاه معروف سو. دابيت يې د هغه راوړی دئ:

سروِ سردارِ جهانم، تن تَنَنا ياهو فارغ از کَون و مکانم، تن تَنَنا ياهو

منبع: اريانا دایرة المعارف- شپږم ټوک – ۸۶ مخ.

رفيقي هروي

نوم يې مير علي او تخلص يې رفيقي و، په «مجنونِ چپ نويس» باندي مشهور و. پلار يې جمال الدين محمود یا کمال الدين نومېده. دی دلسمي هجري پېړۍ له نوميالو خطاطانو او زرنګارانو څخه حسابېده، د خپلې خوشخطۍ او خط په پاره کښي وايي:

هرکسی که به صفحهٔ خطم دیده گشاد

دل بر خط دلبران مهوش ننهاد

در عالم خط منم مسلّم روزگار

استادان را چنین خطی دست نداد

هغه د خطاطي په فن کښي ځيني تألیفونه لري چي په دغه وروسته نومو ياديږي:

– رسالهٔ خط و سواد

-قواعد خطوط

– رسم الخط

لومړۍ او درېیمه  رسالې يې د لندن په موزیم کښي موجودې دي. مجنون په خط ليکنه کي نوي شيان راوستي دي چي یو قسم يې دوه لوريز یا غبرګوني خط دئ لکه چي وايي:

توأمان مخترع مجنون است

کز قلم چهره گشايیها کرد

تا شدم مخترع و صورتکش

خطکم صورتکی پیدا کرد

رفيقي په ښۍ او چپ دواړو لاسونو ډېر ښکلی او ښايسته خط ليکه. ده په شعر کښي هم ښه لاس درلود، دغه رباعي د د هغه ده:

خوش آنکه بعشق مبتلا گرديده

بيگانه ز خويش و آشنا گرديده

يک بارهګی از قيد خِرَد وارسته

در ميکده بیسر و پا گرديده

رفيقي د خط په پاره کښي يوه مثنوي ليکلې ده چي دغه څو بيته ورځني راوړل کېږي:

بیا ائ خامه انشای رقم کن

بنام کاتب لوح و قلم کن

رقم ساز همه اشيا کماهی

پديدار سفيدی وسياهی

بسی کلک قضايش زو سَتادی

کشايد چشم خوبان عین صادی

ز کلک صنعش انشائی رقم کرد

رقم بر شيوهٔ نون والقلم کرد

دواتی سازد از چرخ مدور

کنندم موم سر آن ماه انور

کند از این دوات سبز مينا

زسرخی شفق شنگرف پيدا

الهي رحم کن بر حال مجنون

قلم کش بر خط عصيان مجنون

غبار نامهای زنګ عصيان

ز توقي رقاعم نسخ گردان

دی په ۹۵۰ هـ قمري کال کښي له فاني دنيا نه تللی دئ.

منبع: اريانا دایرة المعارف  – شپږم ټوک- ۹۰ مخ.

زاهد

مير محمد هروي د محمد اسلم هروي زوی په ۱۱۰۱ هـ په کابل کي وفات شوی دئ. ده په تهذيب المنطق باندي د جلال الدين دراني پر شرحې حاشیه ليکلې چي په ۱۸۸۵ کال په قازان کي د یوې مجموعې په ترڅ کي چاپ شوې ده.

منبع: اريانا دایرة المعارف – شپږم ټوک – ۱۸۰ مخ

ساغري

د هرات د شاعرانو څخه دئ چي د جامي سره په يوه عصر کي اوسېده. وايي چي جامي دغه بيتونه د ده په باره کي ویلي دي:

ساغری میگفت دزدان معانی برده اند

هرکجا در شعر من یک معنی خوش دیده اند

دیدم اکثر شعرهایش را یکی معنی نداشت

راست میگفت آنکه معنی هاش را دزدیده اند

کله چي ساغري دغه اشعار واورېدل نو جامي ته ورغئ، شکايت يې وکړ؛ خو جامي په جواب کي وویل چي «ما خو «شاعري» یعني «کوم شاعر» ویلی دئ، هغه بل چا په تصحيف کي «ساغري» کړی دئ.»

دا هم د ده یوه مطلع ده:

تا شنیدم که توان لعل ترا جان گفتن

آتشی در دلم افتاد که نتوان گفتن

منبع: اريانا دایرة المعارف – پنځم ټوک -۲۴۳ مخ

سعيد

د هرات د آثارو د څښتن په وينا مولانا سعید د هرات د اتم یا نهم سليز له شاعرانو څخه دئ. یو ډنګر او شوخ طبعه سړی و. دغه مطلع يې د خپل بدمرغي له کبله ويلې ده:

غلام خویشتم خواند لاله رخساری – سياه رويی من کرد عاقبت کاری

منبع: اريانا دایرة المعارف- شپږم ټوک – ۲۹۹ مخ.

سعيد هروي

نوم يې سعيدالدين او شعري تخلص يې سعيد دئ او د مولانا شمس الدين له همزولو او خپلوانو څخه وُ. په هرات کي روزل سوی او هروي ګرځېدلی دئ. د خواجه عزيزالدين طاهر مدح کوونکی او ستايونکی و او د غه خواجه د چنګېزخان د اولادې په دوره کي د خراسان وزير و او په توس کي يې هستوګنه کوله، څنګه چي د خپلي زمانې فاضل سړی او غوره پوه شاعر و ډېرو پوهانو ورڅخه د کمال تحصيل کاوه. يو له شاګردانو څخه يې نیشاپوري پوربهای*دئ. د سعيد هروي مړينه د افغانستان د اوومي پېړۍ فاضلو او لويو اديبانو په ۶۴۹ کال کي ښودلی دئ.

سعيد هروي تقريباً د پنځو زرو بيتونو دېوان درلود او د هغه له اشعارو څخه دا دئ چي ویلي يې دي:

صبح است ائ بتِ ګُلروی مئ بیار     تا روح پروريم از آن راهِ خوشګوار

ګه چنګ درزنيم بدان زلفِ مُشکبيز      ګه بوسه برکنيم از آن لعلِ آبدار

ما را اګرچه آب نماده است در جګر     هرشب ز دردِ هجرِتو دريا شود کنار

* په تاريخي تذکرو کي چيري چي د پوربهای نوم راغلی دئ هلته د جامي تخلص هم ورسره ذکر سوی دئ.

سعيدي*

په اتمه او نهمه پېړۍ کي يې ژوند کاوه. په اصل کي د هرات و او د کاسې جوړولو کار يې کاوه، د مړيني تر وخته په هرات کي و او په هماغه ځای کي ښخ سوی دئ او دغه دوه بیتونه د هغه دي:

ز بهر قطع هستی حیله از صدجای انگیزم

مگر یک لحظه با آن دلبر خودرای آمیزم

شبی بنشین وچندانی شراب بی حسابم ده

که نتوانم که تا روز حساب از جای برخیزم .

منبع: اريانا دایرة المعارف- شپږم ټوک – ۳۰۱ مخ.

* د امير علي شېرنوايي د مجالس النفايس کتاب په ۲۱۶ مخ ليکي چي مولانا سعدي د مشهد و، دلته چي سعيدي یاد سوی دئ په اصل کي سعدي دئ. امير علي شېرنوايي هم دغه بیتونه د شاعر له بېلګو څخه یادي کړي. (یوسفزی)

سلطان علي (خطاط)

د هجري قمري لسمي پېړۍ له خطاطانو او شاعرانو څخه دئ. د زېږېدني ځای يې د هرات د اوبې ښار دئ. ښه خط يې ليکه، مګر نستعليق يې جذاب او ښکلی و. په شعر او شاعرۍ کي هم ماهر استاذ و.

سلطان علي په خط کي تر دې اندازې قدرت درلود چي پخپله د اعتراض په ډول سلطانعلي مشهدي ته وايي:

گرچه آن سلطان علی از مشهد است- ليکنِ این سلطان علی از اوبه است

ډېر په زړه پوري اشعار او خواږه بیتونه لري چي د هغو له جملې څخه د نمونې په ډول لاندنۍ مطلع او رباعي ثبته شوې:

بيستون را ګر کند سیلِ فنا بنياد سُست

  ليک تواند نقشِشيرين از دليفرهاد شُست؟

            رباعي

لعليست لبت که بِه ز ياقوتِ تر است

   دُرجی است دهانت که لبالبِ ګُهر است

بر ماهِ رُخَت نِه يک هلال از ابروست

     هر موی ز ابرويت هلالي ديګر است

سيد عبدالقادر هروي

دئ اصلاً هروي و، په شعر کي يې پوره مهارت درلود، د نصر آبادۍ تذکرې خاوند ليکي چي د سلطان حسين بایقراء د مدرسې تاريخ سيد عبدالقادر هروي په دې توګه نظم کړی دئ.

این عمارت که خیره گشت ازو

چشم صورتگران چین و خطا

سال تاریخ [و] نام بانی اوست

شاه سلطان حسین بایقـرا

منبع: اريانا دایرة المعارف- شپږم ټوک – ۳۶۴ مخ

سيد مير هراتي

د هغو شاعرانو له ډلي څه دئ چي په ورستي پېړۍ کي يې وکولای شول بیا په قصيدو کي د متقدمانو سبک را ژوندئ کړي او د خاقاني او نورو تېرو شويو شاعرانو د اشعارو يادونه وکړي. دئ په ۱۲۸۰ کي زېږېدلی. ده د خطاطي، نقاشي، رسامي، شعر او ادب په فن کي پوره مهارت درلود او په شعر کي يې یو ستر او پرېړ دېوان ترتيب کړی و چي په هغه کي غوره قصيدې، غزلونه، رباعي ګاني وې، دی په ۱۳۳۳ کال کي مړ شوی.

منبع: اريانا دایرة المعارف – شپږم ټوک

سيفي هروي

د سيفي هروي د حال ترجمه چي د کرت ملوکو د دربار یوازنی مؤرخ او د نامتو تاريخ خاوند دئ له کتابونو او تذکرو څخه ډېره کمه لاس ته راځي، ده په خپله د خپل تاريخ په کتاب کي چي لومړۍوار په کلکته* کي چاپ شوی دئ د خپلو حالاتو یوه برخه ليکلې ده. د سيفي د تاريخ د کتاب له سريزي څخه معلوميږي چي د مؤلف نوم «سيف» او د پلار نوم يې محمد بن یعقوب هروي دئ. سيف په (۷۷۱- ۷۸۳) کي د ملک فخر الدین او ملک غياث الدين کرت په زمانه په هرات کي اوسېده، او د ملک غياث الدين په نامه په علم اخلاق کي يو کتاب چي «مجموعهٔ غياثي» نوميږي تألیف کړی دئ. د دغه کتاب ليکل د ملک غياث الدين دربار ته د هغه د معرفي کېدو لاره اواره کړې ده، او پس له هغه يې د هغه په غوښتنه د خپل تاريخ په ليکلو پيل کړی دئ. داسي چي په خپله سیف اشاره کوي په خپل تاريخ کي يې د (۶۱۸) هجري د پيښو څخه چي په آسيا باندي د چنګېز د يرغل سريزه ده، استفاده کړې او څلور سوه یادوني لري. د سلطان غياث الدين کرت څخه وروسته د دغه تاريخ په ليکلو کي د سیفي بل ستر مشوّق او حامي د ملک غياث الدين دبیر او منشي خواجه شهاب الدين دئ. لکه چي په خپله دې ټکي ته ګوته نيسي او وايي چي شهاب منشي د علم دوستو او هنر پالونکو مشرانو څخه دئ.

سيفي هروي د خپل تاريخ د ليکلو په وخت کي لکه څنګه چي يې پخپله ویلي دي د شېخ شفقت  الدين عبدالرحمن تألیف «نامهٔ هرات»، «تاريخ علائي»، «جهانکشاي جويني»، «طبقات ناصري» او «اخلاق خاني» څخه چي د چنګېز یا د هغه د زوی اوکتای قاآن په زمانه کي ليکل شوی و او د «تاريخ غازاني» څخه چي د خواجه رشید الدين فضل الله وزير تأليف دئ اود څو نورو کتابونو څخه چي د خراسان په باره کي ليکل شوی او ليکوال د هغو نوم نه دئ اخيستی استفاده کړې ده. لکه څنګه چي سيفي په خپله ادعا کوي د پيښو په ليکلو کي رښتيا ويونکی او د باور وړ دئ او په زياترو برخو کي پيښي د خپلو سترګو ليدلی حال بولي او هم په یو ځای کي يې ليکلي چي مؤلف په نظم کي د «نامه» په نوم یو بل کتاب لري چي د هغه د بیتونو شمېر شل زرو ته رسيږي او هغه يې د چنګېز په يرغل کي د هرات د زړور سردار  او ستر مدافع جمال الدین بن محمد سام په نامه ليکلې وه او هم څرګندوي چي د ده شاهنامه مصوره ده. سيفي په خپل مشهور تاريخ او د خپلي شاهنامې په مشهور کتاب سربېره اتيا قصيدې او يو سل وُ پنځوس نوري قطعې د ملک فخرالدين کرت په مدح کي لري.

د خپل تاريخ په ليکلو کي د سيفي د ليکني طرز منسجم او بېتکلُّفه دئ. په خپلو سترګو ليدلی حال په غور سره رسم کوي او د ده دغه اثر د افغانستان په نورو بېلو بېلو ادبي او تاريخي اثارو کي زموږ ډېر ښه ملي اثر دئ.

منبع: اريانا دایرة المعارف – شپږم ټوک – ۳۷۲ مخ

* دا کتاب په ۱۳۲۲ ش/۱۹۴۳م د د بوهار د شاهي کتابخانې د نسخې له مخي د محمد زبير صديقي په زيار په کلکټه کي چاپ سوی دئ او په دې سربېره تاريخنامه هرات کتاب د غلام رضا طباطبايي مجد په زيار په کال ۱۳۸۵ او د محمد آصف فکرت په زيار د پيراسته تاريخنامه هرات په نوم په کال ۱۳۸۱ په تهران کي چاپ سوی. (یوسفزی).

شاهرخ:

شاهرخ د مشهور امير تېمور زوی او په ۷۶۹ هجري قمري کي زېږېدلی و. دی په ۸۰۷ هجري کي د تېمور له مرګ نه وروسته سلطنت ته ورسېد. څرنګه چي یوه موده د هرات نايب الحکومه وُ نو د هرات اوبو او هوا د شاهرخ خوښه وه او هرات يې د سمرقند په ځای پايتخت غوره کړ. د هرات تهذيب او تمدن پرې اغېز ه وکړه او دعلم او پوهي مينه يې په زړه کي لاره پیداکړه. شاهرخ د خپل پلار په خلاف يو مدني او مدنيت پالونکی پاچا و، د ده د سلطنت دوره د افغانستان د عظمت او برم نه له ډکو دورو څخه بلله کېږي، شاهرخ د خپلي حکمرانۍ په وخت کي د خپلو ملګرو او په تېره بیا د هرات د ملکې ګوهرشاد بېګم د تلقين په اساس د هغو ورانکاريو د جبيره کولو په لټه کي شو چي د ده پلار کړي وې او تر څو يې چي وسه درلوده د ملک او ښارونو په آبادۍ کښي يې هاند و کړ. د هرات د مروې د ښارونو دېوالونه يې چي خراب شوي و له سره جوړ کړل؛ پوهان، فاضلان او د فضل او صنعت خاوندان يې وپالل او وروزل اود هغوی غم يې وخوړ. د هرات ښار د چين او اروپا تجارتي مرکز شو. د مصر د دولت سره د افغانستان د دولت مناسبات ټينګ شول. مصري سوداګر د هرات بازارونو ته راغلل او د سوداګرۍ مالونه يې مصر او د اروپا نورو هیوادونو ته وړل. د صنعت، موسيقي، معمارۍ او انځور ایستلو او نورو فنونو او صنايعو ستر استادان د شاهرخ په وخت کي پيدا شول. د ګوهرشاد مدرسه جوړه او د ښار تکړه پوهان پکښي په تدريس مقرر شول. د ګوهرشاد مدرسه په خورا نفيس ډول جوړه شوې او د ودانۍ د پاره يې د ملک له هر لوري څخه معماران، کاشي کاران او خطاطان راغوښتل شوي وه. د هرات اوسني څلي «مصلّا» د دغي مدرسې د بقاياوو څخه دي.

شاهرخ له ۴۳ کالو سلطنت نه وروسته په ۸۵۰ هجري قمري کښي مړ او په هرات کښي ښخ شو.

منبع: اريانا دایرة المعارف- شپږم ټوک -۳۸۹ مخ.

شکري

د اميرعلي شېر د څرګندوني له مخي د هرات له اوسېدونکو څخه او د مولينا سيفي معاصر و. حسين خواجه په «مذکراحباب» کښي ليکي چي مولانا شکري د ښو او خوږ ژبو شاعرانو څخه دئ، دا مطلع د هغه ده:

بناکامی جدا تا چند باشم از سرِ کويت

بود روزي که يابم ره بکامِخويشتن سويت

د «چراغِانجمن» خاوند دا رباعي د هغه په نامه قيدکړې ده:

ګردون تاکئ ز تو دلم خون باشد     جانها ز المهای تو محزون باشد

زان رو که تو هم دوني و هم دونپرور    نبود عجب ار نامِ تو ګردون باشد

منبع: اريانا دایرة المعارف- شپږم ټوک – ۴۱۲ مخ

شمس الدین محمد تاواگاني

دی دهرات له متعبدو او متبحرو علماو څخه یو تن و.

د نهمي پېړۍ په آخر کښي يې ژوند کاوه او د ارادت په طريقه کښي د زين الدين فاني له خلفاو څخه و. د هغه له آثارو څخه د «برده» د قصيدې مخمس او د «منازل السائرين» د کتاب شرحه ده. په (۸۹۲) کال کښي وفات شوی دئ چي د هرات په خيابان کښي مدفون دئ.

له شعرونو څخه يې دغه بیت یادگار پاتې دئ:

آنانکه بجز قامت سروت نگرانند

گر راست نگوئی همه کوته نظرانند

منبع: دایرة المعارف-شپږم ټوک – ۴۱۶ مخ-

شوقي هروي

د تېموري کورنۍ له وروستیو شاعرانو څخه و. حسن خواجه په «تذکرهٔ احباب» کښي ليکي چي هغه شوق پارونکي شعرونه او خوندوري ویناوي لري.

منبع: اريانا دایرة المعارف – شپږم ټوک – ۴۲۵ مخ

شېخ ابوالحسين نوري بغوي هروي

د ده نوم احمد او په یوه بل قول محمد او د پلار نوم يې د تذکره ليکونکو په اتفاق سره محمد او کنيه نوم يې ابوالحسين لقب يې نوري او په بغوي سره يې شهرت درلود. دا سړی له دې کبله بغوي بولي چي پلار يې د بغشور و او بغوي و بغشور ته منسوب دئ. بغشور هم يو ښار دئ د هرات په سرحد کښي چي هغه ښار ځينو بغ هم بللی، دا ښار له  هرات نه د مروې په لاره کښي پروت دئ د علماء او اعيانو منشا ؤ اوس هم ددې ښار و خرابو ته بغشور وايي، ياقوت حموي په ۶۱۶ هجري کال دا ښار خراب ليدلی. او دی له دې کبله نوري بولي چي په یوه قول د ده د کور په بام باندي چي په صحرا کښي واقع و دا شان نور لیدلی شوی و چي تر ملکوت؟ پوري ځلېدی، په بل قول هر کله چي به ده په تياره خونه کښي خبري کولې، د ده د مخ نور به په تياره کښي څرګند ليدل کېده، په بل قول دی به د باطن د نور په واسطه  د ارادتمندانو په زړونو پوهېده له دې کبله يې دی نوري باله، په هر حال نوري د پخوانو مشايخو له جملې ځنې او د طريقت له مرشدانو څخه ګڼل کیږي د ده مذهب په تصوف کښي یو خاص صورت لري، د ده پيروان په تصوف کښي يوه ګوښی ډله ده چي په نوري سره شهرت لري، لکه چي ونورو ډلو ته قصاري او جنيدی، او طيفوري او …….. او نور هم وايي.

لويه قاعده د دې مذهب داده چي تصوف ته پر فقر باندي تفضيل ورکوي، په نورو معاملو کښي ډېر ځله د حضرت جنيد رحمت الله عليه له مذهبه سره موافقت څرګندوي د نوري د طریقت له نوادرو ځني یوه دا ده چي په صحبت کښي ايثار خوښوي او بې ايثاره صحبت حرام ګڼي او وايي چي دروېشانو لره صحبت ښه دئ او عزلت ښه نه دئ او ايثار ټول فرض دئ.

د شېخ پلار له بغشور نه و هرات ته راغی او دلته يې مېشته اختيار کړه، د ه دسيد الطائفې یعني جنيد بغدادي رحمت الله عليه له کورنۍ سره وصلت کړی او شېخ د سید الطايفې سره معنوي او صوري نژدې والی دواړه حاصل کړي و، شيخ د سري سقطی رحمت الله عليه مريد و او ده له مصري ذوالنون او محمد علي قصاب او احمد ابن حواري او شيخ شبلي سره ليدني او بحثونه کړي دي شېخ يې شمس العرفا او امير القلوب هم باله، دی د خپلي طایفې په مينځ کښي خورا لوړ مقام او منزلت لري او د ده منزلت زياتره له دې کبله دئ چي د ايثار په ليار کښي له هیڅ ډول فدا کارۍ څخه مخ اړوونکی نه ؤ.

هجويري په کشف المحجوب*کښي حکايت کوي چي غلام الخليل د خلافت په دربار کښي له دې طايفې نه شکايت وکړ او دا طايفه يې په زندقه او الحاد تورنه کړه، المعتمد بالله عباسي د دوی په احضار امر صادر کړ، نوري او ارقام او ابوحمزه جنيد یې دخلافت و دربار ته راوستل، د خليفه له حضور نه پر دوی د قتل امر صادر شو هر کله چي د قتل و ځای ته ور وستل شول لومړی د ارقام د وژني قصد وشو، نوري په خورا ورين تندي را ولاړ شو او د  ارقام پر ځای کښېناست غاړه يې د جلاد و تور ي ته کښېښوده ، جلاد و نورو ته وویل: «توره داسي یو شی نه ده چي ته په دې رغبت سره ورته را وړاندي کېږې تر اوسه ستا وار نه دئ را غلی» نوري وویل چي « زما طريقه ايثار ده او تر هر څه ګران شی ژوند دئ، غواړم چي پاتې ژوند د وروڼو په کار کښي وښندم، ته پوه شه چي يوه سا ژوند د دنيا زما په عقيده د اخرت تر زرکاله عمر عزيزه ده ځکه دا د خدمت ډګر دئ او هغه د قرب سرای، خو قربت هم په خدمت سره لاس ته راوستل کیږي!»

خليفه د شېخ له داسي ايثار څخه تعجب وکړ نو د قتل حکم يې معطل کړ او د دوی مسئله يې د خلافت د دربار و قاضي القضاة ته حواله کړه تر څو چي د دوی د کفر او اسلام په باره کښي تحقيق وکړي جامي په «نفحات» کښي وايي:

چي د خليفه د حکم سره سم يې دوی د بغداد د يوې لويي ډلي علماؤ او فقهاؤو حضور ته راوستل، هر کله چي جنید (رح) په دې طايفه کښي د ظاهري پوهني فضيلت هم درلود، مخ يې و ده ته ورواړاوه او پوښتنه يې ترې وکړه چي «له شلو دينارو څخه څو باید زکات ورکړ شي» شبلي چي ظريف سړی و دستي يې وویل:« له شلو دينارو څخه شل او نیم دينار باید زکات ورکړ شي» فقيه پوښتنه وکړه چي «سربېره پر شلو دينارو نيم دينار څه معنا لري» شبلي وویل چي «نيم دينار د دې خبري جريمه ده چي شل ديناره د دې سړي په لاس کښي ولي پاته شوي وې چي زکات په ده تعلق ونيسي» بیا يې و جنيد ته مخ راواړاوه او بله مسئله يې تري پوښتنه وکړه، جنيد وویل چي «د مسئلو ځوابونه له نوري سره دي» ځکه ده په ظاهري علومو کښي شهرت نه درلود.

نو قاضي القضات چي به هره مسئله له شېخ نه پوښتنه کوله هغه به ځواب ورکاوه تر څو چي د مسايلو شمېر تر سلو پورې ورسېد او د ده پوهني او فضيلت ټول مجلس په حيرت کښي واچاوه، قاضي القضات وژړل او د شېخ لاسونه يې مچي کړل بیا يې نو وخليفه ته د دوی له علمي مقام او حق ویلو او صحیح اعتقاده څخه ډاډينه ورکړه،  خليفه دوی خپل حضور ته حاضر کړل او معذرت يې ترې وغوښت او هیله یې ځني وکړه چي «د مانه څه وغواړئ!» دوی عرض وکړ چي « زموږ حاجت دا دئ چي مهجور او هېر مو کړې» خليفه هم وژړل او ظاهريان يې د دوی له ايذانه جداً منع کړل، هجويري په خپل کتاب کښي حکايت کوي:

چي یو وخت درې شپې او ورځي په يوه مقام کښي په خروش کښي را ګرزېدی او هیڅ حرکت يې له هغه مقامه نه نشوای کولای نو جنيد (رح) يې خبر کړ، جنيد را ولاړ شو او شېخ ته راغی او شېخ ته يې وویل اې ابوالحسين صاحبه که در څرګنده وي چي خروش له ده سره فايده لري وماته هم ووایه چي زه هم په خروش کښي شم که نه وي نو رضا ته تسليم شه، شېخ آرامه شو.

د ده له خبرو څخه ده چي ویل به یې« أعز الأشياء في زماننا شيئان: عالم يعمل بعلمه، وعارف ينطق عن حقيقة» جعفر خدري چي په خپله د شېخ نوري له معتقدينو څخه و، د شيخ د ايثار په باره کښي وایي:

يوه دوې ورځي پخوا د دغه کامل عارف له وفاته څخه ده یو ځلي په خلوت کښي مناجات کاوه، ژړل يې ماغوږ ورته ونيو، ویل يې:

«اې باري خدايه! که غواړې د دوزخ اهل عذاب او د دوزخ له خلقو څخه ډک کړې ته کولای شې چي د دوزخ له ما څخه ډک کړې او د وی وجنت ته بوزې.»

ده به ویل هر کله چي خدای پاک غواړي ځان له چانه پټ کړي هیڅ څوک نشي کولای چي هغه سړی و خدای ته ور وصل کړي، او ویل به يې « لا يغرنک صفاء العبودية فان فيه نسيان الربوية»

له ده څخه پوښتنه وشوه چي تصوف څه دئ؟

ده و فرمايل: تصوف نه رسوم دئ او نه علوم بلکه له دې دواړو نه وتلی يو څېز دئ ځکه که چيرته له رسومو څخه وای په معاهده سره به حاصلېدی او که د علومو له جملې ځني وای نو په تعليم او تعلم سره به ولاس ته راتللای شوای، تصوف اخلاق دئ، بنا پر دغه فرموده: « تخلقوا باخلاق الله» یعني د خدای پاک په خلق  سره متخلق شی، نيک وتل نه په علومو حاصليږي او نه په رسومو!..

همدا ډول به ده مبارک ویل: تصوف له دنيا سره دښمنۍ او د  مولي دوستۍ ده، هر کله چي د ده له وفات نه، وسيدالطايفي جنيد ته خبر ورکړی شو، هغه جناب سمدستي وويل: (اذهب نصف هذا العلم يموت النوري) حضرت شېخ په يوه وینا په ۲۹۵ يا ۲۹۷ او په بل روایت ۲۸۶ هـ وفات شو خو لومړی قول زياتره د اعتماد وړ دئ.

منبع: اريانا دايرة المعارف – لومړی ټوک – ۹۲۱ تر ۹۲۳ مخونو پوري

* کشف المحجوب د علي بن عثمان هجويري آثر په نوې بڼه په کال ۱۳۸۳ ل کي د ايران په پلازمېنه تهران کي په ۱۱۵۶ مخونو کي چاپ سوی دئ. (ت،یوسفزی)

تېري برخي:

د هرات نوميالي لومړۍ برخه

د هرات نوميالي دوهمه برخه

د هرات نوميالي درېیمه برخه

د هرات نوميالي څلورمه برخه

د هرات نوميالي پنځمه برخه

د هرات نوميالي شپږمه برخه

د هرات نوميالي اوومه برخه

د هرات نوميالي اتمه برخه

د هرات نوميالي نهمه برخه

د هرات نوميالي لسمه برخه

دهرات نوميالي يولسمه برخه

د هرات نوميالي دولسمه برخه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *